مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مغل هر څه پر بل مخ اړوي

نېكنام، كابل
وايي چې كله به چنګېزخان پر يوه سيمه يرغل وروړ، هرڅه به يې بدل او پربل مخ واړول. له بده مرغه له چنګېزخان څخه راوروسته د تاريخ په اوږدو كې په افغانستان كې دغه ډول زياتې پېښې او مسخه كول، بيا بيا ليدل شوي دي. د پخواني تاريخ تېرو دورو ته به نه ګورو، بلكې د افغانستان د اوسمهالي تاريخ ٢٥كلنې جګړې پېښې او ناخوالې به راواخلو، چې موږ په كې د ډلو ټپلو زيات ډولونه او څېرې وليدلې، موږ د كابل او ځينو نورو حكومتي ودانيو او ملي شتمنيو مسخه كول وليدل، موږ داسې څه وليدل چې افغانان ژوندي په ځمكه كې ښخ كړاى شول... پر سرونو يې مېخونه ټك وهل شول، د بدن غړي يې غوڅ كړاى شول، ژوندي وسوځول شول او...
ښه به وي، چې نن پر يوه بله موضوع وغږېږو. هغه د دولتي ودانيو په ځينو ځانګړو ځايونو كې د ځينو لوحو او سرليكونو لګول دي، چې د كابل ښار او د افغانستان د ولايتونو له وروستي كلتوري يرغل سره سم پيل شوى دى. له بده مرغه د دغه زور او يرغل قرباني هم پښتو ژبه او پښتو لوحې دي، چې يوه په بله پسې له منځه ځي او پرځاى يې په بله ژبه نوې لوحې ټك وهل كېږي.
د بېلګې په توګه د اوبو او برېښنا وزارت پر ودانۍ �د اوبو او برېښنا وزارت� ليكلي وو، خو د وروستي بدلون په ترڅ كې دغه لوحه ليرې او پرځاى يې (وزارت اب و برق) لوحه ولګول شوه.
همدا ډول د سوداګرۍ وزارت د (وزارت تجارت) په نوم ونومول شو. د بهرنيو چارو وزارت په وړاندې پښتو لوحه لګېدلې وه، هغه وغورځول شوه، د اطلاعاتو او كلتور وزارت هم په ايرانۍ ژبه (وزارت اطلاعات وفرهنګ) وليكل شو، سره مياشت په (هلال احمر افغاني) بدل شو، د كرنې پراختيا بانك خو له جوړېدو سره سم په پښتو لوحه لرله، خو اوس يې له لوحې څخه پښتو ليرې كړل شوې او �بانك انكشاف دهات� شو. همداسې نور بېشمېره ځايونه شته، چې د ايران فرهنګپالان او دغه هېواد ته وفاداره پلويان پرې خپلې لوحې او ټاپې لګوي. د اطلاعاتو او كلتور وزارت خو د ملي ګالرۍ نوم هم ايرانى كړ او �نګارستان ملي� نوم يې وركړ، حال دا چې په ټوله نړۍ كې يې خلك په ګالري پېژني.
يوه بله ډېره ځوروونكې او زړه بوږنوونكې لوحه د عدليې وزارت په وړاندې د رسمي جريدې د پلورنځي پر سر لګېدلې وه، چې پرې ليكلي وو: �د رسمي جريدې پلورنځى� خو له بده مرغه د همدې وروستي يرغل په دوران كې دغه ډېره وړه لوحه هم غورځول شوې ده.
ځوروونكې او زړه بوږنوونكې خو مې ځكه ورته وويل چې د افغانستان د خاورې پر هره لوېشت باندې د افغانانو وينې تويې شوې دي، دغه مېړني ولس په كلونو- كلونو افغانستان زموږ د خاورې او خلكو له دښمنانو څخه ژغورلى دى. افغانانو پر هېچا تېرى نه دى كړى، بلكې پر دوى او د دوى پر خاوره باندې يرغلګر ورغلي دي، افغانان يوازې د پرديو په وړاندې درېدلي او د خپلو خلكو او خاورې ساتنه يې كړې ده.
دوى په دغه خاوره كې د خبرو حق لري، دوى دا حق لري، په هر ځاى كې يې په خپله ژبه لوحې ټك وهل شي، ځكه پښتانه په افغانستان كې اكثريت او پښتو د دې هېواد ملي ژبه ده.
د كمكيانو انيس خپرونه له پيلېدا سره سم پښتو نوم درلود، خو د اطلاعاتو او كلتور وزارت اوس �انيس كودك� نوم وركړى، په دې مانا چې د پښتنو ماشومان هم له خپل دې حق څخه بې برخې دي او چارواكي هم په څرګنده دا هرڅه تر خپل يرغل قربانوي.
له بده مرغه چې يرغلګر دومره سخت دريځه او لاروركي خلك دي، چې دغه وياړلى قوم په خپله خاوره كې هم خبرو ته نه پرېږدي، پښتو ته په راډيو ټلويزيون او نورو رسنيو كې حق نه وركوي.
د هغو موټرونو په شا پورې يوه وړوكې لوحه لګول شوې وه، چې د افغانستان پوليسي ځواك ته د مرستې په نوم وركړل شوي دي. پخوا د دغو موټرونو پر لمبرپلېټونو ليكل شوي وو: (پوليس د خلكو خدمتګار)، خو اوس يې ځاى (پوليس خدمتګار مردم) نيولى دى. ښايي ډېر خلك دا يوه وړه خبره وګڼي او دومره ارزښت ورنه كړي، خو پوښتنه ولاړېږي، چې بيا ولې له يوې ملي ژبې څخه دغه دوې جملې په بله ژبه اړول شوې دي، ايا پښتانه دومره حق نه لري چې په خپل هېواد كې له خپلو حقه حقوقو څخه ګټه واخلي؟ حال دا چې وړاندې زياتې لوحې په پښتو وې، له داسې ډېرو خبرو او تاريخي پېښو څخه ښكاري، چې د لږكيو له منځ څخه ځينې افراد او اشخاص د تل لپاره د باندېنيو هېوادونو استازي پاتې شوي دي، د ژبې او نژاد له مخې دغه خلك له ايران، تاجكستان او ځينو نورو هېوادونو سره خپله نژادي او ژبنۍ پالنه كوي. دوى غواړي چې د ځينو هېوادونو يو ډول واكمني پر افغانانو وروتپي.
دغه د ژبې او نژاد پالل يا دغه بخل او منفي چلند، چې نن يې په سيمه كې ايرانيان، تاجكستانيان او نور كسان كوي، ډېره پخوانۍ ريښه لري. دغو خلكو ټول عمر يا ټول ژوند په همدغه ډول نژادپالنه او د ژبې واكمنېدنې تېرى كړى دى. دوى تل هڅه كړې چې خپله ژبه او نژاد تر نورو خلكو لوړ وګڼي او خپور يې كړي. په داسې حال كې چې په پښتو او پښتونولۍ تاريخونه ډك دي، د تاريخ په وروستيو پړاوونو او دورو كې اسلام ضد اشخاصو د عربو اسلام نه مانه، ځكه د عربو اسلام ورته وويل شو، چې همدغو خلكو د عربو اسلام ورته وايه، هغوى ډېرې هلې- ځلې وكړې، چې د عربو د نفوذ مخه ونيسي. خو بيا هم ونه توانېدل. خو دغو نژادپالو او ژبپالونكو بيا له اسلام څخه د ناسمو ګټه پورته كولو لاره چاره خپله كړله. لكه: له يوې خوا په دغه كار بوخت شول، چې څنګه په قران او حديثونو كې لاسوهنه وكړي، له بلې خوا يې هڅه كوله، چې د سيمې پر هېوادونو، خلكو او ژبو يرغل وروړي. د ټوپك په زور يې پر خلكو خپله واكمني، ژبه او ډېر څه په زور ومنل، له بلې خوا يې په خلكو كې يو مذهبي تضاد هم رامنځته كړ، چې نخښې يې هر يو سترګه ور انسان ليدلى شي. يا په لنډ ډول ويلاى شو، چې ځينې خلك له پخوا څخه همدا ناروغي لري، دوى د سيمې ډېر ولسونه كړولي او ځورولي دي.
له بده مرغه له كلونو- كلونو راپه دېخوا د افغانستان رښتيني بچيان (پښتانه) تر دې يرغل لاندې دي، له پېړيو- پېړيو څخه په دېخوا كړول كېږي، ځورول كېږي، سپك كېږي، بيا بيا هڅه كېږي، چې د دوى ژبه زېندۍ شي، د دغې ژبې ټول ارزښتونه مسخه او له منځه لاړ شي، وينو چې اوس دغه هرڅه په عملي ډګر كې ترسره كېږي.
د افغانستان څو كلنې شخړې او دښمنيو دغه ناوړه لوبه لا نوره هم ګرمه كړې ده. ايران، تركيې، تاجكستان او دغسې نورو هېوادونو د خپل سياسي نفوذ د زياتوالي لپاره هلې- ځلې كړي، چې سيمه تر خپلې اغېزې لاندې راولي. دوى هرڅه مسخه كوي، دغه هڅې او هلې- ځلې د جنون تر كچې روانې دي.
همدا وجه ده چې د افغانانو ترمنځ ستونزې لا پسې زياتې شوې دي، د دوى ترمنځ لا نور ډېر درزنونه راغلي، يو له بل څخه ليرېوالى رامنځته شوى، د دوى ترمنځ د ګډ ژوند لارې چارې زيانمنې شوې دي. نو ښه به دا وي چې يرغلګر نور خپل يرغلونه ودروي او افغانان دې پرېږدي، چې يو له بل سره ګډ مينه ناك ژوند وكړي، دوى بايد له پښتو او پښتنو سره خپله بېځايه كينه او دښمني پايته ورسوي. ځكه پښتانه تعصب نه لري، تعصب خو هغه كسان لري، چې پښتانه د هغوى د ژبې، سرلوړۍ او وياړونو له كبله ځوروي. د هغوى تاريخي وياړنې ټيټې ښيي . خو لمر په دوو ګوتو نه پټېږي، نړۍ ته د افغانانو تاريخي مېړانې، پت او كلتور څرګند دى، هېڅوك هم دغه سرلوړى ملت نه شي مسخه كولاى. كه مغل هرڅومره هم ټول څيزونه پر بل مخ سره واړوي.(57)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery