مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په لټون ستا دَ څېرې ـ ـ ـ ـ يوتنقيدي جائزه

دَ افضل شوق مطلوبې څېرې .. بلكه يواځينۍ څېره چې دَ هغه په شاعرۍ او په خاص توګه په نظمونو كې دَ يو تسلسل تكرار په شكل كې يې مونږ وينو .. په دې نظم كې ليدلی شي � ولې چې .. ده چې څنګه دَ هغې وركې څېرې نقشونه ، رنګ او دَ خپل خواهش مطابق بڼې په درځنو نظمونو كې دَ خپل تهيم تر ژورتيا رسولي دي .. په دې نظم كې ښكاري .. خو تته تته او لا يې پېژندلی نه شو � دا دَ افضل شوق دَ شاعرۍ هغه سسپنس دی چې لوستونكي په ځان پسې پسې ګرځوي او دا دَ هغه شعري او هنري فن دی .. چې كله هم په داسې انداز په پښتو شاعرۍ كې دَ مثال په توګه دَ ده نه علاوه چرته هم نشي ليدلی � دا دَ ده شعري ځانګړتيا ده � بل طرف ته چې ګورو .. نو دَ افضل شوق دَ لټون څېره په ننني انسان كې دَ هغه دَ خواهش مطابق نشي ليدلی � او دا ځكه چې دَ نن انسان خپل زړه او ځيګر دَ مينې او محبت دَ جذبو نه خالي كړی دی .. او دَ خودغرضۍ او نفسانفسۍ په يو داسې ماحول كې رابند دی چې هغه ته دَ انساني اقدارو مطابق انسان جوړېدلو موقعه هم نشته � هم دا سوب دی چې افضل شوق لا خو په لټون كې ښكاري او ماتی نه مني � شايد چې دَ ده توقع لا اوس هم دَ مينې او محبت دَ وجود حصول وي � دا ډېره ښه خبره ده .. چې دَ يو اُميد شمع يې روښانه كړي ده او دَ مايوسۍ نه خپل وجود لري ساتي � اوس به دَ دې نظم فني تجزيه اوكړو � دا نظم چې په يولس وړو او لوييو مصرعو باندي مشتمل ښكاري دراصل په شپږو ، دولس سېلابيزه برابرو برابرو مصرعو باندې اړه لري .... لكه

دا چې كومه څېره زه تل لټومه
هغه سپينه تر شودو ده او په سپين كې
دَ نقشونو دَ فطري ښكلاوْ پرته
دَ ژوندون هغه يو څو پټي څېرې دي
چې دَ روح او دَ زړه تنده پرې ماتېږي
خو، دَ سر سترګې يې بيا هم ليدی نشي


۸ ـ ـ ته يې منې كه نه منې..خو ياره!

ستا دَ ګمان بنده پيشو
كېدی شي
چې په تيرو كې دَ زندان
يوه ورځ
له ساه تنګۍ په تا غُوټه شي داسې
لكه زمری
چې په خپل ښكار ور دانګي

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ � 92 )

" تنګ اّمد به جنګ اّمد" ..... دا نظم دَ افضل شوق دَ دې فارسۍ محاورې ډېره ښه پښتني انداز كې تشريح كوي او هغه هم په ډېر اختصار � يعنې دا حقيقت دی چې پيشو كه څه هم .. بې ضرره ځناور دی خو كه په يو كوټه كې بنده اوساتلی شي او ډانګ ورپسې راواخستلی شي نو هغه به هم دَ خپل ژوند دَ تحفظ دپاره مزاهمتي روئيه خپله كړي � او په سړي به لكه دَ يو زمري په شان ور وَدانګي...!! دا نظم چونكه افضل شوق په كال 2002ع كې ليكلی دی .. نو زما دَ تجزيې مطابق دا هاغه دور وو چې امريكې او نورو باداري قوتونو دَ مظلومو انساني قوتونو او خاصكر اسلامي او پښتني هېوادونو چې افغانستان دَ ټولو نه ښكاره وو باندې غېر انساني ظلمونه روا كولو ، مياندي يې بوري كولې ، پېغلي يې سرتورې كولې او دَ اّسمانه يې اورونه پرې ورولو .. !! نه يواځې دا بلكه دغه مظلوم انسان يې په خپلو غېرو انساني ظلمونو دَ تشدد ښكاري كولو� هغه هم په داسې ځناوري انداز.. چې شايد په تاريخ كې داسې ظلمونه نه وي شوي � افضل شوق دغه الميه دَ بل سبا راتلونكي مزاهمت په لور اشاره په داسې علامتي پېرائيه كې كړي ده چې دَ امكان نه زيات حقيقت ښكاري � ولې چې هغه په دې يقين لري چې په زور او زياتۍ باندې زړونه ، ذهنونه او روحونه دَ انسانانو تر تسلط لاندې نه شي راتلی او دا امريكه چې څه كوي هغه .. دَ خپل سباوْن سره بد كوي او دَ روس تاريخي جبر او دَ هغه انجام ته اوږې وركوي �

په فني او تكنيكي توګه دا نظم بېخي مختصر دی خو دَ دې اختصار باوجود هم افضل شوق په كې دَ داسې شعوري ادراك نه كار اغيستی دی چې دَ يو وسيع علاقې پس منظر او دَ تور تاريخ نه هېرېدونكی جبر يې مونږ ته په نظر راځي � لفظي تراكيب جوړولو کې يې دَ پښتني محاورې انداز په جديده توګه خپل كړی دی اوساده لفظونه په كې دَ مقاميت سره سره دَ ټولې پښتونخوا نمائندګي هم كوي � او دا دَ شاعر فني كمال او شعري جمال بللی شي �

دا دَ اووْ مصرعو وړوكی نظم دراصل دَ څلورو.. دَ داسې يولس سېلابيزه مصرعو پابند نظم دی .. چې مصرعې يې تر خپلو يو اهنګ او ربط لري � خو دَ نظميه شعري ضرورت په توګه په وړو مصرعو كې وېشل شوی دی .. هغه څلور پابنده مصرعې مونږ دلته داسې وړاندې كولی شو�

ستا دَ ګمان بنده پيشو كېدی شي
چې په تيرو كې دَ زندان يوه ورځ
له ساه تنګۍ په تا غُوټه شي داسې
لكه زمری چې په خپل ښكار ور دانګي


۹ ـ ـ جنګ

زه چې يو تر مری نيسم
دَ بل سر وي راشين شوی
چې دا بل له سره نيسم
ګورم بل وي زېږېدلی ..
زما دَ ژوند په كرونده كې
غمو كر دی دومره كړی
چې نه زه شوم ترې بې غمه
او نه بُوټ دَ دوئ وتلی

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ � 94 )

خلق واړه دَ اندوه په درياب ډوب دي
كله كله له دريابه سر بلند كه

دَ افضل شوق نظم هم دَ خوشحال بابا دَ پورتني شعر په رڼا كې دَ نن دَ انساني ژوند او انساني حالاتو ترجمان ليدی شي � خو په دې نظم كې ذكر شوي خبرې ، دَ فرد واحد دَ ژوند داستان هم بيانوي � يعنې په دې ژوند كې راګېر يو انسان كله هم نه شي كولی چې هغه دې په يو حال وي يا دي هر وخت خوشحال وي � ولې چې په هر قدم دغه په ځان كې يواځنی انسان دَ مختلفو الميو ، حادثو ، ناكړدو ،پېښو ، غمونو ، وسوسو . وهمونو ، ويرو ، خوفونو او دړدونو سره مخ وي � افضل شوق هم دغه خبرې په دې نظم كې په ډېر هنر كوي � انداز يې بېخي زيات علامتي دی .. او په فني جوړښت كې يې هره مصرعه دَ بلې مصرعې سره په وزن او بحرونو كې برابره ده � يعنې دا نظم په ځان كې كه يوې خواته اتهه مصرعې دَ اتهو اتهو سېلابونه لري .. ، بل خواته دغه اتهه مصرعې دَ شعري اّهنګ ، ردهم او تكنيكي ساخت دَ لارې په څلورو داسې شپاړس سېلابيزه مصرعو باندې مشتمل يو هم رديف نظم دی چې دَ دې نظم په هرې دويمې مصرعې كې رديف يو رنګ راغلی دی .. لكه " شوی" ، " زېږېدلی" ، " كړ" او " وتلی �

په دې پورتني نظم كې ځينې لفظي تراكيب لكه " غمونه تر مرۍ نيول" ، سر را شين كېدل" ، " له سره نيول" ، " دَ ژوند په كرونده كې دَ غمونو كر كول" ، "ترېنه بې غمه كېدل " او " بُوټ وتل" هاغه علامتي اشارې دي .. چې دي خو نوي جوړي شوي خو په كې پښتني كلتوري ذائقه او خوند دَ ورايه ليدی شي �

دَ افضل شوق هركله دا كوشش وي ، چې هغه په هر نظم ، غزل يا نثري ليكنې كې داسې نوي خبري يو بل سره اوتړي .. چې معنوي ابهام نه وي په كې .. خو هغه خبري دي دَ دې ژبې لمن له نووْ محاورو نه ډكه هم كړي � نو ځكه دَ هغه دې شعوري زيار او هلو ځلو ته شاباشی وئيلی شم .. چې دَ فكر خورولو سره سره دَ ژبې په لمن كې دَ لُغاتو سوغات هم ور اچوي �

په فني توګه دا يو ساده او روان نثري نظم ښكاري خو نثري نه دی � ولې نه دی او پابند ولې دی ؟ نو راشئ چې اوګورو.. چې زما دَ تنقيدي نظر او تجزيې مطابق دا پورته ليكلی شوی اّزاد نظم څنګه په داسې څلورو برابرو هم قافيه مصرعو كې تقسيمېدلی شي ؟ چې ورته بنده آزاد نظم نه .. بلكه باقاعده يو پابند نظم اووئيلی شي �

زه چې يو تر مری نيسم دَ بل سر وي راشين شوی
چې دا بل له سره نيسم ، ګورم بل وي زېږېدلی
زما دَ ژوند په كرونده كې غمو كر دی دومره كړی
چې نه زه شوم ترې بې غمه او نه بُوټ دَ دوئ وتلی


۱۰ ـ ـ څوك په حق او څوك ناحقه؟

چا چې
په حقه پورته كړی وو غږ
او په مرمۍ مرمۍ يې ليك وو الله
هغه عسكر
نن دَ غزا په جنون
ځيګر دَ چا ..چا چې پژي
لګيا دی
هغه هم پور
په نوم دَ خدای پرېكوي

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ - 113)

دا نظم ښاغلي افضل شوق دَ افغانستان دَ نام نهاد جهادي انقلاب په پس منظر كې ليكلی دی � كه څه هم دا نظم بېخي مختصر دی خو په دې نظم كې استعمال شوي علامتي اشاره دَ افغانستان دَ تېرو څلورويشت .. پنځه ويشت كلن جنګ چې دَ ورور او ورور تر ميانځه دَ اسلامي جهاد په نوم كېدو .. پوره پوره داستان دَ لوستونكي په ذهن كې تازه كوي ..!! او حقيقت هم دا دی چې په دغه وطن كې دَ اسلام ، خدای ، رسول ، كتاب او انصاف په نامه كومې كومې ځناوري او غېر انساني لوبې دَ پښتنو تر ميانځه او نه شوې ..؟

شوق هم دغه واي .. چې كومه ګولۍ دَ الله په نامه دَ ټوپك نه دَ يو پښتون مسلمان دَ لاسه راوتلي ده .. هغه ګولۍ دَ هاغه بل پښتون مسلمان په سېنه كې ورننوتي ده ، چې هم خدای، رسول ، كتاب او پښتو منونكی دی � يعنې دا نام نهاد جهاد دَ افضل شوق دَ دې نظم په پس منظر كې جهاد نه .. دَ دووْ ناپوهه وروڼو او تربورانو تر ميانځه دَ اختيار، واك او دَ اقتدار دَ حصول جنګ وو .. يا دَ يو بل باداري قوت په اشارو دَ پيسو په اُجرت يې دغه جنګ دَ خدای په پاك نوم روا كولو كوشش كړی دی � خو په نتيجه كې يې نه يواځې مخ توري شوي دي په كې .. بلكه دَ بل په لاسونو كې يې دَ شادوګانو په رنګه ښې ډېري بازۍ هم كړي دي � يعنې كه يوې خواته پښتون دَ طالب په بڼه غازي يادېدو .. نو بلې خواته مړ مُلا شهيد بللی شوی دی � كه څه هم حقيقت دا دی چې دواړه په غلطه لار وو او دواړو ايمان او پښتو بائيلله �

افضل شوق په دې نظم كې دَ دې تور تاريخ.. په نهو وړوكو مصرعو كې داسې په هنر خوندي ساتلی دی چې سبا كه لوستونكي دَ افغانستان دَ تفصيلي تاريخ په ځای دغه نظم .. او په دې نظم كې جوړ شوي لفظي تراكيب او علامتي اشارې مخي ته كېدي نو دَ هاغه خونړي دور نه به خبر شي او دَ پښتنو تر ميانځ جنوني ، نام نهاد او غېر انساي جهاد ته به حېران پاتې شي �

دَ افضل شوق دا نهه مصرعيزه وړوكی نظم چې ښكاري اّزاد .. خو دَ لوستلو ورستو لوستونكي ته دا خبره په ګوته كوي چې او واي .. دا نظم دَ نهو مصرعو اّزاد نظم نه .. بلكه دَ پنځو ، يولس سېلابيزه مصرعو داسې پابندي نظم دی .. لكه

چا چې په حقه پورته كړی وو غږ
او په مرمۍ مرمۍ يې ليك وو الله
هغه عسكر نن دَ غزا په جنون
ځيګر دَ چا .. چا چې پژي لګيا دی
هغه هم پور په نوم دَ خدای پرېكوي


۱۱ ـ ـ جهاد في سبيل الله

په وينو زما
كه تنده ته دَ جهاد
وَ سړولو ته چمتو ښكارې ، نو
دَ خپل ساتُول را اخيستلو ړومبی
بس فقط دغه
يو ورستی خواهش مې
ته راپوره كړه .. مجاهده وروه !!
چې كله ما
په سره كفن كې ګور ته
دَ ميراث خور په حېثيت ورسپارې
نو ګوره ګوره
چې په لمسه دَ بل
دَ خپلې كُونډې او تورسرې روېندار
لاسونه بيا سره په نكريزو نه كړې
ګنې ،
دا زما او ستا شريكه وينه
شريك مذهب
او هم شريكه پښتو
به تا غازي او ما شهيد نه مني

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ � 97 )

يو ځل بيا افضل شوق دَ افغاني جهاد په لور دَ لوستونكو توجه په يو بل تهيم او نظر وړاندې كوي او دَ خپل ضمير په وړاندي دَ دې غېر انساني دور او پښتني ځناوري روئيو ته ګوته داسې په شاعراه او افسانوي توګه نيسي .. چې لوستونكي سترګي په ژړا باندې مجبوره كوي � كله چې هم زه دا نظم لولم .. نو زما حالت غېر شي او دَ شوق صاحب دَ دې مختصر المياتي نظم هره مصرعه په زړه نشتر ځكه محسوس كړم .. چې په دې نظم كې يوې داسې ځناوري رښتيا ته اشاره شوي ده .. چې انساني تاريخ به يې كله هم هېره نه كړي � هغه رښتيا ، دَ پښتنو تر ميانځ دَ ويني دَ هغې لوبې سره اړه لري چې په كې هغوئ په قسم قسم نومونو خپلي تندي ماتي كړي دي � نو ځكه خو شوق دَ حساس شاعر په رنګه په دې دور كې ليكلي شوو بېخي زياتو نظمونو كې پښتون غندلی دی �

دې پورته ليكلی شوی نظم ته مونږ په ډرامائي انداز كې په يو داسې افسانې باندي مشتمل ادبي شاهكار وئيلی شو .. چې دَ افضل شوق نه دَ شاعر نه علاوه ډرامه نګار او افسانه نګار هم جوړوي � ولې چې .. دَ غازيتوب او شهادت وَ افغاني مروجه جهادي اصطلاحاتو ته چې هغه په ډرامائي انداز كوم رنګ وركوي .. هغه ادبي رنګ .. په ځان كې المياتي افسانه او تمثيلي شعريت لري � قيصه دَ دوه نيمو عشرو .. په يو څو وړو مصرعو كې سرته داسې په هنر او خوند رسول شايد چې دَ افضل شوق داسې كمال دی چې ورنه انكار ادبي منافقت ګڼلی شي � افضل شوق څنګه خپل وصيحت دَ ساه وركولو په وخت خپل ورو ته كوي ..؟ دغه سوال شايد چې ځواب اونه لري .. خو دا خبره په يقين سره وئيلی شم چې يو داسې انسان، چې دَ غوښې نه نه .. بلكه دَ كاڼو نه جوړ وي.. هم موم كېدی شي كه لږ دې خبري ته ځير شي �

دا نظم چې هيڅ قسم معنوي ابهام نه لري .. ساده دی ، خو دَ خپل تكراري او جذباتي لب و لهجې دَ وجې دَ شاعر دَ انساني احساس او پښتونيت حدونه دومره پراخوي چې په هغه باندي دَ كېدلی شي چې يو مخصوص فكر لرونكي نقادان دَ هغه دغه شعري زيار ته داسې درانه ټكي وركولو كې ناكام شي .. چې دا نظم يې په صحيح معنو كې حقدار دی � خو زه ورته دومره لوی او بامعني نظم وايم .. چې شايد په داسې ټكو كې هيچا هم تر اوسه دَ افغانستان دَ نام نهاد جهادي دور عكاسي داسې نه وي كړي .. لكه په دې پورتني نظم كې چې افضل شوق ډېره په اختصار او مدلل انداز كې كړي ده �

دا نظم چې .. په خپل اصل حالت كې په نولس وړو او لوئيو مصرعو كې .. په اّزاده پېرائيه كې ليكلی ښكاري .. ته لږ په غور كه اوګورو ، نو دا نظم به مونږ دَ نولس نه .. بلكه دَ ديارلس داسې برابرو برابرو مصرعو پابند نظم اوګڼو چې هره مصرعه يې يولس سېلابيزه ده .. راشئ چې يې اولولو �

په وينو زما كه تنده ته دَ جهاد
وَ سړولو ته چمتو ښكارې ، نو
دَ خپل ساتُول را اخيستلو ړومبی
بس فقط دغه يو ورستی خواهش مې
ته راپوره كړه ... مجاهده وروه !!
چې كله ما په سره كفن كې ګور ته
دَ ميراث خور په حېثيت ورسپارې
نو ګوره ګوره چې په لمسه دَ بل
دَ خپلې كُونډې او تورسرې ورېندار
لاسونه بيا سره په نكريزو نه كړې
ګنې ، دا زما او ستا شريكه وينه
شريك مذهب او هم شريكه پښتو
به تا غازي او ما شهيد نه مني


۱۲ ـ ـ دَ امن دَ ناوې په واده كې

دغه خوب وو
كه په سمه دَ ارمان زما
تصور وو
زما په ذهن راغونډ شوی ؟
چې سندرې ناشناس په انګرېزۍ كې
كه وئيلې دَ موزارټ په موسيقۍ كې
نو ، ګوګوش په پښتو ژبه
او هلټن هم
له كلثوم سره په ګډه په روسۍ كې
وَ سندرو ته وو داسې جوړېدلي ،
چې عربۍ پېغلو كولو اتڼونه
تُركو والز
او جاپانيو بوليرو رقص
كه چينۍ جوني په تال دَ هند وې مستي
پښتنې هم ګډېدلې په بېلي ډانس
هن ، تر دې چې
دَ نړۍ درست شاعرانو
هم دَ خپل خپل خوب او خيال په سمه غېږې
ډكولې په راڼيانو په ټېنګو څه ؟
چا په فاكس
چا ، چا پولكا او فلېمنكو كې ،
حقه دا ، دَ عالم په دې محفل كې
جارېدلو انسانان له يوه بله
هيڅ توپير نه وو تر منځه
ټول خپلوان وو
كه څه هم حقيقت دا ،
چې دُښمنان وو
خو ، بس هسې مې اّرزو دَ سوكالۍ نن
په دې زړه كې په شدت احساسوله
ځكه ما دَ امن ناوې ودوله

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ - 123)

دا دَ افضل شوق په ځينو هغو شاهكارو نظمونو كې يو نظم دی چې ډېر زيات شهرت يې حاصل كړی دی او دَ هغه كتاب " په لټون ستا دَ څېرې" دَ چاپېدو پس دَ شاعر او كتاب په باب چې چا هم څه ليكلي دي .. هغه دَ دې نظم حواله ضرور وركړي ده � يعنې دَ دې نظم دَ لوستلو ورستو افضل شوق دَ يو امن پرسته شاعر په توګه يو نوم او حواله ګرځېدلی دی � ځكه چې هغه چې كومې څېرې يا كوم خوبونه او يا څومره ارمانونه دَ انساني امن ، سوكالۍ او خوشحالۍ ، يا مينه محبت او شفقت دَ حصول په حقله ليدلي دي.. هغه ټول څه دَ شلمې صدۍ په اّخري عشره او دَ يويشتمي صدۍ دَ اّغاز په كلونو كې دَ دغه انسانانو دَ لاسه داسې دړې وړې شولو.. چې دغه امن پرست او مينه ناك شاعر يې په ژړا او فرياد سر كړو� دَ ده شاعري لا څه .. چې دا نظم يې دَ نړئيز بړاس او دَ خوبونو دَ تعبير جوړولو دَ خواهش په حواله مخې ته راغلو-
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery