مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د افغانستان ملي ترمينالوژي او سرغړوني

تور غر
لكه څنګه چي هر هېواد خپلي ځانګړي سياسي پولي لري او پر هغو باندي تېرى د هېواد پر استقلال او ملي حاكميت باندي تجاوز ګڼي. دغسي هر هېواد خپل كلتوري هويت هم لري، چي هغه ته بې احترامي او د پرديو، په تېره بيا د ګاونډيو هېوادونو په ګټه له خپل كلتوري هويت څخه تېرېدل، په اوږد مهال كي د هېواد استقلال، حاكميت او هويت له خطر سره مخامخوي.
انګليسي نړيواله ژبه ده او د نړۍ په يو شمېر هېوادونو كي ملي او رسمي ګڼل كېږي، خو بيا هم هر هېواد هڅه كړې ده، چي انګليسي ته خپل ملي رنګ هم وركړي. امريكايان Center ليكي، خو انګرېزان بيا Centre، دا ځكه چي دواړي خواوي غواړي، خپل كلتوري هويت ولري. انګلستان او امريكا يو له بله په زرګونو كيلومتره ليري پراته دي او دغه راز امريكا په تاريخي لحاظ، د انګلستان ادامه ده او دا امكان شته چي يو بل ته خطر پېښ كړي، خو بيا هم د يوې واحدي ژبي انګليسي، په كارونو كي توپير ته قايل دي.
دغه راز كه انګليسي ډكشنري وګورئ، نو هلته به بيا د اسټراليايي، هندي، يا حتى پاكستاني انګليسي، په نوم خاص كلمات او اصطلاحات ووينئ، دا ځكه چي هر هېواد غوښتي دي، خپل كلتوري هويت ولري، مګر متاسفانه افغانستان چي د زرګونو كلونو تاريخي هېواد دى او خپل كلتوري هويت لري، له تېرو څو كلونو څخه هڅه كېږي، چي
كلتوري هويت يې په لوى لاس له منځه لاړ شي. په افغانستان كي ځيني داسي كړۍ او كسان شته چي په لوى لاس بهرنيو هېوادونو ته د كلتوري يرغل لاره پرانيزي. وګورئ د منصبدار كليمه په موږ كي يوه منل شوې كليمه ده، چي په انګرېزي كي يې افسر بولي.
ځيني كسان د منصبدار منل شوي كليمې پر ځاى افسر كاروي، سره له دې چي پوهېږي، دا يوه بهرنۍ كليمه ده. دوى دا كار د دې لپاره كوي چي همدغه بهرنۍ كليمه، يو بل هېواد كاروي او دا چي بل هېواد يې كاروي، دوى ته سمه ښكاري.
ملتونه چي د تاريخ په اوږدو كي جوړښت مومي، د ځانګړو ملي مشخصاتو درلودونكي دي، چي د ژوند ټولي چاري او اړخونه يې پر همدې مشخصاتو تكيه دي. دغه مشخصات د ملتونو په پېژندګلوۍ كي خورا لوى ارزښت لري.
ملي ترمينالوژي د همدغو مشخصاتو يوه ستره برخه ده، چي په اوږده زماني واټن كي جوړښت مومي او د ملي ترمينالوژۍ بنسټ، د هر هېواد ملي ژبه وي، چي ملي ژبه بيا په خپل وار د يوه ملت ژبه وي.
د نظر خاوندانو ملي ترمينالوژي، د هغه ارزښت له مخي، د ملي ميراث او ملي ګټو جز ګڼلې او په دې متفق دي، چي هېڅوك د دغه ملي ارزښت د بدلولو حق نه لري او هر هغه څوك چي دا اقدام تر سره كوي، ملي جرم ګڼل كېږي.
ملي ترمينالوژي په افغانستان كي يو قانوني ارزښت دى. د افغانستان د نوي اساسي قانون، د شپاړسمي مادې په اخري بند كي، د ملي ترمينالوژۍ مسئلې ته داسي نغوته (اشاره) سوې ده:
"په هېواد كي موجود، علمي او اداري مصطلحات ساتل كېږي".
د دې مانا دا ده چي په هېواد كي موجود او منل شوي اصطلاحات او نومونه، د بدلېدو وړ نه دي او هر هغه څوك چي دغه هڅه كوي، بايد تر قانوني پوښتني لاندي راشي. خو متاسفانه چي د ملي ترمينالوژۍ د له منځه وړلو هڅي رواني دي.
هر ملت ځانته خپله ترمينالوژي لري او هره كليمه او نوم د يوه ملت تر منلو وروسته په ملي ترمينالوژي كي داخل او بيا د ملت له خوا عامېږي. د بېلګي په ډول، زموږ په هېواد كي د ملكي وېش لپاره د ولايت نوم كارول كېږي او په ايران كي د داستان او پاكستان كي د صوبې نومونه كارول كېږي. په افغانستان كي د لوړو زده كړو ادارې چي جوړي شوي دي، د پوهنتون نوم پرې ايښوول شوى دى، چي ايرانيان ورته دانشګاه او پاكستانيان ورته يونيورسټي وايي.
دا چي ملي ترمينالوژي يو ملي ارزښت، ملي ميراث او ملي ګټه ګڼل كېږي او يو قانوني ارزښت دى، قانوني ادارې بايد د هغه په ساتنه كي جدي اقدامات تر سره كړي او پرې نه ږدي چي خپل سري او بېګانه پرست افراد او اشخاص دغه قانوني ارزښت له خطر سره مخامخ كړي او د هېواد كلتوري هويت كندي ته وروغورځوي. خو ډېره خواشينوونكې ده، چي هغه بيا په دولتي چوكاټ كي د مسوولينو بې پروايي او خپلسري ده، چي تر ټولو ښه بېلګه يې دافغانستان راډيو ټلوېزيون دى.
د افغانستان راډيو ټلوېزيون د طالبانو تر ماتي راوروسته، په يو طرفه نشراتو سربېره، د ملي ترمينالوژۍ هېڅ خيال نه ساتي كله چي سړى د دوى اصطلاحات اوري، نو داسي فكر كوي چي دا د ايران راډيو ټلوېزيون دى. كه دا راډيو ټلوېزيون په رښتينې مانا په افغانستان پوري اړه لري او د افغانستان نماينده ګي كوي، نو بايد چي د قانون له حكم سره سم ملي ترمينالوژي په نظر كي ونيسي او د هغو اصطلاحاتو له كاروني څخه ډډه وكړي، چي په ملي ترمينالوژي كي نه دي راغلي. كه د افغانستان راډيو ټلوېزيون تر دې وروسته هم دې چارو ته دوام وركړي، نو د ولس شك به په يقين بدل شي، چي دا راډيو ټلوېزيون يو طرفه او د استانيانو او دانشګايانو لپاره دى، نه د افغان ملت لپاره.(68)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery