مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د دوستانو مرکه په ټپوکې

کمال خرازي : شین چای ته ناست وم ته رایاد شوې
ماویل راځه یارته یوزنګ ورووهمه
رهین : کوردې ودان سلامت اوسې
زما هم ستا مجلس ته ډېر زړه شوی ونه
خرازي : وایه څه نوې ، څه زړې دي
زه درته غوږ یمه ته ووایه حالونه
رهین : زړې زړې خبرې نه شته
ماسره نوې دي کيسې نوي کارونه
خرازي : ښه ده بس نوې خبر وکړه
چې زما هم ورباندې زړه خوشحاله شینه
رهین : ته خو پوهېږې زه وزیر یم
خو د قانون مانون پروا هېڅ نه لرمه
خرازي : تا د قانون خبره وکړه
خو زماسر ورباندې خلاص نه شو مینه
رهین : تا ته یې ویم چا ته یې ونه وې
دغه خبرې د پردې خبرې دینه
خرازي : ولې ساده درته ښکاره شوم
دا خو زما او داستا پټ رازونه دینه
رهین : قانون کې داسې لیکل شوي
چې به ملي اصطلاحات پرخپل ځای وینه
خرازي : ښه نو په دې کې څه خبر ده
زما دې بیا زړه کې وسواس راپیدا کړونه
رهین : ما درته دا خبر کوله
چې د کلتور پر ځای فرهنګ مې ولیکنه
خرازي : یوازې دې باندې څه کېږي
وایه چې نور دې کوم کارونه کړي دینه
رهین : ها د ( کمکیانو انیس ) نه و
هغه مې هم دکودکانو انیس کړنه
خرازي : منم دې ، نر یې ، نر دې بولم
چې دې فارسي لپاره وکړل ډېر کارونه
رهین : بل دا راډیو که ټلویزیون دی
دې کې هم ټکی پښتو نه پرېږدم مینه
خرازي : له دې نه پرته دې څه کړي ؟
د ټولو کړو یوګزارش راکړه مینه
رهین : ستا رالېږلي ټول فلمونه
قسم په رب دی چې ما یو ، یو نشر کړونه
خرازي : آفرین دا دې نر کار کړی
په ټلیفون کې درته یو چک چک کومه
رهین : نور هم خپل وس کوم لګیا یم
چې وس مې رسي وایم نه یې درېغومه
خرازي : موږبه هم ستا په انتظار یو
خو ناکرار یو، بر طرف نه شې مینه
رهین : پام چې بیا دا خبر ونه کړې
د چا د پلار هم پر ما وس نه رسېږینه
خرازي : بری دې غواړم او بر اوسې
پښتو خو څه، چې دا دري هم فارسي شینه
رهین : نور دې په مخه باندې ښه شه
پاتې خبرې به بیا بل وخت کې کوونه
خرازي : مصرف پر ما دی په تا نه دی
زنګ ما وهلی ته کیسې کوه مینه
رهین : مړه ! میټنګ لرمه بس دی
ته دواړې پښې موزه کې مه منډه مینه.(78)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery