مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

څلورويشتم څپركى


ايټالوي ټولواكو ولې خپل هېوادونه له لاسه وركړل؟

ټولې سلاوې چې مخكې وركړل شوي دي،كه په بشپړه هوښيارۍ پلې شي، يو نوى پر تخت ناست ټولواك به د يو داسې تجربه كار او رسېدلي ټولواك په څېر راڅر ګند كړي چې ته وا د كلونو كلونو راهيسې يې سلطنت كړى وي او داسې به يې تخت ټينګ كړي لكه د وخت په تېرېدو سره چې يې سلطنت ټينګ او ځواكمن شوى وي. ځكه خلك د هغو ټولواكو په پرتله چې سلطنت په ميراثي توګه ور رسېدلى، د نوو راښكاره شو ټولواكو چلند او كړنې په زيات غور څاري.
كه دغه اعمال په ښه، پر له پسې توګه او په پوره هوښيارۍ تش په نامه وښودل شي، اغېزې به يې د ميراثي ټولواكو د نفوذ د سابقې په پرتله هم خلك ډېر د نوي ټولواك پر لور را مات كړي. ځكه خلك د زړو او لرغونو شيانو په پرتله تل نوو شيانو ته ډېر لېواله وي، په تېره بيا كله چې خپله وضعه او حالت تر پخوا غوره وويني يا ورته ښكاره شي چې په بشپړه هوساينه او د سولې په چاپيريال كې ژوند كوي. او خلك تر دې زيات د نورو شيانو تمه هم نه ترې كوي.
كه له ټولواك څخه په نورو مسايلو كې څه غفلت او تېر وتنه ونه شي خلك چمتو دي ښكاره كړي چې له نوي ټولواك څخه ډېر خوشاله دي. په دې توګه به دا د يوه نوي ټولواك لپاره دوه وياړه وي چې يو خو يې نوى سلطنت رامنځته كړ، او بل يې د دې نوي سلطنت بنسټ په ښو قوانينو، ښو متحدينو، او په غوره چلند كلك كړى دى. او هغو لپاره به دوه شرمه وي چې سلطنت يې په ميراثي توګه ترلاسه كړى دى خو د وړتيا ((د پورتنيو ځانګړنو)) په نه لرو يې له لاسه وركړى.
كه موږ هغو ټولواكو ته، چې زموږ په پېر كې يې خپل هېوادونه له لاسه وركړي، كتنه وكړو او د هغوى د پرځېدو لاملونه وڅېړو، د بېلګې په توګه: د ناپل ټولواك، د ميلان ډيوك او داسې نور، نو جوته به شي چې هغو دلايلو ته په پام سره، چې مخكې يې يادونه وشوه: لومړى هغوى دفاعي ځواك او يو منظم لښكر نه درلود او دويم ولس د هغوى تر شا نه ؤ ولاړ او پر ضد يې ؤ..
كه ولس يې پلوى وى او يا په دې پوهېدى چې د اشرافيانو له دسيسو څخه په څه ډول ځان وژغوري، ارو مرو بريالي كېدل.
خو هغه هېوادونه چې پورتنۍ دوې ((۲)) نيمګړتياوې نه لري، يو منظم او برابر لښكر يې هم تيار كړى چې د اړتيا پر مهال د جګړې ډګر ته ودانګي، ماتې يې ناشونې ده.
كه د مقدونيې د فليپ ((د سكندر پلار نه بلكې هغه چې د ټيټوس كينټوس Titus Quintus له خوا راوپرځېده)) ځواك او د يونان او روم ځواكونه چې دواړو په يوه لاس پر هغه يرغل كړى و سره پرتله كړو، ، وبه وينو چې د هغه ځواك د دغو دوو هېوادونو په پرتله څومره لږ و، خو څرنګه چې يې منظمې لښكرې درلودې، ولس يې هم په وړاندې وفادار او د هغه پلوى و، اشرافيان هم ترې خوښ وو او خپله يې هم يوه جګړه ييزه روحيه لرله. تر ډېره د هغوى په وړاندې وجنګېد او د دې سره سره چې د دښمن د ډېر ځواك په وړاندې يې خپل څو ښارونه هم له لاسه وركړل، خو تر پايه ودرېد او له خپل هېواد څخه يې په مېړانه ساتنه وكړه. ځكه نو هغو ټولواكوچې خپل هېوادونه يې تر څو كلونو واكمنۍ وروسته له لاسه وركړي، بايد پوه شي چې دا د قضا او تقدير حکم نه دى چې د هغوى لاسونه دې له خپل ميراثي هېواد څخه لنډ او پرديو لاسونو ته دې ولوېږي، بلكې زيان د هغوى پخپله لټۍ ((د سمو لارو نه كارونه)) كې دى.
څرنګه چې يې د سولې او كرارۍ پر مهال تصور نه كاوه چې ممكن يوه ورځ به په دې توره ورځ اوړي ((بشر داسې طبيعت لري چې كله سمندر ولاړ وويني توپان هېروي)) نو كله چې پر داسې ټولواكو ناوړه حالات راغلي، د خپل هېواد د دفاع او ساتلو په فكر كې نه دي شوي بلكې تل يې د تېښتې نقشې برابرې كړي او تل له خپل ميراثي تخت او تاج څخه په دې تمه تېر شوي دي چې په راتلونكي كې به يې ولس د اتلانو له ظلم او تېري څخه تنګ راشي او يوه ورځ به يې بېرته خپل پلرني هېواد ته راوبولي. پورتنى فكر ممكن په هغه صورت كې پر ځاى وي چې د هېواد د ژغورلو لپاره يې د دفاع ټول وسايل او ټولې لازمې هڅې كارولي وي خو ګټورې نه وي پريو تي.
كه يوازې په دې خيال له هېواده لاس واخلي، د راتلونكي د پېښو او بدلونو د يوې خيالي مرستې په تمه چې ښايي ورسره وشي، د خپل پلرني هېواد له ساتنې او دفاع څخه غفلت كوي، شونې نه ده چې ولس داسې يو ټولواك راوبولي.
كه بيا فرضاً ولس په راتلونكي كې داسې يوه بلنه ورهم كړي دغه بلنه ټولواك ته دا ډاډ نه شي وركولى چې هېواد به يې په لاس كې پاتې شي.
څرنګه چې د ټولواك له خوا ددې كار د تر سره كولو لپاره كومه هڅه نه ده شوې، ځكه نو دغه ډول سپارنه د ټولواك لپاره بې ګټې ده.
د هېواد د تلپاتې ساتنې او ولكې لپاره يوازېنۍ ډاډمنه او ګټوره لار دا ده چې خپله ټولواك د هېواد د ساتلو لارې چارې په خپله ځانګړې وړتيا او زړورتيا په خپله برابرې كړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery