مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پښتو هم د افغانستان رسمي ژبه ده

د اتمرخېل باييزی ليکنه
د اساسي قانون د تسويد او تصويب پر مهال ډېرو افغانانو دا هيله درلوده چې د هېواد د يو ستر قومي اکثريت د ژبې په حيث به پښتو د افغانستان د ملي ژبې په توګه و منل شي او په دې لار کې ډېرې هلې ځلې هم و شوې خو د جرګې په ترڅ کې د ملت د پاشل کېدو څخه د منخنيوي په خاطر د پښتو پلويان له خپلو حقه غوښتنو تېر شول او په همدې يې بسنه وکړه چې دري او پښتو دواړه د دولت رسمي ژبې وي.
د اساسي قانون پر جوړېدلو هم دادی ښايسته ښه موده واوښته خو پښتو ژبه نه يواځې دا چې د ملي ژبې په حيث و نه منل شوه عملاَ يې رسمي توب هم تش په نامه دی. د دولت د مرکزي ادارو نژدې ټولې چارې په دري پرمخ بيول کېږي. که کله خال خال د دريمې يا څلورمې درجې د اهميت کاغذ چا په پښتو کښلی وي کښلی به يې وي خو نژدې سل په سلو کې کاري اسناد په دري ژبه ليکل کېږي. کله کله په مطبوعاتو کې لولو چې د افغانستان ملي ټلوېزيون ژبنی انډول نه ساتي، خو ددې تر څنګه دولتي ادارې، وزارتونه، سفارتونه او ملي تچارتي موسسې ( لکه اريانا افغان هوايي شرکت ) چې وېب سايټونه جوړوي د د تبرک د پاره هم په کې پښتو نه ليدل کېږي؛ بهرني مرستندويان چې خپل کاري اسناد په بهرنيو ژبو ليکي او د أفغانستان د بيا رغونې له بودجې څخه يې په يوه افغاني ژبه را اړوي د کابل د چارواکو په فتوا يې په دري ژباړي ځکه چې ورته ويل کېږي چې پښتو متن ته ضرورت نه شته ! دغه ډول غير نورمال چلنونه بايد چې و غندل شي او د خلکو پام ورته راواړول شي خو يوازې په خبرو څه نه کېږي او نه په چغو او انتقادونو د چا درد دوا کېږي.
د مرکزي دولت د ژبو سياست د نورو سياستونو په څېر د ضمني مصلحتونو په خاطر ډب شوی غوندې ښکاري او دا تمه نه شي کېدای جې کومه رسمي دولتي اداره يا کوم وزير او معين به دومره اخلاقي جرأت و لري چې د ژبو پر موضوع وګړېږي
. کله چې شراېط داسې تنګ شي نو بيا له حق څخه دفاع د اولس د هر وګړي مسئوليت شي چې په هر ځای کې او هر مقام کې چې وي تر خپلې وسې يو څه وکړي او که نور يې هېڅ له لاسه نه کېږي نو يو پاسيف مقاومت خو کولای شې.
اوس نو د دولتي دستګاه د دريم او څلورم کتار کارمندان چي که څه هم سياسي ځواک نه لري خو عملاَ د دولت چارې پر مخ بيايي د ژبو د يو نسبي انډول د منځ ته راتلو مسئوليت پر غاړه لري چې هم رسمي اسناد په پښتو وليکي او هم له خپلو همکارانو او مشرانو څخه و غواړي چې د اداري چارو د لا ښه کېدو په خاطر دوې ته ځينې مهم کاري اسناد په پښتو ژبه وړاندې کړي. که داسې و نه شي نو په افغانستان کې به فرهنګي نا انډولۍ تر ډېرې مودې د قناعت وړ حل و نه مومي او ګيله به مو هم له ځانه وي.(61)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery