مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

طنزيه مركه له کورتۍوال وزير صيب سره بې کورتۍ خبرې اترې

مرکه کوونکى: افغان ولس
ليکونكي: په سر کي مارچيچلي وګړي
دا ځل مو له داسې يوه كس سره مركه کړې ده ده چي نه په سراو نه په مخ ډکى لري، تسپې يي بېلونکي نښه خو خداي مي دې غاړي نه بندوي چي په ټول عمر مي د کليمي ويلو شک نه پرې راځي. وموپېژاند؟ ... نه نه، اوس مو هم لا نه دى پېژندلى. ښه، يوه بله نښه به يې هم درته ووايو: کله چي هغه د وړيو خولۍ په سر کي داسي ښکاريږي لکه، ها د پرو جوکر خو به مو لېدلى وي، کټ مټ هماغسي ښکارېږي. که مو اوس لا هم نه وې پېژندلى نو بيا خو تاسو هم بېخي سرناخلاصه خلک ياست! خير، که مو نه وي ليدلي هره ورځ چي د دۀ د وزارتخانې ورځپاڼي وګورئ نو په اول مخ کي که د دۀ څيرې ټوله پاڼه نه وې ډکه کړي نيمي خو په ضمانت ورپرېږده.
اوس څنګه، لږ خو به مو په سر کي ګرزېدلي وي چي د خانقاوو په هر خيرات کي چرخه وي، ګورئ ګورئ خطا نسئ هلته د وظيفې لپاره نه ځي بلکي دا خدايې خيرات خور دى ولاکه خو به د درمسال خېرات هم بې له دۀ څخه تېر سي.
هو-هو، آپرېن، اوس دې اېله وپېژاند چي رهين دى.
دا چي ددې ښاغلي نور ملګري د دريو کلنو ګړبړيز خرګاډي يوه او بله خوا ولوېدل خو دى په خپله چوکۍ شخ ناست دى موږ ته شک پيدا سو هسي نه چي په مشر لالا يې کوم تاويز يا کوډي موډي کړي وي. د خبري د سپيناوي لپاره مو د زړۀ ناخوالۀ ورسره وکړۀ.
مجله: که مهرباني وکړئ دځان په اړه وګړبېږي؟
ښاغلى: نام من دکتر سيد مخدوم رهين، اينجانب ماستري در تبعيض و دکترا يي خوده از دانشکده تعصب از شهر نفرت ګرايي بدست اورده ايم، تغريبآ چهل سال در رشتۀ تخصصي خود کار کده ايم. اکنون هم کارم جريان داره.
مجله: بښنه غواړو، ښاغلي که پښتو ځوابونه وواياست چي لوستونکي مو پښتو غواړي.
ښاغلي: پشتي پشتو مشتو نګرد، يک چندتايې ديګه ام اميجه پشتو ميخاست، زدم بنديشان کدم، ما خو بيکار نمانديم که پشتو ياد بګيرم، امو درى را هم از خاطر باباي ملت ياد ګرفتم، خانېش آباد که وعدۀي خوده بجا کد ومرا يک وزير دنداند ار وزنداندار اين وزارت بې کلتور ساخت.
مجله: ولي ښاغلي صيب، پښتو خو د افغانستان ملي ژبه ده، د تاسو څنګه زده نده؟
ښاغلي: ولا بيادر اګه خير سريته ميخواهي از پشتو مشتو تېر شو، باز خودت ترجمه کو.
مجله: ښه، موږ به يې پښتو ته وژباړو خو که لږ په افغاني پاړسي خبري وکړئ چي په اېرانۍ مو ډېر سر نه خلاصېږي.
مجله: ښه ښاغلي صايب، که په تېرو دريو کلونو کي د خپلو کارونو او نوښتونو په اړه راته وواياست؟
ښاغلي: (ژباړه) کوم نوښت، هغه يوه مجله خو چي نوښت نومېده بنده مي کړه بيا دا بلا له کومه سوه.
مجله: بښنه غواړم مقصد مي ستاسو کارونه او ابتکارونه وو، تاسو ناسم وپوهېداست.
ښاغلي: (ژباړه) ولا زما لومړى کار دا و چي دلته يو څو بدماشان وو چي ځانو ته يې مجاهدين ويل، اول خو مي دهغوى چاره وکړه، دوهم کار مي دا وو چي يوه عصري بنديخانه مې جوړه کړه چي په دې کي مي دا د پښتو زامن اچول، او دريم کار مي په راډيو تلوېزون کي سمون راوستل وو چي په دې لړ کي مي اول د ښځو سندري شرعي کړي او بيا مي پښتو خپروني بندي او کار کوونکي وشړل، اخېر راډيو تلوېزن خو ګورم ځاي نــه دى چـــي هــــر څـــــــوک به پکې وې.
مجلـه : دې وزارت تاسو ته څه شخصي ګټه هم ورسوله او که ځنګه ؟
ښاغلي: (ژباړه) نه خير څکه زه مجبوره يم چي شل فيصده پښتو ژبي ته اجازه ور کړم اوماته به يي شخصي ګټه هغه مهال رسيد له چي ما دخپلو بادا رانو وعده پرڅاي کړي واي . ځكه وايي مال چې خاوند ته نه وي سوى، حرام دى. نو موږ خو هم بايد څه ناڅه د خپلو بادارانو خيال وساتو.
مجله: تاسو پښتو د راډيو تلوېزون له خپرونوڅخه له منځه يوړه خو هزارګي چي خپله ژبه نه بلکي يوه سيمه ايزه لهجه ده، هغې ته مو ځانګړي وخت بېل کړى، علت يې څه وو؟
ښاغلي: (ژباړه) ولا ورورکه ته هم لږ خطرناکي خبري کوي، القاعده ملقاعده خو به نه ېې، په هر شې دې کار وې. خو بيا هم د علت پوښتنه چي يې کوي علت يې د مشر لالا تر څنګ ناست دى.
مجله: دا دقومندان مسعود عکسونه دي د څه لپاره په هره دروازه ځوړند کړي، دا د څه مرض دوا ده؟
ښاغلى: يره تاسو غوندي کم اکل ژورنالستان خو مي هيڅ نه وو لېدلي. که قران کوئ راسره چي زما پيره دارانو ته نه واياست نو رښتيا يي داده چي زما تر تاسې هم بد اېسي خو څه وکړم ځان ورباندي ساتم. والله زه هر وخت په خپل دالېز او دروازو كې چې دا عكس ته ګورم، خوا مي ګرځي، خو مجبوري ده، په مجبورۍ كې به هندو ته هم وايې چې لالا.
مجله: تاسو يووخت په خراساني باندي مشهور واست علت يي څه وو؟
ښاغلي: (ژباړه) دا خلک هم ډير کم نيتي دي زماخو عادت دى چې له څانه پرته مې بل څوک نه خوښيږي، خو دوي- نه پو هيږم زما دي خوي ته په کوم نظر ګوري.
مجله: تاسو په بهر کي اميدمجله چلوله د چا لخوا ګوتمنډيلاست؟
ښاغلى: ياره دا بهرنيان هم د شيطان زامن دي،غلۀ ته وايې غلا کوه، څښتن ته وايې بيدار اوسه.
مجله:په اوس مهال کي د دولتي او نا دولتي رسنيو حالات څنګه ارزوئ؟
ښاغلى: له دولتي مطبوعاتو سره خو ډېر بېدريغه وزغليدم چي د ځان په طبعه يې برابر کړم، سر او وضعه يې سمه كړمه، چاڼ په كې وكړم، چې د مخلصينو له برکته مې داکارسرته ورساوه،او اوس مي زامن نه دي چي کوناټي وښوروي هرڅه چې زه ورته وايم مجبوره دي هغه پرځاي کړي، او له ډاره مي چاپې خپروني هره ورځ يو يا دوه انځورونه چاپوي.
مجله: او ازادي...؟
ښاغلى: پټه خوله شه سپين سترګي! ازادي خو څه دپلار ميراث نه دى چې راسره جلا کوې يي داسي ازادي خو نه شم ور کو لا ي چې په کو نه پسي مې سبا هري بلا وي وتړي.
مجله: داده کابل ښاريانو شورا ولي وشړلاست ؟
ښاغلي: (ژباړه) ولا ماوېل خطا به يي کړم خو دا، كسانو لکه چي چا اخر راته پوه کړي وو. خداي دې دا دومره شيطانان ورک کړې، زما عجب ښه کار جوړ وو، دوى راباندي ودرواوۀ. دا كا رخو ببرك كار مل هم كاوه، هغه هم غوښتل كابليان پر ځان راټول كړي او خپله ګټه ورنه واخلي، خو ما بايلوده.
مجله:ويل کيږي چي ستاسو په وړاندي دتېرو دريو کلونو په موده کي څو لاريونونه وشول خوتاسو خپل ځان په څوکۍ ټينګ نيولى و، شرم نلرئ؟
ښاغلي: (ژباړه) هلکه خوله دې سمه خوځوه، ته دومره نه پوهېږي چي څوکۍ په هرډول بې شرمي ارزي. تر ما مخكې هم ځينو مشرانو څوكۍ په خپلو كوناټو پورې ټينګه نيولې وه. د ملت د بابا ته د چاپلوسۍ بدل راكړل شو تاسو ته ولې زور دركوي؟
مجله :ويل کيږي چې د نوي کابيني د جوړښت په وخت کي ډېره سخته ټغۍ درباندي ګډه وه څه چل وو؟
ښاغلي: (ژباړه) د ټغۍ پوښتنه مکوه، دا دپښتو زامنو اوس هم طرف رانه ورک کړى دى، کله د مايوئست ټاپه را باندي لګوي کله دډم کله..... خلکې خو لاخير. او هغه وخت خو که رښتيا راباندي وايي ولاسوزک هم وم اسهال هم ، او رنګ مي تګ ژېړ سوى و ځکه په دې چورت کي وم چي څنګه دا ميرات مړي څوکۍ خپله کړم. ياره دا چاپلوسي هم ترکوډو کمه نده. پنځه ورځي مي هلته د خليل اکا بوټ پاکي وکړه، د پنځوکلونو لپاره يې وزير کړم، خانه يې اوباده اوغله يې ډېره.
مجله:ويل کيږي د تاريخي اثارو د قاچاق له برکته تاسو د ښو شتو خاوندان شوي ياست؟
ښاغلي: (ژباړه) نه بابا، دا خو داسي خوار کار دى چي يوه مي ولاکه پکې دوه کړي وي، په پاريس کي د هغه کوچني حمام مزدور وم هغه ګټه پرې ښه وه، خو لا مي هم زړه ندى مات او يوه ورځ به مي کار جوړ سي، هو، بادراه دنيا په اميد خوړل کېږي.
مجله:خپل پخوانې مرستيال عبدالحميد مبارز مو ولي له دندې ګوښه کړ؟
ښاغلي: (ژباړه) هغه قران وهلي دوه کاله وغولولم ماته يي پاړسو ويله او ځان يي راته پوخ تاجک ښوود خو پښتون وخوت، او دۀ يې هم ښه خوند وکوت.
مجله: تاسو خو د( پوهاند) علمي رتبه هم لرئ چې بايد په وياړ سره يي له خپل نامه سره سټپنۍ کړئ، ولي اوس تاسي يوازي ډاکټر ليکئ؟
ښاغلي: (ژباړه) ولا په دې باندي هم ښه پوهېږم چې دا يوه ستره علمې رتبه ده خو زما پښتو په اسمان کي بده ايسې، نو له خپل نامه سره څنګه پښتو کلمه يوځاى کړم. خداى مي دي سترګې ړندي کړي چي داسي کار به کوم. ته نه وينې چې زه نورو خلكو ته دا لارښوونه كوم او په دې كار من- من غوښه اخلم.
مجله:د بيان د ازادې په اړه څه نظر لرئ؟
ښاغلي: (ژباړه) ولا زما زړۀ خو ډېر څه غواړي خو دا سپينږيرى ملاګک مي لکه ازغى په مخ کي را شين دى، کنه ما غوښتل په هېواد کي يو ٢٤ساعته بربنډ تلوېزوني چينل ولرم، اخر ډيموکراسي ده. خو څه وکړمه: ها دپاريس د کوچني حمام ديوه ساعت مزي چړچې خو مي داد کوپر په وطن کي ولا که په دا درى کاله کي لېدلي وي، اوکله چي اوس هم لو راولاړه سي يوچکر ځم د زړو يارانو خواته.
مجله: تاسو ته ځيني خلک چرسې، ځيني ستمى، ځيني خراسانى، ځيني ملنګ ، ځيني ډم اوځيني... وايي، داولي؟
ښاغلي: (ژباړه) ياره ډېر خو دوي هم ولاکه ملامت وې، خو يو اراميتوب مي ولاکه پرې ايښي وي. وايي كسب ز ده كړه د كندو شا ته يې غوځار كړه، اخر دې په درد خوري.
مجله : له څه شې نه ډېر خوند اخلې؟
ښاغلي: (ژباړه) د خليلزاد کاکا د لاس ښکلولو څخه.
مجلــــه: په ډوډۍ کې خوند درکوي؟
ښاغلي: (ژباړه) ولا مــــــــــــَوًته ډوډۍ کـــــــــه د درمســال وي که د خانقــــــا
خوند راکــــــــوي نورنو دانه ګورم چي دال دى که لوبيــــــــا.
مجله: د راتلونکي لپاره کوم کاري پلانونه په پام کي لرې؟
ښاغلي: (ژباړه) دا يو ارمان او هوډ لرم چې خداى خو مي دې دهغه تر پوره کولو مخکې نه مړ کوي او هغه دا چې د پښتو کوڅران ورپرې کړم، چې بيا هيڅکله دا زماپه شاوخوا کي الوت ونکړې، هو رښتيا يوه بله خبره هم شته چې خداى دې وس راکړې چي دا د ژبورو ژبو ته خپله سزا ورکړم، هغه ورځ هم خبر شوم، چې له جلال اباد څخه درې نوې پښتومجلې راوتلې دي، زه به ان شا الله كوښښ وكړم چې په يو نه يو ډول يې مخه ونيسم. كه نور څه نه وي په وزارت كې يې د راجسټر مخه خو ونيسم.
مجله: دادملي سرودپه اړه مو نظرڅه دى؟
ښاغلى: ماډيري چيغي وکړي چي زه يي په خپله وايم خو ددي دکوپر دوطن داسي خلک دي چي نه دوي په خبره پوهيږي او نه بل ځوک خبري ته پريږدي، کنه زما زړه وو چي داسرود پخپله زمزمه کړم. اول خو دا سرود نه غواړم جوړ شي، ما په خپله يو كميسيون جوړ كړ، بس كميسيون څه و، يو څو كسان مې سره راټول كړل، د كميسيون نوم مې وركړ، څو مياشتې مې سرګردانه كړل، په تورو توتانو پسې مې ولېږل، بيا چې سرود ومنل شو، تا وليدل چې څنګه مې بېرته لغوه كړ (په دې وخت كې ښاغلي اوږې پورته واچولې او خپله كورته يې لږه سمه كړه).
مجله: خلک خووايي چي ستا پښتو ژبه نه زده اوستا له خبرو هم همدا معلومېده، آيا داسمه ده�
ښاغلى: (ژباړه) داځل که دي دا پښتو خبره وکړه بيا به درسره جوړ شم ،ماکله دامنله چي ملي سرود دي پښتو، هو رښتيا دې ټکي ته خو زما پام نه و، ما وېل دا يوازي د ډمتوب هنر دى چي زۀ به يې ترسره کړم. كله چې يو سګرېټى ووهم، بيا خو ډېرې ښې غاړې راڅخه كېږي.
مجله: څه موده مخكې په صبا مجله كې د احمدشاه بابا يو كارټون راغلى و، چې د هغه سپكاوى يې كړى، ستاسو وزارت په دې باب څه اقدام ونه كړ؟
ښاغلى: (ژباړه): دا خو ډيموكراسي ده، مه يې كوه- خلك دي هرڅه وايي، خو دا تا ته چا وويل؟
مجله: موږ په هغې مجله كې وليد.
ښاغلى: (ژباړه): ښه، ښه.
مجله: تاسو ولې ځينې ځوانان څارنواليو ته معرفي كړل، دوسيې مو ورته جوړې كړې؟
ښاغلى: (ژباړه): والله ما د خپلو حقوقو اعاده غوښت، هغوى په ما پسې يوه ليكنه كړې وه، ليكنه بل چا ليكلې وه، دوى له انټرنټ څخه رااخيستې وه. زه خو هم اخر د دې هېواد يمه حق لرم چې په عزت كې ژوند وكړمه. كږې خولې په سوك سمېږي.
مجله: نو تاسو ولې د هغو خپرونو مخه نه نيسئ چې يوازې كنځا خپروي؟
ښاغلى: (ژباړه): پنجره، پيام مجاهد، هفته نامه كابل او داسې نور ښيې؟
د پنجرې چلوونكى مې يار او ملګرى دى، د پيام مجاهد چلوونكى لېونى دى، خولې راونه لګوي او د هفته نامه كابل له چلوونكي څخه هم وېرېږمه له فرانسويانو سره اړيكي داسي نه وي چې خراب مو كړي.
مجله: زموږ اوريدونکو او لوستونکو ته که کوم کرکجن پيغام لرئ ځمکه او اسمان ستا په چوپړ کې دي؟
ښاغلي: (ژباړه) له ټولو څخه مي يوه غوښتنه داده چې زماپه کږو وږو پلونو ګام کېږدي خو پام چې وارله واره هومره لوى نه لکه ما چې اخيستې هسي نه چې ښنې يې خېزي او خښتګ يې څېري نه سي. دا کار د ملي يووالي په تامين او د لږکيو د حقوقو په ورکولو کې ډېر ارزښتمن دى.
مجله: ګرانه ښاغليه، يوه وروستۍ پوښتنه لرو چې اوس را په ياد سوه که يې ځواب کړئ ميربانې به مو وې؟
ښاغلي: (ژباړه) نه نه، نور وخت نه لرم، همدا اوس د سماټ سينګ له درمسال څخه يو بلنليک راغى چي بايد خيرات ته ورسم او ماښام ته هم د ټلټالو ځواکونو د ايسټر د لمانځني خيرات دى چې غوښتى يې يم هلته هم بايد ورسم. باى باى!
(په دې وخت كې وزير خپلې تسپې ونغاړلې او په جېب كې يې واچولې، عينكې يې سره سمې كړې او په منډه منډه له كوټې څخه ووت) (73)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery