مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

له راتلـونكي ولسمشر څخه يوه غوښتنه

استاد شفيق وردګ، كابل
نه پوهېږم چې كوم كال و، خو زموږ په سيمه كې يو مخور سړى مړ شوى و. د خواوشا سيمو څخه زيات خلك، قومي مشران، ديني عالمان، د جوماتونو امامان او عام وګړي راغلي وو. د نوموړي ارواښاد د جنازې لمونځ د يو لوى ديني عالم په امامت ترسره او خاورو ته وسپارل شو. دا چې مړ شوى شخص د خپل وخت ښه مخور سړى و، نو هر چا په ځانګړي ډول ديني عالمانو غوښتل چې د قبر پر سر يې حتماً يو څه ووايي. ټول ورغلي علماء د نوموړي د شخصيت په هره خوا وغږېدل او نوموړي ته يې د بښنې دعا وكړه، چې موږ ټولو ورپسې امين وويل. وروستى وار له موږ څخه پورې غاړې ته نژدې د دويم كلي د يو داسې جومات امام ته ورسېد چې هلته د جمعې لمونځ نه كېده، يوازې د څو كورونو جومات و او امام يې هم د ده له خپلې خولې يوازې قرآن شريف لوستى او د لمانځه اړوند مسئلې يې د رشيد البيان څخه چې د ځينو فقهي كتابونو پښتو ژباړه ده يادې كړې وي. دا چې زموږ دغه كليوال د ورپېښې ناروغۍ له كبله مړ شوى و، نو امام صيب غوښتل چې د دې فاني دنيا په ستونزو يو څه وغږېږي.
نوموړې خطبه د دويمې سيپارې د درېيمې ركوع لومړي څلور اياته او درود شريف چې معمولاً په هر مړي او فاتحه كې لوستل كېږي ولوستل، له دې وروسته بې له دې چې د لوستو اياتونو ژباړه او يا يې د تفسير لنډيز ووايي سم له لاسه يې په د كلي پر پير خوله راخلاصه كړه او ويې ويل: وروڼو! موږ او تاسې خو پوهېږو چې خداى(ج) د مسلمانانو لپاره جنت جوړ كړى دى او زموږ او ستاسو نيكه پير صاحب موږ ته ويلي وو چې جنت زموږ لپاره دى. په همدغه خبره يې موږ له شنو او سمسورو سيمو څخه دلته راوستو. كه هغه دلته نه واى راوستي، نو نن موږ څه بلا غوښته چې د ملاريا، سرطان او خېټې درد څخه به مړه كېدو. امام صيب چې دا خبره وكړه غوښتل يې نور څه هم ووايي چې زموږ د جامع جومات امام پرې ورغږ كړ: اخونزاده صېب توبه وباسه دا د خداى(ج) اراده وه چې همداسې بايد وشي. په دې اړه موږ او تاسې بايد داسې ناوړه تعبير و نه كړو. اخونزاده صيب ورته مخ راواړاوه، د د پير نيكه صاحب دا يوه معامله نه ده...
دا دومره اوږده كيسه مې زموږ د كابينې او په ځانګړي ډول د اطلاعات او كلتور وزارت په اړه وكړه، يانې د دې وزارت يوه نيمګړتيا نه ده چې موږ ووايو ګوندې خير دى بيا به داسې نه كوي. له دې وزارته د خلكو ګيله هم كېږي، ځكه كه كابل ښاروالۍ هر څه كول د دفاع وزارت او يا په لنډ مهاله او انتقالي اداره كې د كورنيو چارو وزارت كه هر څومره په خلكو چپه مېچنې وچلولې، ګيله ترې نه كېده، خو د كلتور وزارت دا ډول ناغېړې څوك نه شي زغملاى، ځكه چې يو خو يې په سر كې د ښاغلي ډاكټر سيد مخدوم رهين غوندې تكنوكرات وزير دى او له بله پلوه دا د كلتور وزارت دى نه د ځمكو وېشلو، جګړو كولو او يا د امينت او جاسوسۍ وزارت.
كه پوليس او زورواكان د خلكو كورونه وران او پر ځاى يې ځان ته دنګې ماڼۍ جوړې كړې، كه د كورنيو چارو وزارت كاركوونكي د تاج محمد خان پر مخ دروازې وتړلې كه د لوړو زده كړو وزارت ته د وزير صاحب په خولې، نړيواله مافيا لاس را اوږد او د كانكور سوالونه ترې وباسي. كه د راډيو او ټلوېزيون رئيس د وزير مكتوب څيرې كړي او يا كه د امنيې قومانداني د كابل پوهنتون محصلين ووژني نو ډېره ګيله ترې نه كېږي ځكه:
دا دنيا په احمــــــــقانو ده ودانه
دانا نه كا په دنــيــا بــانـدې غرض
خو دا چې د اطلاعات او كلتور وزير ښاغلى رهنور زرياب له پاريس څخه راغواړي او خپل مشاور يې مقرروي، ښه او د قدر وړ كار دى، خو استاد حبيب الله رفيع چې نه يوازې ليكوال، څېړونكى، تاريخپوه او ادب پوه دى، بلكې د كډوالۍ ستړې كوونكې شپې ورځې يې هم په پښتونستان كې د دښمن د غاښونو تر منځ تېرې كړي هغه يوازې د رسنيو د څارنې د ډلګۍ غړى ټاكى، هغه هم داسې ډلګۍ چې مسووليت يې شته، خو صلاحيت نه. دا چې د اطلاعات او كلتور وزير ته ملي ترمينالوژي چندان ارزښت نه لري او يا دا چې نوموړى وزارت د قومي دښمنيو تقريباً مړ شوي اور د بيا تازه كولو لپاره ښاغلي حفيظ منصور او ښاغلي لطيف پدرام ته بلنه وركوي چې د وزارت په تالار كې خپلې ملي ضد هڅې پر مخ بوزي نو دا بيا د زغم څخه وتلې ده.
سره له دې چې د نوموړي وزارت د كار سيمه ډېره پراخه او ډېرې ناغېړۍ هم په كې كېږي. زه به يې يوازې هغه بې تفاوتۍ او نه پاملرنه چې د ارواښاد عبدالسلام اشېزي اڅكزي په سيمينار كې دې وزارت ترسره كړه د بېلګې په توګه ياده كړم.
د روان كال د غبرګولي پر ۹مه نېټه د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت له خوا د پښتونستان د وتلي شاعر ارواښاد ملا عبدالسلام اشېزي اڅكزي د مړينې دېرشم تلين په ډېر ښه شان سره ترسره شو.
ارواښاد اشېزى اڅكزى چې د خپل وخت يو تكړه ديني عالم د افغانستان د خپلواكۍ كلك پلوى او اور ژبى شاعر و، د خپل هېواد او خپلواكۍ سره د ژورې مينې كچه يې له دې لګولاى شو چې د اعليحضرت غازي امان الله خان(رح) په ياد كې يې نژدې اوه زره او څو سوه بيته ويلي او سوسن چمن كې يې راټول كړي دي.
رښتيا هم په دې ارزي لكه د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت چې ونمانځه. د سيمينارونو او ياد غونډو د دود له مخې كه څوك ورسره پلوي وي كه نه، خو د بېلا بېلو سرچينو څخه ورته ليكلي پيغامونه استول كېږي چې زموږ د هېواد د تعامل له مخې لومړى بايد د پخواني ټوالواك او د ملت د بابا ورپسې د ولسمشر، اړوند وزارت، علمي بنسټونو او ځينو ادارو او حتى شخصيتونو له خوا استول شوي پيغامونه لوستل كېږي.
د ارواښاد اشېزي اڅكزي سيمينار ته د ښاغلي ولسمشر د اطلاعات او كلتور وزارت، د افغانستان د علومو اكاډمۍ، حربي پوهنتون، د ختيزې سيمو د ليكوالو او ژورنالېستانو د ټولنې او د پښتونستان د پښتو اكاډمۍ له خوا را استول شوي پيغامونه ولوستل شول.
لومړى په دې غونډې ته د كلتور وزارت له استول شوي پيغام څخه مننه وكړم، خو داكار بايد همدې وزارت كړى واى، ځكه چې د همدې ارزښتونو د ژوندي ساتلو په موخه ورته بودجه وركول كېږي. خو دا چې ويې نه شو كړاى او يا يې و نه كړ، نو لږ تر لږه ښاغلي ډاكټر رهين خو بۀ په كې په خپله ګډون كړى وى. دا چې د غرونو څوكو او غارونو ته د تاريخي آثارو د كلتو لپاره خېژي خانقاه ګانو ته ځي، څه به شوې واى چې دا سيمينار يې هم په خپل راتګ سره لا خوندور كړى واى. دا چې رانغى، يا به يې علاقه نه لرله او يا لږ تر لږه پلمه وكړي نو وخت به يې نه درلود نو د راډيو او تلوېزيون ته خو يې امر كولاى شو چې د غونډې له پيل سره سم حاضر او پوره راپور يې واخلي او خپور يې كړي.
غونډه بايد سهار په اته نيمو بجو پيل شوې واى، خو دا چې د تلوېزيون ښاغلي نه وو راغلي، نو په لسو بجو او پينځلسو دقيقو چې دوى راغلل بيا پيل شوه.
بله ګيله مو له كابل پوهنتون څخه كېږي هغه دا چې نژدې يو كال دمخه د ارواښاد پوهاند عبدالاحمد جاوېد څلوېښتمه په استقلال ليسه كې ترسره كېده، د پوهنتون په استازيتوب په كې د پوهنتون رئيس ښاغلى پوپل، د خواخوږۍ پيغام ولوست چې په رښتيا هم ارواښاد پوهاند جاوېد حق درلود، درناوى يې بايد شوى واى، خو د ارواښاد اشېزي اڅكزي ياد غونډې ته دا چې د پوهنتون رئيس او يا يې كوم مرستيال رانغلل، پيغام يې هم نه و استولى. د كابل پوهنتون د ژبو پوهنځي پښتو څانګه خو بايد د ليكوالو له خوا كلكه وپوښتل شي چې دوى ولې دومره بې تفاوته دي؟ د دوى له خوا هم نه استازى او نه يې پيغام راغى. چې د نوموړې څانګې څخه په راتلونكي كې د داسې بې تفاوتۍ تمه نه لرو، بياد د پښتو او پښتنو د استازو په عنوان لكه څنګه چې چيغې وهي عمل كې هم بايد داسې وكړي.
كه بېرته اصلي خبرې ته راشم، هغه دا چې دا دوه كاله مو د ائتلافي كابينې سره د دوى د نا انډوليو او ناغېړيو له كبله د اوسپنې نينې وچيچلې. د پرېكړې له مخې د انتقالي دولت څوكۍ بايد د وړتيا له مخې وېشل شوې واى، خو له بده مرغه اړتيا پرې غالبه شوه، دا چې ټولټاكنو ته يوازې د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، راتلونكى ولسمشر بايد د كابينې د څوكيو په وېش كې بيا له داسې ترخې او ناكامې تجربې ښكار نه شي، خپله كابينه او حكومت بايد له داسې اشخاصو څخه جوړه كړي چې افغانيت ته ژمنې، ملي ارزښتونو، متقابل درناوى او اساسي قانون باندې معتقد وي، كه داسې و نه كړي نو جنګسالارۍ او جنګسالاران كه په ښكاره مات وي نو په بله بڼه به يې خپل ژوند ته دوام وركړى وي.(74)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery