مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

انتساب


دا کتاب په جدا جدا حوالو زه دَ پښتو ژبي هاغه نوموړو لیکوالانو ، شاعرانو ، ادیبانو او نقادانو ته اهداء کوم چا چې په پښتو ادب کې وخت په وخت دَ قدر وړ اضافې کړي دي ، بلکه دې سره یې دَ معیار دَ یو اعلی روایت بنیاد هم ایښی دی -
ـــــــــــــــ
دَ خدائی بخښلي غني خان چې شاعرانه تخئیل یې زما فکر ته هر ځل یوه نوې رڼا بخښلې ده -
ـــــــــــــــ
دَ پښتو دَ ناول دَ هغه ناویاته فکر لیکونکو محترم سعدالدین شپون ، ډاکټر شیر زمان طائزی او ښاغلي غازي سیال په نوم ... دَ چا ناولونو چې پښتو ناول شته کړی دی -
ـــــــــــــــ
دَ پښتو ژبې هاغه سفرنامه لیکونکو په نوم چې دَ پښتو سفرنامې خائسته روایت یې په فکر او هنر پاللی دی .... ستر خوشحال خان خټک ، خدائی یخښلی حمزه شینواري او ښاغلی طاهر آفریدي -
ـــــــــــــــ
دَ جدید طرز اُسلوب لرونکو ښاغلي بیر محمد کاروان ، ملګري عنایت الله ضیا ء، مېرمن نجیپه سارابیاباني او سعید ګوهر په شان دَ هاغه لیکونکو په نوم چې دَ علامت په خوږه پسته اشاره کې دَ زړه لو ژوند خبره کوي-
ــــــــــــــ
دَ ښاغلي سلیم راز او ګران محترم ایاز داؤدزئی په نوم .... چې دَ کره کتنې په فن او هنر قدرت لري
ـــــــــــــــ
او په تېره دا هر څه ....
دَ شلمې صدۍ دَ هاغه ستر نقاد په نوم چې په ادبي دُنیا کې دَ قلندر مومند په نوم خپله بېژندګلو لري او چا چې پښتو ژبې او ادب ته په ډېره راستۍ ... دَ خپل فکر او علم یوه نوې لاره ورکړې ده -

سیده حسینه ګل

دَ مصنفه چاپ كتابونه
۱- " شپون شپول شپېلۍ" ( شاعري ) كال 1990
۲- " خو ته خبرې كوه " ( شاعري ) كال 1998
۳- " دا هم هغسې موسم د " ( شاعري ) كال 2003
۴- " افضل .. افضل شوق " ( تنقيدي جائزه) كال 2006

دَ مصنفه ناچاپه كتابونه
۱- " تصوير " ( افسانې ) ناچاپ كتاب
۲- " منګوټی " ( ناول ) ناچاپ كتاب
۳- " ډرامې " ( ريډيو ډرامې) ناچاپ كتاب
۴- " سفرنامه هند " ( سفرنامه) ناچاپ كتاب

دَ مصنفه مرام
دَ پښتون قام سر لوړي غوښتل ..... خو دَ پښتو په انساني ننګ

دَ مصنفه پېغام
دَ پښتون قام سرلوړي غوښتل .. خو دَ پښتو په انساني ننګ - پښتانه قلمكاران كه غواړي چې دَ مخته وتو قومونو دَ اديبانو او شاعرانو سره سيالي اوكړي .. نو هغوئ دې هم داسې ادب تخليق كول شروع كړي ، چې دَ عصر دَ روح ريښتوني ترجماني كوي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery