مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ملي ټرمينالوژي، کلتوري يرغل او دولتي چارواکي!

شېرعالم،ننګرهار
ټول هېوادونه د خپلو اړوندو اساسي قوانينو او طبيعي واقعيتونو له مخې ملي ژبه، ملي ټرمينالوژي او ملي کلتور لري. د خپل ملي کلتور، ملي ژبې، ملي ټرمينالوژۍ او ټولو ملي ګټو د خوندي ساتلو، پراختيا او پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي، چې دا هڅې او هلې ځلې په بېلګړي (انفرادي)، ټولنيز، سياسي او دولتي ډګر کې وي، چې تر ټولو مهمه او اساسي برخه يې ملي کلتور، ملي ټرمينالوژي او ټولو ملي ګټو ته کار او خدمت ترسره کول هغه دولتي دستګاه ده، يا په بل عبارت د دولت د لوړپوړو چارواکو له خوا سرته رسېږي.
زموږ د ګران هېواد افغانستان د ١٣٤٣ل کال اساسي قانون له مخې پښتو ملي ژبه ده او د اساسي قانون په ٣٥مه ماده کې دولت ته دنده سپارل شوې چې د ملي ژبې (پښتو) د پراختيا او پرمختګ لپاره هڅې او هلې ځلې وکړي.
په تېر شاهي دور کې يو څه نسبي خدمت ترسره شوى، حداقل پر افغاني معيارونو ولاړه يوه ملي ټرمينالوژي جوړه شوې، د هېواد علمي، تخنيکي، اداري موسساتو او وزارتونو سرليکونه او نومونه په ملي ژبه �پښتو� کې جوړ شوي او هم عملاً په ټولو دولتي کړيو کې کارېدلي او د قانونيت يوه فضا يې جوړه کړې وه.
که څه هم د پخوا په څېر پښتو دفتري او درباري ژبه نه شوله، چې علت يې د دولتي او سياسي چارواکو مشرانو له خپلې ملي ژبې سره د مينې نه لرل دي او يا يې په بله مانا له خپلې مورنۍ او ملي ژبې سره د بې تفاوتۍ چلند ګڼلاى شو.
زموږ ګاونډيانو او نورو زبرځواکونو د سياسي او پوځي يرغل تر څنګ کلتوري يرغل ته له ډېر پخوا څخه بډې وهلي او په هر وخت او هر ډول حالاتو کې يې په يو نه يو ډول يې خپل شوم هدف ته د رسېدو لپاره د هېواد په دننه او بهر کې په شعوري ډول ډلې او کادرونه روزلي او د عمل ډګر ته يې وړاندي کړي دي، چې ښه بېلګه يې د پخوانيو سياسي ګوندونو او جهادي تنظيمونو کتابونه، اسناد او فرهنګي چارې دي.
همدارنګه همدا اوس د ښارونو د واټونو، دکانونو، دولتي او نادولتي ادارو سرليکونه (لوحې) ټول د پرديو په ژبه ليکل شوي او د پرديو ژبو ويل مروج شوي او د پرديو د دود او دستور تر اغېز لاندې راغلي او ان چې ټوله ناسته پاسته يې پردۍ شوې دي.
پخوا هم په دولتي کچه د پارسي ژبې غوښنه برخه تشکيلوله او ان چې ټولې رسمي او اداري چارې په پارسي ژبه ترسره کېدلې، خو د ١٣٧١ل کال له اوښتون څخه وروسته د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په شمالي او شمال لويديزو ولايتونو کې هم د ايرانۍ پارسي ژبې او په جنوب ختيځو ولايتونو کې د اردو او انګرېزۍ ژبو تر زيات اغېز لاندې راغلي او هم يې د ځينو وزارتونو، پوهنتونونو، رياستونو او ادارو نومونه چې پخوا د هېواد د ملي ټرمينالوژۍ له مخې په ملي ژبه پښتو وې، په نورو ژبو واړول شوې، لکه (وزارت معارف، وزارت اطلاعات و فرهنګ، جمعيت هلال احمر افغاني، دانشګاه بلخ، دانشګاه باميان او داسې نور...).
او د کابل پوهنتون د نوم اړول په دانشګاه کابل او يا د نورو پوهنځيو د نومونو اړول په دانشکده او يا هم د محصل پرځاى دانشجو او دانشجويان، خو شکر الحمد لله چې په دې تر اوسه پورې نه دي توانېدلي، چې دا کار په کابل پوهنتون کې په عملي ډول ترسره کړي.
د اسلامي انتقالي دولت زياتره لوړپوړي چارواکي په غونډو، ورکشاپونو، سيمينارونو، کنفرانسونو او مطبوعاتو سره په مرکو کې د غيرافغاني او زموږ د اصيل کلتور او ملي- افغاني ټرمينالوژۍ څخه بهر د ځينو نومونو او اصطلاحګانو کارول ترسره کوي، چې زموږ د هېواد د کلتور او قانون خلاف عمل دى.
لکه دانشګاه، دانشجويان، دفاع از حقوق دانشجويي، وزارت بهداشت، يا دانشګاه باميان، دانشګاه هرات او داسې نورې بېلګې...
او ان چې په پوځي ډګر کې هم د ځينو عسکري قوماندو پوځي اصطلاحات او تابلوګانو کې هم بدلون رامنځته شوى دى. لکه همدا اوس- اوس د مرکز تبليغاتي افغان- ايران له خوا د افغانستان لپاره راتلونکې ملي اردو ته پوځي تابلوګانې جوړې شوي او په ټولو لويو ښارونو کې درول شوي، چې د قران شريف يو مبارک ايت په کې ليکل شوى او لاندې يې په ايرانۍ پارسي ترجمه او په درېيمه برخه کې يې بيا په پښتو ژبه ترجمه شوې او يا هغه ټول فرهنګي اسناد چې د ايران يا د افغان- ايران تبليغاتي مرکز له خوا په ملي کچه يا هېوادنۍ کچه توزېع کېږي، د اصولو او قوانينو خلاف پارسي ژبې ته په سر کې ځاى ورکول شوى او د پښتو ملي ژبې حق تلف کېږي، يانې چې پښتو ژبې ته په دويمه درجه کې د ترجمانۍ په شکل ځاى ورکول کېږي.
پخوا هم پښتو دفتري او اداري- رسمي ژبه نه وه، لږ تر لږه خو د وزارتونو نومونه، د مکتوبونو او استعلامونو سرليکونه خو په پښتو وو، دومره خو سپين سترګي نه وه، چې له يوې مخې ټرمينالوژي ورته بدله کړي او د خپلې خوښې نوې او پردي نومونه وکاروي او پر موږ يې دلته راوتپي.
په پاى کې د انتقالي دولت له چارواکو او اصيلو افغانانو څخه زما هيله او غوښتنه دا ده چې د پرديو د کلتوري يرغل مخنيوى وکړي او خپل افغاني کلتور د بډاينې، پراختيا او پرمختګ لپاره دې ملا وتړي او خدمت دې ورته وکړي، ملي ټرمينالوژي دې په پخواني حالت په افغاني کلتور سمبال کړي او زيات کوښښ دې وکړي، چې نوره هم په ملي او سوچه پښتو ژبه دې پاکه افغاني ملي ټرمينالوژي جوړه او د عمل په ډګر کې پلې کړي او خپل ملي مسووليت دې ترسره کړي.(67)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery