مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غلام رسول خوشبخت د بېګناهۍ په تور بندي دى!

بېنوا د خبريال ځانګړی راپور : کابل
موږ په خپل هېواد كې بې هېواده، په خپل كور كې بې ژبې، د بېګناهۍ له كبله ګناهكاره او بې لاس و پښې ملت يو. موږ د بې سالارې قافلې مله او ملګري يو، د يتيمو ماشومانو په څېر بې مور وپلاره يو، نه پوهېږو چې سالار مو كوم دى، مشر مو كوم دى؟ په خپل هېواد كې ځاى نه لرو، له دې كبله خو ټكول كېږو، وهل كېږو او هرڅه زغمو. هو رښتيا، موږ ته له زغم پرته نور څه راپاتې دي، نه كوم مشر لرو او نه هم كوم سالار چې په غم مو غمجن او په وير كې راسره شريك وي.
اوس مو دا دى پر ليكواله طبقه هم غټ تورونه ورتپل كېږي او په همدې تورنيول كېږي، سپكاوى يې كېږي او د زندانونو د تورو تمبو شا ته اچول كېږي.
غلام رسول خوشبخت يو بېګناه شاعر او ليكوال دى، چې د ۱۳۸۳لمريز كال له تلې (ميزان) مياشتې راهيسې بندي دى. چې تر دې مهاله نه څوك ورباندې خبر وو او نه يې هم څوك ناره اوري.
هغه كسان چې په افغانستان كې دننه او بهر اوسي او كه لږ څه احساس هم ولري، هيله ده دا متن او تصويري ليكنې دې تر پايه ولولي او په خپله دې قضاوت وكړي.
كه څوك توان، قدرت، واك او صلاحيت ولري، هيله ده چې سيده دې له ولسمشر حامد كرزي څخه د دې مظلوم شاعر او ليكوال د خوشې كېدو غوښتنه وكړي په خپله دې راساً ورسره ټليفوني اړيكي ونيسي، ځكه بل څوك دا كار نه شي كولاى.
د ژمي يوه سړه ورځ ګران ورور اسدالله دانش ساپى له پېښور څخه كابل ته راغلى و، چې راته ويې ويل غلام رسول خوشبخت بندي دى او غواړم ورسره وګورم. ګومان كوم دوې ورځې وروسته يې ورسره ليدلي وو، دوه زره افغانۍ او څه كتابونه يې وروړي وو.
دانش راته وويل چې د كابل په توقيفخانه كې بندي دى او هېڅوك هم نه لري، يوازې ورسره بندي ملګري اوسي، چې هغوى ورسره پالي. بيا يې د هغه يو ليك راكړ، چې بايد د ځينو ليكوالانو لاسليكونه واخلم او بيا يې ښاغلي زلمي هېوادمل ته وروړم. ما د زياتو ليكوالانو لاسليكونه واخيستل او دا كار مې په داسې يوه ورځ ترسره كړ، چې سخته واوره اورېدله.
غلام رسول خوشبخت د محمد رسول زوى دى، چې په ۱۳۴۷لمريز كال د هلمند ولايت، باغران ولسوالۍ به برس نومي كلي كې زېږېدلى دى. زده كړې يې خورې ورې كړي، چې اوس مهال يې د لسو په شا و خوا كې كتابونه چاپ كړي او ګڼ شمېر نور اثار يې ناچاپه پاتې دي. شاعر او ليكوال دى، دغه راز يې ژورناليسټيكي هڅې هم كړې دي. په هلمند كې فرهنګي چارې پرمخ بيايي، د دې تر څنګ كتابپلورنځى لري.
ما په خپله څو ځلې ورسره ليدلي، خاكساره او بې ازاره انسان دى. مينه ناك چلند لري او له سترګو څخه يې د بېګناهۍ او سادګۍ څرك له ورايه ښكاري.
دا هم د خوشبخت خپل ليك چې په خپل لاس يې انتخابي ولسمشر حامد كرزي ته ليكلى دى، لاندې ترې د څو ليكوالو او شاعرانو لنډكى يادښت او لاسليكونه ښكاري، چې د ده د خوشې كولو غوښتنه يې كړې ده

دا كاغذونه ځكه داسې خيرن او زاړه شوي دي، چې زما په جېب او يا لاسي دوسيه كې ډېر سره اړول شوي رااړول شوي دي، تر يوې مياشتې زياته موده مې په دولتي ادارو كې لالهاندۍ ګاللي. خداى خو دې په دولتي ادارو كې د چا كار نه بندوي. يوه اوونۍ به دې په دې پلمه وځنډوي، چې وزير صاحب مصروف دى، بله اوونۍ به بل مدير يا معين كار ته نه وي راغلى، بله اوونۍ به له چا سره ملاقات لري. په هر صورت، خداى دې داسې د مشرانو پر زړونو د رحم او شفقت باران واوروي، چې د مظلوم ولس پر حال زړه وسوځي.
دا هم د ښاغلي هېوادمل له خوا ليكل شوى مكتوب، چې له عدليې وزير څخه يې د همكارۍ هيله كړې ده، دغه راز لاندې ترې د عدليې د وزير امر ښكاري، چې محابسو او صناعني رياست ته يې وړاندې كړى دى:

د محابس او صناعتي دفتر بيا، د محاكمو د ارتباط مديريت ته امر كړى، چې په دې اړه دې ګزارش وركړي

په دې مديريت كې د راجسټر څو كتابچې پرتې وې، ما ورته د غلام رسول نوم واخيست، د هغه تخلص مې ورته ياد كړ، ولايت مې ورته ياد كړ، خو دوى دا پلمه وكړه، چې زما يې ولې د پلار نوم نه دى زده؟ په خپله مدير چې ترخه لهجه يې درلوده او ډېره بده وضعه يې كوله، راته وويل:
?موږ كولاى شو يو عادي كس په زندان كې واچوو، يوه مياشت وروسته به په خپله شاعر شي، ته بايد د ده د پلار نوم پيدا كړې، كنه كار دې نه كېږي?.
ما ته د غلام رسول خوشبخت د پلار نوم نه و زده، ځكه زه ورسره يوازې د ليكوالۍ په ډګر كې پېژنم، پېښور ته مې ټليفون وكړ، له نورو ملګرو مې پوښتنه وكړه، خو نه پيدا كېده، اخر مې په يو ډول د هغه بشپړ ژوندليك پيدا كړ. بله ورځ چې ورغلم دوى د دفتر د راجسټر ټولې كتابچې كتلې وې، خو په دې نامه او تخلص يې د چا نوم نه و موندلى. هغه ورځ زه هم ورسره كښېناستم د هغه د پلار نوم او ټول نور مشخصات مې وركړل، درې څلور ساعته مو لټون وكړ، خو پيدا نه شو. دوى خپله حيران شول چې له دوى سره ولې دا كس راجسټر نه دى او دا كس چې تر اوسه راجسټر نه دى، څنګه دا څو مياشتې بې برخليكه په زندان كې پروت دى!.
په پاى كې د محاكمو د ارتباط د راجسټر مدير د كابل د توقيف پر امر يو ليك راكړ، چې خوشبخت دې دوى ته وروپېژني:

دا ورځ د ۱۳۸۳ لمريز كال د مرغومي (جدي) ۲۱مه نېټه وه، چې سخت سوړ باد هم چلېده. د كابل په محابسو كې يو ساعت ګرځېدم، چې اخر مې اصلي ځاى پيدا كړ، هلته هغه ورځ ګڼ كسان ولاړ وو، ګومان كوم دوى د خپلو بنديانو ملاقات لپاره وخت نيولى و او په نوبت ولاړ وو، له ځينو سره خواړه او مېوه هم ښكارېده.
چا دننه نه پرېښودم، په ډېرو زاريو مې د يوه پوځي كس زړه ورنرم كړ او زه يې دننه بوتلم، د توقيف امر چې دا عريضه وليده بلې څانګې (شعبې) ته يې ولېږلم، هلته ناست وم، د شعبې يوه كاركوونكي بل ته وويل چې دا كس دې راولي. څه شېبه وروسته غلام رسول خوشبخت په خپله راغى، لنګوټه يې تړلې او نرۍ شنې رنګه جامې يې په تن وې، زما په ليدو ډېر خوشحاله شو، لاسونه يې د خوشۍ يا به هم تلوسې له كبله رېږدېدل، زما له لاسه يې كاغذونه واخيستل او ويې ويل:
"زه له شمال څخه راتلم كابل ته، د خيرخانې په كوتل كې وسلوالو كسانو په موږ كې تالاشي وكړه، كله چې زه تالاشي كولم، نو زما جنسي الې ته يې لاس راوړ، ما ټېل واهه او ومې ويل چې بايد انساني كرامت ته درناوى ولري، دا سپك كار ولې كوي؟
خو هغوى له موټر څخه كښته كړم ۱۹۵۰۰ افغانۍ يې راڅخه واخيستې، دومره ډېر يې ووهلم چې ټپونه يې تر اوسه پورې زما پر بدن ښكاري. ما ته يې القاعده، قاچاقچي او نور او نور څه ويل او هغه شپه يې په دوه منزله چپركټ پورې تړلى وم، ټوله شپه مې په ولاړې تېره كړه، ډېرې سپكې خبرې او ښكنځل يې راته كول".
كله چې مې په دې شعبه كې له مسوول كس څخه وپوښتل چې د خوشبخت جرم څه ګڼل شوى؟ هغه ولاړ شو او يوه دوسيه يې راوړله.
د دوسيې پر سر د ښاغلي خوشبخت انځور لګېدلى و. هغه كس كاغذونه سره واړول راواړول او وروسته يې د سترې محكمې حكم راته ولوست، چې ليكل يې و:
?له نوموړي كس څخه تحقيقات وشول، دى د ترياكو د قاچاق په تور په دوه كاله بند محكوم شو!?.
ما دې مسوول كس ته وويل چې دا دومره ليكوالان او هېوادمل دا ځوان شاعر پېژني، هغوى خو څه لېونيان نه دي، چې ستاسو په اند د ترياكو له يوه قاچاقوونكي سره دومره خواخوږي وښيي او د خلاصېدو غوښتنه يې وكړي. ما وويل هغه ترياك چې له ده سره نيول شوي ستاسو سره شته؟ هغه لږ څه خبره وژووله او ويې ويل دا دى دا اسناد دا وايي.
په هغو اسنادو كې د لويې څارنوالۍ د څېړنو پاڼې هم ښكارېدې، چې د دوى پر دې كار او احكامو مې سخت افسوس وكړ!
خو خوشبخت قسمونه كول، چې تقربياً لس ورځې وړاندې سترې محكمې ته بوتلل شو، هلته يې چې قاضي ته ځان ورمعرفي كړ، بله خبره يې هم نه ده ورسره كړې، نه يې كومه پوښتنه ورڅخه كړې نه يې بل څه ترې پوښتلي، قاضي د خپلو ملګرو په مرسته پر كاغذ دا حكم ليكلى. دوى دې دا ثابته كړي چې له ما سره په رښتيا هم ترياك نيول شوي دي. زه پر خداى قسم كوم چې له ما سره يو خورد ترياك هم نه دي نيول شوي. زه يوازې په پښتو خبرې كولاى شم له دې كبله له ځانه دفاع هم راته سخته ده.
غلام رسول خوشبخت ډېره مننه كوله او ويل يې چې دلته يې زاره وچاودېده، د كتابونو او مجلو غوښتنه يې راڅخه كوله.
څه شېبه وروسته يې راڅخه بوت، چې هغه هم په مظلوم نظر راته كتل او ما ته يې ژړا راوستله. نه پوهېږم زما په اواز كې ولې لړزه پيدا شوه، بېرته د توقيف امر ته لاړم، هغه وويل موږ ته دا ليك هېڅ ارزښت نه لري، ته بايد لاړ شې او د محاكمو د ارتباط له دفتر څخه رسمي مكتوب راوړې، چې موږ د دې بندي په باب بشپړ معلومات وركړو.
كله چې له دې ځايه راوتلم سر مې ګنګس و، په خپلو پښو مې د تګ توان له لاسه وركړى و، د سراى وره ته نژدې كېدم، خو نه پوهېدم چې چېرې ځم، ناڅاپه مې يو دروند اواز واورېد، كله چې مې پام شو، خپله پښه مې د دورازې له اوسپنې سره ټينګه لګېدلې وه چې ما يې هېڅ د درد احساس نه كاوه، خو وروسته مې وليدل چې تر زنګون لاندې مې له پښې څخه وينې روانې وې. بل عسكر له اوږې ټينګ ونيولم او ويې پوښتم چې څه راباندې شوي دي؟ ما هېڅ ځواب هم ورنه كړ.
له هغه ځايه راووتم او د خپل ولس پر مظلوميت مې وينې وژړل.
دا دى د ډيموكراسۍ او عدالت سوغات او دا دى د نړيوالې ټولنې تر سيوري لاندې عدالت او ټولنيزه برابري!!
اوس نه يم خبر چې ښاغلى غلام رسول خوشبخت به د كابل په توقيف كې بې برخليكه پروت وي، كه به د څرخي پله (پلچرخي) زندان ته انتقال شوى وي، خو جګپوړي چارواكي دې له يادو شويو مسوولو دولتي كسانو څخه د هغه په اړه معلومات وغواړي. ځكه چې نور نو ما ته اجازه رانه كړل شوه چې ورسره وګورم او قصداً مې ځنډوي، په دغو ادارو كې زما په وړاندې خنډ جوړېږي.
زما په وس نور څه پوره نه وو، يوازې مې د انسانيت او افغانيت د تقاضا له مخې دا ليكنه وكړه، له پاك خداى څخه غوښتنه لرو چې نور دې دا كشاله ختمه كړي او په ټولنه كې دې دا بدمرغۍ ختمې كړي، نور خو نه كوم چارواكي د ولس پر غم وژړل نه هم بل چا د دې خوار ملت اوښكې وچې كړې. نه يم خبر چې د ښاغلي خوشبخت په شان به څو نور كسان په زندانونو كې پراته وي، خداى دې ورباندې ورحمېږي.
په دې هيله چې د احساس خاوندان دې د ښاغلي خوشبخت د خوشې كولو لپاره هڅې وكړي. ځكه دا لړۍ روانه ده او سيالان غواړي چې زموږ ليكواله طبقه هم ورېبي او له منځه يې يوسي. د دې خوار ولس چيغه واورئ او مرسته وكړئ.(70)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery