مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د �ايينې� فعاليتونه د حقيقت په هنداره كې

محمد اكرم نسيم

نن ورځ مې مه ګوره چې نه لرم ډېوه په كور كې
كړي دي ما هم د سپوږمۍ پر زنګانه خوبونه
دروېش درانى

كله چې زموږ پر ګران هېواد باندې د امريكا په سرمشرۍ بريدونه پيل شول او د طالبانو حكومت يې رانسكور كړ، له همغې ورځې چې له يوې خوا جګړه روانه وه، له بلې خوا د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو كې د همدغو هېوادونو استازي سره راغونډ شول، چې د افغانستان لپاره د مرستو برابرولو تابيا وكړي. دغه راز يو زيات شمېر غيردولتي موسسو، ازادو ټولنو، عامه وګړو او داسې نورو كسانو هم له افغانانو سره د مرستو راټولولو لپاره هلې ځلې وكړې او دا ژمنې يې هم وكړې، چې له افغانانو سره به د ژوند په هر ډګر كې مرسته كوي، په همدې لړ كې د توكيو كنفرانس هم د پام وړ دى، چې د بېلابېلو هېوادونو له خوا له افغانستان سره د لس ملياردو ډالرو د مرستې ژمنې وشوې. د دې مرستو د لاښه تنظيم لپاره پرېكړه وشوه، چې د غيردولتي موسسو له خوا به د هېواد ګوټ ګوټ ته رسول كېږي. له همدې سره په سلګونو نړيوالې غيردولتي موسسې افغانستان ته راغلې او د كابل په ګډون يې د هېواد په ليريو پرتو سيمو كې هم په كار پيل وكړ.
د دغو غيردولتي موسسو په لړ كې يوه هم ايينه، چې يوه فرانسوۍ موسسه ده، د نسبي سولې له ټينګښت سره يوځاى افغانستان ته راغله. دا موسسه په فرهنګي فعاليتونو كې كارنده ونډه لري او نژدې ټول فعاليتونه يې فرهنګي دي. كه څه هم دا ټولنه په ظاهره يوه غيردولتي، غيرسياسي او خپلواكه ده، خو په حقيقت كې د هېواد په يوې ازمويل شوې سياسي ډلې پوره اړه لري او همدغې ډلې ته كار كوي. دا موسسه همدا اوس په كابل كې اووه خپرونې لري، چې له هفته نامهْ كابل، ملالۍ، د ماشومانو مجله (پرواز)، سيرت، سباوون، زنبېل غم او اخبار كابل څخه عبارت دي. زه كله كله ځينې خپرونې ګورم، ځكه چې اكثره خپرونې داسې څه نه لري، چې په لوستلو سره يې د سړي پوهنيزه غنا زياته شي او يا هم څه ترې زده كړي.
كله چې سړى د ايينې دې ټولو خپرونو ته ځير شي او د پښتو او پاړسي برخه يې ولولي، نو پوهېږي چې د ايينې پټې موخې او هدفونه څه دي او د څه لپاره كار كوي. په ځانګړي ډول بيا كابل اوونيزه (هفته نامهْ كابل) چې په پاړسي او انګرېزي ژبو خپرېږي او تش په نامه پښتو هم لري، دا خپرونه بشپړه سياسي او لكه مخكې مو چې يادونه وكړه په يوې سياسي ډلې پوره اړه لري. د كابل اوونيزې پر ټنډه ليكل شوې چې:
"Kabul weekly is an independent publication, unaffiliated with any governmental, political or ethnic groups. It reflects the society and the opinion of the people".
پښتو ژباړه: �كابل اوونيزه يوه خپلواكه، غيردولتي او غيرسياسي خپرونه ده، چې د ټولنې او عامو وګړو د نظريو څرګندويي كوي� خو حقيقت په بشپړ ډول د دې برعكس دى او د دې پرځاى بايد وليكي چې:
"Kabul weekly is a political publication affiliated with a political party and reflects the opinion and editorial of that party"
پښتو ژباړه: �كابل اوونيزه يوه سياسي او د هېواد په يوې سياسي ډلې پوره تړلې خپرونه ده، چې د همدې ډلې د نظر او پاليسۍ د څرګندولو لپاره خپرېږي�.
ځكه د كابل اوونيزې يوه ګڼه به هم داسې نه وي چې په هغې كې دې سياسي ليكنې نه وي او د يوې سياسي ډلې ترجماني دې نه كوي. ايا ملي، خپلواكه او غيرسياسي خپرونه همداسې وي، چې د افغانستان ملي ټرمينالوژي په ايرانۍ ټرمينالوژي وربدله كړي او د پوهنتون پرځاى دانشګاه، د پوهنځي پرځاى دانشكده، د سترې محكمې پرځاى دادګاهْ عالي، د ښاروال پرځاى شهردار، د ښاروالۍ پرځاى شهرداري، د سرې مياشتې پرځاى هلال احمر، د محصل پرځاى دانشجو، د افغان پر ځاى د افغانستان خلك يا افغانستانيان... وليكي؟ د افغانستان په نوي اساسي قانون كې ليكل شوې چې ملي ټرمينالوژي به پر خپل حال پاتې وي، خو اوس د ايينې له خوا په خپرېدونكو خپرونو كې د افغانستان له اساسي قانون څخه څرګنده سرغړونه ليدل كېږي، دا څه مانا؟
څو ورځې وړاندې د ايينې په دفتر كې د �مطبوعاتو د ازادۍ قانون� تر سرليك لاندې يوې غونډې ته د ګډون لپاره ورغلم، نو د غونډې پيل ته لا څه وخت پاتې و. غوښتل مې چې د ايينې د خپرونو په اړه د دوى له كوم غړي څخه پوښتنه وكړم. خو بريالى نه شوم، خو غوښتل مې چې د ايينې د خپرونو نومونه له ځان سره وليكم، په همدې لټه كې شوم او د ايينې د خپرونو يو يو دفتر زما مخته راته او ما به نومونه ليكل: ملالۍ، پرواز، زنبېل غم، سباوون، سيرت او اخبار كابل مې ټول تر سترګو شول، خو د هغه نامهْ كابل دفتر مې په نظر نه شو. په همدې هڅه كې وم او په اصطلاح د ايينې د Media Center يا انټرنټ كېفې تر څنګ غرفې ته ورغلم، چې د څښاك شيان او نور خوراكي توكي پلوري، د غرفې شا ته مې د هفته نامهْ كابل دفتر تر سترګو شو، چې د احمد شاه مسعود يو غټ عكس په كې لګېدلى و، كه چېرې په رښتيا هم كابل اوونيزه يوه ازاده، غيرسياسي او غيردولتي خپرونه وي، نو بيا ددې عكس مطلب څه دى؟؟؟!!!
كله چې د يوې خپلواكې، ناپېيلې او غيرسياسي!؟ خپرونې په دفتر كې د يوې سياسي ډلې د مشر عكس لګېدلى وي، نو بيا به څنګه سړى دا ومني چې هغوى دې خپلواكه پاتې شي او په سياسي فعاليتونو كې دې راښكېل نه وي. د كابل اوونيزې پر لومړي مخ باندې هېڅكله هم درې سرليكونه په پښتو نه دي راغلي، په پنځو يا شپږو سرليكونو كې ايله يو، يا دوه سرليكه پښتو او نور ټول په بله ژبه وي. موږ دا نه وايو چې پاړسي دې نه وي، دا هم زموږ د هېواد او زموږ د هېوادوالو ژبه ده، خو داسې نه، چې د نورو حق دې په كې تر پښو لاندې شي، ځكه دوى دا پيسې او دا فنډونه (!؟) د ټولو افغانانو په نامه اخلي، ښاغلي فهيم دشتي (د كابل اوونيزې چلوونكي) چا ته په دې اړه ويلي وو، موږ ځكه پښتو ته يوازې 30% ونډه وركوو، چې پاړسي د افغانستان د اكثريت ژبه ده او زيات خلك پرې خبرې كوي. ښاغلي دشتي ته بايد يادونه وشي، چې كه تاسې يوازې كابل افغانستان ګڼئ چې ګواكې ټول په پښتو نه پوهېږي، مهرباني وكړئ، ده سبز، چاراسياب، پغمان، هوتخېلو او دغسې د كابل نورو ولسواليو ته سفرونه وكړئ، هلته وګورئ چې څو سلنه خلك په پښتو خبرې كوي، دغه راز نورو ولايتونو ته پام وكړئ، چې هلته د پښتنو شمېره څومره ده. په هر صورت موږ دلته شمېرنه نه كوو، بلكې غواړو پر اصلي موضوع خبرې وكړو. څرګنده ده چې پښتو هم بايد په بشپړ ډول په دې اوونيزه كې شامله شي، ځكه پښتو د هېواد د اكثريت، لومړۍ، ملي او رسمي ژبه ده. موږ په دې خبره باوري يو چې زموږ پاړسي ژبي وروڼه هېڅكله هم دا نه غواړي چې د هېواد په خپرونو كې دې داسې پاليسي رامنځته شي او د ژبې په اړه دې انډول له منځه لاړ شي. ښكاره خبره ده چې دا د يوې ډلې او د يو څو ګوتو په شمېر كسانو كار دى او چې همدا كسان بيا د ايينې له خوا تقويه كېږي او هرډول مالي او مادي مرسته ورسره كېږي، نو ټول مسووليت همدغې ادارې ته راجع كېږي او د همدې حالت د راوستلو لاملين د ايينې دفتر دى. د همدې اوونيزې له خوا په دې وروستيو ګڼو كې يو مصنوعي ليك خپور شوى چې په دغه ليك كې د بي بي سي راډيو پر خپرونو نيوكه شوې چې ولې يې په پاړسي خپرونو كې داسې ويندويان خبرې كوي، چې له اره پښتانه دي، كابل اوونيزه وايي چې پر سړي دا �صداى ناهنجار� بد لګېږي او ګومان كوي چې ننګرهار راډيو اوري. [كابل اوونيزه، درېيم كال، 117مه ګڼه، ديارلسم مخ]. ايا دا بدرنګه غږ �صداى ناهنجار� د پښتنو وي او بيا د ننګرهار راډيو؟؟! اوس مهال د همدغسې خپرونو له خوا د ژبنيو، قومي او توكميزو تعصبونو اور ته لمن وهل كېږي. يا هم دا خپرونې غواړي چې پښتو يوه خواره، بې ارزښته او نه كارېدونكې ژبه وښيي او دا كسان ځانونه تر نورو لوړ وګڼي.
سباوون مجله هم د ايينې په مالي مرستو خپرېږي، چې هغه هم په همدې ناروغۍ اخته ده، كه چېرې د دې مجلې د دويم كال يوولسمې ګڼې ته ځير شو، نو يوازې او يوازې څلور ليكنې به په پښتو پيدا كړو، هغه هم له خورا زياتو تېروتنو ډكې دي: 1_افغانستان ته به معياري پټروليم وارد شي، 2_ د ملي اردو اړتيا د بياجوړونې بهير ته يوه لنډه كتنه، 3_مامور پردل او د هغه حافظه، 4_په پكتيا كې په زړه پوري رواجونه. چې دا ټولې ليكنې اووه مخه كېږي، په داسې حال كې چې دا ګڼه 72مخونه لري. يانې نيمايي خو څه كوې، تر لسمې برخې هم د پښتو برخه په كې كمه ده.
د دې تر څنګ كه د ايينې يوه بله خپرونه سيرت، چې د دوى په وينا يوه ازاده او ښځينه خپرونه ده وڅېړو او ورته ځير شو، نو كټ مټ د ايينې د نورو خپرونو په څېر ده، په ځانګړي ډول كه د دې خپرونې د درېيم كال يوولسمه او دوولسمه ګڼه وګورو، نو په ټوله ګڼه كې به يې يوه جمله هم پښتو پيدا نه كړو، په دې ګڼه كې نژدې يو مخ انګرېزي راغلې، خو له بده مرغه د پښتو نوم هم په كې نه شته.
يو خو دا ده چې ايينه زموږ په ګران هېواد كې د كركو او نفرتونو اور ته لمن وهي او د يوې پخوانۍ جګړه مارې ډلې په ملاتړ سره زموږ خوار، ځپل شوى او شهيد شوى ملت نور هم د بدمرغيو كندې ته ورټېل وهي او بل زموږ پر ملي ژبه (پښتو) ملنډې وهي. هغه داسې چې څه موده وړاندې د ايينې له خوا په كابل كې د دوى د يوې غونډې بلنليك چې په پښتو ليكل شوى و، د پښتو ژبې سپكاوى او توهين و. په دې اړه په پخلاينه اوونيزه كې هم يوه ليكنه راغلې وه، چې د دغه بلنليك عكس يې هم په كې چاپ كړى و او كه څوك دا ليكنه ولولي، بيا يې له هغه خپاره شوي بلنليك سره پرتله كړي، ورته څرګنده به شي چې ايينې پر پښتو كومې لوبې كړې دي.
زموږ د دې دعوې د پخلي لپاره كه د سيرت اوونيزې د دويم كال اووه څلوېښتمه ګڼه ولولو، نو د اوونيزې پر لومړي مخ به په څوارلسو سرليكونو كې يوازې دوه سرليكه په پښتو ومومو، هغه هم داسې چې په بشپړ ډول يې پر پښتو ملنډې وهلي او دواړه سرليكونه يې ناسم دي، چې په دې ډول دي: �د ښځو لپاره كرنيز فارم په هرات كې جوړه شوه� (!!؟؟) ددې پرځاى چې دا سرليك سم وليكي �په هرات كې د ښځو لپاره كرنيز فارم جوړ شو� او د ښځينه او نارينه نوم توپير يې كړى واى، دومره هم نه دي توانېدلي، چې د دې سرليك هغه لفظي جوړښت، ژبنى اړخ او املايي_ انشايي تېروتنې سمې كړي. په دويم سرليك كې يې هم دا تېروتنه تر سترګو كېږي: �په هېواد كې د مور او ماشوم د مړينې د سطح راټيټول�(!!؟؟) د سيرت اوونيزې د همدې ګگڼې سرليكونو ته په كتو سره سړي ته دا فكر پيدا كېږي، چې ايا ايينه دومره توان نه لري چې د پښتو ليكنو لپاره پښتانه په كار وګماري او د دې تېروتنو او نيمګړتياوو مخه ونيسي؟ يقيناً دوى دا توان لري خو په لوى لاس غواړي چې په دې توګه زموږ پر ملي ژبه ملنډې ووهي، سپكه يې كړي او له پامه يې وغورځوي. ورپسې اخبار كابل Les Nouvelles de Kaboul چې مياشتنۍ مجله ده او په پاړسي او فرانسوي ژبو خپرېږي او د ايينې په مالي مرسته له چاپه راوځي، يوازې د دې لپاره چې ګواكې دوى پښتو ته هم كار كوي، د پښتو برخه لري، دوى غواړي چې خلك يې په پټو سترګو فعاليتونه ومني او ستاينه يې وكړي. خو لمر په دوو ګوتو نه پټېږي، كه د دې ليكنې ګران لوستونكي د �اخبار كابل� د 2004م كال د �فبرورۍ� پنځلسمه ګڼه وګوري، نو بيا به په پټو سترګو زموږ دا خبره هم ومني چې د اخبار كابل په دې ګڼه كې 19 مخونه د فرانسوي ژبې لپاره بېل شوي دي او د دې برخې ټولې ليكنې په فرانسوي ژبه دي. د پاړسي برخه يې 43مخونه لري، چې په دې 43مخونو كې يوازې او يوازې دوې ليكنې په پښتو دي: �د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا د افغانستان د سرحدي ستونزو حل� او �افغانان او د كار ستونزه�، چې دا دوې ليكنې اووه مخه كېږي. يانې په 43مخونو كې د پښتو برخه يوازې اووه مخه ده، په بل حساب د اخبار كابل دا ګڼه ټول 62 مخونه لري او په دې 62مخونو كې د پښتو په نصيب يوازې اووه مخه رسېدلې دي.
د يوه سالم فكر خاوند او نورمال انسان به دا څنګه ومني، چې ايينه خپلواكه او ناپېيلې ټولنه ده، سياسي موخې نه لري او په هېواد كې يوې سياسي ډلې ته كار نه كوي؟؟
همدارنګه كه د اخبار كابل شپاړسمه ګڼه وګورو نو دا تر پخوانۍ ګڼې هم بدتره ده او هغه داسې چې د دې ګڼې د فرانسوي ژبې له برخې پرته د پاړسي لپاره 37مخونه ځانګړي شوي دي، چې په دې 37مخونو كې يوازې او يوازې دوه مخونه په پښتو دي: �د مطبوعاتو بيارغونه� نو كه په رښتيا �ايينې� غوښتل چې پښتو ته هم د يوې ژبې په سترګه وګوري نو داسې به يې نه كول. پښتو برخه به يې زياته كړې واى او د يوې ملي ژبې په سترګه به يې وركتلاى. همدا رنګه د ايينې د پرواز مجله هم، چې د ماشومانو لپاره خپرېږي په دې ميكروبونو ككړه ده. پرواز د ايينې په ټولو خپرونو كې په ښه بڼه او ښه صحافت سره خپرېدونكې مجله ده، چې د ايينې تر ټولو خپرونو زياته پانګه ورباندې لګول كېږي. كه چېرې د پرواز يوې نوې ګڼې ته يو ځغلند نظر وكړو، نو د ايينې موخې به نورې هم څرګندې شي. د پرواز په دې ګڼه كې 7 سرليكنه په پښتو راغلي، خو د مجلې نوره برخه نژدې ټوله پاړسي ده. يانې د دې ګڼې يوه برخه پښتو او درې برخې په پاړسي دي.
پرواز د �جرمني سفارت�، نيشنل جيوګرافيك "National Geographic" او د ماشومانو د نړيوالې ادارې UNICEF په مالي مرسته خپرېږي. يادې شوې مرستندويې ادارې بايد وپوهېږي چې دوى دا روپۍ داسې كسانو ته وركوي، چې هغوى يوازې او يوازې د يوې ژبې بيرغ پورته كړى او غواړي هغو كسانو ته كار وكړي، چې هيله من دي په هېواد كې د پښتو او پاړسۍ د مسئلې په ژوندۍ ساتلو سره خپلې واكمنۍ او ټوپكسالارۍ ته دوام وركړي، دوى شعار لري چې: �تفرقه واچوه او حكومت وكړه�. په داسې حال كې چې همدا ادارې دا پانګه او مرستې د ټول افغانستان او د ټولو افغانانو په نامه وركوي، خو كار يوازې يوې ژبې ته كېږي.
دغه راز د افغان فلم له ادارې سره هم ټوله مرسته د ايينې له خوا كېږي، ايينې له دې ادارې سره تخنيكي او د روزنې په برخه كې هم ډېرې مرستې كړي، تر اوسه يې نژدې شل بېلابېل فلمونه جوړ كړي، چې په دې شلو فلمونو كې يوازې دوه په پښتو دي. نو د ايينې دفتر به څنګه دا دعوه كوي چې پښتو ته هم كار كوي، كه چېرې دغې ادارې پښتو ته لږ تر لږه د يوې ژبې په سترګه كتلاى نو په دې شلو فلمونو كې خو بايد لس په پښتو واى.
رضا دقتي، چې د National Geographic فوټو ژورناليسټ دى يو فعال او مستعد سړى دى، خو دماغ او فكر يې د جمعيت او نظار شورا له خوا پېچكاري شوى دى. ده د يوه داسې كس په اړه فلم جوړ كړى، چې د كابل ورانۍ، د هديرو رپېدونكې شنه او سره بيرغونه او دا په سلګونو معلولين او معيوبين يې د ورانۍ او جنايتونو شاهدي وركوي، دغه كس يوازې د همدغو سياسي اشخاصو عكسونه چاپوي او خپروي يې. دى په افغانستان كې د ايينې موسس دى.
د ايينې دغه ډول منفي فعاليتونو ته په كتو سره سړي ته دا د شك ځاى نه پاتېږي او په يقين سره دا ويلاى شي چې ايينه د افغانستان لپاره نه، بلكې د شمالي ټلوالې او نظار شورا لپاره كار كوي. زموږ ډېر لوستونكي به داسې وي چې له مخه به په دې شيانو خبر نه وي، خو اوس به ټولو ته څرګنده شوې وي، چې ايينه څه ده، څه يې وكړل، څه كوي او څه به وكړي.
روسانو به هم د خپلو ستراتيژيو او سياسي هدفونو د خپراوي لپاره په روسيه كې كتابونه خپرول او د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو كې به يې وېشل، هغوى د دې لپاره سترې پروژې پيل كړې وې او په مليونونو ډالر يې ولګول، خو ناكام شول. هغه سياسي پديدې چې غواړي په زور پر افغانانو خپلې موخې، هدفونه او ايډيالوژۍ په يوه او بل ډول وروتپي، ناكام دي، ځكه چې افغانانو ته تر هرڅه وړاندې خپل كلتور، خپله ژبه او خپل هېواد ګران دى.
په پاى كې د ايينې له ادارې سره له مرستندويو ټولنو څخه غواړو چې بايد وپوهېږي چې په دې هېواد كې پښتو هم يوه ژبه ده، بايد چې ورته وخت وركړي او ويې پالي. اروپايي ټولنه Uropean commission، يو. اس. اېډ United States Agency For International Development، UNICEF، UNISCO، د جرمني سفارت German Embassy، نيشنل جيوګرافيك National Geographic، د كډوالو نړيوال سازمان IOM او UNAMA بايد په داسې حالت كې ايينې ته يوه روپۍ هم ورنه كړي، د وركړل شويو پانګو حساب دې ورسره وكړي، ځكه دغې ادارې ته وركړل شوې مرستې تر اوسه پورې كوم تعميري اړخ نه لري، بلكې دا مرستې يې ټولې زموږ د كلتور، ژبې، ملي ټرمينالوژۍ، ملي ارزښتونو او ادب د تخريب لپاره لګولې دي. په دې برخه كې بايد پلان وزارت هم يو غوڅ او عملي اقدام وكړي، دغسې نورو ټولنو ته دې هم اجازه نه وركوي، چې دغه ډول بې حسابه پانګه او پيسې زموږ د اصيل كلتور بيا تخريب او يوې ژبې ته په ترجېع وركولو كې ولګوي. افغانستان د ټولو قومونو كور دى، دلته ټول مېشت قومونه حق لري چې له خپلو حقوقو څخه ګټه واخلي. پورته يادې شوې ټولنې او پلان وزارت بايد د ايينې مشران كښېنوي او حساب ورسره وكړي او له دوى څخه دې وپوښتي چې اخر ولې؟؟ دوى ولې هغو ټوپكسالارانو ته د كار او فعاليت امكانات برابروي چې ټول هېواد يې د خپلو قومي، ژبنيو او توكميزو تعصبونو په اور كې لولپه كړ، په مليونونو انسانان يې تر خپلو شومو هوسونو قربان كړل، افغانان به په راتلونكي كې ايينه يوازې په دې نامه پېژني، چې دغې ادارې افغانانو ته د سالمو مرستو پرځاى د تعصبونو او يوې ژبې ته د ترجېح وركولو لپاره كار كړى او بس!(56)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery