مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

�اواز� نوښت دى او که...؟

هميم جلالزى، غزنى
زه له ښاره په يوڅه ليرې واټن كې اوسم، اوونۍ نيمه وروسته يوځل ښار ته سر ورښكاره كوم. په ښار كې هم داسې د پام وړ د شناخت ځاى او خلك نه لرم، يوازې يو څو فرهنګپال وروڼه دي، چې څو شېبې ورسره د بانډار ګونډه ماتوم او په خبرو- خبرو د يو بل سرونه- سره خوږوو.
يوه ورځ چې كله له ملګرو سره مخامخ شوم، نو يوه راته زموږ د پخواني دود له مخې بيا هم ځينې نوې خپرې شوې مجلې او د كتنې وړ كتابونه تيار كړي وو او د كتنې لپاره يې راته راوسپارل، خو دا ځل يې يوه نوې، ها د چا خبره كاغذپېچ مجله هم راكړه. كه څه هم د مجلې نوم راته د ماشومتوب له شپو- ورځو څخه اشنا و، ځكه هغه مهال به مې هم كله- كله په ګوډ او مات لوست سره ځينې توكي په كې لوستل. په هر حال، كله چې په كور كې مطالعې ته كښېناستم، نو د خپلې زياتې تلوسې له امله مې لومړى نوې مجله راپورته كړه او د لوستلو هوډ مې يې وكړ. د مجلې د پښتۍ پر لومړي مخ د هېواد د وتلي سندرغاړي فرهاد دريا څېره وه او پورته يې په غټو سپينو تورو سره�اواز� ليكل شوى و. د مجلې په كتنه بوخت شوم، سر ترپايه مې پاڼه- پاڼه واړوله او ليكنه په ليكنه مې وځيروله. خو باور وكړئ، چې نه يوازې د خپلې تندې د ماتولو څه مې په كې ونه موندل، بلكې مطالعې يې زما د ژوند د ترخو خاطرو په لړ كې يوه بله دا هم ورزياته كړه، چې وروسته به يې بيا تاسې هم وګورئ.
څرنګه چې مجله د دويم ځل لپاره خپرېده، لومړۍ ګڼه او د امتياز څښتن يې د افغانستان د راډيو- ټلويزيون رياست و، نو له همدې امله يې زياته برخه د راډيو- ټلويزيون په اړه خبرې اترې او يوه په كې د راډيو- ټلويزيون د هغه مهال له رئيس ښاغلي غلام حسن حضرتي سره شوې مركه وه.
د سيما ترانې او پرښتې دوو غټو تصويرونو د مجلې منځپاڼې نيولې وې. د رهنورد زرياب دوې ليكنې، د جيمي هنډركس په اړه يو مطلب، اخبار سرچوك، دوراهيهاى اخلاقي، دوې درې نورې لنډۍ، سمبوليكې ليكنې او څو شعرونه په كې ځاى پرځاى شوي وو. كله چې مې د مجلې پاڼې اړولې، نو د �اواز� مجلې هغه لومړنۍ څېره او كيفيت به مې سترګو ته جګ ودرېدل، چې په څومره ښكلي انداز به زموږ ترلاسونو پورې رارسېدله. خو دا ځل د اواز بڼه بدله وه او له ورايه په كې د ډاكټر سيد مخدوم رهين د ځانګړې پاليسۍ څرك تر سترګو كېده.
په هر حال، لومړى به ځينې ليكنې وځيرو. وروسته به په دې اړه لږ وګړېږو او بيا به يوه سالم قضاوت ته لار پرانيزو، چې �اواز� نوښت دى او كه...؟
د پښتۍ پر دويم مخ يې د اطلاعاتو او كلتور د وزير ښاغلي سيد مخدوم رهين څو كرښې ليكنه راغلې وه، چې د مباركۍ دپيغام بڼه يې درلوده. د ليكنې سرليك و: �نشر �مجلۀ اواز يك رويداد مهم است� ښاغلي رهين د طالبانو ماتې او د ده په وينا د اطلاعاتو او كلتور وزارت كارونو ته نغوته (اشاره) كړې وه او د مطبوعاتو په برخه كې يې د خپلو كارونو حجم خورا پرتمين ښوولى و. پرته له دې چې د مطبوعاتو له ازادۍ څخه د ننګې او ملاتړ يا هم د رښتينې ازادۍ او خپلې سرښندنې په اړه يې كومه عملي بېلګه وړاندې كړې وي، يوازې د مطبوعاتو د قانون په توشېح او د بيان د ازادۍ په وييوكو (تورو) يې خپل قلم ځغلولى او ستړى كړى و. وروسته يې د �اواز� مجلې په باب ليكلي وو: �...اكنون در استانۀ نشر دوبارۀ مجله اواز، پس از ركود نشراتى بيشتر از ده سال قرار داريم، بېجا نېست كه اين بشارت را در بين خانوادۀ مطبوعات كشور تبريك بگويم. بې شبهه، نشر مجله اواز از رويداد مهمېست، كه مېتواند به مثابۀ فراوردۀ مؤثر كار فرهنگى، تاثيرش را بر ګونۀ عملي بر شكل گيري حوزه هاى فرهنگي وارد كند�.
كله چې مې د مجلې نورې ليكنې هم وكتلې، نو راته ښكاره شوه، چې د مجلې په ټولو ليكنو كې يوه هم پښتو نه وه، حال دا چې دا كار په لومړي ګام كې پر اساسي قانون يو ګوزار دى. دري ژبه خو پرځاى پرېږده، زيات تركيبونه او وييوكي سوچه ايراني پارسي وو: �سردبير، شگردهاى نوكارمان، به ويژه، فرآوردها...� يې د مشت نمونه خروار په توګه يادولاى شو.
مجلې له سره د ژبې انډول ته پاملرنه نه وه كړې، په داسې حال كې چې نه د اطلاعاتو او كلتور وزرات، نه راډيو-ټلويزيون، نه هم اواز مجله د نورو ژبو د ويونكو ميراث دى، چې يو دولتي خپرندوى ارګان دې يوازې يوې ژبې ته د كار او خدمت په موخه، له دولتي ارګان څخه كار واخلي، دا په داسې حال كې چې په دولتي مطبوعاتو او رسنيو كې د ژبو انډول ساتل، د اساسي قانون او نورو مدني قوانينو منل شوى شرط او اصل دى، خو بيا هم له بده مرغه او په ډېره خواشينۍ سره بايد ووايو چې دغه حقيقت په ډېره ترخه توګه د چارواكو له خوا تر پښو لاندې شوى دى. دې ټكي ته په كې هېڅ پاملرنه نه ده شوې. دا به يوې خوا ته پرېږدو او رابه شو يكي يوه پښتو مطلب او د ښاغلي عبدالغفور لېوال يوه شعر ته، چې هغوى په څه بڼه خپور كړى دى.
هېره دې نه وي چې د خپرې شوې نثري ليكنې پاى ته د م- ارسلان �سليمي� نوم كښل شوى دى. سرليك يې و: �دا د نو سه وكړه؟� د ليكنې څو نورو وييوكو هم كټ مټ داسې بنه درلوده: �دا خيږى ټګوله نړى، د خاورو د منځو څخه، رڼو ابو، د هر ډول اوڅت د نشته او...�
ليكنه له خورا پرېمانه دېته ورته وييوكو څخه ډكه وه. باور وكړئ كله چې ما لوستله، زه هم نه پرې پوهېدم، چې مورنۍ ژبه مې هم وه او څه ناڅه شى مې په كې لوستي هم دي. نو تاسې پرېكړه وكړئ هغه څوك چې په پښتو كې تر ما لا كمزورى وي او يا يې مورنۍ ژبه بله وي، هغه به څه ورباندې وپوهېږي او څه ګټه به ترې واخلي.
كه هرڅوك همدغه ليكنه وګوري، نو له ورايه همدا استنباط او اټكل ترې كېږي، چې پر يوه ملي او رسمي ژبه ملنډې وهل نه دي، نو څه دي؟ ځكه نو سړي ته دا پوښتنه راولاړېږي، چې كه د ليكنې سمه بڼه د تخنيكي ستونزو له امله خرابه شوې وي، نو دا ليكنه ولې په دري ليكنو كې نه ده رامنځته شوې؟ او كه رامنځته شوې وي، ښايي دا ستونزه بېرته اواره شوې وي، نو پښتو په دې نه ارزېده چې په ټوله مجله كې يې يوازې يوه خپره شوې ليكنه يوځل تر نظر تېره كړل شي؟ او كه هم دا ارزښت د راډيو- ټلويزيون د چارواكو او يا هم د اواز مجلې له پلاوي سره دې چې له پښتو سره داسې د مور او ميرې سلوك وكړي؟؟.
په هر حال، د ډاكټر سيد مخدوم رهين خپله خبره ده چې له قانون سره سم هغه دولتي رسنۍ لكه ورځپاڼې او مجلې چې په پلازمېنه او ولايتونو كې خپرېږي، كه يې ژبه دري وي، بايد په سلو كې ۲۵ يې پښتو وي او كه دا خپرونه پښتو وي، بايد په سلو كې ۲۵ يې په دري ژبه وي. خو په اواز كې د دې معيار هېڅ څرك نه لګېږي او كه چېرې ډاكټر رهين دا كار نوښت او ارزښتناك ګام ګڼي، زموږ لپاره ښايي خبره معكوسه وخېژي او كه دغه ښاغلى د همدغه ډول ريشخند له كبله، چې زموږ په مورنۍ ژبې پسې وهل كېږي، موږ ته مباركي راكوي، نو همدغه مباركي دې بېرته د خپلې كورتۍ په جېب كې واچوي او هغه د چا خبره چې وايي: �پكه دا دې لا بله سپكه� په هر صورت، خبرې ډېرې او وخت لږ دى، خو دا بايد په ياد ولرو، چې كه شپه تياره ده، مڼې په شمار دي. د اواز مجلې چارواكي كه د دوى ملاتړي او د نظر ياران دي، هېڅلكه دې هم دا فكر نه كوي، چې يا د چا نه راپام كېږي او يا به هم څوك ورباندې غوږ ونه ګروي. په داسې حال كې، چې موږ د هېواد د دوديزو ژبو درناوى لرو، نو د اواز له چارواكو او يارانو څخه هم دا هيله لرو، چې زموږ ژبې او دودونو ته دې متقابل درناوى ولري او له ځان څخه دې د راډيو- ټلويزيون خپرونې نه جوړوي، چې د پښتو ونډه يې په سلو كې ۱۰ هم نه ده. زه چې كله- كله د راډيو- ټلويزيون خپرونې اورم، يا ګورم، نو تل هماغه ټوكه را په يادېږي، چې وايي: �د يوه سړي كور ته يو مېلمه ورغلى و، كوربه وريجې ورته كښېښودې، كله چې مېلمه په خوراك پيل وكړ، نو په وريجو كې د وريجو په پرتله كابو د شګو شمېر ډېر و او له هرې ګولې سره به د مېلمه تر غاښونو لاندې شګې كړپېدې، كوربه چې دا حالت وليد، نو په دوديز ډول يې مېلمه ته عذر پيل كړ، چې مېلمه وروره! بخښنه غواړم، په وريجو كې يوه- يوه شګه پيدا كېږي! مېلمه ورغبرګه كړه: نه!... نه!... هېڅ خبره نه ده، يوه- يوه وريجه هم په كې پيدا كېږي�
او په پاى كې

بورا به خداى په ګلو موړ كړي
باغوانه! ستا نيمګړى نيت مې ژړوينه (52)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery