مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

(د افغانستان ټلويزيون د چا لپاره؟)

ع. س زرمتي
�شاه ليلا بې وروه مه شې...�
يوه ورځ مو د استاد سراهنګ خوږې او په زړه پورې سندرې اورېدلې. يوه سندره يې ټوله په دري ژبه وه، خو په پاى كې به يې �شاه ليلا بې وروره مه شې� په پښتو ورزياته كړه. زما يوه دوست راته وويل: د كابل ټلويزيون هم نن سبا د استاد سراهنګ د دغې سندرې غوندې شوى، ټول په دري وي او په پاى كې د �شاه ليلا بې وروره مه شې� غوندې څو پښتو ټكي ورزيات كړي، خو كاشكې د استاد د سندرې غوندې خوند هم ولري.
ما چې تېر كال په كابل ټلويزيون كې يو دوه ملي ضد او افغان ضد فلمونه ليدلي وو، بيا مې دا ټلويزيون نه و ليدلى، په ناباورۍ مې ورته وويل: نه، دغسې به نه وي.
دوست مې راته وويل چې د ټلويزيون يوه خپرونه هم په پښتو نه وي، كله- كله كه شاه ليلا بې وروره مه شې هغه هم په خطايي په كې وي، نو نه شم ويلاى.
په همغه ماښام مې د كابل ټلويزيون د ليدلو زحمت په ځان ومانه. دا د 1383 ل كال د غبرګولي (جوزا) د مياشتې 19 مه نېټه وه.
د ټلويزيون د هغې ورځې خپرونې دا وې:
� برنامهْ كودك، ټوله په دري ژبه.
� پوليس خدمتګار مردم، په دري ژبه.
� مېز مدور د مورد حفظ محيط زيست، په دري ژبه.
� ګزارش سفر ټلويزيوني، په دري ژبه.
� د اوو بجو دري خبرونه.
� اخبار خارجي.
� اهنګ دري.
� ورپسې د نواى كهسار خپرونه وه.
تر پښتو خبرونو وروسته چې يوې دري ژبې وياندې سر تر پايه غلط ولوستل، د احمد ولي پښتو سندره خپره شوه. ورپسې د جامعه و قانون خپرونه په دري ژبه خپره شوه. له هغه وروسته د پر طاووس خپرونه وه، چې له يوې سندرې او يوه كوچني مطلب پرته ټوله په دري ژبه وه.
د خپرونو په پاى كې د اختاپوت ټلويزيوني سريال و، چې دا هم په دري ژبه ژباړل شوى و.
زما د دوست خبرې ټولې رښتيا وې، دا راته څرګنده شوه چې د ښاغلي سيد مخدوم رهين د وزارت په وخت كې د افغانستان په ټلويزيون كې رښتيا هم پښتو ژبه په اوړو كې د مالګې ځاى لري او زما د دوست خبره د �شاه ليلا بې وروره مه شې� خبره ده.
له نورو تبصرو به تېر شو، وبه ګورو چې پښتو خبرونه څنګه ولوستل شول او تر كومه حده يې د هېواد په مهمو خبرو خلك پوه كړل. وګورئ:
وياندې وويل: درې ماينونه د دولت د مخالفان له خوا ايښودل شوى و...
د نورو غلطيو تر څنګ يې جمع په مفرد بدله كړه.
يو بل ځاى يې وويل: .... او د خصوصي سكتور د برخه وسايط كمشت وبوله....
زه ورباندې پوه نه شوم، چې خبر څه و؟
دغه راز د پكتيا ولايت د سټو كنډو يې �ستي كاندو� سيمه وبلله، چې ستي كاندو، په هغه سيمه كې بېخي نه شته.
�زاني تاوان نه دى اوشتى� يوه بله جمله وه، چې په ناسمه بڼه يې وويله. يو بل ځاى يې وويل: �كلنى مانى� او اونۍ يې اونى ولوستله.
�د ايټاليا سفارت ورزشي وسايل او لوازمو مرسته وكړ� دغه ډول مونث په مذكر او مذكر په مونث او جمع په مفرد بدلول خو په هر خبر كې و. په پاى كې يې وويل: �خبرونه ختم شو�.
خداى شته ډېره مې خوا بده شوه، ايا په دې دومره لوى وطن كې هېڅوك نه شته، چې موږ ته په خپله ژبه د هېواد خبرونه راواوروي او پرې پوه مو كړي؟ زما د دوست وروستۍ خبره مې هم راياده شوه، چې د خداى پاماني پر وخت يې راته وويل:
�وروره! مه پسې ګرځه، په كابل ټلويزيون به داسې پښتو سندرې واورې، چې له خپلې ژبې به دې زړه تور شي، ځكه چې د داسې سندرغاړو په اواز كې وي، چې په پښتو نه پوهېږي.
څو ورځې نور مې هم د ټلويزيون خپرونې وليدلې او دې پايلې ته ورسېدم:
 د ټلويزيون د يوې خپرونې نوم هم پښتو نه دى، د ځينو نومونه يوازې په پښتو ژباړل شوي دي.
 د ټلويزيون ژبه په سلو كې 25 پښتو ده.
 د ټلويزيون سمبول په دري ژبه طرحه شوى (ر، ت، ا) په داسې حال كې چې په پښتو ژبه ډېر مناسب دى (ا، ر، ت). چې مخفف يې هم درست راتلاى شي، په دري كې مانا نه لري (رتا). پښتو نوم له انګرېزي نوم سره هم سمون لري (RTA). چې پښتو ته يې اوس هېڅ ونډه نه ده وركړې.
 زياتره هنري فلمونه پښتو ته نه ژباړل كېږي، د نوي كال او د ثور د اتمې نېټې په هنري فسټيوال كې يو فلم هم په پښتو نه و ژباړل شوى.
 د ټلويزيون زياتره فلمونه ايراني دي، چې د ايران په زياترو سيمه ييزو لهجو زموږ دري ژبي وروڼه هم نه پوهېږي، ځينو ليدونكو لا ما ته دا هم وويل چې په ايراني فلمونو كې زموږ د مذهبي احكامو سپكاوى هم ليدل شوى دى. مثلاً داسې فلمونه شته چې د پيغمبرانو په رول كې نور څوك څرګندېږي، حال دا چې پيغمبرانو ته د بديل ټاكل ګناه ده.
 په ټلويزيون كې د ملي ټرمينالوژۍ ساتلو ته هم پام نه كېږي. دانشګاه د پوهنتون پرځاى، دانشكده د پوهنځي پرځاى، دانشجو او شهروند په وار- وار ترې اورېدل كېږي، چې دا په خپله له اساسي قانون څخه يوه څرګنده سرغړونه ده.
 د ټلويزيون راپورټران په پښتو نه پوهېږي، پښتو ژبو ولايتونو ته هم داسې كسان لېږل كېږي، چې په پښتو نه پوهېږي. په ټولو رپوټونو كې پوښتنې په پښتو ژبه نه وي.
 نور اختصاصي او موقتي پروګرامونه يو هم په پښتو ژبه نه دي.
 داسې هم ليدل شوي دي، چې د ټلويزيون چارواكو د ژبې سپكاوى هم كړى دى. مثلاً د 1383 ل كال د وري د مياشتې په وروستۍ اوونۍ كې د سينما په خپرونه كې يو ليك خپور شو، چې غوښتنه يې كړې وه، فلمونه دې په پښتو نه ترجمه كېږي، تر پښتو اردو ښه ده!.
 په خپرونو كې دوه ويندويان وي، خو مطالب په پښتو لږ وي.
 د ازمونګاه ذهن خپرونه د يوه وياند له څو خبرو پرته ټوله په دري ژبه وي.
 د جمعې د شپو د فلمونو په ژباړه كې ژبنى انډول نه مراعاتېږي.
 په پښتو ژبه مطالب له هر لحاظ كمزوري دي او اكثره بې مانا وي، چې پوښتنه وشي، وايي چې پښتو ليكوال او كاركوونكي نه لرو، دا خپله يوه لويه پوښتنه ده، چې ولې پښتانه ليكوال او ژورناليسټان نه لري؟ دوى كه كاركوونكي نه لري، دا نورو ژبو ته يې څنګه تجربه كاره خلك پيدا كړي؟ دوى ځينې پروګرامونه لري، چې په بدل كې يې جوړوونكي او پروډيوسر ته ځانګړې حق الزحمه وركوي، خو دا امتياز پښتو ته نه دى منل شوى.
 ډرامې په سلو كې لس پښتو دي. په داسې حال كې چې د دغو كرښو ليكوال د ډرامو د برخې مدير همايون فېروز ته له حق الزحمې او نورو امتيازونو پرته ډرامې ليكلي او سپارلې دي، خو خپرې كړې يې نه دي.
د ټلويزيون پر خپرونو ډېرې ليكنې او نيوكې شوې دي. خو چا سر نه دى پسې ګرځولى او هسې بابېزه يې ګڼي. هيله ده چې د افغانستان د اسلامي دولت ورته جدي پاملرنه وكړي او ټلويزيون د څو تنو له انحصار څخه بهر او د ټول افغانستان په ملي ټلويزيون يې بدل كړي. موږ له خپل نوي ولسمشر څخه همدا هيله كوو، چې موږ حق لرو، په خپله ژبه راډيويي او ټلويزيوني خپرونې ولرو. كه چېرې د خيبر په نامه پښتو ټلويزيوني شبكې باندې بنديز لګول كېږي، د ايران چنلونه دې هم بند كړاى شي، كه نه، زموږ د خپل هېواد خپرونې دې سمې او ملي كړاى شي.(35)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery