مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دَ شوق دویم کتاب ـ ـ ـ ـ ـ اووه ګامه مزل ـ ـ ـ ـ ـ ـ ګام په ګام

"- نو لاس تړلی يې يو ميدان ته راويستم � په ميدان كې بېخي زيات خلق په تورو جامو كې ناست وو ، او ټولو ماته كتلو � زړه ته يو دم دا خبره راغله، چې بس اوس مې په پهانسۍ ته مي خېږوي -
خبره چې تر دې ځايه اورسېده ، نو كاكړ لكه ديغ شوی چي وي .. راته وائي ،
- او بيا يې پهانسۍ ته او خېږولې .. هان .. دغسې وو ، كه نه ؟؟
ما وئيل ..
- نه .. هلته په ميدان باندې نه خو دَ پهانسۍ انتظام وو او نه دَ سر قلم كولو دپاره تخته او ساتول � بلكه په سټېج باندې دَ درولو سم دستي يې زما لاسونه خلاس كړو � دومره خوشحاله وم ،چې پوښتنه مه كوه � مګر دا خوشحالي مي سر ته نه اورسېده ، ولې چې ....
ما به خبره مخته كوله، چې جمعه خان راباندې غږ اوكړو ..
- ښه ښه .. وايه
ما په خوب كې ورته وئيل ..
- مخته به څه نا څه خامخا وو.. بس كه تا نه وی را غږولی "

اوس دې پورتنۍ مكالمې ته كه لږ په ځير شو .. نو دا به منو، چې افضل شوق په علامتي پېرائيه كې دَ واقعاتو اظهار ډېر په هنر كولو فن لري � دلته په خوب كې چې هغه كومې خبري كړي دي .. هغه خبري كه په ويښه اوشي ، نو نقادان به ورپسې داسې اولګېږي، چې هغه به ورنه ځان خلاس نه كړي � نور په ايران كې څه دي ؟ دَ افضل شوق په دې لاندېنۍ خبرو كې يې ليدلی شئ �

" په ايران كې اسلام هم شته او اسلامي قانون هم � لاكن ګوره چې خلق ورنه دَ فرار لاري څله غواړي؟ چرته دَ تاريخي سېكولر ايران دَ ميانځه تګ خو بې وخت نه وو شوی � او يا كېدلی شي ، چې خلق يې تر اوسه په ذهني توګه دې نظام منلو او قبلولو ته تيار نه وي � هرڅه هرڅه، خو دَ سېلاني دپاره دَ سترګو وړاندې ښكاره ايران په هره اړه ساری نه لري � په ښكاره دَ ژوند كولو طرز دلته په هره معنا كې مغربي وزمه دی ، خو رښتيا خبره ده ، چې دی نه � ولې چې مغربي تقاضې لا سمې نه پوره كوي"
( شوق - " اووه ګامه مزل " مخ � 69)


دَ شوق پنځم ګام

افضل شوق خپل پنځم ګام په كال 1993كې دَ " جمال په درشل كې" ايښی دی � او دغه دَ ښائستونواو دَ جمال درشل .. هغه وَ تركي ته وائي � دَ ايران نه دَ تركي په لور دَ سېل كولو په وخت هغه يواځې نه دی � بلكه جمعه خان كاكړ او يو بل نويد پنجابی هم دَ خپلې پېغلې (منګېتره) سره دَ شوق ملګري ياد شوي دي � كله چې هغوئ ټول په بس كې دَ ايران دَ بارډر بازرګان نه دَ تركي دَ باډري ښار ارض روم په لور پېښه اوكړي .. نو په بس كې دَ ناستو ايرانيانو دَ طرف نه دَ خوشحالۍ دَ بېخي زيات اظهار نه افضل شوق داسې تاثر واخلي .. لكه هغوئ چې واقعي اّزاد شوي دي .. لكه دَ قفس دروازه چې خلاسه شي او ټول مارغان ترېنه والوځي � هم ځكه خو دَ خوشحالۍ داسې بې ساخته اظهار شوق صاحب دَ ايرانيانو په خپل هېواد كې دَ ساه تنګۍ سره منسوب كړو او ايران ته يې " دَ سرو زرو دَ قفس " نوم وركړی دی � او دا هيله يې څرګنده كړي ده .. چې يو بل انقلاب په ايران كې راتلونكی دی � ولې چې په دې بس كې يو هم داسې ايرانی دې وخت خاموشه نه ويني .. بلكه دَ هر يوه په لاس كې بوتل ويني او هر يو ګډېدېږي � او په ګډا كې دَ خپل هېواد دَ اخوندانو په باب په خپلي ژبي كې څه نا څه هم داسې دَ كورس په انداز كې وائي لكه كنځلې چې ورته كوي �

په دې باب كې افضل شوق دَ تركي خلقو او ژوند ته اّزاد وائي .. په اګره نومې ښار كې يخه شپه ، دَ ترك عسكرانو او كردانو تر ميانځه دَ جنګ دَ وجې دَ لاري بندېدل ، انقره سره تړلي خبري ، باسفورس بريج او ځيني تاريخي حقائقو ، لكه Anatolian Civilization او دَ Perge City سره منسوب زاړه اّثارو په باب ډېري خوندوري خبري موجودي دي � خو دَ استنبول ښار چې ورته دَ يورپ دروازه هم وائي .. كې دَ افضل شوق چكرونه په لالېلي نومې ښائسته بازار كې .. او له دې بازار سره تړلي يوه قيصه په علامتي پېرائيه كې دَ لو ستونكي په ذهن كې ډېر سوالونه راپورته كولی شي � دلته دَ شهزادګيانو دَ جذيرې سېل، سركې جې،كراكوي،ګرېنډ بازار، ميوزيم، ترك حمام، شين جمات نه علاوه نيم درځن نور جماتونو سېل سره سره افضل شوق دَ خپلو ملګرو سره په "پولي ټورز" كې مصروف او خندنی ليدلی شي � يعنې په دې باب كې چې څومره زيات معلومات موجود دي .. هم دومره زياتې خنداګانې او تېروتنې او قيصې هم په علامتي انداز كې موجودي دي ، چې دَ لوستونكي دَ ادبي ذوق او شوق پوره كولو سره سره دَ هغه تفريحي خوند هم سېوا كولی شي � ماته په دې باب كې دَ سفرنامه نګار دَ بيان ژبه ډېره زياته ادبي ښكاري � يعني خبري يې ډېري كړي دي .. خو په داسې مبهم اشارتي انداز كې چې يو عام يا نا لوستی قاري پرې نه شي پوهېدلی � دا دَ افضل شوق ادبي هنر دی .. چې هغه نوي نوي تجربې هم كوي او دا كوشش هم ، چې مونږ دې دَ هغه انداز خپل هم كړو � داسې اداګانې دَ شوق په شعر او نثر دواړو كې موجودې دي �

افضل شوق كه يو طرف ته تركيان لالچيان او په پيسو ډېر زيات مئين يادوي .. نو بلې خواته هغوئ له پښتنو سره مقائصه كوي هم او وائي .. چې دا خلق دَ پښتنو په رنګ دنګ دنګ دي او په روئيو كې هم پښتني خوږلت او كرختګي لري � ځكه افضل شوق دَ دې خلقو په باب خپله مينه په وار وار رقم كړې ده � دَ ساسيلا سره تړلی خوب او خيال او بيا دَ جمعه خان مداخلت داسې قيصه ده چې ډرامائئ انداز لري او دغه رنګه قيصې په دې سفرنامې كې دَ كړكېچنو موقعو او واقعاتو دَ وضاحت كولو په نيت ډېري زياتې ليدلی شي � او داسې په وړمبي ځل په پښتو نثر كې مخې ته راغلي دي � لكه دا لاندېنۍ مكالمه .. چې په كې دَ تركي دَ بې لګامه اّزادۍ يو تاثر ليدی شي �

"- نوم دي څه دی ؟
- ساسيلا .. دې وئيل
- ښه نوم دی .. مسلمانه يې ؟
دې وئيل ..
- هو ماشاالله
- واده دي كړی دی ، كه نه ؟
په ډېره عاجزۍ مي ورنه پوښتنه اوكړه � دا يو وار چپ شوه او بيا وائي ..
- يَه .. مګر زه فرېنډ لرم
دا خبره يې داسې اوكړه لكه دلته چې په مېړه او بوائی فرېنډ كې جينكياني توپير نه كوي"
( شوق - " اووه ګامه مزل " مخ � 95 )

هسې خو په دې پورته ليكلی شوي مكالمې كې هيڅ داسې خبره نشته چې ابهام پيدا كوي .. او بلكه ډېره واضحه ده .. خو په كې دَ تركي دَ پېغلو دَ نننۍ روئيې نه لوستونكي په ډېر هنر خبروي � او داسې ښكاره كوي لكه ترك كلچرچې بېخي زيات مغربي انداز لري � نور په دې باب كې څه دي � مونږ دَ افضل شوق دَ دې لاندېنۍ رائی نه اندازه كولی شو �

" چې تاريخ او غوره تاريخي اّثارو ته اوكتلی شي نو ترك دَ يو مارشل قوم په حېثيت په نړۍ باندې ځان منلی وو� مګر دَ دې قام دَ نن معاشي بدحالي او دَ پيسو سره بې كچه مينه دَ دوئ تاريخي حېثيت ګوره چې څله شكمن غوندې كړي ؟ ولې چې دَ تركيانو دولت پرستي سړی په دې وئيلو مجبوره كوي چې ( دَ دې هېواد خلق دَ اتا ترك سره مينه په دې وجه كوي، چې په كرنسي نوټ " ليرا" باندې يې تصوير دی ) دَ پاكستان او مسلمانانو سره مينه په خپل ځای لاكن دلته دَ اتا ترك دَ غوره شوي قانون پابندي كولو سره بل داسې مثالي اسلامي خاصيتونه مې تر سترګو نه شو ، چې دَ نوشته كولو وړ مې ګڼلي وی � هو، كه څه هم دَ دُنيا په سر دلته ماجتان بېخي زيات دي"
( شوق - " اووه ګامه مزل " مخ - 85 )


دَ شوق شپږم ګام

دا باب په جنت الثاني سري لنكا كې اغستلی شوی هاغه شپږم ګام دی چې افضل شوق دَ " جنت څخه لري جنت" تر عنوان دلاندې رقم كړی سفري حال دی � دَ دې باب په شروع كې" دَ پرونۍ څهرې په لټون " نظم كې هغه دوباره " په لټون ستا دَ څهرې" كې چاپ كړی دی ليكل دَ قاري په ذهن كې بلا سوالونه رابرسېره كوي � بلكه افضل شوق چې واقعي په دې زميني جنت كې هاغه څه لټولو كوشش كوي چې هغه په ټول عمر كې په خوبونو، خيالونو، فكرونو، سوچونو كې دَ ځان سره لكه دَ همځولي ساتلی او لوئی كړی دی � خو بيا چې څومره افضل شوق په دې باب كې دَ علاقائي ښائست نه متاثره ښكاري .. نو هومره دَ دې ځای دَ خلقو په حواله زړه ماتی دی � يعنې هغه په ذهن كې دا سوالونه پورته كوي چې كه دا جنت ثاني دی او حضرت اّدم عليه اسلام هم په دغه هېواد كې په " اّدمز پيك" نامي دَ غره دَ څوكې په سر راكوز كړی دی .. نو بيا خو مونږ دَ دې تورو تورو.. نرو نرو او سخا سري لنكنو نه زېږېدلي مخلوقات يوُ .. كوم چې هغه لاجوابه كوي � لاكن بلې خواته دَ حضرت اّدم عليه السلام دَ ښپې پل په ليدلو هغه په دې يقين باندې ټينګ هم ښكاري چې واقعي دا پل دَ حضرت اّدم عليه السلام كېدلی شي � او ثبوت كې دا وائي چې چونكه په تاريخ كې حضرت اّدم عليه السلام شپېته (60) فټه اوږد ياد شوی دی � او دا انساني پل چې دَ غره په سر جوړ دی .. هم پوره پنځه فُټه ، څلور انچه اوږد او دوه نيم فُټه پلن دی � او په دې كې منطقي دليل دَ افضل شوق صداقت په دې هم رامخې ته كوي چې هر انسان دَ خپل پل په حساب لس، يولس يا دولس پلونو قدرې وي � دَ افضل شوق دا دليل دَ هغه دا سفرنامه دَ سري لنكا په لور صحيح محقق څرګندوي � په سري لنكا كې دَ خلقو دَ رنګ، خوند او ژوند نه بېزاره افضل شوق دَ سري لنكنو دَ ټولو نه لوئی ښار كولمبو په باب داسې هم ليكي �

"لكه دا چې دَ بل ملك نه دَ پاكستان يو ښار وي � هغه رنګه دوكانونه او مات مات روډونه .. خو توپير كه تر ميانځه وو، نو تش دا چې خلق يې تك تور وو او بل دَ جامو په اړه يې ښځې او نران واړه انګرېز وزمه هم وو � تر څه وخته پورې يو روډ بل روډ پياده اوګرځېدو ... دلته بله عجبه كه سترګو وړاندې كتو ته نه راغله، خو دَ حېرت وړ خبره دا وه.. چې دَ بس اډې خوا و شا دَ لاټرۍ دَ ټكټانو دَ خرڅلاوْ كاروبار دومره تود وو� چې په كتو ور څخه دَ دې ځای دَ خلقو دَ معاشي بدحالۍ او لالچ اندازه ښه لګېدلی شوه ، چې زما په خيال .. څوك په لاټريانو يا جوارۍ خپل قسمت ګوري .. نو پوهـ شه ، چې لا خو يې كار دلاسه نه كېږي او يا بيا صلاحتونه نه لري"
( شوق " اووه ګامه مزل " مخ � 115)

نه يواځې دا .. بلكه دَ نيګامبو بيچ چرته چې افضل شوق په يو وړكوټي ريسټ هاوْس كې له خپلو پاكستاني ملګرو جمعه خان كاكړ، نصيب ترين او محمدرضا ترين علاوه انګلش دوست جان هوګر او دَ هغه ښځو ملګرو سره استوګن وو .. په اړه هم ډېري دلچسپي قيصې او لطيفې په دې سفرنامې كې دَ لوستونكي زړه او روح خوشحاله كوي � لاكن دلته زه دَ افضل شوق دَ سري لنكا او سري لنكنو په اړه حتمي رائی وړاندي كول ضروري ګڼم �

" دا خو به او منم ، چې سري لنكا دَ سيمې دَ ښائست په توګه په نړۍ كې ساری نه لري � هم ځكه خو خدائی پاك حضرت اّدم عليه السلام دَ جنت نه په دې جنت وزمه ځمكه كښته كړو � دَ دې ثبوت دَ ده جوړ پنځه فُټه څلور انچه اوږد او دوه نيم فُټه پلن پل دی .. چې تر اوسه دلته دَ اّدمزپيك نامې غره په څوكې باندې وجود لري � مګر دَ سري لنكنو وَ بُت پرستۍ او تر ټاك اويښتې غرضي ژوند ته چې پام اوكړم .. نو دا سوال په مزغو كې راشي ، چې دَ نړۍ دَ نورو هېوادونو خلق دَ دوئ په رنګ او خوئيو څله نه دي؟ كه څه هم په دې خاوري باندې زمونږ جدابجد او لمړنئيو انسانانو ژوند كړی دی"
( شوق - " اووه ګامه مزل " مخ - 109)


دَ شوق اووم ګام

دا باب " له ښكلا څخه تر ښكلا پوري " دَ انډونيشيا په باب د .. چرته چې افضل شوق خپل اووم ګام ايښی دی � اوكوم چې دَ مسلمانانو وړمبی لوئی هېواد دی � دَ دې هېواد په حقله ليكلي شووْ خبرو كې دَ توري بيچ خبري ځكه ډېري او خوندوري دي � چې دلته هم افضل شوق دَ ځينو داسې دلچسپو واقعاتو او حالاتو سره تېرېږي چې يو لوستونكی ترېنه خوند اغيستی شي � يعنې افضل شوق دَ انډونيشيا دَ توري بيچ په لور سفر له سنګاپور نه په كشتۍ كې كړی دی � دَ دې بحري سفرچې څومره خوندور دی � هغسې دَ توري بيچ دَ علاقو په حقله هم ډېري موثري خبري په دې باب كې لو ستلو ته موجودي دي � په دې سفر كې دَ انګلش لېډي سارا سره دَ هغه هېلو هائی او لږ ډېر رومانوي او معنوي تعلق نه علاوه څو مكالمې ډېري بامعنې او خوندوري دي �

سارا چې ځانته دَ يو چېريټي هوم انچارج يا نمائنده وائي .. په دې بحري سفر كې دَ افضل شوق دَ يواځيني حېثيت نه فائده اغستلو په حقله چې څومره كوششونه كوي .. هغه دَ افضل شوق په ذهن كې دَ هغې او دَ هغې دَ قام په اړه ځيني منفي سوچونه رابرسېره كوي � او ځواب ته په كوشش كې ښكاري � خو هغه سارا دَ خپلو مكرجنو او فرېبي اداګانو په دام كې دَ هغه دَ راګېرولو پوره پوره كوشش كوي � كوم چې تاسو په توري ساحل سمندر باندې دَ هغه او سارا تر ميانځه په دې لاندېنۍ مكالمه كې لوستلی او سوچ كولی شئ �

" ځكه خو مې جوړه جوړه خلقو ته دَ حسرت په نظر كتلو او دَ ايكړۍ احساس راباندې غمېدلو � لاكن آ څه وائي ، چې ( بنده حېرانه .. خدائی مهربانه) ګوا، كله چې دَ اوبو څخه دَ يو سايه وان په خوا روان شوم، نو زما دَ څنګه تېرېدونكې فرنګۍ غږ راباندې اوكړو ..
- هېلو مسټر
او ما چې ځواب وربيا كړو، نو دې ځان رانيږدې كړو..
- بخښنه غواړم .. هغسې هم دواړه دَ يوه سايه وان په لور روان يُو.. نو غواړم چې ستا سره څه خبري اوكړم
- هو .. ولې نه . . ولې نه
او بيا مې سر تر پايه ورته اوكتلو � دا سره سپينه ښځه ، چې دَ سر په ژېړو وېښتو كې يې څه څه سپين وېښته هم شنه شوي وو.. په عمر تر ما غټه ښكاره كېده .. خو بيا هم په ښكاره كړه وړه ډېره زړه خوشحاله ونكې او درنه مونېدله � ګوره چې څه يې په زړه كې ورغلو.. چې په اوږه راټال دَ كڅوړي غوندې خړبخون پرس څخه يې يو كتاب راويستو او وائي ..
- دا البم اوګوره
په تګ تګ كې چې مې څنګه پرانستلو ، نو بيا وائي..
- په دې كې دَ هغو ماشومانو تصويرونه دي چې خپل مخ او شاته هيڅوك نه لري
- ښه ښه لاكن ....
ما به اوس خبره مخته كشوله ، چې دې بيا وار لاس ته كړو..
- دا ماشومان ځمونږ په فلاحي څانګه كې روزل كېږي
- چرته او څنګه؟
ما پوښتنه اوكړه �
خو، دې په مخ را ايله وېښتان په لاس شاته واړولو او سترګې يې په سترګو كې داسې راته واچولې .. لكه ما چې په خپل اصل مطلب پوهـ كوي"
( شوق - " اووه ګامه مزل " مخ - 162)

او مخته داسې ښكاري لكه افضل شوق چې دَ هغې په " اصل مطلب" پوهی شوی هم وي .. خو دَ هغه په ذهن كې دَ انګلېنډ او چېريټي هوم .. دوه متضاد څيزونه دَ داسې سوالونو په توګه راپورته شو.. چې دَ ځواب په لټولو كې يې دَ هغې سارا سره ملګري هم كړي ده � اوس كه څه هم افضل شوق دَ يو ريښتوني محقق په حېثيت دَ سارا سره ملګری شوی دی .. خو نقادانو په دې ملګرتيا باندې هغه ته ګوتي نيولي دي � څه هم كه په دې درست تعلق كې ماته هيڅ هم داسې غېر اخلاقي يوه فقره هم مخې ته نه راغله .. خو ځيني علامتي اشارې لوستونكی په سوچ كولو ضرور مجبوره كوي � لاكن دا هيڅوك نه شي ثابتولی چې ګني شوق صاحب په دې درست سېل كې يوه هم غلطه خبره كړي وي � نو ځكه زما په ذهن كې دَ خپل نقاد په حقله دا خبره ضرور سر اوچتوي .. چې هغوئ دَ دې سېلاني شاعر په اړه اعتراضات له كومه را غونډ كړي دي .. او كه هسې چا څه ورته وئيلي دي .. او هغوئ منلي دي �

افضل شوق چې دَ توري بيچ په دې سېل كې كله په " بيمو" يعنې ټانګه كې له ملګرو سره سېل كوي، نو دَ " ګرې لائن" ټورزم والا ګائيډ په قول دَ انډونيشيا په اړه ډېر زيات معلومات او سنسني خېزي خبري هم ډېر په هنر په دې باب كې ځای كړي دي � لكه دَ انډونيشيا په دېرشو زرو ټاپوګانو ( جزيرو) كې دَ اسلام خپرېدل او دَ هندوانو په كلچر كې دَ بې راروۍ قيصو نه علاوه دَ " اېريان جايا" ټاپو په اړه ځناوري انساني روئيې چې تر اوسه هم دَ رسم او رواج مهمې روئيې يادېږي � نه يواځي دا بلكه دغه خلق دَ دُښمن سرونه دَ هغوئ له وجودونو نه ځكه بېلوي او ځان سره يې محفوظ ساتي .. چې دَ هغوئ په قول بيا كله دَ هغه دُښمن روح هم نه شي دَ هغوئ دُښمن جوړېدلی � او هغه دښمنان به دَ هغوئ تابع وي ټول عمر � دا او دا سې نورې خبري چې بيا چرته او كله هم ما په نورو كتابونو كې اونه ليدلې .. دلته دَ افضل شوق په سفرنامې كې موجودې دي � هم دغه ادبي هلې ځلې دَ هغه اهميت دَ يو لوئی سفرنامه نګار په حېثيت زياتوي � په دې خو زه ورته په سېل كې غرك ترك سېلاني وايم �

دَ توري بيچ او انډونيشيا په اړه دَ نورو خبرو نه علاوه افضل شوق چې كله بيرته دَ توري بيچ نه په كشتۍ كې سنګاپور ته ځي .. نو په ورستئيو لحظو كې دَ انډونيشيا په توګه داسې رائی قلمبند كوي �

" اسلام او كفر .. دَ ښكاره تضاداتو په اړه تر اوسه لا په انډونېشيا كې دَ يوه بل په ضد .. كه ښكاره نه .. پټ په پټه خپل خپل منونكي روزي � ګوا دَ زرګونو ټاپوګانو په دې هېواد كې چې چرته مسلمانان په شمېر زيات مېښته دي .. هلته دَ ژوند كاروبار نه يوازي سوړ، بلكه پټ هم تر سره كېږي � بيا چې چرته دَ هندوانو او سيكولر خلګو اكثريت دی .. هلته ژوند نه يواځې دَ ژوند په رنګه دی بلكه دَ سېلانيانو دَ تفريح دياره زړه خوښونې هم لري � مخته به ګورو چې كوم مذهب او نظريه دَ انډونېشيا ټاپوګان په خپل اثر كې اخلي ؟ هو، كه څه هم ښكاري داسې لكه اسلام چې څومره په تېزۍ دا ټاپوګان په خپل اثر كې اغيستي وو � هم هغسې په تېزۍ ورڅخه خدائی په اماني وائي .. لګيا دی"

( شوق - " اووه ګامه مزل " مخ - 150)

سيده حسينه ګل
نوښار _ 25 مارچ كال 2004

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery