مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

څه ډول د بيان ازادي؟

د افغانستان، د اسلامي انتقالي حكومت تر منځته راتلو وروسته د خورا ډېرو لاسته راوړنو ادعاګاني كېږي، چي يوه هم د بيان ازادي ده. د مجلو، جريدو او ورځپاڼو شمېر سلګونو ته رسېدلى او د اكثرو پر تندي ليكلي وي، چي خپلواكه، ناپېيلې...
كله چي سړى په دغو خپرونو كي د حكومت پر لوړپوړو چارواكو، لكه ښاغلي حامد كرزي، د ملت بابا، ښاغلي جلالي، ښاغلي اشرف غني احمدزي، ښاغلي احدي، ان دا چي تاريخي اتلانو، لكه لوى احمدشاه بابا، غازي محمد نادر خان او داسي نورو باندي بېشمېره نيوكي لولي، نو داسي ورته ښكاري، چي په رښتيا په افغانستان كي د بيان ازادي سته. خو د حكومت هغه اداره د دغه ډول تورونو بازار يې ګرم كړى دى او د بيان، د ازادۍ ممثله اداره بلل كېږي او څو مډالونه يې هم تر لاسه كړي، پر خپل ځان يوه كوچنۍ نيوكه هم نه سي زغملاى.
خبره به سپينه وكړو؛ د اطلاعاتو او كلتور وزير، ښاغلى سيد مخدوم رهين يادوو، چي تل ځان ډيموكراټ او د بيان د ازادۍ كلك پلوى بولي، دا هڅه كوي، د هغو خلكو خولې وروګنډي، چي پر ده او د ده پر اداره باندي نيوكي كوي.
د روان كال، د غبرګولي د مياشتي پر اوويشتمه نېټه په كندهار كي يو علمي سيمينار جوړ سوى و، چي ښاغلي رهين هم برخه په كښي درلوده. په دغه سيمينار كي يو شمېر پاڼي، چي له انټرنيټ څخه رااخيستل سوي، ووېشل سوې. په پاڼو كي راغلي وه، چي د كابل، د خواجه صفا په زيارت كي چي كومي كيندني رواني دي، نو په نتيجه كي يې يو شمېر طلايي اثار راايستل سوي او ځيني يې د رهين له خوا غلا سوي دي.
ښاغلي رهين كه څه هم له ځان څخه دفاع وكړه، خو په دې يې زړه سوړ نه سو، په دې تور يې په كابل د �هوسۍ� مجلې مسوول، صالح محمد صالح د تحقيق لپاره څارنوالۍ ته راوغوښت. تر دې وروسته يې په همدې تور په كندهار كي د �بېنوا فرهنګي ټولني� مشر، ښاغلى عبدالاحمد محمديار هم څارنوالۍ ته راوغوښت. څرنګه چي له يوې خوا د قانون خوله ورته جوړه نه سوه او له بلي خوا په فرهنګيانو كي شور او زوږ راپورته سو، نو رهين مجبور سو، چي دغه دوه كسان بېرته خوشي كړي.
ښاغلى رهين نور وزيران ټوپكسالاران بولي، خو كه چېري دى د دفاع يا كورنيو چارو وزير واى، نو خداى  خبر چي د دغو دوو ليكوالانو به اوس څه حال واى.
كه د حكومت پر لوړپوړو چارواكو انتقاد كول، د نوي عصر غوښتنه او د هر چا قانوني حق وي، نو ښاغلى رهين ولي ځان غيرمسوول او واجب الاحترام بولي؟ او كه خبره د ناسالم انتقاد وي، نو هغه تورونه چي پر ښاغلي كرزي، جلالي، اشرف غني، احدي او نورو باندي لګول كېږي، ولي يې خبره تر څارنوالۍ پوري نه رسېږي؟
خپله د اطلاعاتو او كلتور، د وزارت مشاور، ښاغلى رهنورد زرياب چي د زمري، د اته ويشتمي جشن ته �قصۀ غم انګيز جشن هاى ما� وايي او نامتو سپه سالار، غازي محمد نادر خان او د هغه ملګرو غازيانو ته د ټوكرانو، د څو تانو غله وايي، ولي محكمې ته نه راكش كېږي؟ ولي څوك حساب و كتاب نه ورسره كوي، هغه ليكني چي د افغاني قومونو تر منځ د نفاق اور ته لمن وهي او ملي وحدت ټوټې، ټوټې كوي، ولي نه بندېږي، ولي ملي ضد اشخاصو ته موقع وركول كېږي، چي د افغانستان له راډيو ټلوېزيون څخه د خپلو ناوړو اهدافو لپاره استفاده وكړي او په جار، جار وايي چي موږ نه افغانان يو، نه اوسنى حكومت او نه هم اساسي قانون منو، ولي د كابل، د راډيو او ټلوېزيون له خوا قانون تر پښو لاندي كېږي او د افغانستان ملي ټرمينالوژي، په ايرانۍ ټرمينالوژي اوړي؟
كه د افغانستان مطبوعات په دقت وڅارو، نو نژدې ټول بد رد د پښتنو په مشرانو پسي ويل كېږي؛ له ښاغلي كرزي څخه نيولې، بيا تر احمدشاه بابا پوري. خو كومه دى داسي نر، چي پر ناپښتنو مشرانو هم يوه نيوكه وكړي، كه ټوپكيان نه لري، نو څارنوالي خو ورسره سته.
د اطلاعاتو او كلتور په وزارت كي له پښتو خپرونو سره ښه په پراخ مټ د مور او ميرې سلوك كېږي، نه د دولتي پښتو خپرونو خوند سته او نه ازادي پښتو خپروني خپل سر ته پرېښوول كېږي. موږ د دولت د رياست له مقام څخه دا هيله كوو، چي د اطلاعاتو او كلتور په وزارت كي له پښتنو او پښتو خپرونو سره د مور او ميرې سلوك پاى ته ورسېږي او دغه وزارت ملي سي.
كه چېري خبره د ډيموكراسۍ او د بيان د ازادۍ وي، ولي پر ټولو په يوه شان نه تطبيقېږي؟ موږ ټولو اسلامي او افغاني ارزښتونو ته درناوى لرو، خو له نورو څخه هم دا هيله كوو چې بايد دغه اړخ له پامه ونه غورځوي. اوسنى دولت دا مسووليت لري چگي په دې برخه كې جدي اقدام وكړي. زموږ په اند نور نو بايد د ټوپك او ټوپكواكۍ پاچايي پايته ورسېږي، نور نو بايد افغانانو ته د سالم فرهنګي كار زمينه برابره شي، د اطلاعاتو او كلتور وزارت په خپل تشكيل كې يو رياست د فرهنګي ستونزو د اواري لپاره لري، دغه وزارت ولي خلك څارنواليو ته ورغواړي؟ ايا دا ظرفيت په دوى كې نه سته؟ دغه راز كارپوهان د دې وزارت پر دغه اقدام دا شك هم لري، چې غواړي په دې توګه د زياتو خپلواكو خپرونو مخه ونيسي او د زياتو ازادو ليكوالو له ګوتو قلمونه واخلي، ځكه چې خپلواكي خپروني او ناپېيلي ليكوالان رښتيا ليكي او كه چېري رښتيا وليكل سي، كېداى سي زيات خيانتونه رسوا او د زياتو كسانو له څېرو څخه نقابونه ليرې سي، خو بيا هم افغان فرهنګيان د ژورناليسټانو له نړيوالي اتحاديې څخه غوښتنه كوي چې بايد د دوى ځاني امن تضمين كړي او دوى ته دي د سالم فرهنګي كار زمينه برابره كړي.(38)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery