مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

نولسم څپركى




له كركې او حقارت څخه په څه ډول بايد ځان وساتي؟

څرنګه چې د غوره ځانګړنو په اړه مو مخكې خبرې وكړې، پاتې برخه يې غواړم په لنډه توګه په دې ډول وڅېړم:
لكه چې په مخكېنۍ برخه كې هم وارزول شول، يو ټولواك بايد تل په دې فكر كې وي چې د خپل ځان په وړاندې كركه ونه پاروي. كه له دې كاره په مخنيوي كې بريالى شي، نو خپله دنده يې په ښه توګه سرته رسولې ده. كه څه هم ممکن له نورو پړتياؤ سره مخامخ شي، خو له ګواښه يې بايد هېڅ وېره ونه لري.
لكه چې وويل شول يو ټولواك تر ټولو لومړى په دې له كركې سره مخامخ كېږي چې لوټمار وي او د خپل ولس شتمنۍ او ناموس ته لاس غځوي. تر نورو ټولو لارو له دې لارې په ځانګړي ډول ډېر له كركې سره مخامخ كېږي، چې بايد له دواړو څخه ځان وساتي.
خلك داسې دي چې كله يې څوك شتمنۍ او نا موس ته لاس نه وراوږدوي، ځانونه خوښ او سوكاله ګڼي او ټولواك اړ دى چې يوازې د څو كسانو له ځانپالنې سره سيالي وكړي، چې د هغوى مخنيوى به هم بېلابېلې لارې ور اسانه کړي.
يو ټولواك هغه وخت حقير او د كركې وړ شمېرل كېږي چې بې ثباته، سپك، ښځنى، تنګ نظرى، بې تكله او پرېكنده ونه ګڼل شي. نو يو ټولواك بايد د دې ځانګړنو په وړاندې په كلكه مبارزه وكړي، ځان په خورا دقت ترې وژغوري او هڅه وكړي چې په خپلو كړنو كې ځان ځواكمن، دروند، زغم لرونكى، پرېكنده او هوښيار وښيي. بايد له ولس سره په ځانګړو معاملو كې داسې وښيي چې قضاوتونه يې نه ګرځېدونكي دي او ځان داسې مجسم كړي چې څوك يې د تېراېستلو خيال په زړه كې ونه ګرځوي او نه ځان ترې تېر كړي.
كه يو ټولواك په دې بريالى شي چې د ځان په وړاندې د ولس دغه ګروهه رامنځته كړي، نو په حقيقت كې يې ځان د ولس په نظر كې ډېر زيات محترم كړى او هغه ټولواك چې ولس ته په دې كچه محترم وي راپرځول او په وړاندې يې د دسيسو جوړول خورا ستونزمن كار دى. همداراز كله چې په ولس كې محبوبيت ولري او د يوه غوره شخصيت په نظر ورته كتل كېږي، له بهر ه به په اسانۍ تر يرغل لاندې را نه شي. ځكه يو ټولواك تل د دوه ډوله ګواښونو په منځ كې دى: يو دننه د رعيت له خوا او بل له بهر څخه د بهرنيو ځواكونو يا هېوادونو له خوا.
له بهرنيو ځواكونو څخه د ښو لښكرو او وفادارو متحدينو په مرسته كولى شي دفاع وكړي. ځكه كه ښې او منظمې لښكرې ولري، تل كولى شي ښه ملاتړي ((متحدين)) ترلاسه كړي. كله چې بهرني اختلافات په ښه توګه حل شي، نو كورنۍ چارې هم په خپله سمېږي. خو په دې شرط چې وار له مخه د دسيسو له لارې زياتې ګډې وډې شوي نه وي او ناكرارۍ په بشپړ ډول وده نه وي كړې.
كه هغه ګامونه چې لازم دي او ما يې په پرله پسې توګه يادونه كړې ده، په ښه توګه واخيستل شي او پر هغه لار، چې ما ورښودلې ده، تګ وكړي، كه بهرنۍ چارې ترېنګلې هم وي تر هغې چې له خپلې دفاع څخه نهيلى شوى نه وي، د سپارټ ((د ټولواك)) نبيس، په څېر چې تفصيل يې مخكې تېر شو، د دښمن د هر يرغل په وړاندې به درېږي.
خو د خپل ولس په اړه بايد ووايم: كله چې بهرنۍ چارې ترينګلې وي، بايد ټولواك له هغو څخه، چې ممكن په داخل كې په پټه د دسيسې په جوړولو بوخت وي وېره وكړي او ټولواك له دې دسيسو څخه هغه وخت ژغورل كېدى شي چې په خپل ولس كې كرغېړن او حقير نه وي بلكې ښه اړيكي ورسره ولري او له ځانه يې خوشاله وساتي. د دې ځانګړي ټكي رعايت لكه چې مخكې مو په تفصيل سره وويل يو ټولواك لپاره ډېر اړين دى.
همداراز د دسيسو په وړاندې چې ممكن په سلطنت كې ګډوډي رامنځته كړي، د ټولواك لپاره يوه اغېزمنه لار دا ده چې د خپل ولس په منځ كې حقير او كرغېړن نه وي. ځكه څوك چې دسيسه جوړوي هيله يې دا وي چې خلك د ټولواك پر وژنه خوښ كړي. خو كله چې ټولواك كرغېړن نه وي او د دسيسې جوړوونكي ته جوته شي چې د دسيسې په جوړولو د خلكو د خوشالتيا پر ځاى پر هغوى تېرى كوي او كركه يې راپاروي، هېڅكله به د دې تګلارې خپلولو ته زړه ونه كړي. ځكه د دسيسه جوړوونكي په وړاندې بې شمېره ستونزې پرتې دي او لكه څنګه چې تجربې را ښودلې ډېرو په دسيسو لاس پورې كړى دى خو يوازې څو كسان موخې ته په رسېدو بريالي شوي دي. ځكه څوك چې دسيسه جوړوي، يوازې يې نه شي ترسره كولى او دا هم نه شي كولى چې هر سړى د خپلې ملګرتيا لپاره وټاكي پرته له هغو چې د ځان په څېر يې ناخوښه ورته ښكاره شي او كله چې يې خپلې طرحې او نقشې له هغوى سره شريكې كړې هغوى ته يې داسې لاسوند په لاس وركړ چې په مرسته يې دغه خلك كولى شي خپل ځان له ټولواك څخه خوښ كړي. نو د خپلې ګټې لپاره دغه پټ راز خپروي او هغه ګټې ترلاسه كوي چې په لټه كې يې دي.
كله چې د دسيسې جوړوونكى له يوې خوا د دې كار پايله وارزوي او له بلې خوا يې د شكمنو ناراضيانو له خوا مخامخ ګواښ ته پام شي، د ټولواك د يوه نژدې ملګري يا د هغه د يوه سر سخته دښمن په بڼه اړ دى چې د ټولواك په وړاندې خپله وفاداري وساتي.
لنډه دا چې د دسيسې د جوړوونكي پر مخ بې شمېره ستونزې پرتې دي. د بېلګې په توګه: د هغوى په منځ كې بې باوري، له يو بل څخه وېره، كينه او د سزا وړاندوينه د دې سبب كرځي چې هغه له دسيسې څخه وګرځوي او د ټولواك په خوا كې د ټولواك پلويان، قانون، دولت او د سلطنت سترتوب او جلال ولاړ دي او ملاتړ يې كوي. كله چې د ټولواك په وړاندې د ولس مينه او پېرزونه هم پورتنيو عواملو ته ورزياته شي، هغه به ډېر بې غوره او بې سرښتې سړى وي چې لا به هم د دسيسې د جوړولو هيله كوي. ځكه چې د دسيسې جوړوونكي په ټوليز ډول د خپلې دسيسې له عملي کولو څخه د يوه جرم د رامنځته كېدو وېره لري. په دې مانا چې هغوى په خپله دسيسه ځان ته د ولس غضب راماتوي او ځانته په كې دښمنان ګوري له دې كبله له هغوى څخه د تېښتې لار هم نه لري. نو د دې لپاره چې ولس له ځانه ناخوښه نه كړي، اړ دى چې له دسيسې څخه لاس واخلي.
دا موضوع په تاريخ كې بې شمېره بېلګې لري، خو زه يې دا يوه را اخلمه چې زموږ د پلرونو له يادښت څخه تر موږه رارسېدلې ده او دا د اوسني انيبال د نيكه، ميسر انيبال بنتي وګلي Messer Annibale Bentivogli كيسه ده چې د بولونا ټولواك و. هغه د يوې دسيسې په ترڅ كې د كانېشي Canneshi له خوا په يوه غلچكي بريد كې ووژل شو. له ميسر ګيواني Messer Giovanni پرته چې په هغه وخت كې يو كمكى ماشوم و، د كورنۍ بل وارث يې ژوندى پاتې نه شو. تر دې درغلتيا وروسته خلك راپاڅېدل او د كانېشي ټوله ډلګۍ يې ووژله او دا كار د بنتي وګلي كورنۍ په وړاندې د بولونا د وګړو ښه نيت يا پېرزونه وه. د بنتي وګلي د كورنۍ په وړاندې د دې وګړو ښه احساسات دومره غښتلى و چې د انيبال له مړينې وروسته په داسې حال كې چې په دې هېواد كې له ميسر ګيواني پرته نور څوك پاتې نه شول چې پر هغوى حكومت وكړي، بولونايان خبر شول چې په فلورېنس كې د دې كورنۍ يو بل وارث هم شته چې د يو پښ زوى و. دغه وګړي ژر تر ژره ولاړل هغه يې بولونا ته راوست او حكومت يې وروسپاره. دا سړى تر هغې واكمن و چې د انيبال زوى ميسر ګيواني ځوانۍ ته ورسېد او د بولونا د چارو واګي يې په خپل لاس كې واخيستې.
نو كله چې يو ټولواك د خپل رعيت له ملاتړ څخه برخمن وي او په وړاندې يې درناوى لري، بايد له وړو دسيسو وېره ونه كړي. خو كله چې ولس له ټولواك څخه ناخوښه وي او په وړاندې يې د كركې احساس كوي، بايد له هرې چارې او هر سړي وېره وكړي.
ښه سنبال شويو او منظمو هېوادونو او ټولواكو هراړخيزه پاملرنه كړې او داسې ترتيبات يې نيولي دي چې هېڅكله د دې هېوادونو مخور او اشرافيان د نهيلۍ تر پولې ونه رسوي او خلك هم خوښ او قانع وساتي. ځكه دا له هغو مهمو مسايلو څخه دي چې ټولواك يې بايد په پوره دقت په پام كې ونيسي.
د اوسمهالو تر ټولو منظمو او ښو سنبال شويو هېوادونو له منځه يو هم د فرانسې هېواد دى. په دې هېواد كې ډېر داسې تاسيسات شته چې د ټولواك خپلواكي او امنيت ورپورې تړلى دى؛ تر ټولو مهم يې پارلمان دى چې له ډېر واك څخه برخمن دى. ځكه هغه چا چې د دې ودانيو بنسټ ايښى دى، د اشرافيانو د ځانپالنې، واكپالنې او د هغوى له زړورتيا ښه خبر ول او داسې يې ګڼلې ده چې د هغوى په خوله كې د يوې مسالې وركول اړين دي چې مخه يې پرې ونيسي او له بلې خوا څرنګه چې د اشرافيانو په وړاندې د عامو وګړو له كينې څخه هم خبر ول او ښه پوهېدل چې دا كينه له اشرافيانو څخه د وېرې په پايله كې رامنځته شوې ده، نو وې غوښتل داسې كار وكړي چې وګړي هم په امن كې وي او تر ډېره يې نه غوښتل چې د دې ګام پړه د ټولواك په غاړه واچول شي. ځكه نو د دې لپاره چې د اشرافيانو ناوړه پوهاوى له منځه يوسي، يانې ټولواك د وګړو پر پلوۍ تورن نه شي، يا برعكس وګړي داسې تصور ونه كړي چې ټولواك د اشرافيانو پلوى دى، درېيمګړې څانګه يې رامنځته كړه چې يو قاضي يې په كې وګوماره او دا دنده يې وركړه چې پرته له دې چې ټولواك پر لاسوهنه تورن شي، د اشرافيانو له تېري څخه مخنيوى وكړي، ويې ټكوي او وګړي د ښه چلند په كارولو سره خوښ او راضي وساتي. په حقيقت كې د ټولواك او د هېواد د ساتنې او سلامتيا لپاره تر دې بله ښه چاره نه تر سترګو كيږي.
موږ كولى شو له دې بېلګې څخه يو بل ښه درس هم زده كړو. هغه دا چې د دې تاسيساتو په لرلو ټولواك كولى شي هغه چارې چې له مسووليته ډكې دي، د نورو پر اوږو واچوي او هغه چې په مينه، بښنه او ښېګڼه كې راځي په خپل لاس كې واخلي. او پرې نه ږدي چې د خلكو د كركې وړ وګرځي.
ښايي ځينې خلك داسې فكر وكړي چې كه د روم د امپراتورانو د ژوند او مړينې علتونه په بشپړه توګه وڅېړل شي، ډېرې بېلګې به ترلاسه شي چې زما له نظرياتو سره توپير لري. ځكه، سره له دې چې زياترو يې په خورا درنښت ژوند كړى او د اوچتې روحيې خاوندان ول، خو بيا هم له سلطنت څخه ګوښه شوي او يا هم د خپل ولس له خوا د دسيسو په ترڅ كې وژل شوي دي.
دغو ګتنيونو ته د ځواب په موخه به زه د ځينو امپراتورانو ځانګړنې او چلند راوسپړم او په زبات به يې كړم چې د هغوى د راپرځېدنې علت له هغو اسبابو پرته چې ما يې دعوه كړې ده بل څه نه دي. او په همدې لړ كې به د تاريخ هغه برخې د مطالعې لپاره وړاندې كړم چې هغو ته د پام وړ دي چې غواړي اوسمهالې چارې وڅيړي. زما په اند ددې مقصد د روښانولو لپاره بسنه كوي چې ټول هغه امپراتوران، چې د امپراتورۍ دوره يې د وتلي فيلسوف ماركس Marcus څخه پيل او پر ماګزيمينوس Maximinusپاى ته رسېږي، راواخلم. چې په دې ډول دي: ماركس او د هغه ځوى كوموډوس Commodus، پرټيناكس Pertinax، جوليانوس Julianus، سيوروس Severus او د هغه زوى انټونينوس كاراكالا Antoninus Caracalla، ماكرينوس Macrinus، هليوګابالوس Heliogabalus، الكسانډر Alexander او ماكزيمينوس Maximinus.
لومړى بايد يادونه وكړم چې په نورو هېوادونو كې پكار وه چې ټولواكي بايد يوازې د اشرافيانو له ځانپالنې او واكپالنې او د عامو وګړو له پاڅون او سرغړونې سره سيالي وكړي. خو د روم امپراتورانو درېيمه ستونزه هم درلوده چې بايد ويې زغمي. او هغه د روم د لښكرو لوټماري، په شتمنۍ پسې هڅه، سپكاوى او وژنې وې. دا مسئله دومره ستونزمنه او سخته وه چې كله كله به په روم كې د ټولواكو د راپرځېدنې او زوال سبب كېده. دا ځكه چې د دې ټولواكو لپاره ډېره ستونزمنه وه چې ولس او لښكرې په يوه وخت كې له ځانه خوښ او قانع وساتي. ولس د سولې پلوى و او جګړه يې نه غوښته، نو ځكه يې يو سوله ييز ټولواك خوښاوه. په داسې حال كې چې لښكرو تل يو جګړه مار ټولواك غوښته او دغه ټولواكي چې به څومره زړور، توند، ظالم، لوټمار او د زورواكۍ پلويان ول، هومره به سرتېري ورمات ول. دا كار يې يوازې د دې لپاره كاوه چې ټولواك دا ټولې ځانګړنې د رعيتونو په وړاندې وكاروي چې سرتېري وكولى شي دوه برابره حقوق لاسته راوړي او د خپلې ځانپالنې او تېري اجازه ترلاسه كړي.
نو له دې امله هغو ټولواكو يا امپراتورانو، چې دا فطري وړتيا نه درلوده او يا يې نه شو كولى د هغه ځواك يا نفوذ لاسته راوړل زده كړي چې د سرتېرو مخنيوى پرې كېده، تل راپرځېدلي دي. په تېره بيا زياتره ټولواكي چې تازه سلطنت ته رسېدلي ول او كافي تجربه يې نه لرله، كله چې به يې له دې دوو متضادو پوړونو ((ولس او لښكرو)) ستونزې پرتله كړې، نو د دې لپاره چې له اوسني ګواښ څخه په كراره شي، سرتېري به د خلكو په پرتله ځواكمن ورته ښكارېدل او خپله خوښي به يې ورته ښكاره كړه. خو د خلكو ناخوښۍ او ځورونې ته يې چندان ارزښت نه وركاوه او د همدې چلند له مخې يې د سرتېرو له خوا ملاتړ كېده.
ټولواكي نه شي كولى د يو شمېر خلكو له كركې څخه ځان خوندي كړي. نو لومړى خو ورته په كار ده چې د هر يوه له كركې څخه ځان وژغوري او كه بيا د دې كار په ترسره كولو كې پاتې راځي، هڅه دې وكړي چې د ټولنې تر ګردو غښتلي او ستر پوړ دښمني پرغاړه وانه خلي.
له همدې امله هغو ټولواكو، چې ځانګړې مرستې ته يې اړتيا لرله، د دې پر ځاى چې د ولس پلوي وكړي، د ناوړه تجربې له مخې يې د سرتېرو هغې ته زړه ښه كړى دى. د دې كارونو ګټې او زيانونه د دې ټولواكو د څرګندونې پر بنسټ ول چې پوهېدل او كه نه، خو د خپل نفوذ او واكمنۍ د سلامتۍ او خونديينې لپاره يې ترسره كول.
د دغو لاملونو له مخې دې پرېكړې ته رسېږو چې كه څه هم ماركس، پرټيناكس او الكسانډر د منځني ژوند او ځانګړنو خاوندان، د نياومنيتا او عدالت مينه وال، د تېري دښمنان، په خواخوږۍ او زړه سوي مشهور ول خو له ماركس پرته ټولو ناوړه پاى درلود؛ يوازې ماركس په خورا درناوي خپل ژوند پاى ته ورساوه او هغه هم له دې امله چې سلطنت په ميراثي توګه ورته رسېدلى و او د ولس او سرتېرو د مرستې پوروړى نه و. دا ټولواك د ډېرو ښو ځانګړنو څښتن هم و، چې ټولو يې درناوى كاوه. چې ژوندى و، دواړه پوړونه، يانې خلك او لښكرې يې په خپلو حدودو كې وساتلې او دې دواړو طبقو هېڅكله د هغه په وړاندې د كركې احساس ونه كړ او نه يې هم هغه حقير وګاڼه .
خو پرټيناكس د لښكرو د هيلو بر خلاف امپراتورۍ ته ورسېد. ځكه لښكرې چې د كوموډوس په پېر كې په چړچمارۍ او بد اخلاقۍ روږدې شوې وې، چمتو نه وې هغو سختو ترتيباتو ته چې پرټيناكس ورته ټاكلي ول خپله خوښي ښكاره كړي. له همدې امله په لښكرو كې د كركې احساس راوپارېده او څرنګه چې پرټيناكس خپل زيات عمر خوړلى و نو په سپكه سترګه يې هم ورته كتل او همدا وه چې په يو څو ورځو كې يې سلطنت راوپرځېده.
همدلته بايد يادونه وكړم: كركه څومره چې له بدو كارونو راپارېږي هومره له ښو كارونو هم راپورته كېدى شي. لكه مخكې چې يادونه وشوه ټولواك د خپل دولت او واكمنۍ د ساتلو لپاره زياتره اړ كېږي (داکتاب د بېنوا پاڼي څخه کاپي شوی دی ) چې په بدو كارونو لاس پورې كړي. دا ځكه، كله چې يې اړتياوې اړباسي، په واك كې د پاتې كېدو لپاره له دې درېيو پوړونو يانې ولس، لښكرو او اشرافيانو څخه يوې ته مخه كوي. نو هره طبقه چې وټاكي ارومرو به فاسده وي. خو په كار ده چې د وخت له اړتيا سره سم چلند ورسره وكړي د هغوى غوښتنو ته غاړه كېږدي او له ځانه يې خوښ وساتي. او په دې وخت كې ښې ځانګړنې ټولواك ته زيان رسوي.
خو راځئ چې اوس الكسانډر ته راشو. الكسانډر د داسې ښو ځانګړنو څښتن او نياومن ټولواك و چې له نورو ټولو ستاينو سره سره چې پر هغه پېرزول شوې دي يوه يې دا وه چې د خپل څوارلس كلن سلطنت په اوږدو كې يې د چا د وژنې حكم له محكمې پرته نه دى وركړى. خو سره له دې بيا هم په ښځينه توب ((زن صفتۍ)) مشهور شو او داسې تصور كېده چې مور يې پرې واكمنه ده. ځكه يې نو لښكرو په وړاندې دسيسه جوړه كړه او ويې واژه.
كه اوس د كوموډوس، سيوروس، كاراكالا او ماكزيمينوس اخلاقو او ځانګړنو ته پاملرنه وكړو وبه وينو چې ټول بې رحمه او لوټماران ول او د دې لپاره چې لښكرې له ځانه خوښې وساتي، د خلكو په وړاندې يې له هېڅ ډول بې انصافۍ څخه ډډه نه ده كړې. خو له سيوروس پرته ټولو ناوړه پاى درلود. سيوروس د قوي استعداد او زياتې زړورتيا څښتن و. سره له دې چې خلكو ته يې ډېر زيانونه او ژوبلې وراړولې وې، خو لښكرې يې له ځانه خوښې ساتلې وې. ځكه يې نو تر پايه په برياليتوب سلطنت وكړ. زړورتيا او له هوښيارۍ ډكو ځانګړنو هغه د لښكرو او خلكو په منځ كې داسې د منلو وړ وګرځاوه چې خلك له وېرې هك پك پاتې ول او لښكرو د درناوي او خوښۍ له مخې د هغه امر ته غاړه ايښې وه. خو په دې چې نوى او په ځوانۍ كې واك ته رسېدلى و كړنې يې هېښنده او د ستاينې وړ دي او اوس به يې په لنډه توګه وښيم چې څرنګه يې زده كړي ول چې هم د يوه څيرونكي زمري او هم د يوې مكارې ګيدړې رول په ښه توګه ولوبوي. لكه مخكې چې مو يادونه كړې دغه دواړه خويونه ټولواك بايد په ښه توګه زده كړي او په دې وپوهېږي چې په څه ډول له هر يوه څخه د موقع پر وخت او له اړتيا سره سم كار اخلي.
سيوروس د روم د امپراتور جوليانوس Julianus له سست عنصرۍ او لټۍ ښه خبر و. هغه وخت چې په سكلاوونيا Sclavonia كې د لښكرو مشر و، لښكرې يې دې ته بېلارې كړې چې روم ته ولاړې شي او د پرټيناكس غچ واخلي. پرټيناكس د پروټوران د ساتونكو له خوا وژل شوى و. په دې پلمه يې خپلې لښكرې د روم پر لور وخوځولې او پرته له دې چې د سلطنت د لاسته راوړلو لپاره خپله هيله څرګنده كړي، يا يې له حركت څخه څوك خبر شي، روم ته ننوت. روم ته له ننوتو سره سم د مشرانو د جرګې غړو له وېرې هغه امپراتور وټاكه او جوليانوس يې وواژه.
له دې پيښو څخه څه موده وروسته د سيوروس پام شو چې د روم امپراتورۍ ته په خپله لار كې دوه لوى خنډونه لري، بايد له منځه يې وېوسي چې د روم يوازينى امپراتور شي. يو نيژر Niger و چې په اسيا كې يې ((د ختيځو چارو)) مشري پر غاړه وه او خپلو لښكرو ته يې په ډاګه ويل چې امپراتور ورته وواېي او په لوېديځ كې البينوس Albinus و، چې ده هم دې ګدۍ ته زړه ښه كړى ؤ.
كله چې سيوروس امپراتورۍ ته ورسېد، ويې ليدل چې له دواړو سيالانو سره په يو وار د جګړې اعلان هوښياري نه ده او له ګواښ سره يې مخامخ كوي. نو په دې هوډ شو چې له نيژر سره جګړه وكړي او د البينوس په حق كې له چل څخه كار واخلي. ځكه يې نو البينوس ته وليکل:
�څرنګه چې زه د مشرانو جرګې په ټاكنه امپراتور شوى يم، هيله لرم چې دغه مقام او درنښت له تاسې سره شريك كړم�، د قيصر لقب يې ور واستوو او هغه يې د مشرانو جرګې يا سنا په هوكړه امپراتورۍ كې شريك كړ. البينوس هم دغه بلنه ومنله او باور يې پرې وكړ.
خو كله چې سيوروس نيژر ته ماتې وركړه، ويې واژه او ختيځې اسيا ته يې امنيت ورپه برخه كړ، روم ته وګرځېد او سنا ته يې له البينوس څخه سر وټكاوه چې د هغو ټولو مرستو او ګټو په بدل كې چې د البينوس په حق كې يې كړي، البينوس په پټه د دسيسې په جوړولو بوخت دى او د هغه د وژنې په لټه كې شوى دى. نو اړ دى هغه ته د دې نه مننې په بدل كې سزا وركړي. بيا فرانسې ته ولاړ او د البينوس په لټه كې شو، چې هلته يې بيا له مقامه لرې او وواژه.
اوس كه هر څوك د دې ټولواك كړنو ته ځير شي، جوته به يې كړي چې د هغه په طبيعت كې هم د زمري وحشت او زړورتيا او هم د ګيدړې مكر پروت و؛ خلكو په يو وخت كې هم وېره ترې كوله او هم يې درناوى كاوه. لښكرو هم له هغه كركه نه كوله او سره له دې چې نوى واك ته رسېدلى و او دومره تجربه يې هم نه لرله، په دې وتوانېد چې د روم په څېر يو ستر هېواد وساتي. د اقتدار سترتوب او شهرت هغه تل د خلكو له كركې څخه خوندي ساته، كه نه ممكنه وه د هغه د توندۍ او لوټمارۍ په وړاندې يوه ورځ خلكو خپله كركه ښودلې وى.
د هغه زوى انټونينوس كاراكالا هم د غوره شخصيت او ځانګړنو خاوند و. سترې كارنامې يې سرته ورسولې چې هغه يې د خلكو په منځ كې د درناوي او لښكرو په منځ كې د منلو وړ وګرځاوه. هغه يو جګړه مار ټولواك و، چې د سختيو او ستړياؤ د زغملو ډېر زيات وس يې درلود. ساده خواړه به يې خوړل، تجمل، چړچې، خوندور خواړه او تفريح يې نه خوښوله، چې همدې ځانګړنو يې خپلو لښكرو ته د مينې وړګرځولى و. سره له دې ټولو بيا هم د هغه بېرحمي او تريخ خوى ډېر سخت وه. په روم كې يې تر څو ډله ييزو وژنو وروسته په بېلابېلو وختونو كې د روم زيات شمېر خلك ووژل او د سكندريې اوسېدونكي يې هم په ډله ييز ډول له تورې تېر كړل چې وروسته يې بيا په دې ځانګړنو كې داسې نوم وايست چې د ټولې نړۍ كركه يې د ځان په وړاندې راوپاروله او په خلكو كې يې داسې وېره خپره كړې وه چې ان نژدې ملګري يې هم ترې وېرېدل چې په پايله كې د خپلو لښكرو له منځه د يوه سل مشر پوځي Centurion له خوا ووژل شو.
د يادونې وړ ده چې ټولواكي نه شي كولى له دې ډول وژنو څخه چې په خورا سنجش، كلك هوډ او جرئت ترسره كېږي ځان وساتي. ځكه هر څوك چې له ځانه تېر شي د داسې اعمالو ترسره كول ورته اسانه دي. خو ټولواكي بايد په وېره كې نه وي. ځكه دغه ډول بريدونه او پېښې ډېرې كمې رامنځته كېږي . يوازې دې دا ټكى په پام كې ولري چې درباري افسرانو او هغو ته چې د هېواد د خدمت لپاره د ټولواك په شا او خوا كې اوسېږي كوم ستر زيان ونه رسوي.
انټونينوس د خپل قاتل په برخه كې بې پرواېي وكړه. لومړى هغه د خپل قاتل يا سل مشر ورور په خورا سپكاوي وواژه او وروسته يې دا افسر هم څو ځلې په مړينه ګواښولى و. خو بيا يې هم هغه ته په خپل ساتونكي ګارډ كې دنده وركړې وه. د هغه دغه عمل لكه پېښه چې يې موږ ته راښيي ډېر له ګواښه ډك و.
راځئ چې اوس كوموډوس ته راشو. دې سړي چې سلطنت په ميراثي توګه ترلاسه كړى و، ورته په كار وه چې په هماغه اسانۍ يې ساتنه هم كړې وى. ځكه د ماركس زوى يو امپراتور و او هغه ته په كار وه چې له خپل پلار څخه تقليد وكړي، خلك او لښكرې له ځانه خوښ وساتي. څرنګه چې يو وحشي، توند او لوټمار طبيعت يې درلود، غوښتل يې چې خلك لوټ كړي او خپله حريصه طبعه خوشاله وساتي. ځكه يې نو خپل ټول وخت د سرتېرو خواهشاتو او د هغوى فاسدولو ته وركړ، چې په راز راز تېريو او فجايعو اخته شول. له بلې خوا پرته له دې چې خپلې څوكۍ او حيثيت ته څه پاملرنه وكړي، زياتره به تياتر ته ښكته كېده او له ګلاډياټورانو Gladiators سره به يې جګړه ييزې سيالۍ كولې او ددې تر څنګ به يې داسې بې ارزښته او سپك كارونه كول، چې د ټولواكۍ له مقام سره ډېر لږ ښايېدل. له همدې كبله د لښكرو په نظر كې حقير شو او محبوبيت يې له لاسه وركړ. څرنګه چې له يوې خوا د كركې وړ وګرځېد او له بلې خوا په سپكه سترګه ورته كتل كېدل، په وړاندې يې دسيسه جوړه شوه او ووژل شو.
اوس د دې وخت دى چې د ماكزيمينوس د ژوند لپاره هم لږ څه تم شو . ددې سړي جګړه ييزه روحيه د ستاينې وړ وه او د الكسانډر تر مړينې وروسته چې تفصيل يې مخكې تېر شو، د لښكرو له خوا چې د الكسانډر له ارام طبيعت څخه تنګ شوي ول، امپراتور وټاكل شو. خو دې مقام له هغه سره دومره دوام ونه كړ. ځكه دوه ټكي د دې سبب شول چې د هغه په وړاندې كركه راوپارېږي او حقير وشمېرل شي: لومړى دا چې په يوې مشهورې كورنۍ پورې يې اړه نه درلوده او يو وخت په تراس Thrace كې د رمې ((مېږو)) په پېولو بوخت و چې له دې كاره يې ټول خبر ول. ځكه نو ټولو په سپكه سترګه ورته كتل. دويم: كله چې ټولواك وټاكل شو تر ډېر ځنډ وروسته روم ته راغى چې د امپراتورۍ مقام ډك كړي. پر دې سربېره د روم او امپراتورۍ په نورو برخو كې د وينو په تويولو او توندخويۍ هم مشهور و. او دا د هغو تېريو پايله وه چې د هغه له خوا ټاكل شويو چارواكو ترسره كول.
په پايله كې ټولو د هغه په وړاندې پاڅون وكړ؛ د نسب ټيټوالى، د خلكو كركه، بې شمېره خونرېزۍ ټول سره يو شول او ټوله نړۍ يې له هغه سره دښمنه كړه. داسې چې لومړى افريقا، بيا د روم سنا او وروسته ټولې ايټاليا د هغه په وړاندې پاڅون وكړ. په دې ترڅ كې يې خپل لښكر هم په وړاندې راپورته او له نورو سره يو ځاى شو: په دې وخت كې دغه لښكر د اكيليا Aquileia په كلابندۍ بوخت و. څرنګه چې كلابندۍ ډېر وخت ونيو او هغوى ونه شو كولى دغه ښار فتحه كړي. او له بلې خوا د هغه له سپكوالي او بېرحمۍ هم پوزې ته راغلي ول. كله چې يې د هغه په وړاندې د نورو پاڅون ولېده د هغه وېره يې له زړه وركه شوه او زړه يې وكړ چې امپراتور ووژني.
ددې اړتيا نه وينم چې د هليو ګابالوس، ماكرينوس او جوليانوس په اړه نور څه ووايم. ځكه هغوى ټول بې نسبه، سپك او د ټيټې كچې خلك ول. د كركې وړ وګرځېدل او خلك يې ژر له شره خلاص شول. خو پورتنيو مسايلو ته يوازې دا يوه برخه ورزياتوم چې اوسني ټولواكي د يوه منظم لښكر د رامنځته كولو په برخه كې دا ډول ستونزو او دسختيو ګاللو ته ډېر لږ اړ كېږي. كه څه هم په كار ده له هغوى سره نرم، معتدله او په احتياط چلند وشي. خو دومره اړين هم نه دى. ځكه اوسني ټولواكي يو هم د روم د امپراتورۍ په څېر داسې لښكرې نه لري چې سرتېري يې د ايالتونو په اداره كولو او واكمنۍ د چلولو مهارت ولري. نو كه په هغه وخت كې په كار وه چې لښكرې د خلكو په پرتله ډېرې خوښې وساتل شي، يوازې د دې لپاره و چې د لښكرو نفوذ د خلكو په پرتله ډېر و. خو اوس له عثماني ټولواك او ((د مصر)) له سلطان Soldan پرته ټولو ټولواكو ته پكار ده چې خلك له ځانه خوښ وساتي، نه لښكرې. ځكه قدرت او سترتوب د خلكو په لاس كې دى، نه د لښكرو په لاس كې. په بله وينا خلك د لښكرو په پرتله غښتلي دي.
ما له پورتنيو ټولواکو څخه عثماني ټولواك ځكه مستثنا كړ چې هغه تل ۱۲ زره پلې او ۱۵ زره سپرې لښكرې له ځان سره ګرځوي. چې د هېواد امنيت او د سلطنت ځواك ورپورې تړلى دى. پكار ده چې له هغوى سره ښه اړيكي وساتي. د سلطان سلطنت هم په همدې ډول دى؛ په بشپړه توګه د لښكرو په لاس كې دى. چې له هغوى سره يې بايد ښه اړيكي ټينګ وي او دلته ولس دومره اهميت نه لري.
د يادونې وړ ده چې د سلطان هېواد په داسې حال كې چې له هېڅ يوې ټولواكۍ سره ورته والى نه لري، خو بيا يې هم د پاپ له حكومت سره پرتله كولى شو. نو په داسې يو حالت كې هغه نه يو داسې هېواد ګڼلى شو چې نوى په سلطنت بدل شوى وي او نه يې د ميراثي سلطنتونو په كتار كې راوستلى شو. ځكه د سلطان تر مړينې وروسته د هغه زوى ځايناستى نه شې كېدى. دې څوكۍ ته يوازې داسې سړى ګمارل كېږي چې هغه څوك يې وټاكي چې د نوي سلطان د ټاكلو واك لري. او دا ترتيب د دې هېواد له پخوانيو مقرراتو څخه دى. نو نه شو كولى د نوي سلطنت نوم وركړو. ځكه هغه ستونزې چې په نوي سلطنتي هېواد كې رامنځته كېږي په دې هېواد كې نه شي راپورته كېدى. دغه مقررات چې له پخوا څخه ورپاتې دي ټاكلې يې ده چې نوى ټاكل شوى ټولواك ټولو ته داسې د منلو وړ دى لكه سلطنت چې يې په ميراثي توګه ترلاسه كړى وي.
چې بېرته اصلي موضوع ته وګرځو نو وايم چې كه پورتنۍ پېښې وارزول شي، جوتېږي چې د روم د امپراتورانو، چې نومونه يې پورته ياد شول، د راپرځېدنې يوازېنى لامل حقارت او كركه وه. او په همدې لړ كې دا هم څرګندېږي چې له دې امپراتورانو څخه چې يوې ډلې يې يوه لاره غوره كړې وه او يو ډول كړنې يې ترسره كړې او بل شمېر يې بله لاره غوره كړه چې له لومړۍ هغې سره يې توپير درلود، ولې له هرې يوې څخه يوازې يو كس نېكمرغه شو او ښه پاى يې درلود او نور ټول له بدمرغۍ سره مخ شول او پايله يې زيان رسونكې وه؟
دا ځكه چې الكسانډر او پرټيناكس دواړه تازه كاري او نوي امپراتوران ول، د ماركس په څېر ورته په ارثي توګه سلطنت نه و رسېدلى، نو هغو لپاره د ماركس تقليد زيانمن و. همدارنګه د انټونينوس، ماكزيمينوس او كوموډوس ته په زيان وه چې د سيوروس د كړنو تقليد وكړي. ځكه هغوى هغه ذاتي وړتيا او استعداد نه درلود چې د هغه عمل په بشپړه توګه تعقيب كړي.
لنډه دا چې نوى واك ته رسېدلى ټولواك د ماركس د كړنو تقليد نه شي كولى او دا هم اړينه نه ده چې د سيوروس د ټولو كړنو تقليد وكړي. خو له سيوروس څخه يوازې بايد د كړون هغه برخه زده كړي چې د سلطنت د بنسټ او اساس د ايښودلو لپاره يې اړينه بولي او له ماركس څخه دومره بسنه كوي چې د ټولواكۍ د بنسټ د كلكوالي او د ټيكاؤ د رامنځته كولو وروسته خپله واكمني په ښه ډول او په درنښت وساتي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery