مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په لټون ستا دَ څېرې ـ ـ ـ ـ يوتنقيدي جائزه

 دغه نظم په فني توګه چې څومره په ساده رنګ كې بيان شوی دی .. دغسې دغه نظم دَ نن دَ حالا تو يعنې په عالمي كچ چې دهشت ګردۍ يا ترهه ګرۍ كومه نعره مونږ اورو .. هغه هم دغه رنګه ورو ورو دَ څو صدو نه دَ دې حالا تو پخوا يو سفر وو ، چې نن يې ټوله دُنيا دَ خوف او ويرې سره مخ كړي دي � نه يواځې دا بلكه په دې حالاتو کې انتهاپسندي مونږ ته په عروج ليدی شي �

دَ افضل شوق دا نظم چې " په لټون ستا دَ څېرې" كې په 138 باندې چاپ دی په راولپنډۍ كې په كال 2001ع كې ليكلی شوی .. په دولسو وړو لوئيو مصرعو كې ليكلی دا نظم دراصل دَ شپاړس سېلابيزه پنځو غټو برابرو برابرو مصرعو باندې مشتمل دی .. لكه چې ..

ښه خو به دا وي چې دَ لاسه يې مرۍ خپه كړې
په وخت دَ زوكړي دَ هغه زُوی چې سبا يې تربور
هغسې هم په غال كې ستا او ستا دَ ورور دَ شملې
ككړ په وينو ځواني مرګه مړی بيرته تا ته
كه په زړو اوږو در ږدي نو په تا غر نړوي


۱۶ ـ ـ دَ ژوند سوال .. ځواب هم سوال

هرڅه هرڅه دی
خو بيا هم
دغه ژوندون خارمړی
دی هاغه سوال
چې په ځواب كې لا
بلا سوالونه
زېږوي څه چې
مونږ هم تل په امتحان كې ساتي

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ � 141)

په دې نظم كې ښاغلي افضل شوق دَ ژوند فلسفې او معنې ته په خپل منفرد انداز كې كتلي دي � ژوند چې تر اوسه پوري يې لا صحيح معنا چا هم نه ده وړاندې كړي .. يا داسې هم وئيلی شي چې دَ ژوند په فلسفه لا هم هيڅوك هم نه دي رسېدلي � ژوند يوه داسې هوائي مرغۍ ده چې لاندې دَ ځمكې نه ورته ګورې نو چاته څنګه ښكاري او چاته څنګه � لكه افضل شوق چې دغه نظم كې دَ ژوند فلسفې ته كومه اشاره كوي .. نو هغه َ يو داسې سوال رابرسېره كېده دي چې ځواب يې هم په سوال پورته كوي او دا خبره هم دغسې ده � ولې چې تجسس ، حېراني ، دَ خواهشاتو تكميل .. منډي ترړي او هوس او لا لچ په اصل كې دَ ژوند بېلي بېلي غرضي لاري دي .. چې تكميل ته رسېده غواړي � خو دَ بده مرغه انسان په خپل ژوند كې په يوه لاره هم په خپله خوښه دَ ژوند دغه لارې سر ته نه دي رسولي � او هر يو په نيمه لار كې دَ بېلو بېلو امتحانونو او ازمېښتونو سره مخامخ شي � يعنې انسان په ژوند كې دَ ژوند سره اوږه په اوږه تګ دَ خپلو خواهشاتو تكميل خو ګڼي خو دغه خواهشاتو ته رسېده يې ممكن كړي نه دي �

سوال څنګه په ځواب كې سوال زېږوي ؟ دا هغه فلسفه ده چې په شاعرانه ټكو كې دَ افضل شوق په دې نظم كې ورته ژوند وئيلی شوی دی � څومره چې دا خبره لوستونكي په سوچ كې مبتلا كوي .. هم دغه رنګه په دې نظم كې دغه يوه محاوره يعنې " په امتحان كې اچول" په دې نظم كې موجود ابهام ته اّسانې معنې وركوي �

په فني جوړښت او رغوڼه دا نظم يوه ساده او وړه خبره ښكاري چې دَ لوستلو سره دَ انسان په ذهن كې واضحه شي .. خو فكري ژورتيا يې دومره زياته ده چې انسان دَ ژوند په فلسفه او معنې ورګېر كړي � زما مراد دا دی چې دا نظم يواځې دَ پښتو نظم نه دی � كه ترجمه كړی شي نو دَ معياري ادب يوه معتبره حواله به اوګرځي � په دې كوشش او داسې نورو نووْ موضوعاتو په ښه توګه څېړلو او چېړلو افضل شوق ته يواځې دَ پښتو شاعر نه وايم � ولې چې دغه قسم نوي او معياري موضوعات زمونږ دې شاعر دَ علاقائي او قبيلوي اثر نه لري ساتلي دي .. او دا دَ ده فني كمال او فكر لوئيوالی دی �

په تپازه نومي ساحلي ښار الجزائر كې ليكلی شوی دا نظم په اتهو وړو غټو مصرعو باندې مشتمل ښكاري خو په اصل كې تش په دريو ، پنځلس سېلابيزه برابرو برابرو مصرعو كې راغونډ شوی دی .. لكه

هرڅه هرڅه دی ، خو بيا هم دغه ژوندون خارمړی
دی هاغه سوال ،چې په ځواب كې لا بلا سوالونه
زېږوي څه چې .. مونږ هم تل په امتحان كې ساتي


۱۷ ـ ـ دَ شملي صدۍ په نوم چې نن مونږ ....

په وړو وړو خبرو
كه سرونه په لاسو ږدو
نو، كاسو كې دَ سرونو
خو.. سرې وينې هم څيښو مونږ
غرض دا ، چې كه مونږ څه هم
انسانانو ته مونېږو
خو، په پته په فطرت كې
له هر څه پرته
والله چې
سړي خوره حېوانان يُو

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ � 146)

دلته په دې نظم كې افضل شوق وَ يو داسې ځناوگي روئيې ته ګوته نيسي چې نن سبا يې انسانان او خاصكر پښتانه په ډېر وياړ او فخر خپلوي � يعني په معمولي خبرو چې څومره دَ پښتنو شمله كوزېږي .. هغه رنګه بل طرف ته په ډېرو لوئيو معاملو هغوئ چپ هم شايد چې په دې خبره پاتې دي � چې په كې هغسې توان توفيق باقي نه دی پاته شوی � دَ نورو قومونو سره دَ سيلانۍ او مقابلې كولو په وخت نن هغه مېړنی پښتون .. چې پرون يې ترانې نورو وئيلې .. هم عاجزه پاتې شوی دی � خو دغه بل ته عاجزه پښتون تر خپلو يو بل ته تر پرونه هم نور غښتلی برېښي � او په خپل علاقائي سوچ ژوند كولو ته داسې جوګه شوی دی چې افضل شوق يې ژړا په خپل دې نظم كې په ډېره پښتني جذبه او پښتني احساس ژړوي � هغه پښتون په ناحقو لارو روان ګوري او غواړي چې پښتون دي هم دَ هغو اقوامو سره اوږه په اوږه مخي ته روان شي چې نن يې دَ هغوئ دَ اّقا حېثيت تر لاسه كړی دی �

دا نظم معنوي ابهام نه لري او نه په كې داسې كړكېچنې خبرې شوي دي چې دَ لوستونكي په ذهن كې مغالطې پيدا كړي � دلته موضوع علاقائي او خالصه پښتني ده خو شاعر په انساني حوالو دا كوشش كړی دی چې پښتون ته اّئينه ور ښكاره كې � په دې نيت نه .. چې ګنې پښتون انسان نه دی .. بلكه په دې نيك نيتۍ چې پښتون دَ هيچا نه كم نه دی � نو بيا څه وجه ده چې دا قوم تر خپلو دَ خپلوۍ احساس نه لري او نور عالم ته خپله بڼه ځناوري ښودي ؟ دا هغه تپوس دی چې افضل شوق يې په دې نظم كې دَ ځواب په طمه رامخې ته كوي �

په دې نظم كې لفظي تراكيب لكه " سرونه په لاسو كې ږدل" ، " دَ سر په كاسو كې وينې څيښل" ، " انسانانو ته مونېدل" ، " سړي خوره انسانان كېدل " محاورتي انداز لري او په دې نظم كې دَ شاعر جذباتيت د َ يو پښتون په شان ښكاري خو په دې جذباتيت كې يې غېر ضروري اجتجاج نه كار نه دی اغيستی � ځكه خو دَ نظم شعريت دَ موضوع په لحاظ دَ منلو دی � هم دغه خو دَ دې شاعر افضل شوق تر ټولو لويه خوبي ده چې هغه اّفاقي موضوعاتو ته هم علاقائي او پښتني قومي ژبه وركوي � كومه چې پښتنو ته اپېل كوي � مونږ دا وئيلی شو چې شوق صاحب په فطرت او اصليت پښتون دی .. خو په مزاج امن پرست انسان او مينه كونكی مجنون دی � خبره يې صفا .. خو په كې احتجاج نه ښكاري � هغه سوالونه رابرسېره كوي ، لكه دلته په دې نظم كې چې په علامتي اشارو كې زمونږ راهنمائي كوي �

دا دَ لسو وړو لوئيو مصرعو نظم چې په اّزاده بڼه كې ليكلی ښكاري .. له اصله په اتهه سېلابيزه نهو مصرعو باندې مشتمل نظم دی .. خو مونږ يي په څلورنيمو داسې مصرعو كې هم تقسيمولی شو.. چې په كوم كې څلور مصرعي شپاړس سېلابيزه مصرعې دي او يو اّخري مصرعه يې اتهه سېلابيزه ده .. لكه

په وړو وړو خبرو كه سرونه په لاسو ږدو
نو،كاسوكې دَ سرونوخو سرې وينې هم څيښو مونږ
غرض دا ، چې كه مونږ څه هم انسانانو ته مونېږو
خو، په پټه په فطرت كې له هر څه پرته والله چې
سړي خوره حېوانان يُو...................................


۱۸ ـ ـ دَ فرعون سره دَ شوي قول په سمه

دا كېدی شي
چې په ورځ دَ حساب دغه
دَ رښتيا په تول پوره وتلي خلق
دَ انصاف په جوارۍ كې دوزخونه
اوګټي په دې خبره ، چې بې صبرو
دَ خالق دَ يو جنت په سر
ځان ځانله
دَ دروغو جنتونه دومره جوړ كړل
چې اوس حُورې په كې
باړ دَ جنتي ژوند
ماتولو ته جوګه ښكاري هر لوري

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ � 154)

دا پورتنی نظم افضل شوق په كال 1996ع كې دَ يو وړوكي يورپي ملك مناكو په مونټي كارلو نومې ښار كې ليكلی دی چې ذكر يې په سفرنامه كې هم راغلی دی � په دې نظم كې شاعر افضل شوق دَ يورپي ماحول په تناظر كې خپل شاعرانه كېفيت ډېر په ښكلي انداز كې ښكاره كړی دی او وائي چې .. دا دَ مغرب خلق چې دَ نن په اّسائشونو او عياشيانو باندې نازېږي دَ خپل ځان دپاره دَ خدای دَ جنت په رنګه نوي نوي جنتونه داسې جوړ كړي دي چې په كې يورپي پېغلې دَ جنت دَ حُورو په رنګ كې زړونو ته سرور بخښي .. او هم په دغه نظم كې شاعر دا هم وائي چې كېدلی شي چې دَ يورپئينو يا دَ ترقي يافته خلقو دَ عياشۍ او په اّسائشونو باندې ايمان دَ هغوئ دپاره دَ دوزخ ذريعه په دې اوګرځي چې هغوئ دَ خدای دَ جوړ كړي شوي جنت په مقابله كې دا هر څه كوي �

دَ افضل شوق دغه نظم داسې څرګندوي چې هغه يورپ .. خاصكر دَ مونټي كارلو دَ شپې ژوند دَ يو منظوم روداد په شكل كې مخې ته ږدي � خو خبره دا نه ده � خبره ساده ده .. لاكن په دې كې فكري ژورتيا انسان په دې باندې سوچ كولو ته پاروي چې دا ژوند يواځې دَ عياشۍ اډه، يا اّسائشونو دپاره نه دی .. بلكه دَ هغوئ وظيفه په ځمكه باندې دَ خدای دَ نائب په توګه انساني روئيي او ښه خوئيونه خپرول ده � دَ ايكې يو خدای پېژندل دي � دَ انساني ژوند دَ اخلاقي افدارو ساتنه ده .. چې هغه كله هم په كلبونو، جواخانو، شراب خانو نشي ممكن كېدلی � دَ افضل شوق دا مثبت او تعميري فكر كه څه هم دَ اروپا يا بېخي ترقي يافته څو بې لارو اقوامو يواځې غندل نه دی .. خو په كې انسان ته دَ انسان په رنګه پاتې كېدل هم دَ هغه مرام يا مقصد دی �

په دې نظم كې شاعر دَ فرعون دَ جنت سره دَ يورپ دَ شپې ژوند او دَ عياشۍ دَ تشبهيه هاغسې فكري حواله رقم كوي چې دَ اسلامي تاريخ په پاڼو كې دَ فرعون په اړه خوندي ده � يعنې خدائی پاك هغه فرعون چا چې په ځمكه دَ جنت جوړولو .. هغه دَ جنت خاوند نه كړو .. بلكه هغه ته يې دوزخ په نوم داسې اوليكلو چې مسلمانان ترېنه عبرت او سبق اخلي ..!! دَ افضل شوق دغه خبره په يو بل سوچ دَ انسان په انساني زوال باندي ګوزار هم ګڼلی شو .. كوم چې دَ دې انسانانو دَ دې فرعوني روئيو په وجه مخې ته راغلی دی �

په يولس وړو او لوئيو مصرعو ليكلی شوی دا نظم كه په غور اولوستلی شي نو هر لوستونكی به زما دَ تجزيې سره اتفاق اوكړي .. يعنې دا نظم په اوږدو اتهو داسې مصرعو باندي مشتمل دی چې هره مصرعه يې په دولس برابرو برابرو سېلابونو اړه لري .. لكه

دا كېدی شي چې په ورځ دَ حساب دغه
دَ رښتيا په تول پوره وتلي خلق
دَ انصاف په جوارۍ كې دوزخونه
اوګټي په دې خبره ، چې بي صبرو
دَ خالق دَ يو جنت په سر ځان ځانله
دَ دروغو جنتونه دومره جوړ كړل
چې اوس حُورې په كې باړ دَ جنتي ژوند
ماتولو ته جوګه ښكاري هر لوري


۱۹ ـ ـ دَ فرعون لوُر

" دَ جلال او دَ جمال توان به مې شوقه!
وايه .. څنګه ته راوړې په خوار غوښين زړه؟
زه يم لُور دَ فرعونانو
او په ما كې
دَ هغو دَ ويني جوش او ولولې لا
په غورځنګ لكه څپې دَ رود نيل دي"
تنا وزمه دا خبري يې لا څه چې
په موسكا يې برېښناګانې پړكولې
په خندا يې تندرونه غورځولو
هم كږو كتو يې لا دَ نظر غشي
دَ ږليانو په حساب را تاوْولو،
حقه دا،چې دَ ځوانۍ زور او له كبره
دَ لمبې په شان دَ اور به وشېدله
ځنګېدله .. غوړېدله
هن تر دې چې
غوړېده به لكه مار، خو
ماره نه وه
هو، دَ مار تر سيورې لاندې دغه پېغله
بله څوك هم نه
هغه قلوپطره وه،
چې په روح راورېدله له پېړيانو
او په ما يې دَ عمرونو واټنونه
دَ وصال وَ دې ساعت ته وو سر كړي،
ځكه ما كې هم سيزر كړو سر راپورته
په ليدو دَ هغې وركې ملائيكې
او دَ ميني عسكري جذبې مي واړه
دَ هغې په فولادي زړه شوې ورماتې
او بې غاله چې راماته شوه په عجز
زه يې هم په حاكم ځان،
ځانته مرئيی كړم
او دَ عشق دَ تقاضو په سمه دواړو
يو ځل بيرته
فرعوني تاريخ ژوندی كړو


( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ � 155)

دا تفصيلي نظم چې افضل شوق په قاهره (مصر) كې په كال 1997ع ليكلی دی .. داسې ښكاره كوي ، لكه هغه چې دَ خپل هاغه واده قيصه كوي چې ما يې مخ كې هم ذكر كړی دی � يعنې دَ هاغه " څېرې" چې " سلو څېرو" يې راهنمائي كړي ده � بلكه په دې نظم كې خپله هم شاعر افضل شوق داسې خبره كوي چې هغه دَ جوليس سيزر .. چې دَ روم بادشاه وو په مصر باندې قبضه كړي وه � او قلوپطره يې راڼۍ كړي وه � نو شوق هم دلته دَ هاغه تاريخي حوالې په رڼا كې خپلې دې تكميل شوي څېرې ته قلوپطره او ځان ته جوليس سيزر وائي �

دا نظم يوه منظومه قيصه ده چې راوي يې خپله افضل شوق دی � په دې قيصې كې دَ جلال او جمال په حواله چې كوم تراكيب مخي ته راوړي .. هغه دَ لوستونكي په ذهن كې بې شمېره سوالونه پيدا كوي .. لكه دَ تنا ګانو په شان خبري كول.. په خندا تندرونه غورځول .. كتلو ته دَ نظر غشي غورځول وئيل .. غشې دَ ږليانو په حساب غورځول ..دَ لمبې په شان وشېدل.. دَ مار غوندې ځنګېدل او غزېدل او دَ مار تر سيورې لاندې اوسېدل داسې استعارې او اشارې دي چې .. نه يواځې دَ فرعوني تاريخ عكاسي كوي .. بلكه دَ لوستونكي ذهن يو دم دَ هغې فرعوني مصرۍ قلوپطره په لور وړي .. چې په خپل جمال كې چې څومره مشهوره وه .. هم هغسې يې دَ جلال قيصې هم دَ مصر تاريخ ګواه كوي � بل طرف ته دَ روم دَ هغې زړې زمانې بادشاه جوليس سيزر په تاريخي حوالو دَ دې اوسنۍ قلوپطره په وړاندې دَ افضل شوق مخامخ كېدل .. او دَ هغه دَ سيزر په بڼه كې راپورته كېدل .. دَ هغه دَ مينې عسكري جذبې راپارېدل او دَ قلوپطره په فولادي زړه حمله اّور كېدل .. هم بيا دغه پښتون جوليس سيزر په ميني كې دَ هغې مرئيی كېدل واقعي هم وَ فرعوني تاريخ ته ژوند وركولو قيصه ژوندۍ كوي � ولې چې دَ جوليس سيزر او دَ قلوپطره مينه يو تاريخي حقيقت دی � كوم چې افضل شوق سر دوباره را ژوندی كړی دی �

په فرعوني داستان كې خپلي مينې ته چې شوق صاحب دَ رومانوي حقيقت څنګه رنګ وركوي .. هغه كه يو طرف ته منفي اثر پرېږدي .. نو بل طرف ته افضل شوق دَ تاريخ حواله دَ ځان سره په دې منسوب كوي چې دَ هغه دغه مينه هم دَ فرعونانو په ځمكه كې پيدا شوي او هغه ته سپارل شوي ده � نو ځكه هغه خپل ځان او خپله مينه دَ فرعوني تاريخ يو تسلسل ګڼي � په دې كې شك هم نيشته چې مينه كه پرون وه .. كه نن ده او يا سبا وي .. هم دغسې رنګ به لري �
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery