مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ډاکټر سيد مخدوم رهين په نوم يو پرانيستى ليک

محمد قاسم ابراهيمخېل، د انجنيري پوهنځي د څلورم ټولګي محصل

محترم وزير صاحب! سلامونه او احترامونه.
محترما!
د کوچنيانو انيس مجله چې په دولتي سويه د افغانستان د ماشومانو لپاره يوازېنۍ مجله ده، ستاسې د وزارت په وخت کې يې نوم په �انيس کودک� بدل شو. په دې باره کې ما ډېر فکر وکړ، خو له تعصبه پرته د دې کار بل دليل مې پيدا نه کړ.
دا مجله چې د دولت په بودجه چاپېږي، يانې د افغانستان د هرې سيمې د ماشوم لپاره ده، ولې تقريباً ټوله يوازې په رسمي ژبه خبرېږي او پښتانه ماشومان له خپلو حقونو څخه محروم ساتل کېږي.
په دغه مجله کې پخوا هم ژبنى عدالت نه و، خو لږ تر لږه هغه نوم خو يې پښتو و. مګر تاسې متاسفانه د پښتو له نوم سره هم حساسيت څرګند کړ، حال دا چې تاسې بايد د هېواد دواړه رسمي ژبو ته په يوه سترګه وګورئ. دا ولې؟
محترم وزير صاحب! خپل ګرېوان ته سر ټيټ کړئ او له ځانه وپوښتئ چې ايا پښتو کلمه او نوم ليرې کول به عقدې او تعصبونه پيدا نه کړي؟
ايا ستاسو دغسې کارونه ملي وحدت ته صدمه نه رسوي؟ ايا دغه مظلوم ملت د دغسې تعصبونو له لاسه تباه او برباد نه شو؟
تاسې خو مشکل نه لرئ، بېرته به هماغه ځاى ته لاړ شئ، چې ترې راغلي ياست، هغه ځاى چې تذکره يې درسره ده او اولادونه دې په کې اوسي. مګر دغه ملت څه ګناه کړې ده؟
تاسې خو په تېرو لسو پنځلسو کلونو کې هم چې د تنظيمونو او طالبانو له لاسه په افغانستان کې سرې لمبې بلې وې، په امريکا کې ناست وئ، خو افسوس د ملت پر حال.
تاسې چې د ډيموکراسۍ چيغې وهئ، ايا ډيموکراسي دېته وايي چې د يوه ملت نيم ماشومان دې دا حق ونه لري چې په خپله ژبه لوستل وکړي؟ ايا ډيموکراسي دا ده چې د ملت بودجه دې په فرهنګي چارو کې د ځينو لپاره مصرف شي او د ځينو لپاره نه؟
تاسې خانقاه ګانو ته هم ډېر ځئ، عارفان خو د خداى ټول مخلوق ته په يوه سترګه ګوري، په کاڼو، بوټو کې هم د خداى جلوه ويني او محبت ورسره کوي. ايا تاسې له پښتنو ماشومانو سره ولې دغسې چلند کوئ، ولې يې له خپله حقه محروموئ؟
زه او زما غوندې نور ډېر کسان ستاسې د ځواب انتظار کوي، ممکن تاسې د ځواب انتظار کوئ، ممکن تاسې هم استدلال ولرئ، لطفاً خپل دلايل وليکئ، ستاسې مطلب خو هره مجله او هر اخبار چاپوي. دا ګز او دا يې ميدان، ملت ته ځواب ورکړئ.(8)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery