مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په لټون ستا دَ څېرې ـ ـ ـ ـ يوتنقيدي جائزه

دا هرڅه چې ما پورته رقم كړو .. هغه ټول څه دَ جهان ګشته انسان خاصه كېدلی شي .. نه چې دَ هغو خلقو، چې دَ شوق صاحب په قول " دَ ځان او دَ مكان قيديان دي" � نو ځكه دا دَ درست جهان په لا محدود سرحدونو كې بې وزرو مارغه افضل شوق هر شاعرانه انداز دومره دَ نورو پښتو شاعرانو نه بدل او منفرد دی .. چې ښكاري لكه هغه چې په پښتو ژبه كې جرمني ، انګرېزي ، عربي يا فرانسيسي ليكي � خو دَ خوند او دَ مزې خبره دا ده .. چې دَ هغه په ليكنو كې داسې پښتني محاورې ، استعارې او كلتوري متلونه په نووْ نووْ پېرائيو كې نغښتې رانغښتې ليدی شي چې .. لكه هغه چې يو ساده اوكليوال پښتون دی � او زما يقين دی .. چې هم دَ هغه دَ شاعرۍ دغه روح به دَ راتلونكې هر دور او هرې زمانې نه شاباشی اخلي ..!! ولې چې دَ هغه .. هم دغه جديديت او انفراديت به دَ پښتو سباوْن روښانه ساتلو جوګه كېږي �

دا خو شوې دَ ښاغلي افضل شوق دَ شاعرۍ په حواله يو سرسري نظر چې دَ دې مونږ دَ هغه دَ لوړ انساني فكر او شعور احاطه نه شو كولی .. بلكه دَ هغه دَ يو څو منتخب غزليه اشعارو او څو نظمونو په ثبوت به دَ هغه دَ فن يوه تفصيلي جائزه وړاندې كړو � چې داسې دَ فكر او نظر مئينان دَ هغه دَ فن دپاره دَ يو ښه ادبي او اّفاقي معيار ټاكنه اوكړي �

لكه څنګه چې دَ دې ليك په تمهيدي بيان كې هم دَ ښاغلي افضل شوق دَ شاعرۍ ځينو اّفاقي موضوعاتو ته اشاره شوي ده � او دَ هغه دَ شاعرۍ دغه موضوع .. يعنې اّفاقيت، هغه دَ خپل دور دَ ډېرو ښو ښو شاعرانو نه افضل كوي � هغه په دې چې دَ ده دَ شاعرۍ بنيادي موضوع ی" انسان" او " مينه" ده ... هغه انسان چې دَ انساني ميني ، محبت ، روادارۍ ، شرافت ، عزت او خلوص دَ لاري اشرف المخلوقات بلل كېږي � او دغه انساني قدرونو انسان دَ ځناورو نه بېل كړی دی � كوم انسان ؟ .. دَ كومې سيمې انسان؟ .. او په رنګ تور، سپين او كه سور انسان ؟ مونږ په ډاډ دا وئيلآ شو، چې يو ادب او شاعري چې كله هم دَ رنګ ، نسل ، مذهب ، علافې او نظريې كې ورګېر شي نو اّفاقيت ورنه اوتښتي � ولې چې ادب دَ " انساني ژوند عكاس" بللی شي .. داسې انساني ژوند ، چې په كې انسان په هر لحاظ انسان ښكاري �

داسې خو افضل شوق .. چې خپله هم يو ښه پښتون دی .. په پښتو كې ليكل كوي او دَ پښتنو په نوم مينه ليكي � خو دَ هغه په شاعرۍ كې دَ لامحدود مكانيت او مقاميت فكري رجحان علاوه دَ انسان دَ افضليت تنده هم محسوسېږي � هغه ځكه .. چې پښتون كه هر څو پښتون شي .. نو انسان خو به وي كنه � او هم دغه خو دَ سېلاني افضل شوق اصل خوب او مرام دی � چې هغه پښتون هم دَ داسې انسانانو په قطار كې ولاړ اوګوري .. چې دَ انسانيت په معراج باندې ليدی شي � او دَ افضل شوق دا لا ندې ليكلی شوی دَ اووْ وړكوټو مصرعو مختصر نظم " سجده" دَ هغه دَ انسان سره مينه په اّفاقي علامتي پېرائيه كې څومره په خوند اواختصار څرګندوي؟ راشئ چې لږ ورته په ځير شو �

خپل مې ګڼې
كه نه ګڼې
خو ياره !!
ما دې دَ خيال
په هر مندر كې بُت ته
لكه هندو
تل سجده كړي ده

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ _191)



په لټون ستا دَ څېرې
ـ ـ ـ ـ دَ منتخب غزليه اشعارو كره كتنه

دَ افضل شوق په دې شعري مجموعه كې هسې خو څه پاوْكم دوه سوه وړوكي اّزاد نظمونو دي .. خو شپاړس غزلې چې هره غزل يې په څلورو اشعارو مشتمل ده .. هم موجودي دي � نو راشئ چې وړمبی دَ څو غزليه شعرونو تنقيدي جائزه واخلو � او اوګورو چې دې شاعر دَ " شلېدلي امېل " تر دې بلې شعري مجموعې " په لټون ستا دَ څېرې" څومره غزل مخته بوتلی ده ..؟ او دا هم اوګورو چې دَ هغه په شعريت او فكري روئيو كې څومره بدلون راغلی دي ؟

ګمان مې نه كېږي چې موړ به مې كړي
ته په فطرت ژونده ..!! سارا يادېږې

پېلامه چې دَ امن دَ سيوري نه وي
نو دي هغه سپين مارغه په اور پسې شي

دلته اروا په ما كې ستا چې ما په ژوند پاروي
هلته له ځانه اووځم ... چې راورېږې په زړه

ګوره چې څه به كوې ته ، چې زه په نره لا هم
غم په سګرېټ غلطوم ، چې راورېږي په زړه

ستا دَ بدو په ځواب كې درته جار جار وايم ځكه
دَ دروغو تر لباسه ..... ، د َ جفا مينه لا ډېره

ټول وجودونه محسوسېږي كاڼي
كه وخت اّخر شو چې غږېږي كاڼي

څوك په غوښين وجود بې حسه دېوال
دَ چا په آه باندې ويلېږي كاڼي

كه په ما دي نيمګړتياوي پوره كېږي ؟
زما وجود دې ستا وَ سترګو ته رانجه شي

شوق به تنده په خپل ژوند درماتولی
جوړ دَ خاورو كنډولی وی خو چې ستا وی

تا له به تاج محل له كومه راوړم ؟
زه چې دَ تن جامې په پور جوړوم

لكه ماشوم ، زه هم دَ رېګ كوركيان
مازيګر وران كړم ، سهار نور جوړوم

دلته ځانونه له تيرو هم پېچو
هلته ملګري دَ رڼا هم نه يُو

سوال كه زما او ستا تر ميانه راغلی دَ يوه خوائش
دا امكان لري ، چې زه دَ ځان په ځای تا اوغواړم

ګوره.. چې په خله كې يې دا ژبه څله ګونګه شي؟
ستا دَ كور درك چې زه په ښار كې له چا وَغواړم

موسكا په مينه سنجول، خطا ايستل دي دَ زړه
حقيقت دا ... ، چې دَ سرونو فېصله ده ګرانه

ځان كې په سوب دَ مسلسل سفر
تلی نشم په بله ، دومره ستړی يم

زه هم دَ پښتون په حېث پښتو لره
خپل ضمير ته شوقه پورَوړی يم

ټوله شپه وه راته ناسته نصيبه دَ كټ وَ سر ته
خو چې څنګه بيا سهار شو زه راويښ شوم دا اوده شوه

هر سړی وچ شو په ذات كې ، دَ ساړه خلوص له جوره
دَ ژوندئيو انسانانو دُنيا نه شوه ، بُت خانه شوه

كېدی شي شوق هم خوشحال خان شي درته
مغل خويونه كه دې نه پرېښول

خبره دا نه ده ، چې كډې به وړو چرته دَ ژوند
خبره دا ده ، چې دَ پلار اديره چا ته پرېږدو؟

مونږ دَ خپل اور برخې لا هم شوقه په زد دَ رڼا
دَ مشالونو په سرو باندې هوا ته پرېږدو

بيا به ځان غواړې ، ځان به نه كړې پيدا
بس كه يو ځل دَ چا په خوا اوختې

مونږ كه دَ افضل شوق دَ دې پورته رقم شوْ غزليه شعرونو ته په ښه غور او فكر اوګورو .. نو دا به اومنو چې دَ " شلېدلی امېل" دَ غزلو په مقابله كې كه يو طرف ته يې فلسفيانه ادراك سېوا شوی دی .. خو بل طرف ته دَ هغه په غزل كې هم دَ رومانيت سواليه او علامتي اشارې دَ شكوې او ګيلې تر حده رانغښتل شوي دي � په دې نه شوم پوهه چې شوق صاحب غزل ته ولې شا كړه او په دې شعري مجموعه كې يې دَ غزلو برخه ډېره كمه ده .. كه څه هم هغه غزل هم دَ نظم په شان ښائسته ليكي � او په كې تخليقي افكار دَ ژورتيا تر اّخري حدونو دَ يو ليوني فلسفي په رنګه رسوي �

لكه ما چې مخكې داسې وئيلي وو .. چې افضل شوق چې .. نړيوال فكر لري او ځان دَ نړۍ باشنده ګڼي .. خو دا دَ نړۍ جهان ګشته شاعر چې ليك كوي نو هغه دومره په پښتني انداز كې لكه هغه چې هم ځمونږ په رنګه په يو واړه كلي كې استوګنه كوي او چرته تلی نه دی � يعنې په پورتنئيو اشعارو كې دا محاورې چې خاصې پښتني دي .. داسې استعمالوي .. لكه " په ژوند پارول" ، " په زړه راورېدل" ، " جار جار وئيل" ، " دَ دروغو لباس كول " ، " نيمګړتياوي پوره كول" ، " دَ سترګو رانجه كېدل" ، " تنده دَ ژوند ماتول" ، " په خله كې ژبه ګونګۍ كېدل " ، " خطا ايستل دَ زړه" ، " دَ سرونو فېصله كول" او داسې نورې نورې محاورې چې ځمونږ په كلي وال پښتني ژوند كې عامې استعمالېږي .. افضل شوق ډېر په خوند او هنر په خپلو شعرونو كې ځايوي � كوم چې دَ هغه پښتونيت او پښتون دوستي ښكاره كوي �

نه يواځې دا .. بلكه دَ شاعر په خپلو شعرونو او شاعرۍ كې نوي محاورې هم دَ پښتو په ادب داسې پيرزوْ كوي .. لكه " دَ ژوند فطرت سارا ګڼل " ، " دَ امن دَ سيوري پېلامه كېدل" ، " سپين مارغه په اور پسې كول" ، " كاڼي غږېدل" ، " بې حسه دېوال كېدل" ، " كاڼي ويلېدل" ، " دَ خاورې كنډولی كېدل" ، " جامې په پور جوړول" ، " دَ رېګ كوركيان جوړول" ، " ځان له تيارو پېچل " ، " دَ ځان په ځای بل غوښتل" ، " په ځان كې سفر كول " ، " ضمير ته پوروړی كېدل" ، " په ذات كې دَ سړي اوچېدل " ، " كټ سرته كېنستل" ، " خوشحال خان كېدل" ، " مغل خويونه نه پرېښول" ، " دَ پلار اديره پرېښول" او " دَ بل په خوا وتل" ، " دَ اور برخې دَ مشالونو په سرونو هوا ته پرېښودل" .. هغه نوي محاورې دي چې په علامتي پېرائيه كې افضل شوق دَ خپلو غزليه شعرونو زينت ګرځولي دي �

دَ دې مطلب دا شو.. چې افضل شوق نه خو زړَه پښتو خواره پريږدي او نه پښتو دَ نووْ محاورو، استعارو او دَ نړئيز سماجي او معاشرتي بدلون دَ رنګونو او نقشونو نه محرومه ساتي � داسې شايد چې هغه ځكه كوي چې .. هغه پښتون دَ سيالو قومونو سيال ګڼي .. دَ هيچا نه يې كم نه ګڼي � هم ځكه خو هغه په پښتو كې وَ پښتنو ته داسې ليكنې كوي .. چې په كې پښتون هم انسان ګڼي او چې كله هم چرته يا په يو مقام يې پښتون په تله پوره نه دی محسوس كړی .. نو يې دَ يو خېرخوا په رنګه په خوږې ژبي باندي ګيله او شكوه راغلي ده � او دا شعري ادا دَ افضل شوق په شاعرۍ كې زياته ليدلی شي � كومه چې هغه په خپلوانو .. يعنې پښتنو نور نور قدرمن كوي � ولې چې پښتانه خپله چې څومره حقيقت پسنده او رښتيا خوښوي .. هغسې رښتوني خلق او خبري هم په زړه اخلي �

دَ شوق په غزل كې نور څه دي ..؟ دا هغه سوال دی چې شايد يو كتاب خبري يې هم ځواب نه شي � ځكه زه دومره وئيل غواړم .. چې افضل شوق دي غزل ليكي او ډېره ډېره دي ليكي �


په لټون ستا دَ څېرې
ـ ـ ـ ـ ـ دَ ځينو نظمونو تنقيدي جائزه

لكه څنګه چې مونږ دَ " شلېدلي امېل" او " په لټون ستا دَ څېرې " دَ غزلونو تر ميانځه يو تقابلي او تنقيدي جائزه وړاندې كړی وه .. هم دغه رنګه زه غواړم چې دَ خپل استعداد دَ مخې دَ دې دواړو شعري مجموعو دَ نظمونو تر ميانځه نه يواځې واضحه فرق رامخې ته كړم بلكه يوه كوټلی شانتې تنقيدي تجزيه يې هم تاسو ته وړاندې كړم �

۱ ـ ـ اتهم رنګ

ما ګڼل
چې وينم خوب
جوړه ويده يم
دا چې زه
چرته په يو منظر كې نه يم
بيا چې ښه مې ورته پام شو
نو څه ګورم؟
چې ښكلاوي وې
اووه رنګيځه ټولي
خو، دا زما
دَ وجود رنګ په كې اتهم وو

( په لټون ستا دَ څېرې.. مخ - 44 )

دَ دې نظم تهيم چې ښاغلي شوق دَ جرمني په درو كې دَ سوئټزرلېنډ په لور سفر كولو په وخت ذهن كې پوخ كړی دی ..او بيا يې ډائرۍ ته دَ نظم په شكل كې سپارلی دی � دواړه ذكر شوي ځايونه دَ خپل فطري او قدرتي ښائست په وجه په ټوله نړۍ كې شهرت لري �.. او شايد هم دغه وجه وي چې دَ دې ځايونو په غرقو غرقو جولو جولو ښائستونو كې چې كله دَ يو شاعر فكر ورك شي ، دَ يو شاعر نظر په دغه ښكلا ګانو كې اونښلي نو دَ هغه تخليق به هم دَ دغه ښائست ترجمان ارومرو ليدلی شي � او بيا ښاغلی افضل شوق چې دَ خپل رومانوي او شاعرانه طبعې او فطرت تر مخه دغه نندارو ته په كوم رنګ او نظر ګوري نو دَ اتهم رنګ تخليق ، نه يواځې دَ دغه ځايونو ښائستونو ته كتل دي .. بلكه دَ دغه خواره واره رنګونه په داسې شاعرانه هنر په خپل فن كې ځايول دَ يو نوي فكري او تخليقي صلاحيت دَ ټولونه لوی ثبوت دی �

په دغه نظم كې چې ښاغلي شاعر دَ ماحول دَ منظرونو كومه نقشه په دغه ماحول كې دَ خپل ذات ، وجود او فكر په وركېدو راښكلي ده .. نو دغه هنر ته يې شاباشی وركول دي او بيا كومې سائنسي تجزيې چې رڼا دَ كومو رنګونو مجموعه ثابته كړي ده .. نو دَ هاغه تجزيه دَ يو حقيقت په شكل كې ځايول .. يو داسې حېرانونكی كېفيت پيدا كوي.. چې دَ نظم ټول تاثر په دغه يوه مصرعه كې دوام لري ..!! په مجموعي توګه دغه نظم دَ پښتو په جديده شاعرۍ كې يو داسې نوی كوشش دی .. چې موضوع يې سائنس ته هم نږدې ده او هم يې سائنس دَ ذات دَ موجودګۍ په فكري دليل نه يواځې رد كړی هم دی .. بلكه دَ دې نظم شاعر افضل شوق دَ خپل وجود يو ناښكاره حقيقت هم په ګوته كوي �

لنډه دا ده چې په پښتو جديده شاعرۍ كې دَ دغسي موضوعاتو راوړل.. دَ لوئيو ژبو په رنګ دَ خپلې ژبې ادب ته يو نوی لاره وركول دي او كه دغسې نظمونه په انګرېزۍ يا نورو لوئيو ژبو كې ترجمه شي نو داسې به دغه موضوعات په دغه لوئيو ژبو كې خپل يو مقام پيدا كړي � دې سره سره زما دا هم خيال دی چې چونكه دغه رنګ موضوعات لا په پښتو ادب كې پېژندلي شوي نه دي � نو كه دَ افضل شوق دغه موضوعات يا دَ دې موضوعاتو ترجمان دغه ټول نظمونه به په انګرېزۍ او فرانسيسۍ كې داسې ښكاري لكه دَ هغوئ خپل موضوعات � ځكه چې كوم دغه رنګ نظمونه ښاغلي شوق دَ خپلو سفرونو په مختلفو پړاوْنو كې ليكي دي .. نو هغه پښتانه نه شي كېدی ..!! بلكه دا دَ ده عالمګيريت دی چې دئی په دغسې موضوعاتو ليكل كوي .. او پښتو ژبه او ادب دَ نووْ نووْ موضعاتو سره اشنا كوي � اوس دَ دې نظم فنې اړخونو ته راځم � كه څه هم دا نظم په وړو او لوئيو يولسو مصرعو كې ليك دی .. خو دغه نظم دراصل په پنځو دولس سېلابيزه برابرو مصرعو باندې داسې مشتمل دی .. لكه

ما ګڼل چې وينم خوب .. جوړه ويده يم
دا چې زه چرته په يو منظر كې نه يم
بيا چې ښه مې ورته پام شو،نو څه ګورم؟
چې ښكلاوي وې اووه رنګيځه ټولي
خو ، دا زما دَ وجود رنګ په كې اتهم وو

دَ ښاغلي افضل شوق دې نظم ته مونږ نثري يا آزاد نظم نه شو وئيلی � بلكه دغه نظم دَ خپلو عروضو، بحرونو او ردهم دَ يو روان تسلسل اّهنګ په حواله مونږ ورته اّزاد غزل وئيلی شو � په بنيادي توګه دا دَ جديدي شاعرۍ دَ معرى نظم صنف دی .. او دَ شوق ټولو نظمونو ته كه په دې نظر اوګورو، نو دَ فن په دغه پېرائيه كې ښكاري �


۲ ـ ـ دغه زما .. هغه دَ دوئ مجبوري

په هلو ځلو
دَ لمړي نمبر مې
په درځنو ياران په دې اوبائيلل
چې نه خو
دوئ رابېلېدل له ډلو
او نه زه
خپله درېدلی شومه
دَ اشنايانو په قطار كې ورته

( په لټون ستا دَ څېرې.. مخ - 153)

دَ انسان يو فطري كمزوري دا هم ده چې .. "په اول نمبر دي زه يم"..!! او دَ دې " اول نمبر" دَ حاصلولو دپاره انسان عجيبه عجيبه هلې ځلې كوي � ښاغلی افضل شوق چې دَ پښتو ادب او شاعرۍ په حواله خپله يوه درنه پېژندګلو لري .. خو په قطار كې شايد په دې وجه هم نه درېږي چې ځان يې اول نمبر يا بې نمبره خوښ دی � دا خبره هغه دَ ميني په معامله كې كوي .. او يار ته يې دَ اشنايانو قطار نه .. بلكه يواځې ځان خوښ دی � او كه دا خبره دَ نن دَ ادبي روئيو او دَ ړومبي نمبر كېدو په هلو ځلو كې اوګورو.. نو به دا دَ هغه دا خبره درسته ثابته كړي .. چې انسان كه اديب يا شاعر هم شي .. خو دا فطري كمزوري به يې تله سپكه ساتي او هغه اديب يا شاعر به وړوكی څرګندوي � هم ځكه خو ښاغلی شوق داسي فهرستونو او قطارونو نه ځان يو سائيډ ته كول غواړي � ځكه چې هغه ته هم داسې دَ ځان حېثيت معلوم دی لكه هرچاته چې خپله صحيح اندازه شته چې څوك چرته دی؟ او يا دا چې دغه څوك چرته پكار دی؟.. نو بيا په داسې حال كې دَ جنګ جهګړې څه ضرورت ؟
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery