مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پنځلسم څپركى


د هغو ځانګړنو په اړه چې له امله يې وتلې څېرې په تېره بيا ټولواكي ستايل كېږي يا پړ بلل كېږي

اوس د دې وخت رارسېدلى چې د يو ټولواك د چلند او اړيكو په اړه څو خبرې وكړم، چې له خپل ولس او ملګرو سره بايد كوم اصول او مقررات مراعت كړي؟
لكه چې پوهېږو ډېرو پر دې ټكي ليكنې كړي دي، چې ټولواك بايد څه ډول چلند خپل كړي، چې د ستاينې وړ وګرځي او زه په دې باور يم چې د دې موضوع بيا يادول به زما له خوا د نورو په ذهن كې څه ځانښودنه تصور کړي او مغروره به ښكاره شم، په تېره بيا كله چې په دې موضوع كې زما نظر، د هغو نظرونو سرچپه وي چې تر اوسه نورو وړاندې كړي دي.
خو زما موخه تل د داسې مطالبو ليكل دي چې كه څوك يې د لوستلو مينه وال وي ګټه ترې پورته كړي. نو ښه به دا وي چې تر تصوره د موضوع رښتيني اړخ ته غوره والى وركړم. ځكه نورو يو شمېر جمهوري او سلطنتي حکومتونه د خيال په نړۍ كې انځور كړي او داسې يې مجسم كړي دي، چې هېڅكله په رښتيني ډول نه دي رامنځته شوي او نه چا ليدلي دي. ځكه په كومه طريقه چې بشر ژوند كوي او په كومه طريقه چې بايد ويې كړي، ډېر توپير سره لري او هغه څوك چې په خپل چلند كې له هغې طريقې څخه چې اړتيا ورته لري، او بايد وې كاروي، غفلت كوي، خپلې تباهۍ ته لار اواروي. نو له دې امله هغه څوك چې په ټوله رښتنولۍ او پاك زړه هر يوه كار ته ملا تړي، ډېر ژر به د هغو په منځ كې چې زيان رسونكي دي، له منځه ځي. ځكه نو يوه ټولواك لپاره چې غواړي په خپله څوكۍ كې پاتې شي، حتمي ده پوه وي، چې له ښېګڼو پرته بل څه كولى شي، يا دا چې د اړتيا پر وخت له خپلو نېكو اعمالو كار واخلي او كه ترې تېر شي؟
د دې لپاره چې د يو ټولواك د كړنو په اړه بې بنسټه خيالات يو څنګ ته كړو او يوازې يې رښتينى اړخ وڅېړو، وايم ټولې هغه سترې څېرې چې تر دې دمه ستايل شوي، په تېره بيا هغه واكمن چې په لوړو څوكيو كې ول، يو به يې سخي و او بل بخيل، يو به كازمن (حريص) او بل بېكازه، يو ظالم بل زړه سواندى، يو به بې وفا و او پر ژمنه نه درېده، بل به يې وفادار او پر ژمنه ولاړ و، يو به ښځنوك او بې زړه و، خو بل زړور، يو به دوديال او بل به بې ډبه، يو چړچمار او بل پاك لمنى، يو خواخوږى او رښتينى، بل ټګمار او چالاك، يو ټينګ او بل اوښتونكى، يو دروند او بل سپك، يو دينداره او بل بې ګروهې او بېدينه او همداسې نور.
پوهېږم هر څوك به دا ومني چې كه يو ټولواك د ټولو پورتنيو ځانګړنو درلودونكى وي، بې له شكه چې ټول به يې ستايي. خو څرنګه چې د دې ټولو نېكو ځانګړنو په بشپړه توګه درلودل او دا چې هر يو د موقع پر وخت رعايت كړي، د بشر تر وسه پورته ده، ځكه د بشر وضعه دا اجازه نه وركوي.
نو په كار ده يو هوښيار ټولواك زيات ځانساتى وي او له هغو ځانګړنو څخه چې د كركې احساس راپاروي او پايله يې د هغه راپرځېدل دي، مخنيوى وكړي. همداراز كه ممكنه وي د دې لپاره چې خپله څوكۍ يې ساتلې وي، له ځانه داسې ځانګړنې وښيي چې څوكۍ او مقام يې پرې له لاسه نه ځي.
خو سره له دې ټولو، كه ناوړه حالات او غيرعادي پېښې يې دې ته اړ كړي چې په ځينو توندو اعمالو لاس پورې كړي، نو په ترسره كولو كې دې هېڅ زړه نه وهي. او له هغې پړتيا او سزا څخه، چې د دغو اعمالو د ترسره كولو له امله ممكن ورسره مخامخ شي، هم هېڅ ونه ويرېږي، ځكه كه دا اعمال ترسره نه كړي نو د خپل هېواد او مقام په ژغورلو كې به له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.
نو اوس كه دا موضوع په بشپړه پاملرنه او دقت وڅېړل شي، نو جوته به شي چې ځينې اعمال، كه څه هم يوه ښېګڼه ښكاري، خو كه په پرله پسې توګه ترسره شي نو د ټولواك په تباهۍ تمامېږي. له بلې خوا ځينې نور اعمال او ځانګړنې، كه څه هم په ظاهره كې ډېرې بدې برېښي، خو كه په پرله پسې توګه ترسره شي، نو ټولواك ته به ډېر برياليتوبونه ورپه برخه كړي او له ګواښونو به يې وساتي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery