مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

يوولسم څپركى



د هغو سلطنتونو په اړه چې د كليسا تر واكمنۍ لاندې دي

اوس راپاتې ده چې يوازې د هغو سلطنتونو په اړه خبرې وكړم چې د كليسا تر واكمنۍ لاندې اداره كېږي او هغه ستونزې وڅېړم چې د دې ډول سلطنتونو د ولكې په پيل كې رامنځته كېږي. ځكه د هغوى نيول، د ښه بخت او يا د وړتيا له مخې شوني دي، خو ساتل يې له دې دواړو په يوه پورې هم اړه نه لري بلكې د لرغونو او سپېڅلو مذهبي احكامو په مرسته پر مخ بېول كېږي، چې د درناوي وړ دي. سلطنت يې له داسې ځانګړتياوو څخه برخمن دى چې كه ټولواك هر ډول ژوند، چلند او كړه وړه خپل هم كړي، په بشپړ امن او هوساينې كې وي. داسې ټولواكي هېوادونه لري خو له هغوى څخه هېڅكله دفاع نه كوي، بې شمېره رعيتونه لري خو حكومت پرې نه كوي، سره له دې ټولو بيا هم دا هېوادونه له هغوى څخه چا نه دي نيولي، د دفاع وسايل نه لري نو د رعيتونو په اړه يې هم كومه اندېښنه نه شته. څرنګه چې حكومت پرې نه كوي، رعيت هم پاڅون نه كوي، داسې واك او وړتيا هم نه لري چې ياغيان شي. له دې امله دغه هېوادونه په بشپړه سوله او هوساينه كې ژوند كوي. ځكه د هغوى اداره د داسې قدرت په لاس كې ده چې سړى يې په اړه څه نه شي ويلى او د بشر له تصور څخه پورته ده چې زه بايد د هغوى په اړه نورې خبرې ونه كړم. ځكه هغوى د پاك خداى په مرسته ساتل كېږي او په دې صورت كې به يوه سرغړونه ((ګناه)) وي چې زه دا بحث روان وساتم.
خو كه بيا هم څوك له ما وپوښتي چې ولې د كليسا دنياوي واك Temporal Power تر شپږم پاپ الكسانډر وړاندې ډېر بې ارزښته و او په ايټاليا كې د نفوذ ټولو څښتنانو ((ټولواكو)) هغې ته په سپكه سترګه كتل، ان كوچنيو بارونانو او نورو چې كه څه هم څوكۍيې دومره لوړې نه وې، څه اعتنا يې ورته نه لرله. خو څنګه كليسا د ځمكني واك له پلوه دومره پراخه او ستره شوه، او داسې مقام ته رسېدلې ده چې د فرانسې ټولواك يې هم له ډاره رېږدي، د فرانسې لښكرې يې له ايټاليا څخه شړلي او وېنېسيان يې هم له ماتې سره مخ كړي دي. كه څه هم اسباب او لاملونه يې ښكاره دي، خو بيا هم پكار ده چې ويې څېړم.
مخكې تر دې چې د فرانسې ټولواك، شارل، د ايټاليا خاورې ته ننوځي، دا هېواد د پاپ، وېنېسيانو، د ناپل د ټولواك، د ميلان ډيوك او وېنېسيانو تر ولكې لاندې و. دغو هېوادونو تل دوه موضوعګانې په نظر كې درلودې:
لومړى دا چې د هېڅ بهرني هېواد وسله وال ځواكونه دې د ايټاليا خاورې ته نه ننوځي. دويم دا چې له دغو هېوادونو څخه به يو هم د خپلې سيمې يا خاورې د پراختيا په موخه ګام نه پورته كوي.
هغوى چې په كار ول په داخل كې يې په اړه اندېښمن وي، پاپ او وېنېسيان ول. د دې لپاره چې د وېنېسيانو څارنه وكړي او مخه يې ونيسي، د نورو ټولو يووالي يا ټلوالې ته اړتيا وه، چې پرې نږدي د هغوى له خوا د نورو پر خاوره تېرى وشي، لكه د فرارا د دفاع په مسئله كې چې يې هم داسې ټلواله جوړه كړې وه او د دې لپاره چې د پاپ څارنه او مخنيوى وكړي، په كار وه چې د روم له اشرافيانو څخه كار واخلي. دې اشرافيانو په روم كې د اورسيني او كولونيسي دوه مخالفې ډلګۍ جوړې كړې وې، چې تل به يې له يو بل سره د دښمنۍ او د ګډوډۍ د رامنځته كولو منلې پلمې له ځانه سره درلودې، تل به د پاپ د سترګو په وړاندې وسله په لاس درېدل، او د پاپ د قلمرو د ضعف او بې ثباتۍ اسباب به يې برابرول.
كه څه هم كله كله به د سيكسټوس Sixtus په څېر يو زړور پاپ هلته واکمن و، خو سره له دې به بيا هم نه ښه بخت، نه وړتيا او نه هوښيارۍ هغه له دې ربړو څخه ژغورلى شو. د كمزورۍ بل بنسټيز لامل د پاپ د دندې لنډ عمر و، په لسو كلونو كې چې د يو پاپ د دندې وروستى عمر دى، په سختۍكولى شي له دغو ډلګيو څخه يوه كمزورې او د ځان تابع كړي. د بېلګې په توګه: تر څو چې به يوه پاپ د كولونيسي ډلګۍ له منځه وړله، د هغه د دندې وخت پاى ته رسېده او په دې وخت كې به نوي پاپ د هغه ځاى ونيو. څرنګه چې به نوى پاپ د اورسيني د ډلګۍ دښمن و، فرصت يې نه درلود چې د كولونيسي ډلګۍ په بشپړه توګه له منځه يوسي، نو په دې صورت كې به د كولونيسي ډلګۍ له سره بيا وده وكړه، نوي پاپ به د اورسيني د ډلګۍ د له منځه وړلو لپاره پوره وخت نه درلود او پر ځاى به يې بل پاپ وټاكل شو، چې له همدې امله به د ايټاليا په خاوره كې د پاپ د دنياوي واك ډېر لږ درناوى كېده.
له هغوى وروسته شپږم پاپ الكسانډر د پاپ دنده په لاس كې واخيسته، هغه د ټولو پاپانو برعكس چې مخكې تېر شوي ول، وښودله چې يو پاپ څنګه كولى شي د پانګې او وسلې په مرسته سترې كارنامې ترسره كړي. دې پاپ ډيوك ولنټينو د لاس آله وګرځوله، او د ايټاليا خاورې ته د فرانسې له راتګ څخه يې ګټه پورته كړه او ټولې هغه برياوې يې ترلاسه كړې، چې وړاندې د ډيوك ولنټينو په كړنو كې وڅېړل شوې. كه څه هم د هغه موخه د كليسا د واكمنۍ پراختيا نه وه بلكې د ځوى هغه يې وه، خو سره له دې د هغه ټولو كارونو د كليسا د واكمنۍ په پراختيا او سترتوب كې مرسته وكړه، او د كليسا په ګټه پاى ته ورسېدل.
وروسته تر دې چې پاپ الكسانډر ومړ او زوى يې ډيوك له منځه لاړ، هر څه يې ځايناستو ته د ميراث په توګه پاتې شول. تر دوى وروسته پاپ جوليوس Pope Julious د پاپ په توګه وټاكل شو، چې په دې وخت كې كليسا ډېر زيات واك درلود او ټوله رومانيا يې په لاس كې وه. د روم اشرافيان نور ستړي او كمزوري شوي ول، د هغوى ډلې د الكسانډر د ګوزارونو په پايله كې له صحنې وتلې وې او پاپ الكسانډر كليسا ته ډېره زياته پانګه غونډه كړې وه چې تر الكسانډر وړاندې د هېڅ يوه پاپ په پېر كې يې سارى نه و ليدل شوى. پاپ جوليوس نه يوازې دا چې د الكسانډر پر پله لاړ او دا پانګه يې ونه لګوله بلكې نور يې هم زيات والى په كې راوست، او د بولونا د ولكې، وېنېسيانو د له منځه وړلو او د ايټاليا له خاورې څخه د فرانسويانو د شړلو تكل يې وكړ، چې دغه ټول پورته شوي ګامونه له هغه سره بريالي شول. بايد د هغه په وياړ دا هم ووايو چې هغه دغه هر څه يوازې د كليسا د واكمنۍ د پراختيا لپاره وكړل او هېڅكله يې د اشخاصو د سترتوب لپاره ګام نه پورته كاوه. سربېره پر دې هغه د اورسيني او كولونيسي ډلګۍ په هماغو حدودو كې چې موندلې يې وې وساتلې، كه څه هم د هغوى تر منځ د اطاعت نه كولو ځينې نظريې پيدا شوې وې، خو سره له دې هغه دوه چارې په نظر كې ونيولې:
لومړى د كليسا د واكمنۍ پراختيا، چې هغوى يې پرې له وېرې سره مخ كړل. دويم هغوى ته د خپلو كارډينالانو د درلودلو اجازه نه وركول و، چې د ټولو ګډوديو بنسټيز لامل يې جوړاوه. ځكه كه دې ډلګيو خپل كارډينالان درلودى، هېڅكله به په كرار نه وى ناست. په دې چې كارډينالانو له يوې خوا د دې ډلګيو په منځ كې اور ته لمن وهله او له بلې خوا يې له روم څخه دباندې ډلګۍ روزلې، چې د تاوتريخوالي لامل ګرځېدل. اشرافيان اړ ول چې په دې اختلافاتو كې د يوې خوا ملاتړ وكړي او په دې توګه د مذهبي مشرانو د ځانپالنې په پايله كې د اشرافيانو په منځ كې ګډوډي او تاوتريخوالى رامنځته كېده. اوس عالي جناب پاپ ليو Pope Leo كليسا د واك او برم په لوړه څوكه كې ويني او داسې هيله كېږي چې كه مخكېنيو، د وسلې او تورې په زور كليسا ته سترتوب وروباښه. پاپ ليو به کليسا په خپلو ښو اعمالو او بې شمېره نورو فضيلتونو نوره هم ستره او درنه كړي، چې زموږ هم همدا تمه ترې كېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery