مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ملي ټرمينالوژي،ملي هويت او د ملي کلتور يوه برخه

استاد حبيب الله رفېع
ملتونه د ګډې جغرافيې، ګډ تاريخ، ګډ کلتور او ګډو ګټو په غېږ کې وده مومي، تشکل کوي او ملي تشخيص او هويت ترلاسه کوي. په دې برخه کې کلتور دوې مادې: مادي او معنوي برخې لري. په معنوي برخه کې يې د نورو ارزښتونو تر څنګ ملي نومونې يا ملي ټرمينالوژي هم شامله ده.
ملي ټرمينالوژي لکه د کلتور د نورو توکو په شان د تاريخ په اوږدو کې او د ملي اړتياوو او وړتياوو له مخې جوړېږي، ولس ورسره اشنا کېږي او د ملي هويت بڼه غوره کوي. هر ملت خپله ملي ټرمينالوژي د خپل ولس د پوهې، پېژندنې او عامې ژبې له مخې ټاکي او ټول ولس پرې پوهېږي.
له همدې امله- هر هېواد ته خپله ملي ټرمينالوژي درنه، د قدر وړ او د خپل ملي تشخص وسيله وي.
د نمونې په توګه افغانستان، ايران او پاکستان سره ګاونډيان دي، خو د دوى ملي ټرمينالوژۍ خپل- خپل رنګونه، خپلې- خپلې بڼې او خپل- خپل اصطلاحات لري. افغانان د خپل اداري وېش لوى توکي ته �ولايت� وايي، ايرانيان يې �استان� بولي او پاکستانيان �صوبه� يا �ايالت� ورته وايي.
افغانان خپل د لوړو زده کړو لوى مرکز ته �پوهنتون�، ايرانيان �دانشګاه� او پاکستانيان �يونيورسټي� وايي او داسې نور او کله چې دا نومونه اخيستل کېږي، ورسره بې له دې چې د نوموړي هېواد نوم واخيستل شي، اورېدونکي يا لوستونکي يې پېژني او په دې توګه ملي ټرمينالوژي د ملي هويت بڼه غوره کوي.
دا هم د يادولو وړ ده، چې د ملي ټرمينالوژۍ زيات توکي د اړوند هېواد له ملي يا د اکثريت له ژبې څخه اخيستل کېږي، له ټولو تاريخي اټکلي او اساسي سرشمېرنو څخه ثابته ده، چې پښتانه د دې هېواد د اکثريت اوسېدونکي دي، نړيوالې احصايې دوى په سلو کې شپېته ګڼي او سره له دې چې ځينو يې خپله ژبه له لاسه ورکړې، نو پښتو ژبه د هېواد د نورو تر دېرش زياتو ژبو په وړاندې په سلو کې پنځوس ويونکي لري، چې پر دې اساس پښتو د افغانستان د اکثريت او ملي ژبه ده او دا يې مسلم حق دى، چې د هېواد د ملي ټرمينالوژۍ زياته برخه د همدې ژبې په اساساتو ولاړه ده.
د افغانستان اساسي قوانينو تل پښتو د ملي او لومړنۍ ژبې په توګه ثبت کړې، دولت يې مکلف بللى، چې د ودې او پراختيا لپاره يې کار وکړي او د هېواد د رسمي ژبې په توګه درسي او اداري ژبه وي.
د افغانستان د اساسي قانون په تېره لويه جرګه کې بايد ټول مسايل د رايګيرۍ [رايې اچونې] له لارې فيصله شوي واى او هغه مسايل چې رايو ته وړاندې کېدل، بايد د لويې جرګې درېيمې برخې غړو وړاندې کړي واى. په دې لړ کې پښتو ملي ژبه هم شامله وه، چې د لويې جرګې درېيمې برخې غړو وړاندې کړه، خو يوشمېر هغه کسانو چې په رايګيرۍ کې يې څه نه شواى ترلاسه کولاى، له رايګيرۍ سره پرېکون اعلان کړ او د مسايلو حل يې د تفاهم له لارې وغوښت او په تفاهم کې دا ومنل شوه، چې ملي ټرمينالوژي به پرځاى وي او د اساسي قانون د شپاړسمې مادې په وروستي بند کې داسې تسجيل شوه:
�په هېواد کې موجود ملي، علمي او اداري اصطلاحات ساتل کېږي�.
خو اوس يوشمېر د ملي ورورۍ او ملي وحدت دښمنان او متعصب کسان غواړي چې ملي ټرمينالوژي ګډه وډه کړي او د افغانستان ملي هويت ته زيان واړوي. دا د قانون ساتونکو ادارو دنده ده چې د قانون د تطبيق له مخې خنډونه ليرې کړي او پرې نه ږدي چې يو شمېر متعصب او پرديپاله کسان د افغانستان کلتوري هويت مغشوش کړي.
د هېواد هغه ادارې چې د ملي ټرمينالوژۍ د ساتلو او رواجولو دنده لري، بايد ډېرې جدي واوسي او خپل ملي مسووليت هېر نه کړي، خصوصاً وينو چې د ځينو همداسې ادارو چارواکي لکه د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د لوړو زده کړو وزارت او د پوهنې وزارت يوشمېر لوى مسوولين د ملي ټرمينالوژۍ په وړاندې بې اعتنايي کوي، د ګډوډولو لپاره يې ځينې کسان هڅوي او په رسمي کړنو کې هم د ملي ټرمينالوژۍ مخه نيسي.
بايد په واز کومي ووايو چې ددوى دا عمل غيرقانوني او غير مسوولانه عمل دى او که دغه ناوړه او د ملي ورورۍ ضد عمل ته دوام ورکوي، بيا به افغانان حق ولري، چې د قانون ماتونې په جرم د دوى د ليرې کولو لپاره قانوني اقدام وکړي او داسې څوک يې پرځاى راشي، چې پر ملي ورورۍ او ملي وحدت باورمن وي.
دا هم بايد ووايو چې پښتو او دري د افغانستان رسمي ژبې دي او بايد د هېواد په رسمي چارو کې برابره ونډه ولري. سره له دې چې د افغانستان اداره او بيروکراسي ټوله په دري ليکونو او ليکنو ولاړه ده او په پښتو کې به د ليکونو او ليکنو چاپي عنوانونه راتلل او يا هم د ادارو نومونه په پښتو وو، خو اوس يوشمېر متعصبين د رسمي ليکونو چاپي برخې هم دري کوي، د ادارو نومونه هم په دري اړوي، په دې ترتيب پښتو په ډېر تعصب له رسمياتو څخه باسي او په دې توګه د ملي نفرت او نفاق لپاره لار اواروي.
زموږ ملت د زرګونو کلونو په اوږدو کې تشکل کړى او د هېواد له وروڼو قومونو څخه يو داسې ملت جوړ شوى، چې پر هېواد يې د هر تېري کوونکي ځواک په وړاندې مېړنۍ او په ملي ورورۍ مقابله کړې او خپله ازادي يې ساتلې، نو د هر افغان دنده ده، چې د بېلابېلو وروڼو قومونو غړي خپل وروڼه وګڼي، تحمل يې کړي او ټول ملي، اقتصادي، سياسي او کلتوري حقوق يې د قانون په سيوري کې ومني او د عمل جامه ورواغوندي.(69)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery