مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په لټون ستا دَ څېرې ـ ـ ـ ـ يوتنقيدي جائزه

 دلته دَ دې نظم په تهيم كې هغه دَ " مقدار" نه .. بلكه دَ ښه " معيار" په حق كې واضحه خبره كوي او په دې پښتني اوسني ادب علامتي ګوزار هم كوي.. چرته چې ليكنې دَ وئيلو نه .. بلكه دَ تللو دي � او معيار نه لوېدلي ..بس هر څوك دا غواړي چې دَ كتابونو شمېره زياته كړي � ولې چې په هم دغسې مقدار خو دَ دې ژبې نقادان اديب او شاعر ته ښې نامې يا انعامونه وركوي � او ښاغلی شوق داسې سطحي ادبي روئيو ته دَ تاريخي جبر نوم وركوي او په داسې بازاري ادب سخت تنقيد كوي �

كه څه هم قطارونه جوړول او په قطارونو كې اودرېدل دَ يو ډسيپلن عكاسي كوي .. خو افضل شوق بيا هم دَ داسي قطارونو نه ځان ځكه ژغوري چې هغه په انساني مثالي انسانيت او صلاحيتونو، فكري او تخليقي استعداد ځان دَ يوې باشعوره او لوستلي طبقې زړونو ته رسوي .. دَ فن په لاره او دَ فكر په بنياد� او دا هغه لاري دي چې شوق صاحب به دَ خپل دغه فكري جدوجهد دَ كبله دَ يو اعلى قسم معيارپه فهرست كې په ړومبي نمبر اودروي � دا به دَ وخت فېصله وي .. دا به دَ راتلونكي زمانې پرېكړه وي .. او دا به دَ معيار فتح وي �

اوس پاتې شوه .. دَ دې نظم فني، تركيبي جوړښت .. كه څه هم دلته شوق صاحب په خپل هاغه انداز كې ښكاري .. كوم چې دَ ده فن او شخصيت ته يې يوخ پېژندګلو وركړي � خو په فكري ډول په دې نظم كې شوق ، ډېره لوئيه الميه كومه چې دَ وخت او دَ نن دَ انسان الميه ده په اتهه لنډو مصرعو كې وړاندي كوي .. چې دَ دريو درځنو نه زيات توري په كې نشته ، خو په دې اختصار كې دومره لويه خبره په ساده ژبه او وړكوټي مضمون كې بيانول، يو فني كمال دی � دَ دې نظم دغه اتهه مصرعې هم دَ يو معرى نظم پنځه برابرې مصرعې دي ، چې دَ نظم دَ اّهنګ برقرار ساتلو دپاره شاعر په نوي ساخت كې ماتې كړي دي � خو بيا هم دَ فكر او خيال تسلسل يې برقرار ساتلی دی � دا پورتنی اتهه مصرعيزه نظم په لاندېنو پنځو لاكن يولس سېلابيزه پابندو مصرعو مشتمل دی .. لكه

په هلو ځلو دَ لمړي نمبر مې
په درځنو ياران په دې اوبائيلل
چې نه خو دوئ رابېلېدل له ډلو
او نه زه خپله درېدلی شومه
دَ اشنايانو په قطار كې ورته


۳ ـ ـ اشنا به اوس له وركو چرته غواړم؟

دا چې يې
پلونه دَ پښو ګار شولو
په نيمه لار كې
ګمان مې دا دی
چې لالی مې اوس كوي
لګيا دی
دَ سمندر سره سره
په پستو شګو مزل

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ - 45 )

په كارډيف وېلز برطانيه كې په كال 1996 كې ليكلی شوي په دې نظم كې هم ښاغلی افضل شوق دَ خپل لټون .. او دَ سفرونو په يو داسې نه ستړي كېدونكي كېفيت كې ښكاري چې دَ ده دَ شخصيت، نوم او وجود يوه حواله ګرځېدلي ده � يو تلاش .. يو لټون .. او بيا دَ خپل دغه مسلسل لټون يو ستومان ، خو رومانوي احساس .. كوم چې دَ جمالياتي احساساتو ترجمان ليدی شي .. دَ يو سېلاني شاعر دَ مشاهدو دُنيا ..!! دَ هغه دَ سفرونو، مزلونو جهان .. كوم چې هغه ته دَ يو تلاش تجسس وركړی دی .. او دغه شاعرچې دَ څه په لټون كې ښكاري نو كله كله خو دغه دَ وركې دَ بيا بيا موندلو احساس دَ هغه په سفري شاعرۍ يا بيا شاعرانه سفرونو كې يو نوی خوند او دَ نوي لذت اضافه كوي � په دې نظم كې ده دَ خپلي علاقائي لهجې او ځينو علاقائي توري لكه .." ګار شو" ، " ګمان" ، " پلونه" دا څه هم كه دَ ده دَ مقاميت او علاقې نمائندګي كوي .. خو دَ دې نظم فكر علاقائي نه دی ، بلكه دَ يو عالمي حقيقت په دې ورته وئيلی شو چې رېګ هم يواځې هغه څيز دی چې نخښې دَ خپو په كې جوړېږي .. او بيا دَ هوا يا دَ اوبو په څپو بيرته دغه جوړي نخښې ګډي وډي شي � نو دلته دَ افضل شوق دَ محبوب وركېده او بيا دَ خپل ورك محبوب لټون دا نظم بېخي بې ساخته كوي � خيال ډېر نوی دی � يعنې دَ ډېر لټون او ستړيا پس دَ شاعر په ذهن كې دا خبره راتلل چې .. دَ هغه ورك شوی محبوب خو چرته دَ سمندر دَ ساحل په شګو كې مزل ته نه دی جوګه شوی .. ؟ چې پلونه يې دَ خپو نه ښكاري �

دَ شوق په قلم په الجزائر سيدي فرج نومي ځای كې يا ساحل باندې ليكل شوی دا نظم دومره ساده او واضحه معنې لري چې هيڅ قسم ابهام په كې نشته � دَ دې نظم دَ لوستلو نه پس قاري داسې محسوسوي لكه چې په شاعر دغه نظم او دَ دې نظم فكر لكه دَ " وحي" راورېدلی وي � نو ځكه مونږ دا وئيلی شو چې په دې نظم كې دَ شاعر دَ مينې او جنون كېفيت دَ انتها تر حده رسېدلی ښكاري او داسې ښكاري لكه چې دئی په ډېر صداقت خپل احساس او جذبې په نظم كې ځايوي � او كه اووايو چې افضل شوق چې كومه دعوېكوي چې هغه په فن كې دَ صداقت څومره قائل دی .. نو دغه جذبه دَ هغه دَ دې نظم او دَ ټولې شاعرۍ نه مونږ ته ظاهره ليدی شي � لكه څنګه چې پورته اووئيلی شو چې دا نظم بې پناه بې ساختګي لري .. نو په دې بنياد دا خبره دلته ځكه تكراروم چې په دې نظم كې هم ښاغلي افضل شوق په ډېره سادګۍ دَ خپلو احساساتو څرګندونه كړي ده � لفظي تراكيب يې علاقائي دی .. خو استعاري او اشارې يې اّقاقي معيار لري � دلته هم دَ لوستونكو توجه دَ دې نظم فني جوړښت ته راګرځوم � يعنې دا اتهه مصرعيز نظم چې په كې يو دېرش توري دي .. هم دراصل په دريو پنځلس سېلابيزه پابندو او برابرو مصرعو باندې داسې مشتمل دی .. لكه

دا چې يې پلونه دَ پښو ګار شولو په نيمه لار كې
ګمان مې دا دی چې لالی مې اوس كوي لګيا دی
دَ سمندر سره سره په پستو شګو مزل


۴ ـ ـ انصاف او عصري تقاضې

دَ چا چې
خلې لړلي دي په وينو
هغوئ
سُرنا دَ سوكالۍ ژغوي
خو څوك چې
شو لوګی لوګی په امن
باداران واي
ترهه ګر هغوئ ته

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ - 49 )

شاعر اديب دَ ژوند او دَ دُنيا په حالا تو هر وخت نظر ساتي .. او انسان چې دَ كومو حالاتو نه په خپل ژوند او ټولنه كې تېرېږي نو په دغه حالا تو سترګي نه شي پټولی � دَ پورتني نظم نه دا اندازه هر چاته په اّسانه لګېدی شي چې دَ روانې صدۍ اّغاز چې په دُنيا كې په كوم رنګ شوی دی .. په هغه كې اشرف المخلوقات دغه انسان .. دَ انسانيت په نوم چې څنګه ځناوري روئيو سره ژوند ميدان ته رادانګلي دي.. هغه انساني تاريخ شرموي � يعنې انسان چې كومو نووْ نووْ چېلنجونو ته مخامخ شوی دی .. نو په دې كې دَ دغه حالاتو او دَ نن دَ دور يو روښانه تصوير مونږ ته په نظر راځي � په افغانستان كې چې څه اوشو او څه په كې روان دي .. په عراق كې چې څه اوشو او نن سبا دَ كومو حالا تو نه تېرېږي او حاكمو قوتونو كوم استحصال په كوم رنګ كې روان دی .. نو په دغه حالا تو يو حساس ليكوال به ژاړي نه .. نو نور به څه كوي � كوم خلق چې دَ خپلې ژبې ، دَ خپل ثقافت ، دَ خپل تاريخ او دَ خپل مذهب ساتنه كوي .. نو په دُنيا كې اوتي قوتونه دغه امن پسنده خلقو ته ترهه ګر واي � او څوك چې لاسونه دَ انسانانو په وينو كې ككړ لري .. هغوئ امن پسند او دَ امن ټهېكه داران جوړ شوي دي � او كه دَ دغه حالاتو په تناظر كې نن اوګورو .. نو په ټوله نړۍ كې دَ امن وجود مشكوك شوی دی او انسانان .. انسانان نه دي پاتې شوي � هم ځكه خو نن دلته هر ماحول او ټولنه دَ جنګ دَ خطرو نه ډكه ده � ښاغلی افضل شوق هم په دې نظم كې په ډېر اختصار دا پورتنۍ موضوع په ډېره ساده او واضحه انداز كوي � خو په يو څو لفظي تراكيبو كې يې يو شدت دَ مظلوم دَ ورستۍ چيغې په رنګه محسوسېږي � كوم نه چې دَ شاعر دَ زړه دَ درد احساس كېدی شي � دلته يې روئيه احتجاجي هم ده .. خو بيا هم دا شدت او جنون بد په دې نه ښكاري چې دا دَ يو شاعر دَ جذبو ژړا ده � او كله هم يو شاعر يا اديب په داسې حال چپ نه شي پاتې كېدی � ځكه چې هغه دَ وخت او حالاتو ترجمان يا انځورګر بللی شي � دَ شوق دَ دغه صداقت درد او څړيكې څړېكې احساسات هغه په دغسې احتجاج مجبوره كوي �

په فني توګه دَ افضل شوق دا نظم چې په اتهو وړو مصرعو او شپږويشت توري لري .. باندې مشتمل دی � دَ دې نظم مختصر وجود ته چې ګورو ، نو يوه لويه خبره په كې شوي ده � نو دغه لنډې وړې مصرعې خپلو كې داسې ربط او تړون لري چې دَ نظم فني اډاڼه نه خرابوي � او كه په دې حواله دَ دې نظم نوره فني تجزيه كووْ .. نو داسې ښكاري لكه چې دغه نظم يواځې په يوه اوږده فقره يا خبره خور دی .. خو نه ..!! دا نظم زما دَ تجزيې مطابق په څلورو يولس سېلابيزو مصرعو باندې مشتمل دی � دَ ردهم او اّهنګ له سوبه په كې موسيقيت موجود دی � مطلب دا دی چې دَ افضل شوق دا نظم اّزاد نه بلكه معرى نظم دی .. لكه

دَ چا چې خلې لړلي دي په وينو
هغوئ سُرنا دَ سوكالۍ ژغوي
خو څوك چې شو لوګی لوګی په امن
باداران واي ترهه ګر هغوئ ته


۵ ـ ـ اّئيډيل

ما چې كله هم دَ ژوند په ګودر باندې
كومه پېغله
ژغولې ستا په باب ده
هغې ماته سر تر پايه دي كتلي
بيا يې دومره دي فقط راته وئيلي
چې دَ خيال په نيلي سپور
اې لېونيه !!
دا جنۍ زمونږ په كلي كې نه اوسو
ښاپېرۍ زمونږ په كلي كې نه اوسي

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ - 60 )

په كوئټې كې ليكل شوي دې نظم كې هم دَ ښاغلي افضل شوق هاغه دَ لټون احساس مونږ ته په ډېر شدت سره په نظر راځي � خو دا لټون او تالاش په علامتي شكل كې دلته ښكاري � ځكه چې كه دغه دَ يوې څېرې يا دَ يو مخ لټون وی ..نو شايد چې .. دا لټون دَ انسانانو په دې جهان كې ختم شوی وی � خو دَ ښاغلي شوق لټون دَ يوې ښاپېرۍ او جينۍ په شكل كې مونږ دَ يو علامت په توګه ګڼلی شو � ولې .. هغه چې كومه څېره لټوي او يا دَ خلقو نه دَ هغه څېرې تپوس كوي نو هغه څېره كم از كم ښكاره څېره نه ده � بلكه دَ شاعر مطلب دلته دَ دې څېرې نه دَ مختلفو انساني اوصافو ، روئيو، خويونو، تقاضو او انساني قدرونو سره تړلي داسې يو مثالي څېره ده � چې هغه دَ انسانيت څېره كېدلی شي او يا دَ داسې يو مثالي انسان څېره .. چې دَ وخت دَ قيد نه اّزاده څگېره وي � ولې چې دَ انساني څېرې نقشونه پائيدار نه وي او نه ښاغلی افضل شوق دَ دغسې څېرې خبره كوي �

شاعر په دې نظم كې چې كومه څېره كور په كور، كلي په كلي، ګودر په ګودر لټوي .. نو هغه دَ پورتنو غوښتنو په معيار موجوده نه ده � نو ځكه هغه ته خلګ لېونی واي � خو دغه لېونی دَ خپل نظم دَ فكر و خيال په ژورو كې مجنون دَ هاغه ليلا ليدلی شي چې تېرو كې وركه ده .. اودئی يې په لټون دی �

دَ دې نظم په فني او تكنيكي اړخونو په باب به اووائيو چې په نهو وړو او لوئيو مصرعو باندې ليكلی شوی دغه نظم كه څه هم دَ يوې قيصې داستاني شكل لري .. خو په دې داستان كې شاعرانه افسانوي انداز دَ ورايه ښكاري � په دې نظم كې كه له پېغلو نه دَ خپلې مطلوبې جينۍ تپوس ډېر په خوند او نوی والی پيدا كوي � په دې چې داسې كله هم نه شي كېدلی چې څوك دې يوې ښكلي جينۍ نه دَ بلي جينۍ تپوس اوكړي ..!! خو دا دَ افضل شوق كمال دی چې په اكثرو نظمونو كې دئی ډېر په مكالماتي انداز كې دَ نه منونكو خبرو سره كوي � دا آزاد نظم دراصل په اوو داسې برابرو مصرعو مشتمل يو پابند نظم دی چې هره يوه مصرعه يې دولس سېلابونه لري .. لكه

ما چې كله هم دَ ژوند په ګودر باندې
كومه پېغله ژغولې ستا په باب ده
هغې ماته سر تر پايه دي كتلي
بيا يې دومره دي فقط راته وئيلي
چې دَ خيال په نيلي سپور اې لېونيه!
دا جنۍ زمونږ په كلي كې نه اوسو
ښاپېرۍ زمونږ په كلي كې نه اوسي



۶ ـ ـ بائيللی واك

تا دَ ډوډۍ دَ رانيولو په نيت
دَ پلار نيكه
په ميراث پاته تُوره
چې دَ خپلواكه ژوند
ورستۍ نخښه وه
فقط په څو نوټونو څه خرڅه كړه؟
چې لوهارانو
دَ بادار په حكم
وَ تاته بيرته ترې بيړۍ جوړي كړې

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ � 61 )

دا نظم ښاغلي افضل شوق دَ لندن نه دَ دوبۍ په لور په سفر كې په كال1996 كې ليكلی دی � په دې نظم كې چې افضل شوق دَ پښتون قوم كومې تاريخي بدنصيبۍ ته اشاره كوي .. نو په ظاهري شكل خو هغه ډېره واضحه ده � يعنې هاغه آثار چې پښتون پرې يو مارشل يادېدو لكه دَ مثال په توګه " تُوره" او دَ تُورې سره تړلي نورې وسلې � خو دَ بده مرغه په هم هاغه خپلو وختونو او اوسنو زمانو كې تربګنو، دښمنو دغه آثار دَ منځه يُوړو � او چې څه پاتې شوي وو .. نو هغه مو هم بل ته په " تحفو" كې وركړل � زما اشاره افغانستان ته ده � كوم چې دَ وخت او زمانې دَ دغه انقلاب نه راتېر شوی دی � او په دغه انقلاب كې كه يو خواته دَ لكهونوپښتو وينې بهېدلي ده � نو بل خوا ژوندو پاتو پښتنو خپل دغه پاتې تاريخي او لرغوني اّثار په څو پيسو داوْ كړل � او داسې چې دَ افغان او پښتون تاريخي حېثيت دَ خپله لاسه ( دَ افضل شوق دَ يو بل نظم " مارشل پښتون" چې " په لټون ستا دَ څېرې" نامي كتاب كې په صفحه نمبر 22 باندي چاپ دآ ) اوبائيلو �

كه مونږ دا پورته ليكلی شوی نظم په علامتي شكل كې ګورو .. نوتشريح يې ډېره واضحه علامتي اشارې � لكه پرونی پښتني غېرت، چې نن په نيشت حساب دی .. يا پښتني ننګ، دَ كوم نه چې نننی پښتون خالي ليدلی شي.. دغه رنګ پت او مړانه هم دَ نن په پښتون كې تر لرې لرې په دوربين كې هم نه ښكاري � يعنې نه يواځې دا بلكه پښتني وجود، پښتو، پښتني كلتور او ژبه ، تهذيب او تمدن .. هر څه يې دَ لاسه وركړي دي ..!! كوم چې نن دَ هغو اقوامو په قبضه كې ښكاري چې پرون پرې پښتنو باداري كوله، خو نن يې پښتون مرئيی دی �

دَ افضل شوق دا نظم په فني اعتبار دَ لوستلو په وخت كه څه آزاد نظم ښكاري خو په دې نظم كې موجود تسلسل، رواني او ردهم لوستونكی په دې مجبور كوي چې ورته پابند يا معرى نظم اووئيلی شي � او حقيقت هم دا دی چې دا په نهو مصرعو باندې اړه لرونكی نظم دراصل په اوو مصرعو مشتمل نظم دی چې هره مصرعه يې يولس سېلابيزه ده .. لكه

تا دَ ډوډۍ دَ رانيولو په نيت
دَ پلار نيكه په ميراث پاته تُوره
چې دَ خپلواكه ژوند ورستۍ نخښه وه
فقط په څو نوټونو څه خرڅه كړه؟
چې لوهارانو دَ بادار په حكم
وَ تاته بيرته ترې بيړۍ جوړي كړې


۷ ـ ـ پټي څېرې

دا چې
كومه څېره زه تل لټومه
هغه سپينه تر شودو ده
او په سپين كې
دَ نقشونو دَ فطري ښكلاوْ پرته
دَ ژوندون
هغه يو څو پټي څېرې دي
چې دَ روح او دَ زړه تنده
پرې ماتېږي
خو، دَ سر سترګې يې بيا هم
ليدی نه شي

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ � 73 )

دا نظم كوم چې افضل شوق په فرانس كې په كال 1996ع كې ليكلی دی كې خپل مافي الضمير په ښكاره او واضحه تورو كې په وړمبي ځل ډېر په هنر بيانوي .. او دَ شوق دَ لوستونكو په ذهنونو كې دَ هغه دَ لټون دَ څېرې په حقله راپورته شوي ټولو سوالونو ته ځوابونه وړاندي كوي � يعنې خبره ښكاره شوه چې افضل شوق كومه څېره لټوي هغه انساني څېره هرګز نه ده .. هغه څېره هاغه څېره ده چې دَ ده په قول دَ شودو(پيو) نه سپينه ده � او ټول نقشونه يې ځان ځانته دَ ژوند ښكلاګانې لري او دا ښكلاګانې هاغه پټي څېرې دي چې په كې انساني اقدار، انسان دَ انسان په بڼه .. لاكن په يوه پُرامنه ماحول كې ليدلی شي �

څنګه چې دَ افضل شوق په حقله وئيلی شي چې امن دَ ده منشور او مينه دَ ده مسلك دی هم په دې نظم كې په صفا ټكو كې خپل اندرون لوستونكو ته په شعري انداز كې وړاندي كوي � زما دَ تجزيې مطابق دا نظم دَ هغه په يو څو ساده او واضحه نظمونو كې يو ډېر ښه نظم دی ، چې ډېر ډائرېكټ او په داسې سادګۍ فكري او معنويي ژورتيا لري � چې دَ ابهام په اړه معنوي تجريدي اشكال په كې نشته �
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery