مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دَ بُلبل ګويائي ... دَ ګل په ژبه


سمدستي تاثرات _______ اياز داؤدزئى
دَ حسينه ګل دَ ليك لوست شوق دَ كچه عمر نه دَ جنون حد ته رسېدلی وو � دَ كچه عمر شاعري ئې ، دَ ليك لوست او دَ پېښور ، كوئټې او كابل رېډيو سټېشنونو نه دَ نشركېدونكو ادبي، ثقافتي او تجزياتي پروګرامونو دَ اورېدو دَ عمل دَ كُومي نه اوزېږېده � او دَ عمومي قبوليت او تحسين مقام ته اورسېده � دَ "شپون .. شپول او شپېلۍ" اولنۍ مجموعه ئې زما له سترګو نه ده تېره شوی .. خو نورې دوه مجموعې " خو ته خبرې كوه" او " دا هم هغسې موسم دی" ما لوستلي دي � دَ دې اّخري كتاب "دا هم هغسې موسم دی" مخ كتنه دَ اسلام اّباد دَ اكادمي ادبيات پاكستان په هال كې په 27م اپرېل 2004 دَ اكادمي او دَ اسلام اّباد پښتو سوسائټي په اشتراك شوی وه � په دغه كتاب ما په دغه موقعه څو خبرې كړي وې � نو ځكه په دې ليك كې دَ هغې په شاعرۍ دَ نورو وئيلو حاجت نه ګڼم � دغه ليك دَ پښتو اكېډمۍ پېښور په "پښتو" مجله كې چاپ شوي وو� دَ ادب مئينانو كه نه وي لوستلی نو اوس دي اولولي .. چې دَ هغې دَ شاعرانه وارداتو دَ وسعت ارزښت او معيار نه په ښه شان خبر شي � دَ دغې دستورې نه چې مونږ په ستنه راتلو ، نو جهان ګرد افضل شوق زه په خپل موټر كې كورته دَ رسولو دپاره كښېنولم � شپه وه .. تېز باران وو او جړق شو چې شوق صاحب ګاډې دَ ځان نه وړاندي ګاډۍ سره اوجنګولو.. دواړه بچ شو� ما وئيل شوق صاحب!! دَ شاعر او بيا ستا په شان دَ اّفاقي شاعر فكر هم لكه ستا سېلانی وي � نو ښه وه چې ګاډې اوجنګېدو خو مونږ هم بچ شو دواړه � ګاډۍ هم بچ شوه � شائيد سعيدګوهر هم راسره ناست وو � دَ افضل شوق خبرې ډېري پستې وي .. ته به وائې لكه چې بُلبل چغېږې � نو هغه په ټوله لاره هم هغسې دَ مزې خبرې كولې -
بيا څه موده پس په كاكا صاحب كې دَ حسينه ګل دَ ورور دَ واده وليمه وه � نو زه دَ خپل وراره عنايت الله ضياء سره دَ پېښور نه كاكا صاحب ته لاړم � په پښتو ادب ورك لېونی عبدالكريم بريالی دَ كوئټې نه دَ حسينه ګل په دعوت ځان را رسولی وو � په دغه موقعه نور هم دَ پښتو ليكوال او شاعران موجود وو � ښه وخت تېر شو � خو كومې خبرې چې ما له ډېر خوند راكړو .. هغه دَ حسينه ګل دَ والد صاحب ميان مظهر شاه كاكاصاحب ادبي او عالمانه خبرې وې � هغه ټول موسكا موسكا ټول مينه مينه وو � هغه دَ قلمكارۍ په واسطه زه پېژندلم او هم په دغه نسبت ما هغه پېژندلو� خو شائيد دغه زموږ اولنی مخ په مخ ملاقات وو � دَ هغه شخصيت او دَ هغه دَ وينا نه ډېر متاثره شوم � الله پاك دي ډېر ژوند وركړي � دَ پښتو او اُردو ښه ليكوال دی -

دغه ځای نه مونږ دَ قمر راهي صاحب دَ سلام دپاره په دريو ګاډو كې مردان ته لاړو � بريالي صاحب دَ مردان دَ ځينو نورو مُنورينو سره هم ليدل غوښتل � ځكه نو زه او شوق صاحب دَ مردان نه دَ هغه په ګاډۍ كې مازيګر تېر اسلام اّباد ته راروان شو � په لاره مونږ دَ هغه دَ يو "خيال" ګوټونه كچ كول � دغه خيال هغه دَ ناول په قالب كې ځايول غوښتل � هغه دَ اهرام مصر دَ فرعونانو دَ زمانې په پس منظر كې ناول ليكل غوښتل چې هم په كې دَ هغه وخت كردار موجود وي او هم په كې دَ دې جديد خلائي دور كردار په منطقي انداز خپل رول ادا كوي � دَ دغه ناول پلاټ زېربحث وو .. ښه په شړق باران راورېدو � نو جړق شو .. شوق صاحب هم اولړزېدو، زه هم اوبهوګڼېدم لكه چې دَ خوب نه راويښ شوي يُو � دَ ګاډۍ بونټ دَ ګاډي دَ چت سره اولګېدو � شوق صاحب زما نه زارېدو، قربانېدو � ما وئيل شوق صاحب ښه ده .. دواړه بچ شو � خو ګاډې ډېر سخت خراب شوی دی � هغه وئيل.. ګاډې به بيا جوړ شي � خو ښه ده چې ته خدائی بچ كړې� ما وئيل .. ځان نه يادوې � هغه وئيل ځان ... او په بړق بړق په خندا شو � او ماته يو شعر راپه پاد شو -
چې هم شته دي اوهم نشته،په دې ژوند كې دا هم ژوند دی
عُنقا ماته هوسېږي ............ ... .. زه پسخېږمه عُنقا ته
خبره په بله لاړه � ما دا ليكل غوښتل چې دَ افضل شوق په ټولو تصنيفاتو.. دوه (2) شعري مجموعې ، درې (3) سفرنامې او يو ناول، چې حسينه ګل په خپل ړومبي نثري كتاب " افضل .. افضل شوق " كې ورباندې داسې ځانګړې تجزياتي مطالعه ليكلی ده چې افضل شوق كه افضل دی ، نو حسينه ګل هم په دغه كتاب كې خپل خانداني " فضيلت" په ښه شان په كار راوستلی دی � دَ حضرت كاكا صاحب رحمته الله عليه په بركت په دغه كلي كې داسې وتلي قلمكاران زېږېدلي دي چې دَ پښتو ادب ئې پنګه وركړی دی � په دغو شخصيتونو كې ارواښاد ميان تقويم الحق هم وو چې پروفېسر ډاكټر محمد همايون هما په خپل كتاب "ښكلي ښكلي خلق" كې وائي " نابغه" وو � خو خدائی بخښلي ميان بهادرشاه ظفر هم دَ تاريخ نه تر لُغاتو .. ډېر څه وركړي دي � مرحومه س � س� بي بي ( سيده بشرى بېګم) چې قام پرسته اولنۍ پښتنه شاعره وه � اوس دَ پښتو په ادب كې اساطيري حېثيت لري � نو دَ كاكا صاحب تاوْ راتاوْ غرونو كې لعلونه خو ډېر پيدا شوي دي � خو اوس په كې سدابهار " ګل " .. " ادبي ګل " هم غوړېدلی دی � دغه " ګل" دَ حسينه ګل په نوم داسې ادبي شهرت موندلی دی چې كه الله پاك ته منظوره وي .. نو انشاالله چې دا به هم دَ مېرمنو اديبانو په ټولۍ كې دَ ليجنډ مقام ته اورسي � دَ دغسې مقام نښې نښانې ما دَ هغې په شاعرۍ كې خو ليدلي وې .. او دغه علامات دَ هغې په دې نثري كتاب كې واضحه ښكاره شول -
ما چې دَ دې ليك دَ عنوان فكر كولو ، نو دا خيال راغلو چې اوليكه چې.. حسينه ګل فني ، ادبي او انتقادي شهزادګۍ � بيا مي وئيل .. نا .. حسينه ګل .. دَ افضل شوق دَ فن او فكر مُغيره � په دې مي هم زړه اوبه اونه څښكلې � نو ما وئيل .. حسينه ګل .. زړَه وره قلمكاره � ناګهانه دَ رحمان بابا دا شعر راوړاندې شو،
اې رحمانه ! دَ بُلبلو ژبه زده كړه
دغه پسته په صفت دَ "ګل" اندام شه
او دې شعر دَ ځان سره دغه عنوان راوړو چې دَ دې ليك په تندي ليكلی شوی دی � دَ " بُلبل" ګويائي .. دَ " ګل " په ژبه � دا استعاراتي عنوان مې ځكه خوښ شو چې حسينه ګل په دې كتاب كې وائي چې .. افضل شوق " عالمي او اّفاقي مشاهدات او تخيلات په كليواله پښتو كې ځايوي او چې كله نه ځائېږي نو علاميت .. اشاريت او زمز و ايما" ته مخه كړي � نو دَ دغسې ابلاغ تفهيم دا اقتفا ْ لري چې دَ وراني سر په چُوف منتر بيا موندی شي � خو دا هم دَ دې عنوان كافي جواز نه دی � دَ دې عنوان جواز دَ رحمان بابا دَ شعر دَ بېن السطور نه راويستلی كېدی شي � هغه دا چې رحمان بابا دَ ګل دَ صفت دپاره دَ بُلبل ژبه زده كول لازمي ګڼي � خو دَ بُلبل په ژبه هم ګل پوهېږي � او "ګل" چې هر كله دَ دغې ژبې بل چاته دَ رسولو هڅه اوكړي .. نو ټوله فضا په خپله خوشبو معطر كړي � دَ "ګل" ظاهري حسن كه هر څو دَ " ګل" دَ څهرې نه څرګندېږي � خو حقيقي ښكلا دَ خوشبو په ژبه څرګندوي � نو مونږ دا وئيلی شو چې ګل هم ژبه لري او دغه ژبه ئې خوشبو ده � خوشبو داسې ژبه ده چې هر څوك پرې پوهېږي .. تر دې چې ماشومان هم ترينه لطف اندوزه كېدی شي � نو كه دَ بُلبل ګويائي .. پر اسراره وي � بيا ئې هم " ګل " په خپله ژبه په ښه فصاحت بيانوي � دا تاثر ما دَ حسينه ګل دَ كتاب دَ لوستلو نه پس اخستلی دی � دا زما تاثر دی � كېدلی شي چې دَ بل قاري تاثر زيات فصيح او بليغ وي -
حسينه ګل دَ افضل شوق دَ منظوم او نثري ليكونو تجزيه ، تشريح او توضيح په داسې ډول كړېده چې كتاب ئې دَ افضل شوق دَ فنكارانه كُهربائي دَ جهان ، جام جم معلومېږي � نو چې دغه جام جم ته لوستونكی ځان سيلمه كړي نو دَ افضل شوق دَ فن دَ كائناتو ننداره به هم دَ حسينه ګل په نظر كوي � نو چې يو خوا حسينه ګل وي او بل خوا افضل شوق وي .. نو څه حېرت كه يو حساس لوستونكی دَ شوق دَ فنكارانه شوق دَ افضليت په ګلبڼ دَ حسينه ګل دَ پلونو په پُل ورتېر شي � او دغه ګلستان كې داسې ورك شي لكه چې محبوبا په قلا كې ګېر شوي وي او دَ وتلو لار بيا نه مومي � حسينه ګل يو سحركاره فنكاره ده � نو نقد او نظر ئې هم مسحوركونكی دی � افضل شوق جهان نورد ، سېلانی تخليق كار دی � نو دَ يو ويړ جهان ښكلاګانې ئې ځان كې ځای كړيدي � او دغه ښكلاګانې كه اّفاقي دي او كه مقامي ، قامي دي كه عالمي ، علامتي دي كه اشارتي ، معماتي دي كه ابهامي ، الهامي دي كه وجداني، حسينه ګل داسې تنقيدي مطالعې ، داسې تشريح او تفسير، تجزئې او تبصرې ته مخامخ كړيدي لكه چې لوستونكي ته ئې جهان نما هنداره دَ وړاندې ايښودې وي او هغه په كې دَ افضل شوق شاعرانه واردات ، كېفيات، حسيات، ادراكات، مشاهدات، تخيلات او نفسيات ، دَ هغه ادبي ګامونه ، چې يو په شرق وي بل په غرب داسې پراخ ويني لكه دَ هغه همزاد وي � دَ هغه دَ غزلونو او نظمونو فني ، تكنيكي او موضوعي وضاحت په ماهرانه اوستكارانه ډول شوی دی او دَ لوستونكي دَ ذهن نه ئې دَ اشتباه او ابهام وريځې دَ خپل تيري څركېدونكي نظر په نمر مخ په شا زغلولی دی -�

افضل شوق كه په " لټون ستا دَ څهرې" په وركه كې ورك شوی وو ، نو ګل دَ خپل فني مسمريزم په منتر بيا موندو او دَ پښتو دَ ادبي بوستان په سېل كې محوه سېلانيانو سره ئې داسې پېژندګلو اوكړه چې تر كومه پښتون او پښتودَ نړۍ په مخ باقي وي،نو افضل شوق به په شوق لولي اودَ خپل ذوق افقونوله به وسعتونه وركوي -
حسينه ګل وائي ،
" دَ ښاغلي په احتجاج كې بغاوت خو شته خو جبر او زور په كې نشي ليدی ...دَ هغه احتجاج يو فكري او سماجي انقلاب ته لاره را اوباسي ، نه چې دَ چا په لاس كې ټوپك وركوي "

ګل ، دا هم وائي چې،
" امن دَ ده منشور او مينه دَ ده مسلك دی "
دَ افضل شوق نثري او منظوم ليكونه په خوبولي قاري كې شعوري ويښتيا او وجداني بيداري پيدا كوي � دَ هغه تخيل او ادراك ته دَ وسعتونو دَ راغونډولو او په ځان كې دَ ځايولو بلنه وركوي � حسينه ګل دَ دغه جهان ګشت دانشوري او دانائي په خپل فهم او ادراك كې ځايوي .. بيا ئې روانه، بهانده وينا كې قاري ته پيرزو كوي � نو كه شوق دَ كلي كور پوري محدوده پښتو په عالمي ادراكاتو معموره كړه نو " ګل" دَ ميني او خلوص دَ خوشبو په ژبه پښتون اولس ته ډالۍ كړه � هغې دَ افضل شوق دَ عالمي هنګ او اّهنګ دَ نغمو ازانګې را اونيولې او دَ پښتون سماعت ته ئې بخښلي دي � "ګل" دَ شوق سائينسي .. فلسفيانه .. متصوفانه ..نفسياتي .. عالمي او مقامي .. احتجاجي او تفهيمي اپروچ روڼ كړی دی او په دغه رڼا كې ئې وړاندي كړی دی � هغې دَ نظمونو پس منظر هم بيان كړی دی او چې په دغه ضمن كې اولوستلی شي نو بيا لوستونكی نووْ معنواو نوي پوهی سره مخ كېږي -
حسينه ګل دَ سفرنامې سردَ سترخوشحال خان خټك نه را نيسي او اُستاد امير حمزه خان شينواري اوافسانوي شخصيت طاهر اّفريدي پورې رارسوي � خو افضل شوق جديد ترين او افضل ترين سفرنامه نګار بلي � هغه وائي چې كه دَ نني نړۍ سفرونه چا ليكوال په ويښه او شعوري طور كړي وي نو هغه به ضرور دَ افضل شوق زبان او بيان ، مشاهدې او ادراك سره اتفاق كوي � دَ ځني " له كوره تر بازاره" بنديوان دَ نوي نسل دَ نقادانو دَ نيوكو په حقله وائي .. چې افضل شوق روم، پېرس او لندن ته لېږي او بيا دا هم غواړي چې هغه دي دَ لورالائي منظرنګاري اوكړي � نو دا دَ منلو خبره نه ده � "هغه" هغه څه ليكي چې ئې ليدلي، كتلي او اورېدلي دي � خو پښتون ئې دَ ځان سره لاس په لاس بوتلی دی � دَ مغربي دُنيا ترقي او دَ اولس موړپټ ژوند ئې ورته خودلی دی � او ورته وائې
فاعيرو يا اُولولابصار ( اې سترګورو.. عبرت حاصل كړئ)
" ګل" دَ شوق دفاع په ډېره زړهَ ورتيا او منطقي انداز كړيده � دَ نوي نسل داسې نقادانو ته دَ " كوركلي بند نقادان وائي .. څوك چې دَ شوق سفرنامې دَ پښتون ثقافت خلاف ګڼي � هغې په اّفاقي او عالمي نظرئې سفرنامو ته كتلي دي � دَ هغې په ليك كي كه قاري شوق لولي او په شوق ئې لولي .. نو"ګل" به هم په كې لولي او دَ تحسين په احساس به ئې لولي � ځكه چې دَ دې كتاب نه پس به دَ نوي نسل لوستونكي او ليكوال دَ افضل شوق دَ شعر او نثر په اهميت او ارزښت په ښه شان پوی شي � دَ شوق په فكر و فن دَ پوهېدلو كار حسينه ګل اوكړو � اوس به څوك نه وائې چې زه دَ شوق په كلام نه پوهېږم � دا به هم نه وائې ګنې چې سفرنامو كې ئې دَ پښتون ثقافت خيال نه دی ساتلی -
دَ افضل شوق په ناول هم حسينه ګل ډېر ښه ليك كړېدی � دَ ناول نوم دی " پروني مخونه" � دا هم هغه ناول دی چې دَ دې په ابتدائي برخه كې ئې ذكر راغلی دی .. چې دَ فرعونانو دَ زمانې په پس منظر كې به ليكلی كېږي � نو دغه ناول اوليكلی شو � او حسينه ګل په دې خپل كتاب كې ئې پرې دَ هر اړخ نه ښكلی ليك كړېدی � دا شائيد لا چاپ شوی نه ده او مسوده ئې مانه ده ليدلې � حسينه ګل دَ ناول په حقله وائي چې ،

" دې ناول كې افضل شوق دَ ناول دَ اهم كردار هيرو په شكل كې دَ مختلفو تاريخونو، تهذيبونو،تمدنونو دَ سفر دَ پړاوْ نه تېرېږي "
بل ځای وائي ،
" افضل شوق په دې ناول كې دَ واقعاتو سره تړلي قيصې او افسانې دومره په دلچسپۍ وړاندې كړيدي چې په بيانيه او مكالماتي انداز كې هيڅ قسم ابهام مخې ته نه راځي"
دَ ناول نګارۍ دَ فن په حقله ئي هم ښه معقولې خبرې كړيدي � دَ ناول په پلاټ، كردار نګارۍ، منظرنګارۍ او طرزبيان ئې مفصله وينا كړيده او څه چې ئې پكار وو هغه ئې ليكلي دي -
دَ دغه ناول نه علاوه ئې په كتاب كې افضل شوق سره خپله يو مركه دَ "افضل شوق .. دَ پوښتنو( تپوسونو) په رڼا كې" په عنوان شامله كړيده � بل ئې چې ځيني نقادانو په شوق صاحب څه ليكونه كړيدي .. دَ هغې څه برخې ئې دَ " افضل شوق .. دَ نقادانو په نظر كې" هم په كتاب كې اخستلي ده � دغسې ئې دَ شوق فهمۍ حق ښه په نره ادا كړی دی -

په خپله مركه كې حسينه ګل دَ شوق صاحب نه تپوس كوي � تپوس او دَ شوق جواب په دريمه پوښتنه صفحه .. كې راغلی دی -
سوال .. حسينه ګل ،
دا ته كوم ليكل كوې .. دا كوم اُسلوب چې تا خپل كړی دی � په دې خو پښتانه دَ سره هډو پوهېږي نه؟

جواب .. افضل شوق
په ادب كې چې ما كوم اُسلوب خپل كړېدی .. دا دَ نن دَ وخت دَ حالاتو عېن مطابق دی او كه زه دَ وخت په رفتار او دَ زمانې په حالاتو دَ پوهې شعور لرم نو زما دَ ليك دا موجوده معيار به دَ صبا نقاد ضرور مني -
خو حسينه ګل دَ صبا نقاد ته هيڅ هم پرې نښود او دَ صباني نقاد كار ئې هم اّسان كړو -
حسينه ګل دَ افضل شوق شپږ واڼه كتابونه لكه چې ښه هضم كړيدي او دَ هغې نه پسته ئې پرې ليك كړی وي � دَ كتاب دَ هضمولو په حقله يو انګرېز دانشور فرانسس بيكن ( ۱۵۶۱ � ۱۶۲۶) مشهوره مقوله ده چې ،
Some books are to be tasted,others to be swallowed And some few to be chewed and digested
" ځني كتابونه دَ څَكلو وي .. ځيني په يو غړپ دَ مرۍ نه دَ تېرَولو وي خو څه لږ شان داسې هم وي چې شخوند پرې او وهلی شي او هضم كړی شي "
نو كه دَ افضل شوق كتابونه دَ هضمولو جوګه دي خو هله چې ړومبی دَ حسينه ګل كتاب باندي ښه شخوند او وهلی شي .. او هضم ئې كړی شي -
حسينه ګل په ځائی وائي چې دَ افضل شوق په كتابونو دَ موناليزا پُراسراره ښكلا خوره ده .. او زه وايم چې دَ " ګل" دَ دې كتاب په فضا دَ ګل دَ روح او ذهن دَ خوشبو چپې خورې دي � هغه دَ ګل په ژبه هم خبرې كولی شي � خو زړه ورتيا ئې هم ځان ته " څه" وائي � هغه دَ شاعرۍ او قلمكارۍ نه علاوه .. دَ پېښور دَ رېډيو سټېشن يوه تكړه براډكاسټره ، دَ نوښهره دَ تحصيل كونسلره او سرګرمه سوشل وركره هم ده � او په ټولو ډګرونو دَ خپل سنګين عزم پله نيلي ( اس ) سوره دَ خپلو سترو مرامونو په لور په دګړ روانه ده � دَ عبدالله جان مغموم دَ يو غزل دَ يو مصرعې په ژبه دَ معمولي ترميم سره زه هغې ( حسينه ګل ) ته داسې دُعا كوم چې ،

" بركت دي ئې خدائی واچوي په تلو كې"
دغسې يو بهادره فنكاره په پنجابۍ كې هم وه چې نوم ئې دی امريتاپريتم � دا په كال 1919 كې دَ پاكستان دَ پنجاب په ګوجرانواله ښهر كې په يوه علمي كورنۍ كې زېږېدلې وه � دَ پاكستان او هندوستان دَ جوړېدو نه پس دهلي ته لاړه او هلته په اكتوبر 2005 كې ئې ساه وركړه � دَ هغې ادبي فتوحات دَ ستائينې وړ دي � په خپل ژوند كې ئې 75 كتابونه شائع كړي وو � په دې كې 24 ناولونه، 15 دَ افسانو مجموعې .. دَ شاعرۍ 23 كتابونه .. دوه 2 سرګزشتونه او نور ګڼ نثري ليكونه شامل دي � ما دَ دغې سكهڼۍ دا بيان دَ هغې دَ قول په ضمن كې راواخستو چې صغير رام ناتهـ نومې مبصر دَ هغې حقله خپل ليك كې نقل كړی دی � امريتاپريتم وائي ..
( What matters is not life , but the courage you bring to it )
" ژوند هله ارزښتناك شي چې ژورتيا ورسره مل شي "
نو كه حسينه ګل هم داسې په زړه ورتيا مخ په وړاندې زغل جاري اوساتلو نو لكه امريتاپريتم كه دَ هندوستان دَ پارليمنټ دَ ايوان بالا دَ 1986 نه دَ 1992 پورې ممبره وه نو كېدی شي چې څه وخت دَ تحصيل دَ كونسلره نه دَ پاكستان دَ سېنټ ممبره شي او په ادبي فتوحاتو كې ترنه ترنه تېری يوُسي � ماته حسينه ګل وئيلي وو چې اوس به زه دَ افسانو مجموعه او يو ناول چاپ كوم � شائيد دې پسې دَ خپلو ډرامو مجموعه هم اوليكي � بيا امكان لري چې دَ افضل شوق سرګزشت هم اوليكي � بې ځايه به نه وي كه دلته دَ نوي نسل په حقله دَ سعيدګوهر يوه پېشن ګوئي راوړم .. هغه وائي ،

سعيدګوهره !! نوی نسل لري لوی امكانات
نه زه اّخر يم .. نه په ما به شاعري ختمه شي

دغسې امكانات افضل شوق هم لري ، امكانات نا لوی امكانات � بيا شوق صاحب سعيدګوهر خپل اُستاد هم مني � نو بايد دَ خپل اُستاد دا الهامي پېشن ګوئي رښتونې ثابت كړي -
دَ كراچۍ په هفته واره روشن پاكستان دَ 22-29 كال 2005 په اشاعت كې دَ حسينه ګل يوه مفصله مركه چاپ شويده � هغه وائي ،
" دَ ادب او فكر و فن دُنيا ډېره ښكلې او لازواله ده � دَ فكروفن په بركت پښتنو ما له ډېر درناوی راكړی دی"
دا وينا دَ هغې په ځای ده .. چې دَ ښاغلي قمر راهي تمغه امتياز غوندي لوړ ليكوال او اّفاقي شاعر دَ هغې په حقله كوم تحسيني نظم ليكلی دی .. دَ هغې نه ثابتېږي چې پښتانه منورين دَ هغې ډېر قدر كوي -

ته څه نره پښتنه ئې او پښتو دي ړومبۍ مينه
نورې مينې به دي هم وي، د پښتو نه چې دي زار كړي
دَ حسينه ګل او افضل شوق دواړو په حقله دَ يو انګرېز نقاد وينا رانقل كوم چې دَ فرانس دَ شهره اّفاق دانشور ، مفكر، شاعر او تاريخ دان فرينكائيز والټير Francois Voltaire په حقله ئې ليكلې ده ، دی وائي ،
Voltaire Managed both to be in the thick of things and to survey them from the sort of Olympian Distance that Generally posterity enjoys.
" والټير دَ دې جوګه وو چې دَ ژوند دَ مصروفياتو په منځ كې دَ اولمپيا دَ غره دَ هسكو څوكو نه دَ يوناني ديومالائي ديوتاګانو هسې، دَ دومره فاصلې نه جائزه واخلي چې عام طور دَ راتلونكو نسلونو برخه وي "
دغه كمال كه دَ افضل شوق په ليكونو كې موجود دی نو حسينه ګل هم داسې كار كړی دی چې دَ راتلونكي نسلونو نقادانو ته ئې لاره اّسانه كړيده � دَ دې پاسه به نور څه نه وايم .. هسې نه خدائی مه كړه دواړه دَ نظره شي � بيا رحمان بابا هم وائي چې دَ ګل په خبرو،دَ خبرو حق دَ بُلبلانو دی نو زه نه خو" ګل" يم نه "بُلبل" � بُلبل خو افضل شوق دی چې بُلبل هزار داستان دی -

دغه ځای دَ بُلبلانو دی رحمانه
دَ دلبرو په كوڅو دلاور مه شه

اياز داؤدزئی
راولپنډۍ.. 29 _ 12 كال 2005
( دَ شپې دولس بجې )

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery