مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

حسينه ګلدَ پېغلتوب شاعره


( دَ اياز داوْدزئي دَ هغې تاثراتي مضمون په تاثر كې چې هغه دَ حسينه ګل دَ كتاب " دا هم هغسې موسم دی" دَ مخ كتنې په دستوره كې په اوويشتم اپرېل 2004 په اكادمي ادبيات اسلام اّباد كې اورولی وو او ما له ئې هم دَ دغه مضمون يو نقل رالېږلی وو)

دَ صدو نه چې وو انښتی په مرو كې اّوازونه
په سينو كې چې خوندي وو دَ پېغلوكو پټ رازونه
تا راغونډ كړه په يو راز كې چې پخپله هم يو راز وې
تا دَ حس ژبه چې وركړه لږ صفا شو اّوازونه
ته دَ دې عصر بلائټس شوې ، ته دَ دې عصر سېفو شوې
تا دَ زړه خبرې اوكړې ، دَ وئيلو چل دې زده وو
تا سينه چې وه ډال كړی بلا غشې درخواره وو
يو يو غشی به په شا شو ستا فن څه وو يو جادو وو
ته دَ خپل فن چنغله شوې كه نه فن وو ستا چنغول شو
چې ته فن ئې كه فن ته ئې ، دواړه يو بل كې تحليل شوئ
دَ رسمونو او قيدونو په زندان كې وې راګېره
دَ زندان تمبې دې واكړې تا دَ فن منتر پرې چُف كړو
ستا دَ وخت په نبض لاس وو .. وخت هم دغه مناسب وو
چې محسوسو احساساتو له دَ فن ژبه دې وركړې
كه تنها وې تنها نه ئې چې خپل فن سره منسوب ئې
اوس دَ پېغلو پېغلو جُونو پټ خوبونه دې همراه دي
دَ تنكو تنكو خوبونو يو نازك غوندې تعبير شوې
ته دَ پټو ادراكاتو هنداره شوې يو تفسير شوې
ته څه نره پښتنه ئې او پښتو دې وړومبۍ مينه
نورې ميني به دي هم وي دَ پښتو نه چې زار كړی
تا بخښلې چې خپل فن ته همه حسن او جمال دی
چې اياز ئې معترف دی ستا هنر خو باكمال دی
" ستا وجود دَ روان عصر يو جواز او هم اعجاز دی "
زه په خپل او پردي نه يم اعتراف وو ما هم كړی
۱ - بلائټس او سېفو .. دَ نن نه څه دپاسه دوه نيم زره كاله مخكې دوه شاعرانې چې دَ زړه خبري ئيې دَ شاعرۍ موضوع وه او شايد په وړومبي ځل دَ پېغلتوب دَ ادراكاتو او احساساتو ذكر ئې په وضاحت او صداقت سره خپله شاعرۍ كې كړی وو � دَ هغوئ نومونه دَ جرات اظهار په حواله راغلي دي -
۲ - اياز .. اياز داوْدزئی

قمر راهي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery