مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ټولواك تګلاره



ددې كتاب منځپانګه د لوېديځې سياسي ګروهې اصلي وينا ګڼل كېږي. دنېكولو مكياوېلې دا اثر ((ټولواك)) د يادې شوې ګروهې په اړوند د پلټنې په موخه د نورو هغو تر منځ زيات كاريدونكى بلل كېږي. دا كتاب د ايټاليا د دولتي سيسټم د له منځه تللو څخه وروسته د دولتي ادارې د بيارغاونې او د ټوټه شوې ايټاليا د يوالى او د زمكې د نقشې پر مخ يې د يوه هېواد په توګه د رامنځته كولو لپاره وليكل شو. ددې هېواد دولتي سيسټم ځكه له يوې پېړۍ څخه د زيات وخت لپاره پر ملكوالطوايفۍ واوښت او وپاشل شو چې د څو ښارونو ((فلورېنس، وېنېس، ميلان او ناپل د سلطنت)) او د كليسا واكمنو له يو بل څخه ځان وچت ګاڼه. پادريانو د مذهبي ګروهې د لرونكو او پلي كونكو په توګه ځان تر نورو وچت ګاڼه او نورو واكمنو د سياسي او پوځي ځواك د ښو پلي كونكو په توګه! خو كله كله د كليسا واكمن هم دې ته اړوتي دي چې پوځي ځواك په اغېزمنه توګه وكاروي. دوى به تل په دې هڅو لګيا وو چې د خپلو ولكه ييزو سيمو امنيت ګډوډ او له تاوتريخوالي ډك وساتي او يو له بل څخه سر پورته نه كړي. وېنېسيانو د فرانسې، د اسپانيا او اوتريش ځواكونه راوبلل چې دايټاليا واك د وېنېس د وګړو لاس ته ورشي. دا رابلل شوي ځواكونه ډېر كمزوره او له جګړيزو ارونو لرې ساتل شوي وو خو ناڅاپه دا سرتېري بريالي وختل او د پنځه ايټالوي دولتونو د ټلوالې ځواك يې مات كړ. دا ځانپالنې او واكپالنې ددې لامل وګرځېدې چې ايټاليا د واكپالو ګاونډيو هېوادونو د پوځي او سياسي لاسوهنو په پايله كې ټوټه شي چې د ايټاليا واكمنو دخپل واك او ځواك د مركزونو ولكه د لوېدو په حال كې وليده. نو نېكولو مكياوېلې دا كتاب د فلورېنس واکمن لورېنتسو دې مېديچي ته پر 1513 ز كال وليكه. په دې كتاب كې ښاغلي مكياوېلې هڅه وكړه چې د دي مېديچي له واكمنۍ سره دا مرسته وكړي چې نه يوازې په واك كې پاتې شي بلكې ټوله ايټاليا د بهرنيو ځواكونو له منګلو وژغوري.
په دې كتاب كې يوه داسې جمله شته چې واېي ((په ايټاليا كې د وحشيانو د ولكې تريخ خوند ګردو كتلى دى)). په وروستي څپرکي کې د ليکوال له خوا دا هڅه شوې ده چې لورېنتسو ته د وحشيانو له ولکې څخه د ايټاليا د ژغورنې سلا ورکړي.
كه له دې كتاب څخه دا مانا واخلو چې د فلورېنس واكمن ((لورېنتسو دي مېديچي)) ته د ايټاليا د كورنيو چارو د سمون سلا او مشوره وركړل شوې ده كېدى شي ډېره پر ځاى خبره وي.
د كتاب په يو ځاى كې په دې ټكي ټينګار شوی چې څه وخت ((په څه ډول شرايطو كې)) له وګړو سره په ترخه لهجه خبرې وشي او له فشار څخه كار واخيستل شي او يا څه وخت هغوى تېر ايستل شي لنډه يې دا چې دا كتاب د سياسي ډګر د لوبغاړو لپاره ډېر په زړه پوری دى او سياستوالو ته چلول او ددغې لوبې اصلي هنر ورښيي.
خو د كتاب ځينې نور سرليكونه د مكياوېلې د سياسي تجربو څرګندوى دي.
د مكياوېلې په اند روميان د هېواد په سياسي چارو كې ډېر پوه او هو ښيار خلك وو. ځكه هغوى به نه يوازې د خپل وخت د ګډوډيو د له منځه وړلو يا كرارولو فكر كاوۀ بلكې راتلونكى يې هم ارزاوۀ او غم يې مخكې له مخكې خووړ.
دوى به د ستونزو وړاندويېنه كوله له همدې امله يې اوارى هم ورته ساده كار وو.
همدا دليل به وو چې روميانو چاته پر هېواد د پوځي بريد موقعې نه ورکوله. روميانو ټينګه ګروهه درلوده چې جګړه د مخنيوي نه ده خو ځنډول يې په بشپړ ډول د دوى په زيان دي.
د ښاغلي مكياوېلې بله تجربه داده چې ټول زيانونه بايد له ځان سره وار له مخه وارزول شي او ګرد پر يو وخت ور ورسول شي. دى واېي چې دا ناورين به د ډېر لږ وخت لپاره د خلكو په ذهنونو كې پاتې شي او ډېر كوچنى به بلل كېږي خو كه واكمن ژر تر ژره ځپل شويو خلكو ته مرستې ورورسوي دا مرستې به تر ډېره د خلكو په ذهن كې پاتې شي او له امله به يې د واكمن نوم په ډېر درنښت يادېږي.
د ټولواك د ليكوال ټينګار دا دي چې سخاوت او زړه سوى واكمن د حقارت او د كركې خوا ته راكاږي او دى واېي چې يو واكمن بايد ددوه ډوله ځناورو خويونه ولري: ((ددې لپاره چې ټولواك په څه ډول د ځناورو له خوى څخه په بشپړ ډول ګټه واخلي بايد د ځناورو له منځه د كيدړې او زمري ځانګړتياوې د لارې مشال وګرځوي. ځكه زمرى تل په جال كې نښلي او ګيدړه له ليوانو ځان نشې ساتلى. نو د كيدړې خوى بايد ولري چې جال وپيژني او زمرى وي چې ليوان وويروي. هغه څوك چې يوازې د زمري پر ځانګړنو ډډه وهي هوښيار نه دى. .))
د ټولواكو د پټو كړنو لپاره داسې يو مركز نشته چې هلته سړى ورشي او د هغوى د كړنو او اعمالو په اړوند ځان خبر كړي او يا ترې معلو مات وغواړي، مكياوېلې همدې خبرې ته اشاره كوي او زياتوي چې خلك د ټولواكانو په ښكاره ((ظاهري)) كارونو بسنه كوي او پر پايله يې قضاوت كوي، خلك له دې خبر نه دي چې پاچا په پټه د هېواد د ګټو د خونديتوب لپاره په څه ډول كارونو اخته دى په بله وينا كه يو واكمن كومه لاسته راوړنه ولري خلك يې ستايي او د سم لاسي ګټو لپاره يې خوښي كوي خو په دې نه پوهېږي چې واكمن پر كومو ماهرانه پريكړو يا وسايلو لاسته راوړې ده.
د ټولواك ليكوال سپارښتنه كوي پرېږدئ چې يو واكمن يې په خاوره كې واكمني ټينګه كړي خو دا خبره هم كوي چې كه واكمن يې د خپلې واكمنۍ د ټينګښت او پراختيا لپاره له هر ډول وسايلو څخه كار اخلي د ستاينې وړ دى.
يوه ډېره مهمه مسئله چې ښاغلي مكياوېلې په دې اثر كې څيړلې ده هغه له واكمن څخه د ويرې او مينې مسئله ده، مكياوېلې واېي ښه داده چې له واكمن سره مينه هم وشي او ويره هم ترې وشي او واېي كه له دې څخه يو وټاكو نو ښه داده چې ويره ترې وشي. ځكه دده په اند ويره سوله ييزه ده.
د مكياوېلې استدلال دادى چې خلك نا شكره، اوښتونكي او غولېدونكي دي، له ګواښونو او خطر څخه د ځان د خلاصون لپاره هڅه كوي، د ګټو په ورسولو خوشالېږي او څوك چې ددوى لپاره ګټور وي هغوى يې ملاتړ كوي، په داسې يو واكمن دوى سر وركوي، د خپلو زامنو، شتمنۍ او ان د خپلې وينې د وركړې لپاره ټټر وهي خو چې خطر لرې وي. كه خطر رانژدې شي او د جګړې د رامنځته كېدو شونتياوې زياتې شي او داسې و انګېرل شي چې ستا واك له ګواښ سره مخامخېدونكى دى نو دغه خلك بېرته پر تا راتاوېږي، مانا دا چې د ويرې حالت د ټولواك واك او ځواك ((عظمت او جلال)) ته په پام سره د خلكو تر منځ رامنځته كېږي خو مينه خلك په خپله خوښه كوي.
نو د مكياوېلې په ګومان واكمن بايد خپل دريځ داسې برابر كړي چې خلك ترې د ويرې احساس وكړي .
هوښيار ټولواك د مكياوېلې په اند په خپلې ژمنې ولاړ پاتې كېدى نشي تل اوښتونكى وي.
كه د يوې چارې تر سره كول د هغه په زيان وي او يا د ځينو لاملونو له مخې ژمنه وركړي، د وخت په تېريدو سره كه هغه حالت چې واكمن يې د ژمنې وركولو ته اړويستلى و شتون ونه لري، ښه داده چې ځان غلى كړي او داسې وګڼي چې ده له هيچا سره ژمنه نه ده كړې. ځكه هغه څه چې نوموړى يې دې كار ته اړ كړى وۀ نور نه دي پاتې او يا د خلكو له ذهنه وتلي دي.
دا خو ښه ده چې سړى زړه سواندى، وفادار، مذهبي، پرهيزګار ه او عادل وي خو د مكياوېلې په باور سړى بايد چمتو اووسي چې كه يوه ورځ ددې ځانګړتياو مخالفو كړنو ته اړتيا پيدا شي په اسانۍ وكولى شي چې خپل يې كړي يانې غوره يې كړي. دى دغه مسئله په دې بېلګه كې روښانه كوي ((نه شم کولى له يوې اوس مهالې بېلګې څخه تېر شم: شپږم پاپ الكسانډر په خپل ټول عمر كې د خلكو له تېرايستلو پرته د بل څه نيت نه درلود او له دې امله هغه سادګان چې تېروتلو ته چمتو ؤ، په چاپېريال كې يې ډېر پيدا كېدل. هېچا د هغه هومره پر قسم پياوړې شوې ژمنې نه وركولې او نه څوك د هغه په څېر د ژمنو د ساتلو مينه وال ښكارېدل. خو څرنګه چې هغه د بشر فطرت په ښه ډول پېژندلى و، ټولې تېرايستنې او له ژمنو څخه سرغړونې د هغه له هيلو سره سمې بريالۍ كېدې.
له دې كبله، يوه واكمن لپاره د ښو ځانګړنو لرل چندان مهم نه دي. اړينه دا ده چې د دې ځانګړنو د تش په نامه ښودلو فن يې په ښه توګه زده وي. په جرئت ويلى شم كه هغه په رښتينې توګه د ښو ځانګړنو خاوند وي او پر هغو عمل وكړي په زيان يې تمامېږي، خو د دې ځانګړنو تش په نامه ښودل يا نه لرل يې ورته ګټور دي. د بېلګې په توګه: ډېره ښه ده چې سړى زړه سواندى، وفادار، خواخوږى، عادل، پر مذهب ولاړ ځان وښيي او په باطن كې هم همداسې وي، خو د سړي فكر بايد داسې عيار وي چې كه چېرې يوه ورځ د دې ځانګړنو متضادې لارې خپلولو ته اړتيا پيدا شي نو په اسانۍ وكولى شي چې له سړيتوب څخه د ځناور خوى ته واوړي. ))
يو ټولواك څه وخت او په كومو شرايطو كې د ولس له كركې سره مخامخ كېږي. دا مسئله په دې توګه ښاغلي مكياوېلې راخيستې ده.
((لكه چې وويل شول يو ټولواك پر هر څه سربيره په دې له كركې او نفرت سره مخ كېږي چې لوټ ماري كوي او د خپل ولس شتمنۍ او ناموس ته لاس غځوي. تر نورو ټولو لارو له دې لارې په ځانګړي ډول ډېر له كركې سره مخامخ كېږي، چې بايد له دواړو څخه ځان وساتي.
خلك داسې دي چې كله يې څوك شتمنۍ او نا موس ته لاس نه وراوږدوي، ځانونه خوښ او سوكاله ګڼي او ټولواك اړ دى چې يوازې د څو كسانو له ځانپالنې سره سيالي وكړي، چې د هغوى مخنيوى به هم بېلابېلې لارې ور اسانه کړي.
يو ټولواك هغه وخت حقير او د كركې وړ شمېرل كېږي چې بې ثباته، سپك، ښځنئ، تنګ نظرى، بې تكله او په جديت نه ولاړ وګڼل شي.))
ډېر ځلې د هېواد د پرمختګ، ساتنې او هوساينې لپاره دې ته اړتيا شته چې ټولواك ځينې شيان وزغمي او ترې تېر شي، يو ټولواك هغه وخت ښه نوم ګټي چې رښتنى ملګرى وګڼل شي او يا يو هوښيار دښمن ځان وښيي يانې كه دوه ګاونډي هېوادونه يې په جګړه اخته وي، دى بايد بې پرې ((بې طرفه)) پاتې نه شي، د جګړې له يوۀ لوري سره بايد ودرېږي، ځكه كه ستا دوه غښتلي ګاونډيان په خپلو كې پر جګړه اخته وي ، يا به له ګټونكي څخه ويره لرې يا به يې نه لرې خو په دواړو حالاتو كې تا ته دا ښه ده چې له يوه سره ودرېږې او له بلې خوا سره عملا پر جګړه لاس پورې كړې.
مكياوېلې په خپل كتاب ((ټولواك)) كې دا هر څه رانغښتي دي او دا هم واېي چې كه يو واكمن په پوره زړه ورتيا د جګړې له يو لوري سره ودرېږي كه هغه يو غښتلى او ځواكمن هېواد وي او په جګړه كې يې برى په برخه شي نو تل به دغه واكمن د هغه د نژدې ملګري په توګه پاتې وي او له مهربانۍ او مرستې څخه به يې برخمن وي. ځكه هغه هېواد يې ځان د احسان پوروړى ګڼي، په همدې ترڅ كې د دواړو هېوادونو تر منځ د ملګرتيا اړيكي ټينګېږي كه دغه هېواد جګړه هم بايلي خو تل به د مرسته كونكي واكمن هركلى كوي او خپله وس به د هغه په مرسته كې كاروي.
كه دواړه ګاونډيان د وېرې وړ هم نه وي، ښه داده چې ته بې طرفه پاتې نه شې ځكه ته له يوه سره د بل په له منځه وړلو كې مرسته كوې كه هغه هېواد چې ته يې په جګړه كې مرسته كوې ستا په مټ برى تر لاسه كړي، هغه هېواد په يو ډول نه يو ډول ستا په اختيار كې لوېږي.
پر يو هېواد د بريد لپاره اړينه ده چې واكمن بايد له غښتلي او ځواكمن هېواد سره د ټلوالې له رامنځته كولو ډډه وكړي. ځكه د مكياوېلې په ګومان مرسته غوښتونكى هېواد بيا د ځواكمن هېواد په لومه كې لوېږي.
مكياوېلې دا خبره په ډاګه كوي چې د يو هېواد واكمن بايد د كمزورو هېوادونو خواخوږى وي او ځواكمن هېوادونه بايد وټكوي او په وړاندې يې پرېكنده دريځ ولري، يو واكمن هغه وخت حقير ګڼل كېږي چې غوڅ دريځ ونه لري او ګړۍ په ګړۍ يې بدلوي رابدلوي.
واكمن ((ولسمشر، ټولواك)) چې يوه پريكړه كوي دا يې بايد ارو مرو اټکل کړې وي چې پريكړه يې څومره په زيان ده په دې لړ كې بايد هغه تګلاره غوره كړي چې زيان يې ډېر لږ وي.
په دې كتاب كې ډېره مهمه مسئله چې ښاغلي مكياوېلې څيړلې ده د چاپلوسانو موضوع ده چې څه ډول د هېواد واكمن له كورنيو مسايلو څخه نا خبره ساتي.
د واكمن زيات سلاكاران ددې پر ځاى چې د هېواد مشر ته په اړوندو مسايلو كې ښې مشورې وركړي په دندو كې د پاتې كېدو لپاره هغه ته چاپلوسي كوي او د حقيقت پر ځاى هغه څه ورته يادوي چې فكر كوي واكمن پرې خوشالېږي.
مكياوېلې سپارښتنه كوي چې د سلاكارانو په ټاكنه كې بايد له ډېر دقت څخه كار واخيستل شي.
دوى فكر كوي چې واكمن ته كه رښتيا وواېي د هغه غوصه به راوپارېږي او دا كار به دده دندې ته زيان واړوي. دا ډول سلاكاران چې مكياوېلې ترې يادونه كړې د يو نوي دولت د اداري سيسټم د ټينګښت پر ځاى د هغه ريښې پرې كوي او ولس د هېواد له مشر څخه نهيلى او خپه كوي.
زما په ګومان د دغه ډول اثارو ژباړه په ځانګړې توګه په اوسني افغانستان کې مهمه ده. افغانان اوس يو ځل بيا د ادارې او حکومت جوړولو هڅه کوي. کيدای شي د ((ټولواک)) ځينې برخې په اوسنۍ نړۍ کې کټ مټ عملي نه وي خو د پېښو بېلګې يې په نوې بڼه اوس هم ليدل کېږي د هغو په وړاندې د مناسب غبرګون لپاره د مکياوېلې اثر ښايي ګټور وي.
خو يوه بله خبر هم چې ډېره زياته مهمه ده هغه داده چې افغاني ټولنې ته ددې اثر ژباړې دا ځواك وركړ چې سياستوال، د سياست مينه وال او سياسي څيړونكي يې په خپلو پلټنو او څېړنو كې تر ګردو نوماند او زيات كارېدونكي سياسي اثر په توګه ولري او لږ تر لږه په دې پوهه شي چې سياست يانې څه؟

حنان حبيبزى
د مزار شريف ښار
۱۱،۰۱،۰۶
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery