مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په لټون ستا دَ څېرې ـ ـ ـ ـ يوتنقيدي جائزه

 ( یادګیرنه :- دا کتاب په کال ۲۰۰۳ کې مارکیټ ته راغلی دی او دا شعري مجموعه په كال 2003ع كې دَ حكومت بلوچستان دَ طرف نه په صوبائي ادبي ايوارډ ستائيلی شوي ده)
ـــــــــــــــ

شلمه صدۍ دَ پښتو ادب په حواله دَ رڼاګانو صدۍ بللی شي � ځكه چې هم دغه صدۍ دَ پښتو ادب هاغه روائيتي چوكاټ ته يو غېر روائيتي شكل وركړو.. خو دَ دې بدلون مقصد دَ پښتو ادب او دَ شاعرۍ هاغه روائيتي اډاڼې ته څه كلاسيكي يا فني لحاظ سره دَ تبديلۍ خطرې منځ ته راوړل نه وو .. بلكه پښتو ادب او شاعرۍ دَ جديديت په لور خپل منزل پئيل كړو� او په دغه يُون كې پښتو ادب په يو بېخي نوي بڼه كې دَ فن او هنر په اسمان اوځلېدو � دا هاغه دور وو چې پښتنو شاعرانو اديبانو دَ دغه جديديت دَ يو نوي او تابناكه سباوْن اّغاز هم اوكړو � دلته اګرچې دَ خدای بخښلي امېر حمزه شنواري دَ غزل رنګ دَ پښتني كلاسيك سره سره دَ جديديت يو رنګ په غورځنګ خو وو .. چې بيا ورو ورو دَ پښتنو دَ ټولو سيمو شاعرانو دغه رنګ خپل هم كړو او داسې دَ حمزه بابا فكر په يو نوي انداز دَ هر پښتون اديب په هنري، فكري او تخليقي وجود سيوری سيوری شو � دې سره پښتو ادب كې دَ مقصديت او معنويت يو سماجي تحريك هم راپورته شو چې دَ پښتو ادب او شاعرۍ شكل يې بېخي بدل كړو.. او داسې دَ انساني سماج ډېرې مسئلې پښتو ژبې او ادب په خپل وجود كې ډېرې په هنر را ونغاړلې ..!! خو دا هم حقيقت دی چې ځمونږ دَ سيمو او وطن سياسي او سماجي حالات هر وخت دَ غېر يقينۍ ښكار وي او دغه حالات چې دَ يو پښتون شاعر اديب او فنكار په فن او هنر چكونه لګول شروع كړي نو دغه ادب او اّرټ به يقيناً چې دَ يو نوي سماجي شعور عكاسي كوي �

دلته دَ دغه غېر يقيني حالاتو دَ كبله دَ پښتو ادب او شاعرۍ په جديده قافله چې دَ " تجريديت" كوم يلغار راښكاره شو نو دغه رنګ دَ يو متنازعه بحث او موضوع دپاره يو نوی ميدان تيار كړو � په دې حواله چې كوم نوی او تجريدي بدلون مونږ وينو .. نو دا صحيح ده چې دلته دَ ابلاغ بې شمېره مسئلې هم راپورته شوې .. خو لوستونكی چې دَ كوم خوند او كېفيت سره هم مخ شوی دی .. نو دا هر څه خو په خپل ځای ، خو دَ لوستونكي دَ سوچ او پرله پسې سوچ كولو صلاحيت دَ يو نوي تخليقي، فكري شعور ته دوام هم بخښلی دی � دا هاغه رنګ دی چې دَ هر" قاري" دَ خپل فكري صلاحيت يو امتحان دی � شايد چې دغه نوی تجريدي رنګ اوس دَ مقبوليت په داسې يو مقام دی چې اوس دَ پښتو ژبې، ادب او په تېره تېره دَ شاعرۍ يو مجبوري او ضرورت ګرځېدلی دی � او بې شكه چې دغه رنګ دَ نووْ نووْ استعارو ، نووْ نووْ اشارو يو داسې هنري وجود پيدا كړو چې هر څوك به يې خپله مني ..!! دغه رنګ كه ځمونږ دَ پښتو په جديده افسانه ليدلی شي او كه په اّزاد تجريدي نظم .. خو دَ دغه رنګ خپل يو كېفيت او خپل خوند دی �

دَ پښتو ادب دَ دې نوي رنګ نه ځمونږ ځوان كهول نېغ په نېغه متاثره ليدی شي � او هسې هم كه اومنلی شي نو اوس لكه چې دَ ژوند په نورو چارو كې دَ بدلون ضرورت محسوسولی شي .. نو ادب به څنګه دَ دې بدلون لار نه څاري � ځكه چې دَ ادب او دَ شاعرۍ دَ كومې روائيتي بڼې سره چې مونږ اشنا يُو .. نو دغه انداز او روائيتي موضوعات اوس دَ ژوند دَ دې نوي تهذيبي عمل په څنګ ډېر وراسته او زاړه ليدی شي � ادب اوس دَ ژوند دَ نووْ غوښتنو سره څنګ په څنګ تخليق كول دَ معنويت او مقصديت يوه لاره ده � په دغه هڅو او كوششونو كې چې مونږ دَ نوي ادب او شاعرۍ جاج اخلو .. نو په دې مد كې ځمونږ دَ ځوان كهول هڅې دَ قدر وړ دي � دَ ښاغلي افضل شوق نوم او كار دَ چا نه پټ نه دی � دې ښاغلي دَ خپل فني او تخليقي اظهار دپاره دَ يو داسې اُسلوب ملاتړ كړی دی چې چا ورته څه اووې او چا څه .. خو دَ ده په دغه فكري او هنري رنګونو نه خو څوك سم پوهـ شوي دي .. او نه يې ترېنه انكار كړی دی � او دا ځكه چې دَ ده دغه نوی انداز دَ عام اولس دَ ذهني سطحې مطابق نه دی .. خو دَ يوې تعليم يافته او پوهې طبقې دَ يو داسې معياراو ضمانت يې ګڼلی شو، چې دَ بېن الاقوامي معيار سره اوږه وهي �

افضل شوق كه خپله شاعرۍ او سفرنامو كې دَ ذهني، نفسياتي ، روحاني او نفساني مسئلو ذكر كړی دی نو دا يې هم په خپل تخليقي ايجاداتو كې دَ يو نوي روايت بنياد ايښی دی � او دايې ثابت كړي دي چې هغه په مثال دَ اّئينې دی او په اّئينې كې هر څه په خپل اصل رنګ او بڼه ښكاري � او دا دَ يو رښتوني شاعر او اديب اخلاقي فرض هم ګرځي چې هغه دَ وخت صحيح عكاس ثابت شي � ځكه چې په انساني ټوني كې څه نه كېږي ؟.. هر څه خو كېږي � هم دغه فرض په پښتو كې دې ښاغلي شوق سرته رسولی دی � څه چې يې ليدلي كتلي .. هغه يې ليكلي دي .. خو په اخلاقي او افسانوي يا شعري شېرينه لب و لهجه كې په ډېر هنر او فن په علامتي پېرائيه كې � هغه داسې ځكه كوي چې دغه رنګه موضوعات دَ انسان او انساني ژوند او ټولنې دَ فطري روئيو ، فطري جبلتونو خاصه ګڼلی شي � دَ ده دغه موضوعات په ادب كې راځائيول دَ خپل لوستونكې ذهني او جنسي عياشۍ ته را نيږدې كول نه دي .. بلكه انساني فطرت په يو ډېر سرورناكه كېفيتونو كې په لوستونكو پېژني �

دې سېلاني شاعر چې دَ دُنيا كوم ګوټ ته ځان رسولی دی .. دَ هاغه دُنيا دَ انساني سماج .. او ټولنې په رګ رګ كې ځان ننويستی دی � او بيا چې كله هم خپلې خاورې ته راغلی دی .. نو دَ هاغه دُنيا ښه اثرات يې په ډير مثبت انداز كې دَ خپل وطن په خاوره او اولس پيرزوْ كړي دي � دَ انصاف او ايماندارۍ، دَ انسانيت او بشر دوستۍ دَ جذبو په دانه دانه سندرو يې دَ خپل وطن دَ بدامنۍ، بد ديانتۍ، بې انصافۍ او كركې ماحول كه يو طرف ته غندلی هم � نو بل طرف ته يې دَ دې خلقو اندرون په ډېرو معاملو كې په مثبتي انداز ډك هم ښودلی او ستائيلی دی � يعنې هغه غېر جانبداره پاتې شوی دی او ښه ته يې ډېر ښه او بدو ته ډېر بد وئيلي دي � دَ ښاغلي افضل شوق په دغه كوششونو كې حيقيت دا دی چې په داسې بې حسه انساني ماحول كې دَ مقصديت او معنويت تحريك خو نه شي راپورته كېدلی .. خو دغه يو قدم دَ مقصديت دَ يوې نوي دُنياپه لور ړومبی ګام ضرور دی � دَ دې ايكي يواځې رښتوني شاعرافضل شوق ادبي مرام دَ پښتنو دَ اوده فكري شعور نه دَ رواياتو هاغه خپسه پاڅول دي .. چې دَ ده تهذيبي پېژندګلو يې دَ خپلو پنجو دلاندي كړي ده � خو دَ ده دغه ټولې هڅې او كوششونه نوي انساني ژوند او نووْ انساني مسئلو ته په نوي انداز او يو نوي نفسياتي زاويه كتل دي � او دئی دَ خپل دغه انداز واحد يو داسې محرك دی چې دَ خپل اولس په ذهني، فكري او نفسياتي مدونو خور دی � دَ ده هر سفر دَ خپل ذات نه دَ يو داسې سفر اّغاز دی چې دَ فن او هنر پړاوْنه لري .. دَ مينې او محبت ستومانۍ لري .. دَ همت او استقامت لارې لري .. دَ فكر او نظر اّسمانونه لري .. دَ جذبو او احساساتو ښائستونه لري .. دَ يو نوي سوچ ، يو نوي انداز داسې فكري پېرهن دی چې دَ لفظونو ښائسته تن بدن ته دَ نووْ نووْ منظرونو شوخې اشارې كوي .. او انساني نظر او فطرت دَ نووْ نووْ كېفيتونو سره اشنا كوي .. په داسې ښائسته سفرونو كې چې دَ ده فكري او جسماني وجود دَ كومو كومو پړاوْنو نه تېر شوی دی .. ده په خپلو سفرونو كې دَ نړۍ اولس سره دَ خپل ذهني او زميني رشتو يوې يوې تهذيبي رشتې ته دوام وركول وو � په دغه حواله دَ ده ذات او شخصيت دَ مينې او محبت استعاره ګڼل پكار دي �

ماته خو داسې ښكاري لكه چې دَ خپل پښتني سماج ډېر تضاداتو دئی په دغه سفرونو كولو مجبور كړی دی .. چې كله ده دَ خپل وجود او ذات نه دَ سفر كولو اراده كړي ده .. نو دَ دغه درد په په شا ځمونږ دَ وطن دَ سياسي او فكري نظام وجود هم په نظر راځي � او دغه سياسي او فكري نظام خلاف دَ ده ذات او وجود په احتجاج ليدی شي � خو دَ ده دا احتجاج دَ خوند او مزې په دې دی چې دَ دې نه دئی .. يو فكري او سماجي انقلاب ته لار راوباڅي .. نه چې ده ته په لاس كې ټوپك وركوي ..!! ځكه مونږ په ډاډ وئيلی شو .. چې دَ ښاغلي شوق په احتجاج كې بغاوت خو شته .. خو جبر او زور په كې نه شي ليدلی � دغه رنګه دَ ښاغلي شوق شاعرى هم دَ هغه دَ مخصوص تخليقي مزاج تر مخه خپل رنګ او خوند لري �

اې دَ لالي دَ مجسم تصور
خيالي پرۍ
بادر جمالي ! وايه
ما به په ځان پسې په غرو رغو كې
لكه سېف الملوك
تر څو ځغلوې؟؟

( په لټون ستا دَ څېرې .." آخر تر څو؟ " مخ � 57 )

" په لټون ستا دَ څېرې" دَ ښاغلي افضل شوق دَ هاغه فكري پړاوْنو يو مسلسل سفر دی چې نه يواځې دَ هغه دَ وجود يو فكري اظهار دی بلكه دَ هغه دَ ژوند دَ ژوري مطالعې ، دَ محبت دَ يو ناوياته وجود دَ لټون يو داسې تخليقي كوشش دی چې په هر قدم يې دَ شاعر رومانوي فطرت دَ مختلفو څېرو سره اشنا كړی دی� دغه ټولې څېرې كه هر څو انساني څېرې دي خو دَ هغه فكري او تخليقي رنګ ورته دَ ښاپېرو شكلونه وركړي دي � او كه مونږ په دې حواله دَ دغه انساني څېرو په شا دَ ښاغلي افضل شوق علامتي اپروچ ته اوګورو .. نو دَ انساني څېرو دغه لټون او څېړنه دَ هغه دَ دې فكري عمل نه مختلف علامتونه جوړوي � دغه علامتونه او شاعرانه استعارې هر لوستونكي ته دَ بې شمېره معنو يو جهان پرانستي � هغه په انساني ټولنه كې دَ مينې وجود او معنې دَ يو ثابت انساني وجود په شكل كې ګوري .. نه چې په يو انساني وجود كې صرف او صرف يوې وقتي جذبې په رنګ كې .. او دا ځكه چې هغه " مينه" دَ امن يوه داسې لار ګڼي چې دَ نړۍ اولس يو بل ته رانيږدې كوي � او دَ دوئ تر ميانځه مادي، لساني او نفسياتي كږلېچونه لري كوي � افضل شوق كه نورو انساني تهذيبونو ته كتنه كوي .. نوهم يې خپل پښتني تهذيب مخې ته وي � دَ دُنيا دَ ترقي يافته هېوادونو اولس او دَ هغوئ دَ سائنسي ، علمي او فكري انقلاباتو په جهان كې ورته دَ خپل پښتني قوم وجود او فكر دَ يوې داسې تتې وړې نقطې په شكل كې برېښي چې دَ هغه دَ شعور او فكر نه ډك نظر يې دَ خپلو رڼاګانو په زور دَ فراخه كولو په هڅه كې ښكاري �

څوك چې ګوري راته
وايم دا به ته يې
څوك چې خاندي راته
وايم دا به ته يې
دا به ته يې
دا به ته يې
دا به ته يې
بس په دغه رنګه
زه په " دا" او " دا" كې
په لټون ستا دَ څېرې
دَ سلو يار شوم

( په لټون ستا دَ څېرې .. " دَ سلو يار" مخ � 145)

اوس كه مونږ دَ دې نظم په معنو سوچ اوكړو نو دا به ځمونږ دَ فكر او سوچ امتحان شي كه ښاغلی شاعر په دې قدم مونږ ستائيو او كه غندو يې � دَ يو په مينه بل ته نږدې كېدل كه هرجائي توب دی .. خو يو شاعر او اديب دَ دې تهمت نه مبرا دی .. ځكه چې دَ هغه بل ته نږدېكت دَ يوې وقتي جسماني عياشۍ مقصد نه وي .. بلكه په مينه او محبت يو بل ته نزدېكت دَ يوې ښې انسان دوستۍ حذبه په دوام كې ساتل وي �

دَ ښاغلي افضل شوق په شاعرۍكې دَ څېرې يا دَ څېرو يو مسلسل تكرار په نظر راځي � لكه څنګه چې مخكې هم اووئيل شو چې دَ هغه دغه هڅه په بېلو بېلو موقعو يا ځايونو دَ يوې ښځې دَ وجود راوړنه نه ده .. بلكه دَ ده دغه لټون هاغه انساني څېره ده چې په هر لحاظ مكمله وي � اوس كه هغه دَ ښځې وجود وي او كه دَ نر .. يا بيا دغه څېرې هغه كه دَ نورو علامتونو .. نورو اشارو په شكل كې مخي ته راوړي .. نو دغه اپروچ ته مونږ يو علامتي كوشش وئيلی شو � چې په دغه څېرو كې يې دَ مختلفو علامتي استعارو او اشارو نه كار اغيستی دی � ځمونږ دا ډېره بدقسمتي ده چې هر څو كه په پښتو ادب كې دَ تخليق په حواله زيات كار شوی دی .. ( دَ معيار خبره نه كوم) خو پښتو ادب لا دَ صحيح تنقيد نه خالي دی � كه دَ ګوتو په شمېر څو نقادان شته هم خو دومره سطحي دي چې په اشارو، كنائعو.. نه پوهېږي � دلته به زه هاغه ليكوال يا شاعر اديب ته هم بدقسمته اووايم چې په داسې حالاتو كې دئی په ښكلو ښكلو علامتونو كې دَ انساني ژوند .. دَ انسان دوستۍ او بلا ډېرو انساني او سماجي الميو خبره كوي � خو ادراك نه لري او نه پرې ځان پوهه وي � او بيا بل طرف ته ښاغلی افضل شوق هم په دغسې ليكوالو كې مونږ وينو چې دَ علامت نګارۍ يو نوی انقلابي تحريك يې رامخي ته كړی دی � كه چرته دا ښاغلی په بله ژبه كې وی نو ده ته به ذهني عياش نه شو وئيلی .. بلكه انسان دوست او انساني بشر مئين وئيلی شو �

خپله زه دَ خپل ځان دپاره په دې ليكنو يا دَ ښاغلي شوق دَ شاعرۍ او سفرنامو په تنقيدي جائزه اغيستلو هم دَ هاغه خطرو امكانات دَ وړاندي نه وينم چې زه ورسره دَ دې ليكنو نه پس مخ كېدی شم � مقصد مې بيا هاغه ذاتي مخالفتونه دي .. هاغه ذهني روئيې دي چې په داسې حالاتو كې دَ يو نر دپاره هم وي .. نو زه خو لا بيا په تورسرو كې راځم � خو خدای ګواه دی چې دا به دَ هر اديب او شاعر يوه ادبي او اخلاقي بې انصافي او بد ديانتي وي كه هغه دَ دغسې ښو تخليقاتو دَ معيار ستائينه او ډاډګيرنه اونه كړي ..!! بل ځما په خيال په دغسې كوششونو دَ پښتو ادب دپاره دَ هاغه بازاري او قصه خواني رنګ ادب مخه هم نيولی شو � چې دَ خپلو ذاتي مفاداتو دپاره دَ پښتو ژبې او ادب شملې ته په سپك نظر ګوري � زما په خيال ضرورت دَ دې خبرې دی چې پښتو ادب په بازاري ادب خپل وجود نه شي شته كولی � كه چرې مونږ دَ خپلې ژبې او ادب دَ ژوندي پاتې كېدو دپاره سوچ كووْ نو داسې ادب به وړاندې راولو .. چې وخت او زمانه په خپله دَ هغې دَ معيار ټاكنه اوكړي .. او تاريخ ورته په خپلو پاڼو كې ځای وركړي � افضل شوق هم دَ دې سوچ لاندې ادب ته اوږې وركوي �

افضل شوق، دَ نن دَ انسانې روئيو نه مطمئين نه ښكاري او انسانان په ځناوري خويونو كې لړلي بولي .. انسانان ، كه هغه دَ پښتني بڼه لري او كه دغه انسانان دَ مغربي نړۍ نه تعلق لري .. چې ځانونو ته مثالي انسانان وائي � ځكه په دې كتاب " په لټون ستا دَ څېرې" كې دَ شلمي او يويشتمي صدۍ انسان ته غرضي او غرئيز ځناور هم په بلا ډېرو نظمونو كې وئيلي شوي دي .. خو په ډېر شعري هنر په علامتي اشارو او كنائعو كې .. لاكن په دې لاندېني نظم " دَ نن انسان او..؟" هغه ډير زيات ډائرېكټ شوی دی او په صفا تورو كې واې ..

" څومره چې بد غواړي
دَ بل دپاره
هغومره ښه كوي
دَ ځان په حق كې"
دغه خاصې لري نن
هغه انسان،
دَ چا په سر باندي پرون
چې ابليس،
له فرښتې څخه شېطان اوختو

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ _168)

افضل شوق ، چې خپله هم دَ نن انسان دی .. دَ انسان په اړه داسې رائيې دَ انسان دښمنۍ دَ مخي نه كوي .. بلكه ځان هم دَ دې انساني جهان وګړی ګڼي او په داسې غېر انساني حركتونو او روئيو شرمندګي كوي � هغه ، انسان دَ انسان په بڼه كې ليدلو خوب دومره ستړی كړی او چيچلی دی .. چې په خبرو كې يې تراخه دَ رښتيا وئيلو تر حده ځای شوي دي � خو بد بيا هم په هيچا ځكه نه لګي چې هغه صحيح واي .. او دَ زړه خبري راوباسي .. ځكه خو په زړونو ښې او خوږې لګي � داسې محسوسېږي چې هغه دَ يو ښه رښتوني شاعر سره سره يو غېر جانبداره مورخ په حېثيت په ډېر هنر او په ډېر اختصار واقعات او مشاهدات نظم كړي دي � كوم چې دَ سبا تاريخي حوالې جوړېدلی شي �

په " لټون ستا دَ څېرې" كې دَ زمانې او انساني ښو او بدو روئيو دَ څېړلو علاوه شاعر دَ لفظونو ښكلي شيش محل كې هم هر وخت دَ دَ هغه ناليدلي محبوب سره دَ ميني او محبت په خوږو، پستو خبرو دَ خپل خيالي او فكري لېونتوب اظهار كوي � او دا ځكه چې دَ څه وخت دپاره هر شاعر اديب دَ فن دَ بناوټي ژوند نه دَ خلاصون لاره ګوري ، نو په داسې حالت كې دَ خپل فكر او تصور په ښكلي نشه كې دَ څه وخت دپاره لاهو شي � خو دَ يو محبوب لټون دَ لېونتوب دَ يو پرله پسې حالت او كېفيت په كړاوْنو كې شوق صاحب دَ شروع نه تر اّخره ګېر ښكاري � او هغه هم يو داسې محبوب .. چې خيالي محبوب محبوب دی او په حقيقي ژوند كې يې هيڅ تصور موجود نه وي � دغه خيالي پېكر دغه شاعر او فنكار دَ خپل فن او هنر په ګوتو جوړ كړی وي �.. هغه يو داسې مثالي جانان وي چې دَ ده دَ خوښي او مرضۍ وي � او بيا دغه كېفيت دغه شاعر اديب په حقيقي ژوند كې هم په دغه رنګ څېره پسې سرګردانه ګرځي � په دې تكل كله چرته ځي .. او كله چرته � ځكه چاته ګوري او كله چاته � دَ خيال او فكر او بيا په صحيح معنو كې دَ ژوند دپاره دَ يو داسې " نا ليدلي اشنا" لټون دَ ښاغلي افضل شوق جذبه هم ده .. لكه خپله چې په دې نظم "اشنا زما څه نا اشنا غوندې دی" كې له ځان نه دَ دې لټون په اړه داسې دَ لېونو په شان تپوس كوي .. چې دَ لوستونكي په ذهن كې بلا سوالونه پورته كوي .. خو دَغه سوالونه په ځواب كې نورو سوالونو ته لارې پرانستي �

تر څو به لار
څارم دَ هغه اشنا
چې زه يې
خپله لا هم نه پېژنم
ځكه چې ما كله
ليدلې نه ده
دَ سر په سترګو
خو ساتم يې زړه كې
په مينه مينه همېشه
لكه خدای

( لټون ستا دَ څېرې.. مخ _46)



دَ عالمي ادبي معيار په رڼا كې
ـ ـ ـ ـ ـ افضل شوق

دَ كور نه چې يو بنده دَ خپل محلت كوڅې ته اوځي .. نو هم دَ هغه په ذهن كې دَ ګاونډيانو سره دَ وخت تېرولو دپاره هغه بنده په دې مجبوره كي چې دَ هغوئ طريقې خپلي كړي � نو چرته افضل شوق ، چې دَ پېري په رنګه يې نيمه نړۍ كې خپل وزرونه ټپولي دي � لازمي ده چې هغه به هم ډېر څه دَ نړيوالو نه زده كړي وي .. هم ځكه خو دَ هغه اكثره افكار او موضوعات مونږ په ډېر سوچ او فكر كې اچوي � او مونږ ته يې هر څه عجيبه هم ښكاري .. خو چې لږ ورته په ځير شو .. نو دا هر څه يې عجيب نه .. بلكه هغسې زاړه دي.. هغسې توري دي ، چې هر شاعر يې استعمال كې راولي .. خو دَ افضل شوق دَ وړاندي كولو طريقه نوي او نابلده په دې وجه ده � چې هغه جهان ګشته او ورك سېلانې دی� څومره چې هغه په روايت پسندو شاعرانو، ليكوالانو او فنكارانو كې دَ اجنبيت ښكار دی.. هغسې دئی دَ پښتو دَ شمله اوچته ساتلو په غرض دَ اغيارو سره په مقابلې كې ليدلی شي � يعنې هغه دَ نورو ژبو سره اوږه په اوږه دا خواره او شاړه پښتو ليدل غواړي �

غرض دا چې ښاغلي افضل شوق دغه فكري او تخليقي شواخون ځمونږ دَ نن انساني چاپېريال انساني روئيو ، انساني الميو په لور داسې دَ شعور نه ډكه كتنه ده .. چې دَ نن دَ انسان ژوند دَ غمونو ، فكرونو، وسوسو او سوداګانو تسلسل دَ وختونو او زمانو سره تړلی ساتي �

دَ افضل شوق په شاعرۍ كې دَ جمالياتي شعور داسې نخښې نخښانې او نقوش لېدلی شي چې په كې دَ علاقايت نه عالمګيريت زيات دی � هغه كه پښتون نه هم وی ..نو هم دَ هرې ژبې شاعر به ښكاره كېدو� هغه دَ قبائليت ، مقاميت او دَ جهنډو په سيورې كې دَ غرضي سياست نه بالا تر سوچ مالك دی .. هغه مينه خپل مسلك او امن خپل مشن ګڼي .. هغه انسان دَ انسانيت په تله تلل غواړي .. نه چې دَ نفرتونو دَ لاري لاروی جوړېږي � دا چې په پښتو كې ليكې .. هم پښتون دی � هغه پښتون په خلاګانو كې ليدل غواړي .. هغه پښتون دَ مخته وتو قامونو سره قدمونو سمولو په حېثيت كې ګوري �

دَ هغه ګيله هم دَ ناز ګيله ده .. دَ هغه خفګان هم دَ ناز خفګان دی � يعنې كله كله په مينه كې تراخه او كله بېلتون كې خواږه لټوي � هغه په غېر شعوري توګه دَ كائنات سره نږدېكت غواړي � نو هم ځكه خو هغه په سفرونو كې ورك سېلاني دی او شاعرۍ ته يې دَ خپلو مشاهدو رنګ په ډېر هنر او خوند وركړی دی � ولې چې هغه په دې خبره يقين لري چې دَ خواري پښتو دَ ادبي څېرې نه دَ مودو مودو هغه پرتې خاوري لري كول په كار دي � چې دا څېره دَ دُنيا دَ سترګو وړاندې سپېره سپېره ښائي � نو ځكه هغه هڅې كوي چې دَ نوي نظام او نوي زمانې سره دَ پښتو دَ ادبي روئيو مطابقت پيدا كړي � او افضل شوق په زړه كې دا ويره هم لري چې .. چرته دَ پښتو دا نننۍ تته څېره دَ رواياتو په ګړذونو كې وركه نه شي �
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery