مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

افغانان د سياست بازيو قرباني شوي دي

فضل الهى ولس پال
د لرغونو تاريخي اثارو لـه څېړنې څخه داسې څرګندېږي چې د نړۍ د تمدن لومړني بنسټ ايښودونكي سومريان وو چې ښارونه يې جوړ كړل او ليك يې اختراع كړ. تاريخ پوهانو سومريان لـه اريايي قبيلو څخه يوه قبيله او ځينو خو ان پښتانه بللي دي.
اوس به راشو دې پوښتنې ته كه چېرې افغانان د تمدن بنسټ ايښودونكي او د نړۍ د ټولو قومونو او ملتونو په سر كې وو اوس ولې لـه ټولو قومونو او ولسونو څخه وروسته پاتې دي؟
دا وروسته پاتې والى كه په ظاهره زيات لاملونه لري خو په حقيقت كې تر ټولو لوى لامل يې دا دى چې لـه كله راهيسې افغانانو لـه سياست سره مخه ښه كړې او ګوښه ناسته يې غوره كړې لـه هماغه ورځې را په دې خوا د نړۍ لـه كاروانه وروسته پاتې شوي دي.
افغانان دوه نيم سوه كاله پخوا د يوې پراخې امپراطورۍ څښتنان وو، د احمد شاه بابا لـه مړينې وروسته پاتې نورو واكمنانو ګوښه ناستې او راحت ته مخه كړه، لـه سياست اوډغرو وهلو څخه يې لاس واخيست او زياته موده تېره شوې نه وه چې د نورو دولتونو لـه سياست بازيو او توطيو سره مخامخ شول. د احمدشاه بابا لمسيان چې د هغه وخت د ځواكمنو دولتونو د سياسي دسيسو او سياسي ترهګريو قرباني شول او د قدرت په سر په خپلو منځو كې سره كښېوتل.خپل منځي جګړو په افغانانو كې ملي روحيه ووژله او د ملي ګټو په وړاندې د ولس غبرګون بې تفا وته شو او لـه دې كبله يو شمېر فرصت طلبو عناصرو ته زمينه برابره شوه او ملي شتمنۍ يې په خاينانه توګه غصب او تالان كړې. دا ډول چلندونه لـه دوه نيم سوه كلونو راپه دې خوا دوام لري، ولس لـه سياست سره ډډه نه لګوي د ملي ګټو او شتمنيو په وړاندې بې تفاوتي ښايي، خو موږ وليدل چې هر څومره موږ لـه سياست څخه لرې شوي يو او ګوښه نشيني مو غوره كړې، د نورو ولسونو او ګاونډيانو لـه سياست بازيو، توطيو او دسيسو څخه په امان كې نه يو پاتې شوي. هغوى د يو شمېر ماديات پرستو عناصرو په مټ موږ ته دامونه په لار كې ايښي او موږ يې د بې اتفاقيو او خپل منځي جګړو لـه لارې د نابودۍ كندې ته ټېل وهلي يو. د بېلګې په ډول د انګليس د شرقي كمپنۍ استازو د سكهـ لـه ياغيانو نه په ګټې اخيستنې سره وتوانېدل د افغان امپراطورۍ هندي برخه (پنجاب، سرهند، كشمير، سند) ددې امپراطورۍ لـه ولكې څخه وباسي.
دا مهال د پرديود سياست بازيو لـه كبله د تېمور شاه د زامنو ترمنځ تربګنۍ د يو شمېر تربيه شويو عناصروله خوا لمن وهل كېده. دا وروڼه لا لـه خپلو ميرنيووروڼونه په غچ اخيستلواخته وو چې انګليسان لـه مقاومت پرته په ډاډه زړه د سكهانو په موجوديت كې تر اټكه راورسېدل.
همدا راز روسانو په هېواد كې د محمدزيوشاهزيانو اوقومونوترمنځ تربګنيوته په لمن وهلوسره لـه استراخانه پښه راواړلـه او د افغان امپراطورۍ د تركستان برخه يې په تدريج سره تر ستوني تېره كړه، اوسمهال هم د پاكستان، ايران، روسيې او د يو شمېر نورو ګاونډيانو د سياست بازيو قرباني يو. هغوى لـه بېلابېلو بهانو سره خپل منځي شخړو ته لمن ووهله او د افغانانو پام يې لـه خپلو ملي ګټو او لـه لاسه وتليو سيمو څخه په بل لور واړاوه.په دې توګه افغانانو ته يې نه يوازې دا چې د خپلوروا حقوقو د غوښتلو موقع په لاس ورنه كړه، بلكې يو شمېرسرحدي سيمې يې د دوى لـه خاورې لا پسي قيچي كړې.
په هېواد كې يو شمېر پردي پالې كړۍ او محافظه كاره روحانيون د ولس د بېداره كولو او پر سياست د پوهېدلو مخنيوى كوي او لـه دې څخه ډار لري كه چېرې ولس په سياست پوه شي،نو بيا دوى نه شي كولى چې پر هغوى خپله ړنده واكمني ومني او يا د دوى پر خولو او وينو لـه ټولې شوې ملي شتمنۍ څخه ناوړه استفاده وكړي.
محافظه كاره ملايان ولس ته سياست د يو ناروا څيز په توګه معرفي كوي او ورته وايي چې سياست دروغو ته ويل كېږي او دروغ په اسلام كې منع دي. محافظه كاره حاكمان سياست د اختناق او زور په ذريعه محكوموي او ګاونډيان د افغان واحد ملت د جهاد، قوميت او ګوندونو مو په نومونو سره ويشي، لـه دې لارې بې اتفاقيو او شخړو ته لمن وهي او د سياسي لوبو لـه لارې په افغانستان كې د خپلو موخو پياده كولو ته زمينه برابروي.
دا په داسې حال كې ده چې محافظه كارانو، حاكمانو او ګاونډيانو ته سياست هېڅكله دروغ نه دي، هغوى لـه موږ سره سياست كوي د دسيسو لـه لارې د ولس د پرمختګ مخه نيسي او ګاونډيان په دې سره ځانته زمينه برابروي چې لـه موږ څخه نيولې ځمكې او شتمنۍ په اسانه تر ستونې تېرې كړي او چې كله بيا موږ پر هوش راځو نو دوى لـه موږ څخه دومره وړاندې تللي وي چې لـــــــه دوى څخه د خپلو رواحقوقو د غوښتلو جرئت ونه كړاى شو.
راځئ چې ويښ شو، سياست نه كفر وبولو او نه دروغ، سياست د سياست په توګه ومنو.
سياست پرخلكو د حكومت كولو فن او هنر دى.
سياست د يو ملت د يو والي، د ملي ګټو دپاللو د ملي شتمنيو د پېژندلو او د پرمختګ او پراختيا درس دى.
سياست د يوه ملت سترګې دي چې كولى شي د دښمنانو ډېرې وړې اوكوچنۍ دسيسې او توطيې پرې وويني.
سياست د حكومت، ورورګلوۍ او يو والي منطق دى.
سياست د دين او ايمان بشپړتيا ده.
سياست د تفكيك او تللو ډبره ده.
راځئ چې سياست ته مخه كړو، كه موږ لـه چا سره سياست ونه كړو، خو نور يې لـه موږ سره كوي، موږ ته دسيسې جوړوي او موږ كندو ته ټېل وهي.
د سياست لومړنى درس د ملي ګټو او ملي شتمنيو پېژندل او په راچاپېره يې د يووالي رامنځته كول دي.
د سياست دوهم درس، ملي ګټو، ملي شتمنيو او ملي يووالي ته د ژمن او ناژمن كس يا د دوست او دښمن پېژندل دي. د سياست درېيم درس لـه دوست سره وروري او دوستي كول او لـه دښمن سره د دښمنۍ كول او جنګېدل دي.
د سياست څلورم درس د خپلو حقونو ساتل او د نورو د حقونو درناوې كول او د عدالت ټينګول دي.
د سياست پنځم درس، د هېواد، ملت، علم او پوهې پالل، پرمختګ او پراختيا ده.
د سياست شپږم درس رښتنې ازادي او په دې سره په رښتني توګه د مسلمان ولس او دين ازادول دي.
د سياست اوم درس نيكمرغه، ازاده او سوكاله ژوند دى.
اوس ويلي شو چې سياست نه د استخباراتي ملا په خولې كفر او دروغ دي او نه د پرديپالو جاسوسانو اولاسپوڅو سياستوالو په وينا د هېواد خرابول.
زموږ د تېر تاريخ د وياړونو يوازنى لامل د ولس په يو والي كې و، هغه وخت موږ ټول سره يو ملت او يو شانته مسلمانان وو، په موږ كې دا او هغه نه و، ټول يو افغان وو، د هېواد او افغان د سرلوړۍ لـه پاره مو په ګډه سره كار كاوه، جرئت او خوځښت مو درلود، د حق پلوي مو كوله او د باطلو په وړاندې درېدلو، هر فرصت طلب او خاين ته مو اجازه نه وركوله چي هېواد او ولس ته زيان واړوي.
هغه مهال د علم، كمال او هنر ډيوه مو روښانه ساتلې وه، د علم د حاصلولو لـه پاره تر بخارا او كوفې ځغلېدو، ملي غرور او ملي احساس مو درلود، چې په هر ځاى كې به وو افغان به وو او په افغانيت به مو وياړ كاوه.
كه وغواړو چې يوځل بيا لكه د پخوا په څېرد برم خاوندان و اوسو، بايد ملي ګټې وپېژنو، د ولس پالنې احساس خپل كړو، خپل ملي يووالي ته ژمن اوسو، ملي غرور او ملي احساس په ځان كې ژوندى وساتو او په ملي احساس سره پوهې،علم، تخنيك او تكنالوږۍ ته مټې ونغاړو.(55)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery