مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

افغانستان، او لا هم د تربګنيو الفبې

په افغانستان كې له روانو حالاتو څخه برېښي چې لا جنګې ډلو له تېرو دروېشت كلنو ترخو تجربو پند او عبرت نه دى اخيستى، دوى لا اوس هم ګوندي او ځاني ګټې تر هر څه لومړۍ ګڼي او هېواد ته د تلپاتې سولې د ژر راتلو په لاركې خنډان جوړوي.
جنګي ډلې اوس هم هڅه كوي چې د پيسو او وسلو په وسيله په ولس كې وېره خوره كړي او ځان ته ځاى ومومي، ځينې جنګې ډلې د هېواد په بېلا بېو ځايونو كې قومي او ژبنيو تعصبونو ته لمن وهي چې په ځانګړي ډول د شمال ولايتونه په ګوته كولى شو چې هلته وسله والې ډلې د خپلو بادارانو په اشاره د خلكو تر منځ مذهبي، ژبني او قومي اورونه بلوي او دغه اور ته بيا ببوزى وهي.
جنګي ډلې خپلې ځاني او ګوندي ګټي په انارشۍ او ګډوډۍ كې لټوي، همدا جنګي ډلي دي چې د خلكو تر منځ د تربګنيو د الفبې [پارې] خوري، دوى هېواد او ملت ته ژمن نه دي او نه هم ورته د هېواد او ملت ګټې مطرح دي.
همدا دوى دي چې هېواد ته د كارپوهو افغانانو د ستنېدو لار ډب كوي او نه غواړي چې افغانستان د پرمختيا او يووالۍ پر واټ ګامونه پورته كړي. ځكه دوى وېره لري كه چېرې كارپوه افغانان هېواد ته ستانه شي نو بيا به دوى څه كوي! ځكه نو اوس په يوه او بله پلمه په هېواد كې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواك مخالفت كوي. حقيقت دا دى كه چېرې سوله ساتى ځواك له منځه ووځي نو بيا به همدا جنګي ډلې په خپلو منځو كې لكه د ګور چينجي يو له بله سره وخوري.
اوس كه چېرې د لنډمهالې ادارې د ملي احساس او درد خاوند واكمن د دغو ډلو په وړاندې و نه درېږي او په شمېرليو الفاظو ورته ملي ګټې په ګوته نه كړي نو خداى مه كړه چې د تېرې لسيزې نخرې به بيا تكرار شي.
پــه هـمدې لړ كـې بايد هېوادوال هم هوښيار او بيـدار واوسـي او نه ښايـي چـې نور د وسـله والــو ډلـــو پـــه خبرو تېر وځي، ټول هېوادوال بايد د هېواد په ابادۍ او سمسورۍ كې برخه واخلي، او له لاس ته راغلي چانس او مجال څخه ستره ګټه پورته كړي او شـــر اچـــوونكې پرېنږدي چې بيا مو هېواد د تباهۍ په لور مخ كړي. له همـدې امله د فكر او قلم خاوندان د هېواد په سمســــورۍ او ملــــي يووالي كې تر نورو لوى مسووليت لري. ځكه نو بايد دوى د واكمنو شته نيمګړتياوې په ګوته كړي او د له منځه وړلو لارې چارې يې وښيي چې په دې سره هېواد ته د ژر سولې راتللو بهير ګړندى شي.
د همداسې بهير، د ملي يووالي، تل پاتې سولې او سمسورۍ په هيله(66)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery