مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

شپږويشتم څپركى



د وحشيانو له ولكې څخه د ايټاليا د ژغورنې لپاره يوه مشوره

كله چې تېر شوى وخت په بشپړ او كره ډول راپه زړه كړم، له ځان سره هيښ پيښ شم چې ايا اوسنى وخت به د يوه ستر ټولواك لپاره وړ وي چې د يو روښانه راتلونكي خاوند يې كړي؟ ايا داسې لارې چارې او وسايل شته چې يو نوي هوښيار او زړور ټولواك ته د دې وخت وركړي چې په ټوله ايټاليا كې د نوو ارونو او قوانينو په پلي كولو او د هراړخيزو بدلونونو په رامنځته كولو سره ځان ته وياړ او سرلوړي وګټي او د ايټاليا ولس ته نېكمرغي ورپه برخه كړي.
خو زما په اند اوس مهال د دې كار د ترسره كولو په موخه د نوي ټولواك د مرستې لپاره اړينې لارې چارې او وسايل تيار دي چې په هېڅ وخت كې يې سارى نه دى ليدل شوى. لكه مخكې چې مو يادونه وكړه، پكار وه بني اسرائيل د مصريانو تر اسارت لاندې راشي چې د حضرت موسى عليه السلام وړتيا څرګنده كړي. د دې لپاره چې د لوى كوروس سترتوب په ډاګه شي، پكار وه چې پارسيان د ماديانو تر تېري لاندې راشي. د دې لپاره چې د تيسيوس ستر توب او ستر همت خلكو ته څرګند شي پكار وه چې د اتن اوسېدونكي تيت او پرك شي او په دې ډول اوسمهال: د دې لپاره چې د يو ايټالوي اتل Italian Spirit وړتيا او سترتوب په ډاګه شي، په كار وه چې ايټاليا سپكه او بدمرغه شي لكه چې اوس ده، مانا تر يهودو ډېره خواره او ذليله، تر پارسيانو ډېره د تېريو او ربړو لاندې، تر اتنيانو ډېره تيته او پركه شي او د يو وړ مشر او ډاډمن ټيكاؤ په نشتوالي كې يې ټولې سيمې له ماتې، چورتالان، يرغلونو او تېريو سره مخامخ شي او د هېواد هره سيمه ډول ډول وراني وګالي.
�كه څه هم په دې وروستيو كې د يو شخصيت په ځلېدو د هيلو پلوشې خپرې شوې وې او موږ يې په اړه تصور كاوه، چې ښايي زموږ د علاج او له دې بدبختۍ څخه د خلاصون په موخه به د پاك خداى له خوا ټاكل شوى وي. خو وروسته بيا وليدل شول چې بخت له هغه څخه د پرمختګ په وروستي پړاؤ ((اوج)) كې مخ وګرځاوه او ايټاليا يو وار بيا په يوه مړژواندي حالت كې پاتې شوه او تر دې ګړۍ يو داسې مشر ته په تمه ده چې د هغې پر ټپونو پټۍ ولګوي. د لمبارډې لوټ تالان او د ((ناپل)) د سلطنت او ټوسكاني قلنګونو او باجونو ته نور د پاى ټكى كېږدي او د هغوى ناسور ټپونه چې له اوږدې مودې راهيسې د بې پروايۍ له امله له خييرو او چټليو ډك شوي، پاك كړي .
ايټاليا د پاك خداى دربار ته په دعا ده او زارۍ ورته كوي چې يو داسې څوك راواستوي چې دا هېواد له دې ورانيو او د وحشيانو له تېريو څخه وژغوري. همدارنګه ايټاليا تياره ده چې يوه بيرغ پسې روانه شي خو په دې شرط چې يو څوك يې يو ځل د پورته كولو زړه وكړي.
�اوس ستاسو له نامتوكورنۍ� پرته بل څوك نه شته، چې ايټاليا خپلې هيلې او اميدونه ورپورې وتړي، چې د خپلې پاك لمنۍ او نېكمرغۍ له مخې د پاك خداى او د كليسا له مرستې څخه په بشپړه توګه برخمنه ده او د كليسا مشري يې هم پر غاړه ده، كولى شي له دې بدمرغۍ څخه د ايټاليا د ژغورنې مشري پر غاړه واخلي.
كه تاسو د هغو نومياليو كړنې او ژوند راپه زړه كړئ چې ما يې يادونه كړې، د دې كار ترسره كول به ستونزمن نه وي. كه څه هم هغوى ستر او عجيب اشخاص ول، خو بيا هم پرته له بشره بل څه نه و او هېڅ يوه ته دومره ډېر مهالويش يا فرصتونه نه ول برابر، لكه په اوس مهال كې چې تاسو ته دي. ځكه د هغوى كړنې دومره عادلانه او له نياوه (( انصافه)) ډكې نه وې، نه يې د اوس مهال په پرتله زياتې اسانتياوې لرلې او نه پاك خداى ته دومره نژدې ول، لكه نن ورځ چې تاسو ياست. عدالت او انصاف زموږ پلوى دى. ځكه هغه جګړه چې پر موږ فرض ده پرځاى او عادلانه ده او هغه لښكرې مو پاكې او مقدسې دي، چې موږ په دې موخه خپلې هيلې ورپورې تړلې دي. په دې نيت دلته ټولو چمتووالى ښودلى او چېرته چې په دې كچه راټوليدل او چمتووالى وي او تاسو هم د هغو نومياليو پر لاره تګ وكړئ، چې ما مو پام ورواړاوه، له دومره ستونزو سره نه مخامخ كېږئ.
سره له دې پاك خداى موږ ته خپل بې ساري نعمتونه راپه برخه كړي او نښې نښانې يې راښودلي؛ سيند په منځ كې څيرې شوى، ورېځو د ستاسو پر لارو سوري اچولي، له تېږو څخه چينې بهېدلي، من او سلوىٰ رااورېدلې او دا ټول د دې لپاره دي چې ستاسو د سترتوب او لويوالي وسايل برابر كړي. نو په كار ده چې پاتې نور وسايل يې تاسو په خپله ترسره كړئ. څرنګه چې يې موږ ته پر ځمكه د كړنو خپللاسي او خپلواكي د فاعل مختار په توګه راكړې او دا كار زموږ لپاره په حقيقت كې يو وياړ هم دى، په خپله به پاك خداى زموږ لپاره نور كارونه ترسره نه كړي.
د هغې موخې د ترسره كولو تمه چې ستاسو له نامتو او له وياړه ډكې كورنۍ څخه كېږي، كه د ايټاليا نورو نومياليو او سترو څېرو، چې ما يې يادونه كړې، ترسره نه كړى شوه، د حيرانتيا وړ نه ده. د دې پرله پسې بدلونونو او جګړو په پايله كې كه موږ ته يوازې داسې ښكاره شوې چې جګړه ييزه روحيه او مېړانه مو له كاره غورځېدلې او ستومانه شوې، له دې امله ده چې زموږ پخواني اصول او ترتيبات نيمګړي ول او زموږ په منځ كې لا داسې څوك نه دي راپورته شوي چې نوي اصول او مقررات وټاكي. له نوي قانون، نويو اصولو او مقرراتو پرته بل څه يوه نوي راپورته شوي شخصيت ته دومره وياړ او درناوى نه شي ورپه برخه كولى. دغه ډول اصول او مقررات چې لوړې موخې په كې نغښتې وي، كه په كلكو او ټينګو ستنو ودرول شي، بنسټ ايښوونكى به د ولس تر منځ د ستاينې او درنښت وړ و ګرځوي. په ايټاليا كې د داسې وسايلو او فرصتونو كمى نه ليدل كېږي چې دغه ډول سمونونه مو پرې له خپلې خوښې سره سم رامنځته كړئ. دا هېواد غښتلي او د اړتيا وړ سرتېري لري خو د يو وړ مشر نشتوالى احساسوي. كه تاسو د هغوى دوه په دوه، لاس او ګرېوان جګړو ته ځير شئ، ايټالويان څومره غښتلي او چالاكه دي او ژورفكر لري، خو په لښكرو كې بيا توپير كوي او دا ټول د مشرانو د بې كفايتۍ له امله راپورته كېږي. ځكه څوك چې لياقت او وړتيا لري غاړه غړوي. هر يو خپل ځان ماهر ګڼي، خو تر اوسه زموږ په منځ كې داسې څوك چې د وړتيا، استعداد يا بخت له مخې پر ټولو پورته وي، نه دى راپورته شوى چې نور يې د وړتيا او استعداد په ارزولو خپل مشر وټاكي او پلوي يې وكړي. ځكه نو له ډېرې مودې راهيسې او د تېرو شل كلنو جګړو په ترڅ كې چې هركله زموږ لښكرې له سوچه ايټالويانو څخه جوړې وې، له ناوړه پايلو سره مخامخ شوي او ماتې يې خوړلې. چې د دې جګړو لومړني شواهد د ټارو Taro، ويلا Vaila، بولونا Bologna او مسټري جګړې دي. ځكه نو كه ستاسو نامتو او له وياړه ډكه كورنۍ وغواړي چې د لرغوني پېر د نومياليو كړنې چې د خپلو هېوادوالو د ژغورنې لپاره يې ترسره كړي، د لارې مشال وګرځوي، تر هر څه د مخه په كار ده يوازې له خپلو سرتېرو څخه ملي لښكرې جوړې كړئ، چې د ټولو طرحو او اصلاحاتو يو حقيقي بنسټ دى. ځكه له دې پرته نه شئ كولى رښتيني، وفاداره او زړورې لښكرې پيدا كړئ. كه څه هم هر سرتېرى په يوازې سر ښه زړور دى، خو كله چې هغوى ټول سره يو ځاى د خپل واكمن تر قوماندې لاندې وي، د هغه له خوا يې درنښت او ستاينه كېږي او لګښت يې هم له خپل واكمن څخه تر لاسه كوي، نور هم زړور كېږي.
نو د دې لپاره چې خپل هېواد د ايټالويانو په زړورتوب او وړتيا وساتئ، اړينه ده چې يوازې ملي لښكرې تيارې كړئ.
كه څه هم سويسي او اسپانوي پلې لښكرې ډېرې خطرناكې ګڼل شوي، خو بياهم په دواړو كې يوه نيمګړتيا ليدل كېږي او له دې امله كه يو درېيم لښكر تيار شي، نو نه يوازې دا چې له هغوى سره به برابره سيالي كوي بلكې پر دې به هم ډاډه وي چې په خپل مټ ماتې وركولى شي. اسپانوي لښكرې د سپرو لښكرو په وړاندې درېدى نه شي او سويسي لښكرې له پليو لښكرو څخه ډارېږي او په تېره بيا هغه وخت چې په مخامخ جګړه كې يې مقابله وي. نو لكه په وار وار چې وليدل شول او بيا به هم وليدل شي، اسپانوي لښكرې د فرانسوي سپرو لښكرو په وړاندې د درېدو نه دي او سويسي لښكرې بيا د اسپانوي پلي پوځ په وړاندې ماتې خوري.
كه څه هم د دې وروستۍ وينا د زبات لپاره دلته يو بشپړ لاسوند نه شم وړاندې كولى ، خو بيا هم د �راونا� جګړه يې يوه ښه بېلګه ده.
كله چې پلې اسپانوي لښكرې د جرمني لښكرو له څو كنډكونو سره چې لښكرو يې دسويسي لښكرو ته ورته تكتيك كارولى و، مخامخ شول اسپانوي سرتېرو د بدن په چالاكۍ او د خپلو ډالونو په مرسته د جرمني لښكرو د نيزو تر ګوزارونو لاندې ځان د هغوى څنګ ته ورساوه او پرته له دې چې له كوم ګواښ سره مخامخ شي، پر هغوى د بريد جوګه ول. خو جرمنيان بې مرستې پاتې شول او نه يې شو كولى له ځانه دفاع وكړي. كه سپرې لښكرې د هغوى مرستې ته راغلې نه وى او پر اسپانوي لښكرو يې بريد نه وى كړى، اسپانويانو به ټول جرمنيان تر خپلې تورې تېر كړي وى.
اوس چې د دې دواړو پليو پوځونو نيمګړتياوې څرګندې شوې ممكنه ده خپل نوى لښكر داسې وروزئ چې د سپاره پوځ په وړاندې ودرېږي او له پلي پوځ څخه ډار ونه لري. اړينه نه ده چې د دې موخې لپاره تاسې يو نوى لښكر تيار كړئ، په زاړه لښکر كې بدلونونه راولئ او دا له هغو اصلاحاتو او پرمختګونو څخه دي، چې يو نوي ټولواك ته نوم ، شهرت او ځواك ورپه برخه كوي.
نو د ايټاليا د ژغورنې لپاره يو داسې مناسب مهال چې دغه هېواد ته دا وار په لاس وركوي چې د خپلې خپلواكۍ اتل راميدان ته كړي، بايد بېځايه تېر نه شي.
دا چې د ايټاليا ټول هغه ايالتونه به چې د پرديو د تېري له امله په كنډوالو بدل شوي دي په څومره چټكه، نه سپمونكې سرښندنې، وفا، فداكارۍ او د خوښۍ پر اوښكو، چې پر مخ به يې خورې وي، خپله مينه د خپل اتل ټولواك په وړاندې ښكاره كړي د ويلو يې ټول عاجز دي. هغه به څه ډول دروازې وي چې د ورته ټولواك پر مخ به وتړل شي؟ څوك به وي چې د امر له منلو يې انكار وكړي؟ كوم سيال به د هغه په وړاندې خپله ناخوښي څرګنده كړي او د هغه د پرمختګ مخه به ونيسي؟ كوم ايټالوى به د هغه له درناوي او ملاتړ څخه سرغړونه كوي؟ په داسې حال كې چې د وحشيانو د ولكې تريخ خوند ټولو څكلى دى.
ځكه نو د دې وخت رارسېدلى چې ستاسو نامتو او له وياړه ډكه كورنۍ د دې چارو ټول واك، په هغه مېړانه او هيله چې ټولې دا ډول كړنې يې پر غاړه اخيستي دي يو وار بيا په لاس كې واخلي چې تر بيرغ لاندې يې زموږ ګران هېواد سرلوړى، له سيالانو سره سيال او تر سيوري لاندې يې د پيټرارك Petrorch دا وينا رښتينې كړي چې واېي:

پاک لمني مېړني به له وحشت سره جــنګېږي
حقیقت به جګړه یوسي تور پوځونه به ماتـېږي
لا زاړه روم ته ورپاته دغیرت او پت کـیسه ده
لا هغه ایټالویان دي د ژوند اور پکښی بلــېږي
د دې بيتونو ژباړه عبد الباري جهاني كړې ده

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery