مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په افغانستان كې د ژبو ملي او سياسي مشروعيت

محمد انعام واك، ناروې
ژبه نه يوازې يوې �كلتوري�، بلكې د يوې سياسي پېژندنې په توګه هم د �ملي هويت� بنسټيز توكى او د �ملي ټولنې� د ملا تير جوړوي. د يوې ژبې لوړ كلتوري موقف په ټولنه كې د هغې ويونكو ته لوړ كلتوري او د هغې لوړ سياسي موقف په ټولنه كې د هغې ويونكو ته لوړ سياسي موقف وركوي. ملي ژبه د يوې ټولنې ډېر كلتوري او سياسي خنډونه له منځه وړي. جوړ ملتونه د ملي ژبې خاوندان وي.
نن سبا د وينې او قوم پر بنسټ د اكثريت او اقليت خبره ډېره پيكه او بې رنګه ده. په واقعيت كې د اكثريت پره رنګ نه ده. دا خو ژبنى جوړښت دى چې قومي جوړښت ښكته پورته بيايي. نن سبا د �ژبني جوړښت� منطق د �قومي جوړښت� له پياوړي مټ پياوړى دى. ژبنى جوړښت د سياسي جوړښت بيخ او بنسټ دى. ژبه هغه وخت ملي حيثيت لري چې سياسي حيثيت ولري. بېله سياسي موقفه د ژبې ملي موقف يو خيالي موقف دى.
د ملت جوړونې په بهير كې ملي ژبه بېل بېل قومي ګروپونه په خپله كلتوري � سياسي غېږه كې رانغاړي او د اقتصادي پرمختګ په څېر د ملت جوړونې په بټۍ كې د بېلو بېلو قومي ګروپونو ويلې كېدو ته اوږه وركوي.
د نړۍ په بېلو بېلو هېوادونو كې د بېلو بېلو ژبو په لسګونو او سلګونو غټ او واړه قومي ګروپونه ژوند كوي، خو د يوه هېواد رسمي او ملي ژبه يوه وي. ژبه د يوې كلتوري پديدې په توګه غټه سياسي ستونزه هم وي. دا ستونزه د نړۍ په بېلو بېلو هېوادونو كې يا د دېموكراتيكو او يا د نورو ځانګړو اصولو له مخې حل شوې ده. د ستاليني مكتب د اصولو له مخې د پخواني شوروي اتحاد په امپراتورۍ كې د ملي ژبو په توګه د ټولو محلي ژبو او د رسمي ژبې په توګه د روسي ژبې په منلو د ژبې مسئله حل شوې وه. د نړۍ په نورو هېوادونو كې د ملي - رسمي ژبې په توګه د اكثريت د ژبې په منلو د ژبې مسئله حل شوې ده. د ساري په توګه په ايران كې فارسي ژبه، په تاجكستان كې تاجكي ژبه، په تركمنستان كې تركمني ژبه، په ازبكستان كې ازبكي ژبه او په تركيه كې تركي ژبه په ترتيب سره د دې هېوادونو د فارس، تاجك، تركمن، ازبك او ترك د اكثريت قومي ګروپونو د ژبو په توګه د دې هېوادونو ملي او رسمي ژبې دي. په پاكستان كې اردو ژبه، چې له سره د يوه پاكستاني قومي ګروپ مورنۍ ژبه هم نه ده، د هغه هېواد د رسمي او ملي ژبې په توګه منل شوې ده.
خو په افغانستان كې د اكثريت ژبه، پښتو نه يوازې دا چې د وخت د دولتونو له خوا د يوې رښتينې ملي � رسمي ژبې په توګه منل شوې نه ده، بلكې د ژبې ستونزه د يوې ملي _ سياسي ستونزې په توګه پاتې شوې هم ده.
په افغانستان كې د دغې يا هغې ژبې د ملي او رسمي مشروعيت د روښانه كولو لپاره په كار ده، د هېواد د قومي او ژبنيو ګروپونو كلتوري � ژبنى واقعيت وڅېړو.
افغان ژبنى جوړښت:
افغاني ټولنه د يوې نامتجانسې قومي ټولنې په توګه له يو شمېر غټو او وړو قومي ګروپونو څخه جوړه ده. د غټ قومي ګروپ په توګه پښتانه په سلو كې د هېواد 62.73 تاجك په سلو كې د هېواد 12.38، هزاره په سلوكې د هېواد 9، ازبك په سلو كې د هېواد 6، تركمن په سلو كې د هېواد 2.69 او ايماق په سلو كې د هېواد 2.68 نفوس جوړوي.(۱)
د يادونې وړ ده چې په افغانستان كې يو شمېر قومي ګروپونو، يا په بشپړه توګه او يا څه ناڅه خپلې مورنۍ ژبې له لاسه وركړي دي. له تاجك قومي ګروپ څخه پرته نورو ټولو قومي ګروپونو دا ډول كلتوري � ژبنى بايلات كړى دى.
پښتو او دري ژبې په ترتيب سره د هېواد د غټو ژبو په توګه د هېواد په كچ او ازبكي ژبه په شمال كې د يوې كوچنۍ او محلي ژبې په توګه ويونكي لري. په كابل، شمالي، مركزي، لوېديز او شمال لوېديز افغانستان كې پښتانه په پښتو، په پښتو او دري دواړو، او يو نيم ځاى په دري ژبه غږېږي. د هېواد څه ناڅه ټول لوستي پښتانه په دري ژبه غږېدلاى شي. خو د هېواد ځينې باسواده تاجك يا په پښتو ژبه نه شي غږېدلاى او يا نه غږېږي.
يو شمېر پښتانه له پېړيو پېړيو راهيسې په شمالي افغانستان، كابل، شمال لوېديز او لوېديز افغانستان كې د فارسي ژبي په كلتوري بټۍ كې دل شوي او په دري ژبه غږېږي. په همدې ډول د ګوتو په شمار تاجك او قزلباش په ختيز افغانستان كې د پښتو ژبې په كلتوري بټۍ كې ويلي شوي او په پښتو ژبه غږېږي. د افغانستان څه ناڅه ټول هزاره ګان په دري ژبنۍ بټۍ كې ويلي شوي دي.
په دغې يا هغې كلتوري � ژبنۍ بټۍ كې د قومي ګروپونو ويلي كېدل په اوږده موده كې په واقعيت كې غټه ملي ګټه لري. زياته كلتوري � ژبنۍ ويلي كېدنه پوخ ملي او كمزورې ويلې كېدنه كمزورى ملي پيوستون منځ ته راوړي.
زه دلته غواړم په دغې يا هغې كلتوري بټۍ كې د دغه يا هغه قومي ګروپ د ويلې كېدو په اړه د يو لړ څېړنو پر بنسټ يو شمېر ارقام او حقايق وړاندې كړم.
د افغانستان لپاره د واك فونډېشن Wak Foundation for Afghanistan, WFA د افغانستان د قومي جوړښت The Ethnic Composition of Afghanistan 1991-1996 څېړنه ښيي چې د افغانستان په ټول نفوس كې له 62.73 پښتنو څخه په سلو كې 7.73 پښتنو، په دري ژبنۍ بټۍ كې په ويلې كېدو سره، دري ژبه خپله كړې ده. د كابل، پروان، غور، بادغيس، هرات او فراه ولايتونو په تاجك كلتوري � ژبنۍ بټۍ كې د دې پښتنو د ويلې كېدو غوره سيمې دي. نو د دې كلتوري واقعيت پر بنسټ ويلاى شو پښتانه په ژبني لحاظ د افغانستان د نفوسو په سلو كې 55 دي.
په سلو كې د هېواد ټول هزاره ګان نن سبا په دري ژبني كلتور كې په ويلې كېدو سره په دري ژبه غږېږي. دې قومي ګروپ د خپلې مورنۍ هزاره ګۍ ژبې په پرېښودلو سره خپل ژبنى هويت له لاسه وركړى دى.
په دې سربېره د واك فونډېشن د قومي جوړښت د څېړنې او په 1980 لسيزه كې د ملګرو ملتونو د UNIDATA د ژبو د سروې له پرتلې څخه جوته شوه چې په سلو كې 0.3 ازبكو، په سلو كې 1.29 تركمنو، او په سلو كې د هېواد ټولو يانې 2.68 ايماقو هم په دري ژبنۍ كلتوري بټۍ كې په ويلې كېدو سره خپلې مورنۍ ژبې له لاسه وركړې دي. نو په دري ژبنۍ بټۍ كې په سلو كې د ټول ټال 21 پورتنيو قومي ګروپونو په ويلي كېدو سره په قومي لحاظ د افغانستان ټول 12.38 تاجك په ژبني لحاظ په سل كې 33 ته جېګ شوي دي. د دې كلتوري � ژبنيو واقعيتونو له مخې نن سبا د افغانستان غټ ژبني ګروپونه په لاندې ډول شمېرلاى شو:
۱- پښتو مستقل ژبنى ګروپ د هېواد د ټول نفوس په سلو كې څه ناڅه 55.
۲- فارسي اېتلافي ژبنى ګروپ د هېواد د ټول نفوس په سلو كې څه ناڅه 33.
۳- ازبكي ژبنى ګروپ د هېواد د ټول نفوس په سلو كې څه ناڅه 5.8.
۴- تركمني ژبنى ګروپ، د هېواد د ټول نفوس په سلو كې1.4.(۲).
يو نوى كلتوري � ژبنى پرمختګ:
د يادونې وړ ده چې په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد 1979 كال پوځي يرغل راهيسي د افغانانو د كورنيو او نړيوالو بې ځايه كېدنو په نتيجه كې د يوه ګټور كلتوري پرمختګ په توګه ډېرو افغانانو يو د بل ژبې زده كړې دي. په دې لړ كې يو زيات شمېر تاجكو، هزاره ګانو، ازبكو، تركمنو، نورو كوچنيو قومي ګروپونو او پخپله دري ژبو پښتنو پښتو ژبه زده كړې ده.
پښتو ژبه د يوه نوي ژبني اېتلافي ګروپ په توګه
په پښتو ژبنۍ بټۍ كې د غېر پښتانه قومي ګروپونو او پخپله د دري ژبو پښتنو د ويلي كېدو پر بنسټ ويلاى شو چې پښتو ژبنى ګروپ نور يو مستقل نه بلكې يو اېتلافي ژبنى ګروپ دى.
كه څه هم د دې ژبنۍ ويلې كېدنې كره عدد په لاس كې نه شته، خو بيا هم په پښتو ژبنۍ بټۍ كې د نوموړو قومي ګرپونو په ويلې كېدو سره پښتون قومي ګروپ له خپل پخواني ژبني بايلاته څه ناڅه وتلى دى. د دغو قومي ګروپونو د ژبنۍ لوېدنې د يوه نسبي عدد په تر لاسه كېدو به د پښتو په ګټه پورتنۍ يادې شوې ژبنۍ سلوالې بدلې او د پښتو د ژبني اېتلافي ګروپ ژبني غړي او نوې سلواله لاس ته راشي.
د دغه كلتوري بدلانه د دري او پښتو، دواړو، ژبنيو ګروپونو سلواله له 55 څخه د پښتنو د قومي سلوالې يانې 62.73 په لوري پورته، ښايي له دې نه هم پورته، او له دې سره جوخت د دري ژبې د اېتلافي ګروپ سلواله په هماغه تناسب له 33 څخه راښكته شوې ده.
�قومي- ژبنۍ� كه �سياسي� سلواله!؟
له اتيايمې لسيزې راهيسې يو لړ نړيوالو محافلو، د ساري په توګه CIA، په افغاني قومي جوړښت كې په ګوتو وهلو سره په افغانستان كې يو ناڅاپي او غير طبيعي قومي بدلون منځ ته راووست. د ساري په توګه هزاره قومي ګروپ د واك فونډېشن له قوله په سلو كې له 9 او د Louis Dupree له قوله په سلو كې له ۶ (۳) څخه يو ناڅاپي 19 ته جېګ كړاى شو(4). له دې سره جوخت پښتون قومي جوړښت په سلو كې له 62.73 څخه په سلو كې40.38 ته راوغورځول شو(5). د افغان قومي جوړښت د دغه غير طبيعي بدلانه د دغه يا هغه سياسي عامل تر څنګ ښايي په دري ژبنۍ بټۍ كې د روښانفكره او باسواده پښتون قشر د ويلې كېدو واقعيت د يوه كمزوري دليل او بهانې په توګه نوموړو محافلو په نظر كې نيولى وي. كه په افغانستان كې د باسوادانو سلواله 15 ومنل شي نو كېداى شي نوموړو محافلو پورتنى پښتون قشر چې نه يوازې په پښتون او دري دواړو ژبو غږېږي بلكې د يوه پاچا، ولسمشر، لومړي وزير، رئيس، مدير، مامور او ښوونكي په توګه په رسمي او غير رسمي ناستو ولاړو كې د خپلې مورنۍ ژبې پښتو پر ځاى په دري ژبه غږېږي، ان تر دې چې په عادي ورځنيو چارو كې هم ((څو)) تنه پښتو ژبي پښتانه ان له ((يوه)) تن دري ژبي افغان سره د پښتو ژبې پر ځاى په دري ژبه غږېږي. په دري ژبو كې شمارلي وي. داسې هم ډېر پېښېږي چې دوه تنه پښتو ژبې پښتانه په خپلو كې هم په دري ژبه غږېږي. نو په دري ژبني ګروپ كې د دغسې پښتانه ژبني ګروپ شمېرل موجه برېښي. نو د پښتو ژبني ګروپ له پورتني عدد (55) څخه د پورتني پښتون باسواد، بيروكرات قشر په كمولو سره د پښتون قومي ګروپ لپاره په سلو كې د 38-40 هماغه عدد لاس ته راځي، چې نن سبا د نړيوالو محافلو له خوا په افغان نفوس كې د پښتنو د سلوالې لپاره په نظر كې نيول كېږي. د 2001 كال په ډسمبر كې د ((بن)) تړون هم د پښتنو لپاره په سلو كې 38 فرضيه په نظر كې نيولې وه.
ليدل كېږي چې د سياسي ملحوظاتو له مخې د تېرو دوه نيمو لسيزو راهيسې افغاني قومي جوړښت او ورسره جوخت پښتون او دري ژبني جوړښتونه لاندې باندې شول. دغه لاندې باندې پښتو ژبني جوړښت په سلو كې له 55 څخه 40 ته ټيټ او دري ژبنى جوړښت يې له 33 څخه 48 ته، يانې هماغه عدد ته چې UNIDATA په اتيايمه لسيزه كې وړاندې كړي وو، اوچت كړ. خو كه سياسي وېش په ژبنۍ تله كېږي، نو بيا خو هزاره ګان او قزلباش سياسي برخه نه لري. خو واقعيت دا دى چې دا ډول كلتوري انصاف غټه سياسي بې انصافي ده. د پښتنو په برخه كې هم شوې سياسي بې انصافي بايد اصلاح شي. نو د پښتون قومي ګروپ لپاره په سلو كې د 40 او د هزاره قومي ګروپ لپاره په سلو كې د 19 فرضيې سياسي اعداد دي، نه قومي او ژبني.
په افغانستان كې د ژبو قانوني موقف:
د امير شېرعلي خان د دويمې پاچاهۍ په دوره كې ۱۸۶۸-۱۸۸۰ پښتو ژبه د لومړي ځل لپاره د هېواد ملي او رسمي ژبه شوه.(۶) خو پر افغانستان باندې د انګرېزانو د دويم يرغل دا پروګرام شنډ كړ. د امير عبدالرحمن په پاچاهۍ كې (۱۸۸۰-۱۹۰۱) پښتو له دفتر څخه د باندې پاتې شوه.(۷) د پښتو ژبې د رسمي كېدو او پرمختګ دويم حركت د پاچا امان الله په دوره كې ۱۹۲۹_۱۹۱۹ پيل شو.(۸) دغه حركت بيا د نادرخان په وخت كې څه ناڅه دوام وموند. په 1937 كال د سردار محمد هاشم خان د صدارت په دوره كې په دولتي دفترونو كې د فارسي ژبې تر څنګ د پښتو ژبـــې د رسمي كېدو پاچاهي فرمان صادر شو.(9) د 1964 كال د اساسي قانون په درېيمه ماده كې پښتو او دري د هېواد رسمي او د 35 مادې له مخې پښتو د هېواد ملي ژبه هم ومنل شوه.(۱۰) له 1973 كال څخه را په دې خوا د نافذ شويو اساسي قوانينو له مخې له پښتو ژبې څخه د هغې ملي موقف واخېستل شو او د فارسي ژبې تر څنګ پښتو يوازې د رسمي ژبې په توګه پاتې شوه. خو په واقعيت كې يوازې او يوازې دري ژبه د دولت رسمي ژبه وه. ځكه دري ژبه د دولت او ديوان يوازينۍ ژبه وه. پښتو ژبه يوازې يوه سمبوليكه رسمي او ملي ژبه وه. د اوسني اساسي قانون د مسودې ۱۶ مادې له مخې پښتو او دري د هېواد رسمي ژبې دي او د ملي ژبې په نوم دغه يا هغه ژبه نه ده ښودل شوې.
د وروستۍ لويې جرګې د ژبو پاليسي:
په افغانستان كې د 2003 ميلادي كال د دسمبر د مياشتې د اساسي قانون د تصويب لويې جرګې د هېواد د دوو غټو ژبو په توګه پښتو او دري، دواړه د هېواد په كچ د دولت رسمي او يو لړ كوچنۍ سيمه ييزې، ازبكې، تركمني، بلوچي، نورستاني، پشه يي، ژبې يې په سيمه ييز كچ رسمي كړې.
په لويه جرګه كې قومي ګروپونه په بېلو بېلو، ملي او محلي سياسي تيږو ودرېدل. پښتون قومي ګروپ د افغانستان د ملي موسساتو د بيا تاسيس او د يوه موټي افغانستان د سترو ملي غوښتنو په بدل كې و نه توانيد چې له يوې خوا د كوچنيو قومي ګرپونو ژبنۍ غوښتنې له پامه وغورځوي او له بلې خوا د يوې ملي ژبې په توګه د پښتو ژبې ملي او سياسي حقوق خوندي كړي. پښتو ژبې په دې كلتوري، سياسي اخ و ډب كې نوې سياسي ساه واخېسته، خو د هغې د اوږدې مودې د ګټې خبره لا هومره پخه نه ده.
دا چې د UNESCO د معيار له مخې په يوه هېواد كې په سلو كې له لسو څخه د لږو ويونكو په ژبه مالي لګښت ملي ګټه نه لري(۱۱) نو په افغانستان كې به د كوچنيو سيمه ييزو ژبو رسمي كېدل هومره عملي نه وي. ازبكي ژبه، چې شا ته غټه سياسي _ كلتوري تكيه لري، ښايي په هېواد كې د دري ژبې د سياسي وزن د راكمولو او په شمال كې د هغې د يو شمېر ويونكو د خپلولو په بيه څه عملي پرمختګ وكړي.
ښكاره خبره ده چې په افغانستان غوندې يوه كوچني هېواد كې به د دوو دولتي ژبو رښتينى رسمي شته والى سربېره په سياسي خنډونو غټې بيروكراتيكې ستونزې هم رامنځ ته كړي. په پاى كې ويلاى شو چې د لنډې مودې د يوه ملي مصحلت په توګه د لويې جرګې د ژبو د پاليسۍ د اوږدې مودې د ملي ګټې واقعيت هومره روڼ نه ښكاري.
لنډيز:
-له پښتانه قومي ګروپ څخه په سلو كې د 15 (دوه ژبي) باسواده _ بيروكرات پښتانه قشر كمول او له ۹ څخه ۱۹ ته د هزاره قومي ګروپ د سلوالې جيګول يو سياسي واقعيت دى، نه قومي ژبنى.
- په سلو كې 7.73 پښتانه، په سلو كې ۹ يانې د هېواد ټول هزاره ګان، په سلو كې2.68 يانې د هېواد ټول ايماق، په سلو كې 1.29 تركمن، په سلو كې 0.3 ازبك، (يانې په سلو كې ټول ټال ۲۱ غير تاجك قومي ګروپونه) په ژبني لحاظ په تاجك قومي- ژبني ګروپ كې ويلي شوي دي. د ۲۱ دي كلتوري � ژبني عدد په افغانستان كې د تاجكو له �قومي عدد- يانې 12.38 سره جوش خوړلى او د ۳۳ د يوه كلتوري ژبي عدد په منځ ته راتلو سره د دري ژبې اېتلافي ګروپ جوړ شوى دى.
- تاجك قومي ګروپ د ۳۳ دا ((كلتوري � ژبنى عدد)) په افغانستان كې په پوره سياسي مهارت، د خپل ((قومي ګروپي عدد)) په توګه استعمالېږي.
- خو د يوه كلتوري بدلانه په توګه له تېرو دوو نيمو لسيزو راهيسې دا چې يو شمېر غير پښتانه قومي ګرپونو او پخپله دري ژبو پښتنو پښتو ژبه زده كړې ده. نو پښتو ژبنى ګروپ له دې وروسته يو مستقل نه بلكې يو اېتلافي ژبنى ګروپ دى. په پښتو ژبني ګروپ كې به د نوموړو قومي ګروپونو د ويلې كېدو د كره عدد په تر لاسه كېدو سره د پښتو د ژبني اېتلافي ګروپ غړي او نوې سلواله لاس ته راشي.
- دري ژبه، د دربار د ژبې په توګه، سره له دې چې په افغانستان كې د شاهي نظام په ړنګېدو سره، په تېره بيا په ۱۹۷۸ كال كې خپل عنعنوي درباري موقف له لاسه وركړ. خو د يوې عنعنوي رسمي ژبې په بڼه كې بالفعل سياسي شته والى لري.
- پښتو ژبه، په واقعيت كې، د نوموړي دري ژبې شاهي نظام په ړنګېدو سره له يو بنسټيز كلتوري- سياسي ستم نه ازاده شوه او په خپل ملي مټ يې نننى رسمي � سياسي شته والى خپل كړى دى.
- د پښتو ژبې په رښتيني رسمي كېدو به له يوې خوا په شمال كې د ازبكي ژبې د احتمالي سياسي � كلتوري پرمختګ په بنسټ، له بلې خوا دري ژبه د هېواد په كچ خپل سياسي او كمي موقف د پښتو ژبې په ګټه په كرار كرار له لاسه وركړي.
- په پاى كې ويلاى شو چې دري ژبه د افغانستان د دويمې درجې خو عنعنوي � رسمي ژبې په توګه يوازې رسمي � سياسي خو پښتو ژبه سربېره پر رسمي � سياسي د هېواد د اكثريت د ژبې په توګه ((ملي)) مشروعيت هم لري.

وړانديز:
- دا چې په يوه هېواد كې ايكي يوه رسمي � ملي ژبه د ملت جوړونې په بهير كې بنسټيز رول لوبوي، نو په افغانستان كې يوه لويه جرګه، يو ملي پارلمان او يا يو ملي حكومت بايد په پوره ملي جرئت د ژبې ملي ستونزه حل كړي.
- پښتانه كه خپل ژبنى شته والى له خپل قومي شته والي سره و نه لګوي، نو د هزاره، ايماق او قزلباش قومي ګروپونو په څېر به د دري ژبې سياسي برلاسى مني.
د ژبې د ستونزې په ملي حل كې افغانانو ته په كار ده د عكس العمل د لنډې مودې سياست پر ځاى د ((عمل)) د ((اوږدې مودې)) مشروع سياست غوره كړي.
- پښتانه د نوي اساسي قانون له مخې كولاى شي په مشروع ډول د پښتو ژبې د ((رښتينې رسمي كېدو له لارې د هغې ((ملي)) كول خوندي كړي.
اخځونه:
1- Wak Foundation for Afghanistan, WFA. The Ethnic Composition of Afghanistan, A six year Survey and Research, 1991-1996. Page27. Published by Kor. Peshawar Pakistan.
2- Ibid, Page 6.
3. Louis Dupree, Afghanistan, Page 59-64, Princeton University, New York, USA 1980.
4,5- World Almanac, Page, 737, USA, 1999.
۶، ۷- د پښتو ژبې د ودې اړتيا او لارې چارې (د بېلا بېلو ليكوالو د ليكنو ټولګه)، د پوهاند ډاكټر محمد حسن كاكړ مقاله، په معاصر افغانستان كې پښتو او د هغې په هكله يو څو خبرې، دېرشم مخ، د پښتني فرهنګ د ودې او پراختيا ټولنه، جرمني ۱۹۹۹ كال.
۸، ۹_ د افغانستان د ۱۹۶۴ كال اساسي قانون، لومړى فصل، درېيمه ماده.
۱۱- د افغان ملت جريده، اوومه ګڼه، د ډاكټر محمد امين واكمن مقاله، لويه جرګه او نوى اساسي قانون، پنځم مخ، ۲۰۰۳ كال، كابل، افغانستان.(60)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery