مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

شوق ـ ـ ـ ـ دَسفرونوپه آئينه كې

 (مزل په واؤرو باندې _ دَ لمر دَ كلي په لور)
ـــــــــــــــ

دا دواړه كتابونه ... چې په دولسو دولسو بابونو مشتمل دي � او دَ څوارلسو يورپي ملكونو بشمول دَ دوئ .. دَ سېل ذكر په كې په يو نوي انداز كې په يو ډېر خوندور ماحول كې شوی دی � او ما چې كله دغه دواړو كتابونه او لوستل نو دَ هغه دَ دې دواړو كتابونو دَ هر يو باب تفصيلي تنقيدي جائزه نه ليكل به يقيناً چې زما يوه خپله ادبي بد ديانتي وه .. او بل به دَ افضل شوق دَ دې كوشش او زيار نه هم سترګې اړول وو � كومه چې يوه بله ادبي بې انصافي ګڼم � او زما دا يقين دی چې دغه دواړه كتابونه چې څوك په دغه رنګ تنقيدي نظر اولولي .. نو هغوئ به څه نا څه ليك ته خامخا پاروي � دَ افضل شوق هاغه خپل كړی روايت په دې كتابونو كې هم په نظر راځي � دَ هغه دا كوشش وي چې هر ځل خپل ځان دَ فن مينه والو ته په يوه نوي بڼه كې ښكاره كړي � په دې دواړو كتابونو كې دَ هغه دََ ليك انداز ماته دا احساس راكړو .. لكه زه چې په پښتو كې انګرېزي لولم � او يقيناً چې دا هغه يوبل نوی روايت خپل كړی دی .. يو مغربي روايت په پښتني رنګ او شكل كې ..!!

دَ ښاغلي افضل شوق نه دغسې توقعات لرل خو زمونږ كار دی � خو دلته دَ بده مرغه ځيني خطرې او خدشات هم ماته اشاره كوي او هغه دا چې يو وار بيا هاغه قدامت پسنده طبقې چې خپل ځان او وجود په قومونو ، ژبو، قبيلو،علاقو، توپكو، تمانچو كې ګېر ګڼي .. هغوئ به دَ افضل شوق دغه نوي اپروچ ته يو ځل بيا په كوم نظر ګوري .. او يا اّيا هاغه نظر به دَ دې كتابونو نه دَ څه اغيستو هنر لري هم او كه نه ؟؟

دلته زه دا وضاحت كوم .. چې دا دواړه كتابونه" مزل په واورو باندې" او " دَ لمر دَ كلي په لور" په يوه اوږد سفر باندې مشتمل دي � نو راشئ چې وړمبی دَ سفرنامې " مزل په واور باندې" هر يوه باب جائزه واخلو� په دې دواړو كتابونو كې افضل شوق دَ سفري حالونو او نورو معلوماتو وړاندې كولو سره سره دوې عمراني مطالعې هم دَ انګلش دَ ژبې او يورپي ژوند په اړه تفصيلاً وړاندي كړي دي � او دې نه علاوه يې دَ هر ځای په حواله په كې تصويرونه هم دَ عكسي يُون تر عنوان لاندې چاپ كړي دي .. چې لوستونكي دَ هر هېواد او دَ هغه ځای دَ څيزونو او خلګو په اړه ترېنه په ذهن كې يو عكسي نقشه هم جوړولی شي �


وړمبۍ برخه ـ ـ ـ ـ
مزل په واؤرو باندې
( یادګیرنه :- دا کتاب په کال ۲۰۰۴ کې چاپ شوی دی )


دَ يورپ دَ سفرونو دپاره داسې عنوان كتاب ته ټاكل .. كه يو طرف ته يقيناً دا څرګندوي چې هلته ډېره زياته يخني ده ، خو بلخوا دَ لوستونكي په ذهن كې هم دا خبره دَ سوال په شكل كې راپورته كېږي � چې چرته دې پورتني عنوان نه افضل شوق دا معنې خو نه اخلي .. چې په دې براعظم كې دَ ژوند كولو طرز .. انساني روئيې او خوئيونه هم څه دغه شانتې دي ؟؟ دَ دې سوال دَ ځواب لټولو په نيت راشئ چې دَ پښتون سېلاني سره دَ هغه دَ سفري پړاوْنو په لور په ګډه سفر اوكړو او دَ دې كتاب دغه دولس واړه بابونه په تنقيدي نظر اولولو�


۱ـ دَ بادار دَ كور په لوري

په دې باب كې افضل شوق چې دَ خپل ليك اّغاز " چرته غلط جهاز ته خو نه راوختم؟ په ځواب كې دَ دوزخي حورو طوفاني دورې په رڼا كې دا خبري په ډېر خوند قلم بند كوي ..

" مذهبونه ، رواجونه او انساني قدرونه كه څه هم دَ يو ځناور وزمه انسان څخه ټولنيز انسان جوړوي .. خو له اصله دا انسان تر اوسه پورې لا تش په شعوري توګه له ځناورانو څخه بېل شوی دی __ ګوا دَ حاجتونو په وار كه ځناور نه هم دی .. خو ځناور وزمه حتمای دی"
( مزل په واورو باندې .. مخ � 16)

دلته كه ښاغلی شوق دَ عربو دَ جهاز دَ دننه ماحول يوه نظاره په ډېر خوندور او شاعرانه انداز كې غندي ، نو بلخوا يو بل سوال هم دَ خپل ذات او هېواد په باب راپورته كوي .. لكه

"- ته څوك يې ؟ او له كومه راغلی يې؟
- شوق زما نوم دی او زه پاكستانی يم

دَ تور سري انګرېزي دَ پوښتنې په ځواب كې چې ما څنګه دومره اووئيلو، نو هغه اودرېده او سرتر پايه راكتلو ورستو يې اووئيلو..

- ته پاكستانی يې ... ؟ "
( مزل په واورو باندې .. مخ � 33 )

په دې مكالمې كې شوق كه څه هم خبره واضحه كړي نه ده .. خو دَ قاري په ذهن كې دا خامخا راځي چې .. زمونږ قومي شناخت او وجود دواړه دَ بهر دُنيا دَپاره دَ خوف ، وېرې .. يو علامه ګرځېدلي ده � يعنې په " سواليه پاكستان" باندې شوق صاحب هم چې څنګه بيا دَ هغې بوډهۍ فېرنګۍ مخې ته كچه كېږي .. دې نه هغه دَ خپل هېواد په حواله ځان كه وړكوټی محسوس كړی نه هم دی .. خو هغه حېران شوی او ځان كې ننه ننه مات شوی رامات شوی ضرور دی �

پورتنئيو دواړو پوښتنو په ځواب كې كه افضل شوق يوې خواته دَ يورپ په حقله ادراكي نظر خپل كړو .. نو بلخوا يې په " هائيډ پارك " لندن كې هم څه چې وئيلي دي � كه څه هم هغه يې ښكاره كړي نه دي .. خو داسې ښكاري لكه هغه چې خپل زړه ښه سپك كړی دی .. ځكه خو په اشاره كې خپله وائي ..

" حقه خبره ده چې دَ دې موقعې څخه فائده اخيستلو كې ما هم خپل ځان دَ غازيانو په قطار كې درولو په نيت دَ اخلاقياتو په دائره كې دَ انسانانو تر مينځه دَ وحشي روئيو په ضد څه خو اووئيل � لاكن هيچا هم واورېدلو ځكه نه ... چې زه له ځان ځان سره بوڼېدم"
( مزل په واورو باندې .. مخ � 36 )

بد رد وئيل هم دَ اخلاقياتو په دائره كې دَ يو اعلى ظرف نشاندهي كوي .. او په دې خبره كې شك نيشته چې دلته ده خپل ځان اعلى ظرفه څرګند كړی دی �

په دې باب كې له كراچۍ نه تر دوبۍ او بيا لندن پورې دَ سفر حالونو سره سره دَ لندن په اړه ډېر معلومات ، انكشافات ، او سفري مشاهدې لوستونكي دَ ځان سره ملګري مخ مخ ته په وړلو مجبوره كوي � كومه خبره چې په دې باب كې غورطلبه ده .. هغه دَ افضل شوق هغه رائيې ده ، چې ده دَ فېرنګيانو په اړه رقم كړي ده .. تاسو يې هم لوستلی شئ �

" كه څه هم تر اوسه مونږ دا خلق خپل باداران ګڼو او ډېر په درنه سترګه ورته ګورو � خو حقه خبره دا چې دوئ له مونږ څخه كركه كوي او داكركه دَ هغوئ په خمير كې ده � او دَ دې خلقو په حقله هوشياران هم وائي .. چې روايت پسندي او كينه دَ انګلسيانو خاصه بلل كېږي"
( مزل په واورو باندې .. مخ � 34 )


۲ ـ چرته چې دَ لمر لا يخ كېږي

په دې باب كې هم .. لكه څنګه دَ عنوان نه څرګنده ده ... افضل شوق دَ بيلجئيم هېواد او دَ دې هېواد ستر ښار برسلز په حقله دغه رنګ رائيې لري � او په خپلې سفرنامې كې ليكي چې ...

" هو.. منم چې دَ شرافت په مقابله كې بدمعاشي په كې دَ نه برابر ده خو بدمستيانې په كې ليدل كېدلی شي"
( مزل په واورو باندې .. مخ � 56 )

دلته هم ښاغلی شوق په ډېرو اشارو كې دَ دې ښار دَ استوګنو او دَ ښاريې دَ ژوند او روئيو په حقله خپل نظر په ډېر ښكلي انداز كې څرګندوي � خو بلې خواته دَ بل په ژوبه ( ګائيډ) داسې هم دَ دې هېواد په اړه ليكي ..

" وئيل كېږي چې يو ځل دَ اولمپك دَ لوبو څخه راغلی سوئمنګ ټيم وَ لوبوغاړو ته باچا انعام په دې خبره وركړو چې هغوئ په اوبو كې ډوب نه شول"
( مزل په واورو باندې .. مخ � 59 )

دلته دَ بلجميانو دَ ناراستۍ ، سستۍ او ناخوښۍ خواته هم افضل شوق په ډېر مزاحيه انداز اشاروه كوي � دَ دې باوجود په دې مزاح كې هم دَ هغه يو مقصد دی چې هغه دَ بلجئيم خلق دُنيا ته څرګند كړي � او هم دغه رنګ دَ يو ځای دَ خلقو ښه او بد خويونه او روئيې په خپل انداز كې په معلوماتي رنګ كې بل ته رسول دَ سفرنامې دَ ليك مقصد هم دی �

په دې باب كې دَ معلوماتو سره سره ځيني داسې اشارې هم مخې ته راځي ، چې دَ قاري په ذهن كې دَ بلجئيم په حقله راپورته شوي سوالونه ځواب ته رسولی شي � لكه په دې لاندېنۍ مكالمې كې چې هغه په اشارتي انداز واضحه كړي دي �

" او بيا دَ څه خاموشۍ ورسته واي ..
- تاسو خبر ياست ، چې په اروپا كې دَ برطانيې په چپه چې ټرېفك يې په كيڼ لاس چلېږي .. نور هېوادونه خپل ښی لاس په كاروي او ولې؟
هغې به لا نور څه هم وئيلو، چې يو غږ راغلو..
- هو هو.. په دې چې دَ انګليسانو زور په نورو پاته نه شو
ځواب څه وو، چې په بس كې دَ خندا او غژبوژي سره سم هر يوه شاته كتلو � ولې چې دا بل هيڅوك نه .. هغه فلپائني ځوان رونالډ وو �
- هو،كېدلی شي، لاكن دَ دې هېواد خلګ خو يې لا اوس هم مني لاكن .... "
( مزل په واورو باندې .. مخ � 59 )

دلته خبره په " لاكن" باندې سر ته رسول داسې څرګندوي لكه بلجئيم چې دَ ګاونډي فرانس په مقابله كې انګلېنډ ته زيات اهميت وركوي � وجه يې څه ده ؟ دَ دې په اړه په دې باب كې بلا خبري موجودي دي .. چې دَ لوستلو ورستو مخې ته راتلی شي �


۳ـ تودو ماښامونو سوړ ښار

په دې باب كې سېلاني افضل شوق دَ هالېنډ دَ سېل سره سره دَ دې ملك دَ غټ ښار ايمسټرډم ښار خاصكر دَشپې او دَ ورځې ژوند ته دَ سړو او تودو رواجي خصلتونو په لور اشارې كړي دي � نو بل خواته يې دَ هغوئ دَ خوئيونو، عادتونو او قانوني " ناروا" رواجونو ته ګوته هم په ښه انداز نيولي ده � په دې باب كې شوق چې هر څو دَ پرون دَ ولندېزيانو په حقله يو احترام لري ... خو دَ نن دَ ولندېزيانو په حواله هم داسې په بې سانتګۍ ليكي ..

" لنډه دا چې كله هغې داخبري كولې نو په دې ښار باندې مي دَ اروپا دَ تهائي لېنډ پيدا شوی شك وار په وار ځكه يقيني كېدلو.. چې امريكې غوندې يو انتهائي ماډرنې ټولنې كس چې يې لا هم په اّزادۍ باندې دَ حېرانۍ اظهار كوي .. نو هغه به څومره اّزادي وي؟ "
( مزل په واورو باندې .. مخ � 80 )

منم چې افضل شوق په دې باب كې ډېري اّزادې خبرې كړي دي .. خو په دې پورتنۍ پېرائيه كې دَ تهائي لېنډ سره مثال وركول دَ هالېنډ غندنه ده � نه يواځې دا خبرې .. بلكه په هم دغه ښار كې چې دَ يو هوټل په كمره كې درسته شپه خوب نه كولو په كېفيت چې په خپل بيان كې كوم ډرامائي انداز ده خپل كړی دی � هغه دَ ستائينې وړ دی � او په كار هم ده چې دغسې كېفيتونه په دغسې خوندور انداز كې قاري ته رسول .. دا دَ سفرنامې دَ لوست خوند پيدا كوي � افضل شوق دَ هالېنډ دَ خلقو دَ روئيو په باب يو بل ځای ليكي چې ..

"- وئيل كېږي ، چې دَ هالېنډ خلق ( ولندېزيان) نه يواځې په خپل ژوند او حېثيت غره دي � بلكه هغوئ دا هم وائي ، چې ګوندې ..

" خدای مونږ ته ځمكه راكړه او مونږ ورباندې هالېنډ جوړ كړو او بل دَ دې خلقو په مخونو هر كله دَ غصې اّثار برېښي � ولې چې دا خلق په " زه " او " زه " كولو كې لوئی نوم لري"
( مزل په واورو باندې .. مخ � 70 )

دې نه علاوه افضل شوق په دې سفر كې دَ ولندېزيانو څېرې او په څېرو باندې دَ راغونډي شوي ګونځي كه له پښتنو سره تړي ، خو پښتانه نه ورته وائي � نو بلخواته دَ هغوئ دَ ژبې صوتي اثر هم پښتو ته نيږدې نيږدې ګڼي .. خو پښتو ځكه نه ورته وائي .. چې هغه دَ ولندېزيانو ځيني رواجي عادتونه غېر انساني ګڼي � لكه په دې هېواد كې دَ ځناوري تندي ماتولو ته په قانوني توګه دَ سوشل ورك نوم يا حېثيت وركول او نشې په قانوني توګه جائز ګڼل .. دَ دې خلقو هغه ځانګړی غرور دی چې ورته په اخلاقياتو كې بې حيائي وئيلی شي � او داسې هر څه .. كه هغه ښه دي ، نو په ښو ټكو په دې سفرنامې كې رقم شوي دي او كه بد دې .. نو بدو ته بد هم په ډېره اخلاقي پېرائيه كې وئيلی شوي دي � او دا دَ افضل شوق په ادبي ليكنو كې حقيقت پسندانه دليل ګڼلی شي �
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery