مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په لټون ستا دَ څېرې ـ ـ ـ ـ يوتنقيدي جائزه

په دې نظم كې افضل شوق يو محفل دَ خياله راغونډ كړی دی او په دې محفل كې يې دَ دې نړۍ ټول مشهوره شاعران، مشهوره موسيقاران، نامتو سندرغاړي داسې راغونډ كړي او تر خپلو يې په بېلو بېلو ځينو عالمي مشهوره رقصونو كې په ګْډاګانو كې داسې مست دَ خپل تصور دَ مخې ښكاره كوي � چې هغه دَ يو خوب نه علاوه حقيقت نشي كېدلی � ولې چې شوق په دې نظم كې دَ فكري الوت دَ وجې په ناشناس باندي دَ انګرېزۍ سندري واي .. چې ممكن نه ده او هغه هم دَ موزارټ په موسيقۍ كې ، چې دَ يورپ يو كلاسيكي موسيقار دی � هم دغه رنګه شوق دَ خپل خوائش دَ لاري په ايرانۍ فارسي باني سندرغاړي مادام ګوګوش باندې دَ پښتو سندره ، په امريكائي انګلسي سندرغاړي هېلټن او عربۍ اُم كلثوم باندي په ګډه دَ روسۍ سندره وئيل يوه خارج الامكان خبره ده � خو دا ليدلی خوب چې شاعر يې نظم كوي .. انسانانو نه په صحيح توګه او صحيح بڼه كې هغه انسانان جوړول مطلوب دي چې اشرف المخلوقات ياد شوي دي �

په دې نظم كې دَ خوند او مزې خبره خو لا دا هم ده .. چې دَ افضل شوق په دې نظم كې كه عربۍ پېغلې پښتنې اتڼونه كوي يا چينۍ جينكی دَ هند په تال رقصېږي .. نو بل طرف ته پښتنې په بېلي ډانس كولو كې .. چې دراصل عربي كلتوري رقص دی ..يادوي � او دَ خپل پراخ نظر او انساني سوچ ښودنه كوي � نه تش دا.. بلكه په دې نظم كې شوق صاحب دَ بېلو بېلو ژبو شاعران هم دَ هغوئ دَ خوښو محبوباګانو سره په بېلو نړئيزو رقصونو كې رقصولي دي � چې يو پښتون او مشرقي انسان كه يې په خوب كې لا هم تصور ګناه ګڼي .. نو مغرب يې خپل توعين ګڼي او كله هم نه غواړي چې هغوئ دي دَ مشرق سره په ګډه داسې خوشحالياني اوكړي �

زما دَ پورتنو خبرو نه مطلب دا ده دی چې ګنې افضل شوق غېر فطري يا غېر حقيقي خبري كړي دي .. بلكه دا دَ ده فني هنر او شعوري كمال دی چې دومره اوچت اّفاقي سوچ يې په پښتو كې نظم كړو � يعنې شوق په انسانانو كې توپير نه مني او هغه دا يقين لري چې انسانان كه اوغواړي نو تر خپلو انساني رشتو په سوب خپلوان كېدی شي � خو دَ شوق دَ قوله انسانان دَ يو بل دُښمنان دي � او دا كله هم ممكن نه دي � خو طمه يې بيا بيا كوي � دا نظم كه په پښتو كې نه .. په انګلش يا بلې مغربي ژبي كې وړاندي شوی وی .. نو نن به يې دَ شاعر نوم دَ اّسمان په ستورو كې ليك وی � خو داسې ناممكن ځكه ده .. چې دَ دې نظم شاعر پښتون دی او پښتانه كله هم فكري هنر ته په درانه نظر نه ګوري �

دَ فني جوړښت په حواله دا نظم تمثيلي انداز لري چې قيصه ورسره په افسانوي انداز كې قلمبنده شوي ده � په دې نظم كې دَ ژور فكر سره سره دَ بېلو بېلو ژبو ، ثقافتي اړخونه رابرسېره شوي دي � دا نظم په علامتي شكل كې مونږ يو مختصر منظوم داستان ګڼلی شو � دا نظم چې په دېرشو مصرعو مشتمل اّزاد نظم ليكلی ښكاري .. په اصل كې دَ دوويشت (22) مصرعو دولس سېلابيزه پابند .. لاكن اّزاد قافيه او بې رديفه معرى نظم دی � مونږ يې په پابند شكل كې داسې لوستلی شو �

دغه خوب وو ، كه په سمه دَ ارمان زما
تصور وو زما په ذهن راغونډ شوی ؟
چې سندرې ناشناس په انګرېزۍ كې
كه وئيلې دَ موزارټ په موسيقۍ كې
نو ، ګوګوش په پښتو ژبه او هلټن هم
له كلثوم سره په ګډه په روسۍ كې
وَ سندرو ته وو داسې جوړېدلي،
چې عربۍ پېغلو كولو اتڼونه
تُركو والز او جاپانيو بوليرو رقص
كه چينۍ جوني په تال دَ هند وې مستي
پښتنې هم ګډېدلې په بېلي ډانس
هن ، تر دې چې دَ نړۍ درست شاعرانو
هم دَخپل خپل خوب اوخيال په سمه غېږې
ډكولې په راڼيانو په ټېنګو څه ؟
چا په فاكس،چا چا پولكا اوفلېمنكوكې،
حقه دا ، چې دَ عالم په دې محفل كې
جارېدلو انسانان له يوه بله
هيڅ توپير نه وو تر منځه،ټول خپلوان وو
كه څه هم حقيقت دا ، چې دُښمنان وو
خو ، بس هسې مې اّرزو دَ سوكالۍ نن
په دې زړه كې په شدت احساسوله
ځكه ما دَ امن ناوې ودوله


۱۳ ـ ـ دَ انساني فطرت په سمه

چې له دې ځمكې څخه
پاس تر شنه اّسمانه پورې
بيا له سپوږمۍ څخه هم
رك تر هرهر ستوري بېلي
دَ سرې او شنې په شان
كه پرانستل شوې لارې لاهم،
خو دا نړۍ
او په نړۍ باندې مېښنه خلق به
دَ رنګ او نسل
يا مذهب او دَ وطن په نامه
دغسې ښكاري
وېښل شوي غرضي كركو كې ،
هم به يې وې ولاړ
تر ميانځه دېوالونه .. ځكه
چې چرته اونه داړي دغه ځناور
خپلو كې

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ - 126)

په دې نظم كې داسې ښكاري لكه شاعر افضل شوق دَ خپلو معروضي حالاتو، واقعاتو او پېښو نه نه يواځې خبر دی .. بلكه دغه انسان چې په انسانانو كې افضل دی هم دَ دغو ترقياتو په مېچن كې دلولی شوی وي � شاعر دا يقين لري چې كه انسان دَ نن دَ ترقۍ نه هم زياته ترقي اوكړي او دَ ستوري نه بل ستوري ته لاري دَ بوډۍ ټال كړي .. خو بيا به هم دَ دې ځمكې دَ خاورين ضمير نه نه اوځي � يعنې دَ خپل غرض دَ لاسه به انساني اقدارو ته تاوان رسوي � او تر خپلو به يې دَ زړونو تر ميانځه فاصلې جوړي وي � او څنګه چې په مخ دَ ځمكې نن سبا دَ انسانانو تر ميانځه دَ رنګ، نسل ، ژبې ، مذهب كرښې موجودي دي .. او ورسره ورسره دَ نفرت او كركې ځناوري روئيې او خويونه دَ مينې او محبت وجود او جذبو ته تاوان رسوي � نو دَ دې نه بدتر حال به يې په نوره ترقۍ كې هم وي �

افضل شوق په خپل دې پورتني نظم كې دَ ترقۍ مخالفت نه كوي .. بلكه هغه دا خبره كوي چې سائنسي ترقي چې انسان څومره دَ اّسائشونو سره مخامخ كړی دی .. دومره انسان دَ انسانيت په ضد كارونو ته ملا تړلي ده � ولې چې دا ترقي انسان هضم كړي نه ده او نه يې شكر ورباندي اوباسلې دی � نو ځكه شاعر دغه ترقۍ دَ انساني اقدارو قتل ګڼي او په فكري اشاره كې دَ پرون پسماندګي دَ نن دَ ترقۍ په مقابله كې غوره ګڼي � يعنې انسان په انساني او فطري خول كې انسان او په نورو جامو كې ځناور برېښي � داسې ځكه چې انسان په فطرت خودغرضه دی او اّسائش موندلو ورسته خپل اصليت هېروي �

كه څه هم په دې نظم كې شاعر دَ خپل عالمګير كېدل دعوه په ښكاره نه ده كړي خو داسې څرګندېږي لكه هغه چې انسان په كرښو كې وېښلی شوی ځناور ګڼي او واي چې ، انسان كه واقعي انسان وی نو هغه به دَ يوبل سره دَ يوبل دَ غم او خوشحالۍ ملګری وو� خو افسوس دا چې داسې هيچرته په دې انساني معاشره كې نه شي ليدلی � او كه مونږ اوګورو ، نو واقعي هم دغسې قيصه ده او دَ دُنيا حالات ورځ په ورځ خرابېږي او انسان دَ انسان نه بېزاره كېږي � دا انساني نه .. بلكه ځناوري خصوصيت دی � چې ځان ځانته ژوند كوي �

دَ فكر دَ لحاظه دا نظم هم په خپله معنا كې علاقائي ، قبائلي ،او مذهبي او نسلي رنګ نه لري .. بلكه يو اّفاقي انساني مثبت سوچ او تعميري تصور مخې ته كوي ، كوم چې خپل صداقت په يو وخت كې هم نشي پاتېدلی � او لازمي خبره ده چې دغې بدو انساني روئيو نه ته په داسې صداقت ګوته نيول او په هغې تنقيد كول او دَ هغې غندنه كول .. دا په اصل كې دَ شاعر او اديب يوه سماجي ذمه واري هم وي او مونږ وئيلی شو چې افضل شوق خپلې دغه ذمه وارياني نه يواځې پېژني .. بلكه دَ هغو دَ ادا كولو وس او چاره هم كوي �

په فني توګه په اسلام اّباد كې په كال 2002 كې ليكلی شوی دا نظم هم .. چې په كې شپاړس لنډې او اوږدې مصرعې تړلي شوي دي .. خو په اصل كې دا اتهه مصرعيز نظم دی چې په شپاړس سېلابيزه مصرعو باندې مشتمل اّزاد نه .. بلكه داسې پابند او معرى نظم دی .. لكه

چې له دې ځمكې څخه پاس تر شنه اّسمانه پورې
بيا له سپوږمۍ څخه هم رك تر هرهر ستوري بېلي
دَ سرې او شنې په شان كه پرانستل شوې لارې لاهم
خو دا نړۍ او په نړۍ باندې مېښنه خلق به
دَ رنګ او نسل يا مذهب او دَ وطن په نامه
دغسې ښكاري وېښل شوي غرضي كركو كې
هم به يې وې ولاړ تر ميانځه دېوالونه .. ځكه
چې چرته او نه داړي دغه ځناور خپلو كې


۱۴ ـ ـ دَ پرونۍ څېرې په لټون

هغه هنداره
زما دَ سوچ هنداره
هغه هنداره
زما دَ خوب هنداره
چې يو څېره يې په ما تل ليدله
داسې څېره
داسې ژوند وزمه څېره
چې هم مې خپله وه
هم خپله نه وه
ځكه خو ما به په هنداره باندې
دَ تجسس او دَ حسرت منګولې
په مينه مينه لګولې مدام
په دغه نيت
چې زه يې اوپېژنم
لا يې دَ ځان په باب څه اوغږوم،
خو، دَ نصيب لكه چې نه وه خوښه
چې يوه ورځ
هغه وړه هنداره
زما له لاسو ناڅاپه اولوېدله
او دَ طلب هغه ماشومه څېره
په سل توكرو ځله اووېښل شوه،
بس له هغې ورځې تر ننه پورې
زه په لټون دَ هغه ښكلي څېرې
هرې جينۍ ته زړه په لاس كې ږدمه
او لا ، دَ سترګو په كچكول كې ځينې
په ماته خله خېرات دَ مينې غواړم
ځكه چې څوك په رنګ مونېږي ورته
دَ چا په سترګو كې هغه سترګې دي
څوك په تندي
او څوك په زنه هغه
څوك په شونډانو
څوك په پوزه هغه

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ � 129)

دا نظم ښاغلي افضل شوق چې په كال 1988 كې ليكلی دی او دا هاغه دور وو زما دَ مطالعې تر مخه .. كوم كې چې تر دې نظم لږه موده مخ كې دَ شوق صاحب ړومبۍ شعري مجموعه " شلېدلی امېل" منظرعام ته راغلي وه � خو كه دغه ذكر شوي شعري مجموعه مونږ په غور اوګورو، نو په دې كې دَ " سل څېرې" نومي نظم چې په كال1979ع كې په ريكارډ راغلی دی .. كې دَ سل څېرو دَ زېږېدلو دَ امكان نه علاوه داسې يو بل نظم مخې ته نه راځي .. چې دَ " څېرو لټون" رنګه خبرې دي په كې شوي وي � لاكن دَ دې نظم " دَ پرونۍ څېرې په لټون " دَ ليكلو پس دَ څېرو يو مسلسل تكرار او هغه هم دَ سلو څېرو .. په وار وار په ډېرو نظمونو كې مونږ ته په نظر راځي � لكه " په لټون ستا دَ څېرې" ( په ټائټل چاپ ) دَ سلو يار نظم نومې نظم كې هم دَ سلو څېرو ذكر شته خو شته .. بلكه په ټائټل باندې دَ دې نظم وركول هم دا څرګندوي چې هغه دَ سلو څېرو په لټون دی او يا دا سل څېرې هغه ليدلي او بيا يې شاته پرېښي دي � يا بيا شوق صاحب دَ دغو سلو څېر يار دی لكه په دې كتاب كې چاپ يو پېش لفظ كې ورته ښاغي اكرام الله ګران ده ته " دَ سلو يار" وئيلی دی � خو خبره دا نه ده .. كه مونږ دَ پورته ذكر شوي نظم په غور مطالعه كړو نو دَ افضل شوق دَ ژوند او دَ څېرو دَ لټون داستان به دَ يوې څېرې سره تعلق اولري � ولې چې دئی په دې داستاني نظم كې كوم ته چې زه دَ افضل شوق دَ ژوند اصل او حقيقي داستان وايم .. كې دئی په ښكاره ټكو كې ليكي چې دَ ده دَ طلب ماشومه څېره چې ده به په هنداره ( اّئينه ) كې هر وخت ليدله � خو هغې څېرې به خبري نه كولې او افضل شوق غوښتل چې دغه څېره خبري اوكړي .. او يا دئی ورسره خبري اوكړي � ولې چې دئی او هغه څېره يو بل ته اجنبيان وو او ده دغه اجنبيت ختمول غوښتل � هم په دغه تجسس او كشمكش كې هاغه اّئينه چې دغه څېره .. ګونګۍ څېره په نقش وه په ځمكه باندي را اولوېده او دړې وړې او زرې زرې شوه .. او هري زرې كې دَ هغې څېرې يو نيم نقش ښكاره پاتې شو .. او شوق هغه زرې راټولي كړې او بېرته يې هغه څېره ترېنه جوړول شروع كړو � خو څېره داسې ګډه وډه شوه چې بيادَ شاعر په قول له هغې ورځې تر ننه پوري دَ هغې ماتې ګونګۍ څېرې په لټون دئی هري پېغلي ته ځكه ګوري چې دَ ده دَ فكري څېرې دَ يو نا يو نقش سره سمون هم لري او دئی يې دغه رنګه دَ وركې څېرې يو يو نقش راغونډوي او دَ طلب هغه وركه څېره ترېنه جوړوي .. چې په سلو نورو اجنبي څېرو وېشل شوي ده �

دا نظم دَ افضل شوق په ژوند كې ستړياګاني او مزلونه هم ليكي � كه مونږ اوګورو ، نو دَ دې نظم دَ چاپېدو پس شوق سېلاني شاعر هم مشهوره شوی دی � په دې درست كتاب " په لټون ستا دَ څېرې" كې تر ټولو چې كوم څيز زيات زېربحث راغلی دی .. هغه څېره يا څېرې دي او دَ دغو څېرو لټون په كې په نووْ حوالو بېخي زيات ليدلی شي � خو دا دَ شاعر شعري كمال دی چې په هر ځل يې دې څېرې او لټون ته نوی داستان او فكري تكل غوره كړی .. او دَ نوي موضوعاتو سره يې خپل دغه جنوني لټون مخي ته بوتلی دی � خو بيا چې مونږ دَ شاعر وَ همت ته په ځير شو .. نو په هغه كې پښتنه وينه او مينه دئی شكست ته نه پرېږدي او اّخر هم په كال 2002 ع كې په دې كتاب كې په صفحه نمبر 142 او 143 باندې چاپ شوي نظم " دَ ژوندون څېره " كې افضل شوق دا اقرار كوي چې هغه دَ ليدلو سلو څېرو په رهنمائي كې دَ يوې څېرې په تكميلولو كې بری اوموندو � لاكن دلته دا خبره بيرته وضاحت طلب ده .. چې كومه څېره؟ اّيا دا هغه څېره وه .. چې ده په كال 1997ع كې دَ ډاكټر وهيبه سكاني په نوم په مصر كې خپله كړه او كه دا څېره بله څېره وه ؟ لا خو هيڅوك په دې اړه هيڅ ځكه نشي وئيلی چې دَ دې شاعر په نظمونو كې دَ څېرو دَ لټون ذكر دَ دې ذكر شوي نظم " دَ ژوندون څېره " نه پس هم په ځينو نورو نظمونو كې راغلی دی � او خپله شوق صاحب هم دَ دې خبرې په وضاحت كې اكثره په اشارو كې خبري كوي او خبري په خندا كې يوې بلې خواته بوځي � خو اوس خبره شوي هم يم چې دَ افضل شوق په ژوند ليكلی ناول هم چاپ ته تيار دی .. ماته يقين دی چې دا رښتونی شاعر به په دې خپله قيصه كې دا معمه سرته اورسوي او ټكې په ټكې به هرڅه او وائي � زه به كوشش كوم چې دا ناول مسوده تر لاسه كړم او دا سوال هم ځواب ته اورسوم �

بلې خواته په دې دووْ نظمونو يعنې " پرونۍ څېرې په لټون " او په" دَ ژوندون څېره " كې چې څومره خبري په سادګۍ شوي دي .. هغسې په كې دَ فكر ژورتيا موجوده ده او دَ افضل شوق دا څېرې .. انساني څېرې كه څه هم نه دي .. خو په انساني شكلونو كې او هغه هم دَ ښځو په حېثيتونو كې دراصله يواځې انساني څېرې نه .. بلكه هغه علامتي ، تشبهاتي ، اشارتي څېرې دي چې يواځينی انسان په سلو حوالو انسان او فقط انسان جوړوي � دَ افضل شوق سل څېرې هم په فكري حوالو يو داسې تصور رامخي ته كوي چې افضل شوق دٍ هر چا دوست دی .. دَ هرچا سره مينه كوي ( دَ هرجائي توب ترحده) ..ولې چې هغه ځان انسان ګڼي او دا دَ انسانيت تقاضه هم ده � يعنې مينه يو ښه انسان له يوه انسان سره نه .. دَ انسانيت سره كوي � خو دَ افضل شوق دغه ياران فقط ښځي ولې دي ؟ دَ دې سوال ځواب زما دَ فكر مطابق دا كېدل شي چې چونكه شوق شاعر دی او شاعري دَ ښځو سره دَ خبرو نوم دی �

په فني توګه " دَ پرونۍ څېرې په لټون" نومې نظم په دوه دېرشو (32) وړو او لوئيو مصرعو باندي مشتمل ښكاري .. خو چې ښه ورباندې غور اوكړلی شي .. نو دا دَ 32 مصرعو دا اّزاد نظم دَ دوه ويشت 22 مصرعو معرى نظم داسې مخې ته راشي .. لكه

هغه هنداره ... زما دَ سوچ هنداره
هغه هنداره ... زما دَ خوب هنداره
چې يو څېره يې په ما تل ليدله
داسې څېره .. داسې ژوند وزمه څېره
چې هم مې خپله وه ...... هم خپله نه وه
ځكه خو ما به په هنداره باندې
دَ تجسس او دَ حسرت منګولې
په مينه مينه لګولې مدام
په دغه نيت ، چې زه يې اوپېژنم
لا يې دَ ځان په باب څه اوغږوم ،
خو ، دَ نصيب لكه چې نه وه خوښه
چې يوه ورځ ..... هغه وړه هنداره
زما له لاسو ناڅاپه او لوېدله
او دَ طلب هغه ماشومه څېره
په سل توكرو ځله اووېښل شوه،
بس له هغې ورځې تر ننه پورې
زه په لټون دَ هغه ښكلي څېرې
هرې جينۍ ته زړه په لاس كې ږدمه
او لا ، دَ سترګو په كچكول كې ځينې
په ماته خله خېرات دَ مينې غواړم
ځكه چې څوك په رنګ مونېږي ورته
دَ چا په سترګو كې هغه سترګې دي
څوك په تندي او څوك په زنه هغه
څوك په شونډانو.. څوك په پوزه هغه


۱۵ ـ ـ دَ زُوی په سر باندي سودا ته جوړېدليه پلاره !

ښه خو به دا وي
چې دَ لاسه يې مرۍ خپه كړې
په وخت دَ زوكړي
دَ هغه زُوی
چې سبا يې تربور
هغسې هم
په غال كې ستا
او ستا دَ ورور دَ شملې
ككړ په وينو
ځواني مرګه مړی بيرته تاته
كه په زړو اوږو در ږدي
نو په تا غر نړوي

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ - 138)

په دې نظم كې ښاغلي افضل شوق دَ معاصرو حالاتو خاصكر دَ پښتنو دَ هاغه دونيم لسيزو كلونو جهادچې هغوئ په افغانستان كې دَ اسلام په نامه دَ سرونو په سودا كاروباري كړی وو � او دَ بې شمېره پښتنو وينې په كې بې ګنا توی شوې او عجيبه دا ده چې تر اوسه پوري انجام ته نه دی رسېدلی .. په دې چې دواړه دَ يو پښتني هډ او وجود اندامونه دي � پښتون كه وژلی شي نو هم دَ پښتون رور دلاسه ، او كه يې وژني نو هم يې رور وژني � او ضد دَدواړو په خپل خپل ځای سرته نه رسي � شاعر افضل شوق دلته يو پښتون پلار ته چې كوم نصيحت كوي � څه هم كه غېر فطري رنګ لري .. خو بيا هم په كې دَ شاعر دغه خبري رد كېدلی نه شي چې هغه واي .. دَ اولي ورځې دَ نوي پيدا شوي بچي دَ مرګ غم تر هاغه غمه كم وي چې ځواني مرګ شي � او هغه هم دَ تربور دلاسه � دغه نظم كې هم په ډېر ښكلي تمثيلي انداز كې په يوه ډېره علامتي پېرائيه كې دَ پښتون دَ ماحول دغه جهادي غافلانه روئيو ته كتلي شوي دي � يو پښتون پلار ته دَ خپل زُوی پيدا شوي ماشوم دَ وژلو .. نه مُراد مونږ په ابتدا كې دَ ماشوم په لاس كې دَ ټوپك ، طمانچې ، بم او بارود دَ وركولو په ځای دَ قلم او كتاب دَ وركونې شعور ورپه ګوته كولی شو � بلې خواته ، دَ دې علامتي اشارې نه يوه نوي معنا داسې هم اغيستلی شو چې دَ بدو جرړه دَ اولې ورځې نه ايستل پكار دي � نه چې دغه بد بيا دَ خورېدو.. لوئېدو دَ عمل نه تېرېږي .. نو نور بد او بدۍ پيدا كوي � لكه څنګه چې په افغانستان كې تاريخ دَ دې خبري ګواه دی
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery