مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

څلورم څپركى


د داريوس هېواد چې د مقدونيې د سكندر تر ولكې لاندې راغى، ولې د دې هېواد وګړو د سكندر تر مړينې وروسته د هغه ځايناستو په وړاندې پاڅون ونه كړ؟

لوى سكندر اسيايي هېوادونه د څو كلونو په ترڅ كې ونيول او مخكې له دې چې ټوله اسيا ولكه كړي، ومړ. هغو ستونزو ته په پام سره چې په يوه نوي نيول شوي هېواد كې رامنځته كېږي، شونې وه داسې اټكل وشي چې د هغه تر مرګ وروسته به دا ټول هېوادونه راوپارېږي، د هغه د دولت په وړاندې به پاڅون او سرغړونه وكړي. خو له دې اټكلونو سره سره د سكندر ځايناستي د دې جوګه ول چې دغه پراخ هېوادونه وساتي او يوازېنۍ ستونزه يې هماغه واكپالنه ((جاه طلبي)) او خپلمنځي كينې وې، چې د يوه او بل په وړاندې يې درلودې.
كه څوك د دې لامل له ما وپوښتي، داسې ځواب به وركړم:
ټولې هغه واكمنۍ چې په تاريخ كې ثبت دي له دوو حالاتو خالي نه دي. يا يوازې يو مطلق ټولواك پر هغوى واكمني كوي او نور ټول يې ځانګړي نوكران دي، چې د هغه د واكمنۍ په وړاندې بېولو كې د وزيرانو په بڼه چارې پر مخ بيايي، مرسته ورسره كوي او دا هغه ډله ده چې ده ته نژدې كسان دي. يا داچې يو ټولواک هلته له يو شمېر اشرافيانو سره سلطنت کوي چې هر يويې ځانګړي نومونه (( لقبونه))، مقام او لاس لاندې خاورې ((قلمرو)) لري. خو دا نومونه او مقامونه هغو ته ټولواك نه وي وركړي بلكې له پخوانيو زمانو څخه هغوى ته په ميراثي ډول وررسېدلي او د هغوى د شتمنۍ يوه برخه ده. په دوى كې هر يو ځان ته بېل ايالتونه او ځانګړي وګړي لري او خپله يې اداره كوي، چې وګړي هغوى د واكمنانو په توګه پېژني، ورسره پاكه مينه كوي او د هغوى په وړاندې ځانګړې علاقه ښيي.
په هغه هېواد كې چې يو مطلق ټولواك حكومت كوي، واك او ځواك خپله د ټولواك په لاس كې دى، نو په ټول هېواد كې خپله له ټولواك پرته بل څوك د نفوذ څښتن نه دى او كه وګړي له ټولواك پرته د بل چا اطاعت او پيروي كوي، يوازې وزيران او د منصب څښتنان دي، چې د ټولواك له خوا ټاكل شوي، خو د هغوى په وړاندې د ولس له خوا څه مينه نه ښودل كېږي.
موږ په خپل وخت كې د پورتنيو دواړو واكمنيو بېلګې لرو، چې يو يې عثماني ټولواك او بل يې د فرانسې پاچا دى. ټول عثماني هېواد ((خلافت)) يوازې يو مطلق ټولواك اداره كوي، چې نور ټول يې نوكران دي. ټول عثماني خلافت يې پر ولايتونو وېشلى، هر ولايت ته حاكم استوي او له خپلې خوښې سره سم، هر وخت چې وغواړي، هغوى ټاكلى او بېرته ليرې كولى شي. خو د فرانسې سلطنت دا ډول نه دى؛ ټولواك د ګڼ شمېر اشرافيانو تر منځ ځانګړى ځاى لري، چې هر يو يې د خپلو رعيتونو يا وګړو له خوا د درناوي وړ ګڼل كېږي او عام وګړي په بشپړه توګه هغوى ته غاړه ږدي. د هغوى ارثي لقب او مقام ټاكل شوى، چې ټولواك نه شي كولى له هغوى دغه لقب او ځاى ځايګى واخلي، پرته له دې چې ټولواك ته د ځاني ګواښ لامل شي.
له همدې امله كه څوك د دې دوو واكمنيو د ډول توپير وارزوي، نو ورته جوته به شي، چې د عثماني هېواد نيول څومره ستونزمن كار دى. خو همدا چې تر ولكې لاندې راغى، بيا يې ساتل ډېر اسانه هم دى. په نيولو كې يې ستونزې له دې امله رامنځته كېږي چې هلته اشرافيان نه شته، چې يرغلګر ټولواك خپل هېواد ته رادننه كړي او داسې هيله هم ترې نه شي كېدى چې د يرغلګر ټولواك له لښكرو سره به د اوسني ټولواك ناراضيان مرستې ته زړه ښه كړي او د خپل ټولواك په وړاندې به پاڅون وكړي. ځكه لكه څنګه چې مو پورته وويل، هغوى ټول د ټولواك نوكران دي، چې خپل مقام او اعتبار يوازې د ټولواك پېرزونه ګڼي. له همدې امله له ټولواكه په اسانۍ مخ نه ګرځوي يا ژر نه بېلاري كېږي او كه بيا بېلاري هم شي، نو دومره نفوذ نه لري او نه شي كولى چې ځايي خلك له ځانه سره واړوي.
له همدې كبله هغه څوك چې غواړي پر ترکې يرغل وکړي بايد په فکر کې راغبرګه كړي چې د يولاس ((متحدو)) خلكو له يو شمېر سره مخامخ كېږي او دې كار لپاره دې يواځې په خپل ځواک ډډه ووهي نه په دې هيله چې د هغوى كورنى تاوترېخوالى به ورته لاره اواره كړي.
خو که د عثماني ټولواک لښکرو ((ځواكونو)) يو ځل ((د جګړې)) په ډګر کې ماتې وخوړه، د لښکرو بيا سمبالول او راټولول يې شوني نه دي. او له دې وروسته به ((نيواكګر)) په خپله مخه كې د خواشينۍ كوم بل لامل ونه لري، پرته د پخواني ټولواک له کورنۍ څخه چې که د هغې ټغر هم ور ټول كړي، نوره هېڅ اندېښنه به ور پاتې نه شي. له ولس څخه بايد هېڅ وېره ونه لري، لکه چې د نوي هېواد له نيواك څخه مخکې يې هغوى ته هېڅ تمه نه کوله له فتحې وروسته هم بايد کومه وېره ترې ونه لري. خو د فرانسې په شان سلطنتونو کې د عثماني خلافت برعکس د نا خوښو اشرافيانو په مرسته چې په داسې سلطنتونو کې يې شتون حتمي دى، او تل د يو اوښتون ((تحول)) او د هېواد د فعلي اوضاع د تغير په هڅه کې وي، او هېواد ته د ننوتلو لار د فاتح پر مخ خلاصوي، يرغلګر ټولواک په ډېره اسانۍ د هېواد په نيولو بريالى کېږي.
خو که اوس تاسې وغواړئ چې دا هېواد له دې وروسته د ولکې لاندې وساتئ له بې شمېره ستونزو سره مخ كېږئ. ستونزې د دواړو هغو ((خلکو)) له خوا چې تاسې سره ېې هېواد ته په ننوتلو کې مرسته کړې او د هغو له خوا چې تاسې راپرځولي دي راپورته کېږي. د هېواد د ټولواکو د لړۍ (( د ټولواک کورنۍ)) له منځه وړل به هم تاسې ته بسنه ونه کړي. ځکه هغه با نفوذه اشرافيان او اعيان چې لا پاتې دي هر وخت کولى شي چې د نويو غورځنګونو مشري پر غاړه واخلي او تاسې به ددې جوګه نه ياست چې له هغوى سره جګړه وکړئ او يا يې له منځه ويوسئ. او چې څنګه وار ترلاسه كړي هېواد به د ستاسې له ولکې وباسي.
اوس كه تاسو د داريوس د حكومت ځانګړتياوې وارزوئ، نو جوته به شي چې له عثماني خلافت سره يو شان و. ځكه نو سكندر ته يوازې په كار و چې داريوس ته د جګړې په ډګر کې ماتې ورکړي او وې ځپي، بيا يې لښكرې تيتې او پركې كړي، خاوره يې ترې ونيسي او هغه تېښتې ته اړ كړي، چې له دې جګړې او فتحې وروسته داريوس هم ووژل شو او دا ټول پراخه هېوادونه د پورتنيو دلايلو له مخې د تل لپاره سكندر ته پاتې شول. كه د سكندر سرداران د هغه له مړينې وروسته يو لاس پاتې وى، نو د تل لپاره به كرار وى او هېوادونه به يې په اسانۍ ساتلي وى. ځكه په دغو هېوادونو كې بل هېڅ ډول ناوړه پېښه رامنځته نه شوه، پرته له هغو پېښو چې د سكندر سردارانو په خپل سري توګه په خپل لاس راپېدا كړې. خو د فرانسې په شان تشكيل شويو هېوادونو تر ولكې لاندې ساتل، چې د ټاكلو او ځانګړو ترتيباتو لرونكي دي، په داسې اسانۍ شوني نه دي.
او هغه پاڅونونه چې بيا د روميانو په وړاندې په اسپانيا، فرانسې او يونان کې راوپارېدل د هغوكڼو کوچنيو واکمنيو له خوا رامنځته كېدل چې په دې هېوادونو كې يې شتون درلود. تر هغې چې هغوى ته خپله پخوانۍ خپلواکي ورپه زړه وه، د روميانو حکومت پر هغوى ډېر ډاډمن نه و او روميان له ډېرې نا کرارۍ سره مخامخ وه. خو وروسته له دې چې دا يادونه ((خاطرې)) د روميانو د اوږدې واکمنۍ له امله او د وخت په تېريدو د دې هېوادونو د اوسېدونکو له مغزونو څخه ووتل، بيا د روميانو واکمني هلته په کراره شوه او د هغوى له ادارې ډاډمن شول. کله چې ددې هېوادونو د اوسيدونکو تر منځ د پولو د ټاکلو پر سر تاؤتريخوالى راپورته شو، هر يوه د هېواد له خاورې، يوه برخه خپل ځان پورې وتړله او د پخوانيو ټولواکو لړۍ په همدې ځاى کې غوڅه شوه او توکم يې له منځه لاړه. څرنګه چې د هغوى تر منځ د نفوذ كوم بل څښتن نه وه پاتې، نو ځکه يې د روم هېواد ته واکمني وسپارله او سر يې ورته کېښود.
کله چې دا ټول مسئلې په پام کې ونيسي هېڅ څوك به تعجب ونه کړي چې سکندر څنګه و کړى شول په دومره اسانۍ د ټولې اسيا څښتن شي او د اسيا امپراتوري ولكه کړي. پداسې حال کې چې پېرهوس Pyrrhus او زيات شمېر نورو د خپلو ولكه کړو هېوادونو په ساتلو کې ډېرې ستونزې درلودې او وې نشو کولى هغه هېوادونه اداره کړي. او دا ټول د فاتحينو د لږ يا زيات لياقت او استعداد له مخې نه و بلکې د دې هېوادونو د حکومت د ځانګړتياؤو او د حکومت د ډول له مخې و چې دغو اتلانو ورسره سرو كار درلود، نو ځكه يې ځان ته رعيت كړي ول.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery