مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

شوق ـ ـ ـ ـ دَسفرونوپه آئينه كې

۴ ـ دَ هټلر دَ پلونو خاورې مې رانجه كړو

په دې باب كې دَ عنوان نه برېښي چې افضل شوق دَ هټلر شخصيت ، دَ هغه بهادرۍ ته څومره دَ احترام په نظر ګوري .. او جرمني ته تګ دَ ځان دَپاره يو اعزاز ګڼي � او دلته دا ګوري چې دَ هټلر اّثار ، اّيا دَ هغه په اولاد كې چرته په نظر راځي او كه نه ..؟ په دې حقله دئی په دې باب كې په واضحه ټكو كي ليكي �

" په تاريخ كې په درنو ټكو لمانځل شوي جرمنيانو ته كه څه هم په نړۍ كې اوس هم په ډېره درنه سترګه كتل كېږي � خو ما يې په نرانو او ښځو كې داسې هيڅ يوه خبره نه اوليده چې له خپل تاريخي عظمت سره يې سمون خوړلو � ولې چې دا خلق هم لكه پښتانه اوس پيسه هر څه ګڼي او ورته ګډېږي"

( مزل په واورو باندې .. مخ � 109 )

په دې باب كې افضل شوق په خپل نظر پښتون او جرمن مارشل قومونه ګڼي .. خو له دواړو مايوسه هم دی � چې دواړه دَ خپل فوم لوئی عظمت دومره مقدم نه ګڼي څومره چې پيسه ګڼي �

دلته دَ جرمني په سېل كې دَ افضل شوق رومانوي طبعيت ښودنه څه زياته شوي ده � خو بيا يې هم خپل شوخ انداز او دَ لټون هڅه دلاسه نه ده وركړي � لكه په دې لاندېنۍ مكالمه كې چې هغه ليكي ..

"- دا شوق چې هر شي ته ډېر په غور ګوري نو ....
- هو.. داسې محسوسېږي لكه هغه شی چې په زړه كې نقش كول غواړي
داني چې څنګه دَ كائيكو خبره پوره كړه نو ونېسا هم په پسخوندي موسكا كې وائي
- هغه ځكه چې رائټر دی او شاعر هم ...
په " شاعر" باندي زور وركولو ورسته ما وار داسې لاس ته كړو ..
- هر هغه شئی چې ماته اپيل كوي ، زه يې انجوائی كولو سره سره ستائل هم غواړم"
( مزل په واورو باندې .. مخ � 112 )

يقيني خبره ده چې دلته هم افضل شوق دَ خپلې شاعرانه فطري مجبورۍ دَ وجې خپل شاعرانه ذوق څرګند كړی دی .. بلكه دَ خپل لټون انتها ښكاره كولو علاوه هم مونږ ته دا راڅرګندوي چې هغه هر څيز ته په څومره غور او فكر ګوري � او دَ شوق ، په جرمني كې دغه رنګه رومانويت كېدلی شي چې دَ هغه قصور نه .. بلكه دَ جرمني دَ شاعرانه ماحول اثر وي � لكه په دې سېل كې چې ورته ګائيډ ميرنا داسې وائي ..

" جرمنيان هم دَ كتاب دَ مطالعې دغوني شوق لري لكه انګلسيان � لاكن شوقه ! ته خبر يې چې جرمني ته دَ شاعرانو او ليكوالانو هېواد هم وئيل كېږي � او دلته دې خلقو ته ډېر په درنه سترګه كتل كېږي � چې دَ جرمنيانو له قوله ..شاعران او ليكوالان ذهنونو ته تر ټولو ښه تفريح ورسپاري او له دې خلقو څخه تحريكونه زېږونه كوي"
( مزل په واورو باندې .. مخ � 106 )


۵ ـ دَ خوب په رښتونو ناؤ كې
په دې باب كې ښاغلی افضل شوق دَ سوئټزرلېنډ سېل په خپل خوندور انداز كې ليكلی دی � زيات معلومات يې دَ " ګائيډ" په خله وړاندې كړي دي � خو خپل نظر او فكر يې هم لوستونكو ته دَ يو زيرك ليكوال .. او تكړه سېلاني په رنګ كې ښكاره كړی دی � په دې باب كې هغه خپل فكري كوشش ته دَ سوئټزرلېنډ په اړه داسې ضروري ټكي راغونډوي لكه ..

" كه څه هم زمونږ دَ هېواد په برخه دَ خلاسو شيطانانو په شمېر دلته كم شيطانان خوشي كړل شوي دي .. خو شييطان هر ځای شيطان وي � هو.. دَ هرڅه پرته هم دَ كركې وړ ګڼل كېږي � او بل دا چې دَ خدائی په دې دُنيا كې كه څه هم هغه دَ ځمكې په سره جوړ سوئټزرلېنډ دی .. ښه او بد خلق لري"
( مزل په واورو باندې .. مخ � 123)

په دې باب كې ښاغلی افضل شوق دَ سوئټزرلېنډ دَ خورو ورو ښائستونو نه متاثره خو ښكاري .. خو دَ خلقو دَ روئيو ، خوئيونو او ښو او بدو نه خوابدی هم ليدی شي � په دې باب كې دَ يوې امريكنې پېغلې ونيسا سره دَ هغه رومانوي تعلق داسې په هنر، ډرامائي او افسانوي انداز كې ذكر شوی دی .. چې ښكاره خبره په كې يوه هم په نظر نه راځي � او دغه دَ حېرانتيا او سسپنس نه ډك تعلق، دَ يو ښكلي حېرانتيا هاغه ليوني كېفيات ټول دَ لوستونكو ملګري كوي چې ښاغلي شوق يې منظركشي كړي ده � په دې لنډ غوندې سېل كې دَ ليكوال فكري مشاهده او جذباتي زيركتيا ډېره دَ قدر وړ ده � دَ جرمني ، اّسټريا ، اټلي او فرانس تر مينځه موجود هېواد سوئټزرلېنډ دَ اولس په حقله يو ځای ليكي ..

"جرمن سوئس په طبعيت كې اضطراب لري .. اّسټرين سوئس ټوكيال طبعيته او موسيقي خوښوي� دغه رنګه فرنچ سوئس نخرې بازه او فېشنيان دي � لاكن اطالوي سوئس څه غوندې زيات مذهب پرسته او قدامت پسنده يادېږي"
( مزل په واورو باندې .. مخ � 140)

دلته دَ ليكوال مقصد دا دی ، چې سوئټزرلېنډ په دې پورته ذكر شووْ څلورو واړو ملكونو په ميانځ كې دَ يو " سېنډويچ" حېثيت لري � او دَ دغه څلورو واړو ملكونو نه متاثره دی � خپل سوئس كلاسيكي بڼې نه لري � او زما په خيال دغه تجزيه افضل شوق دَ يو كامياب سفرنامه نګار په صف كې دروي � چې دَ دې خلقو په حقله دومره ډېر معلومات به هم لري ، او دَ معلوماتو دَ بيانولو .. يو خپل حېرانونكی انداز هم �


۶ ـ دَ ژوند په خوندونو كې تمام هېواد

په دې باب كې دَ اّسټريا دَ غريزي سيمې ، دَ درو، واورينو غرونو او دَ نورو ځنګلي او قدرتي ښكلا ګانوچې كوم ذكر شوی دی .. نو هغه په خپل ځای يو خاص اهميت لري � چونكه ښاغلی ليكوال هم دَ يوې ښائسته غگريزې علاقې سره تعلق لري � نو په دغه باب كې دَ قدرتي مناظرو نه هاغه خوند اغيستل او قاري ته هو بهو هاغه تصوير مخې ته كول .. دَ افضل شوق دَ هنر يوه لاره ده ..!! دې مكالمې نه تاسو دَ سېلاني ليكوال په حقله قاري دَ هغه دَ خوشحالۍ او مستۍ نه اندازه كولی شي �

"- دا شوق او روني چې سره يو ځای شي نو هلته غم نه .. خنداګانې وي
- او مستيانې هم ...
دَ ميرنا خبره پرېكولو ورسته زړې لوري په خپل تېره غږ كې چې داسې اووئيلو ، نو ميرنا وائي ..
- هو، دا شوق خو چې دَ ورځې وخت دَ خبرو نه لري .. دَ شپې اودېږي لا نه ...
- څنګه به اودېږي ؟؟ خوب ته چې يې خلق نه پرېږدي"
( مزل په واورو باندې .. مخ � 160)

په دې باب كې دَ ليكوال دَ سفر دَ كار.. دَ هغې دَ لوازماتو، دَ خپلو مشاهداتي او مطالعاتي مصروفياتو دَ لاسه دومره ناوزګاره ليدی شي ... كه ټوله ورځ په دغه هر څه تېروي � نو دَ شپې دَ خوب دَپاره هم وخت نه لري � دې مطلب دا مخې ته راځي .. چې افضل شوق دَ اروپا په سېل كې دَ ستړيا نه خوند اغيستلو سره سره وخت ضائع كړی نه دی � او دلته كه مونږ بيا بيا دَ افضل شوق دَ سفري شواخون ، محنت او پرله پسې دَ زيار خبره كووْ .. نو پورتنۍ پېره يا مكالمه هم مونږ دَ هغه دغه مصروفيات په ګوته كوي � افضل شوق هر څو كه دَ دُنيا په هر ګوټ كې دَ هاغه ځايونو په ښكلاګانو كې ورك شي � خو دَ خپل هېواد او سيمې نه پرېكړی كله هم نه دی � هغه هر ځای يا موقعې ته خپل قوم ځان سره ګنډلی وړي او ورته هغه موقعه احساسولو كوشش هم كوي � كوم چې هغه دَ خپل قوم يا هېواد سفير څرګندوي � لكه په دې لاندېنۍ پېره كې چې ليكي �

" داسې واوره كه ځمونږ په هېواد كې ورېدلی نو دا تګ راتګ به نه وی .. بلكه په درست ژمې كې به خلق دننه په كورونو كې ناست وی"
( مزل په واورو باندې .. مخ � 165)

نه يوازې دا .. بلكه افضل شوق دَ اّسټريا په واورينو درو او غرونو كې په مختلفو موقعو دَ خوند اغيستلو خبري ډېري په خوند كوي او دا هغه وړمبی ملك دی چې هره نظاره يې دَ افضل شوق زړه او روح تخنولی دی � دې نه ښكاري چې هغه واوره زياته خوښوي � هم ځكه خو دَ واورين موسم دَ شاعرانه اثر دَ مخې هغه لږ شانتې دَ امريكني پېغلې ونيسا په حواله دَ تخيلاتي رومانويت داسې په مزه مزه ښكار شوی هم دی لكه ..

" او وه هم دغسې خبره ..ګوا هغې زما په لور كتلو او سترګې چې مې څنګه ورسره څلور شوې � نو داسې يې په برګو سترګې په ما كې راښخې كړې .. لكه هغه چې راته وائي..

- شوقه! ته واقعي چې په خپل ضد كې پښتون اووتې � ګنې دَ لوی بادار دَ لُور په حېث خو ما غوښتلو چې ځان ته دي مرئيی كړم

او بيا يې په نرۍ موسكا كې له سترګو وېښته داسې شاته اوڅنډلو .. لكه هغې چې زما دَ سترګو په وړاندې نه .. بلكه دَ دې شاعرانه موسم له سوبه ماته خوړلي وي"
( مزل په واورو باندې .. مخ � 165)


۷ ـ دَ موزارټ په موسيقي كې مسروره ګلدرې

په دې باب كې دَ وخت دَ يو عظيم موسيقار په باب نه يواځې ښې درنې خبرې شته بلكه دا سيمه يې دَ هغه دَ موسيقي په سرونو كې مسروره ښكاره كړي ده � دې سره سره افضل شوق دَ " موزارټ په موسيقي كې" دَ عنوان لاندې نظم كې ځكه ليكلو چې خپل ځان موزارټ اوګڼي اودَ اّسټريا دَ درو ، ويانا ښار.. او خاصكر دَ سېلز برګ خواو شا ته ښكلې نظارې او خواره واره ښائستونه دَ هغه په رنګه محسوس كړي او خوندونه ترېنه واخلي � هم په دې باب كې افضل شوق داسې څرګند كړي دي لكه چې اّّسټرين په ګلونو، رنګونو او په موسيقۍ ورك مئين خلق دي � يو بل ځای شوق دَ اّسټرينو په باب ليكي �

" كه څه هم دلته دَ ښځو جامې څه ګڼي دي .. خو شوخيانې هم څه كمي نه لري .. چې موقعه په لاس ورشي ،نو دلاسه يې نه وركوي"
( مزل په واورو باندې .. مخ � 191)

په اّستريا كې چې چرته هم افضل شوق تللی دی .. دَ هاغه ځای او خلقو يې يو رُخي مطالعه نه ده كړي .. بلكه غېر جانبدار انداز كې يې په دواړو اړخونو ليكل كړي دي � او دَ دې نه مونږ افضل شوق يو اّفاقي او تعميري سوچ لرونكی داسې ليكوال ګڼلی شو چې دَ سوچ دائرې يې محدوديت نه لري � او نه دَ يوې خاصې نظريې پابند ليدی شي � هغه په خپل تحرير كې اّفاقي فكر ته زيات پاملرنه كوي � دلته په يورپ كې دَ انګلسي ژبي په حقله دَ مايوسۍ نه علاوه افضل شوق دَ ملګرو تر ميانځ دَ ژبې دَ اهميت او ضرورت مكالمه ( صفحه نمبر193) چې ډېره خوندوره ښكاري.. سرته رسولو ورستوخپله خواره ژبه پښتو داسې احساسوي او ليكي چې ..

"... لاكن خپله ژبه خپله وي .. كه هر څو هغه وړه وي يا غېر علمي او سائنسي"

" منم .. چې خبره يې صحيح كوله ، خو ما دَ خپلي پښتو سره دَ جنون تر حده ميني له سوبه په خپلې پورتنۍ خبرې باندې جذباتي ټينګار څه اوكړو.. چې ملګرو دَ وړو ژبو په باب زما دا رائيې په خپل خپل نقطه نظر ډېره او غندله � او بيا مخته كه ما هر څو دلائل ورته قطارولو، خو دَ مشر بادار لُوركۍ دَ تپل شوي رائيې په حق كې ملګرو ماته ګرسره غوږ نه نيولو"
( مزل په واورو باندې .. مخ � 194)

په دې باب كې دَ ليكوال دَ خپلې مورنۍ ژبې سره دَ ميني او محبت كوم جذباتي تړون .. چې دَ هغه يوه فطري خاصه ده .. هغه هم دَ سفرنامې په دې پړاوْ كې دَ قاري نه پټ نه دی �

افضل شوق دَ ويانا دَ سېل كولو په وخت دَ اّسټرينو په باب داسې خبرې هم رقم كوي ..

" كه څه هم دَ جنت هيلي لري ، خو دغه اّسټرين دا ژوندهم ښه په خوند تېروي � ګوا ميوزيك يې كمزوري او ډانس دَ خوښي شيان دي � او بل دا خلق دَ هوټلانو شوق هم لري � دلته دې وخت 15500 سټېنډرډ كېفې په دې ښار كې موجودي دي"
( مزل په واورو باندې .. مخ � 190)


۸ ـ شپه ـ ـ ـ چې سهاركېدله نه

په ويانا ښار كې دَ ملګرو سره دَ شپې دَ ژوند په رڼاګانو كې ورك سېلاني افضل شوق چې څه هم رقم كړي دي � هغه په ادبي پېرائيه كې سرته رسولي شوي دي � دَ مثال په توګه دې لاندېنۍ پېره كې ليكي �

" دا خلګ خو هم دَ خپلو ضرورياتو دَ لارې هاغسې خواست ګر دي لكه ځمونږ دَ هېواد سوالګر ... بس توپير يې تر ميانځه دا دی چې زما په هېواد كې سوالګر دَ دووْ وختونو دَ ډوډۍ په غم كې بل ته لاس نيسي .. او دلته دا په ظاهره خوشحاله خلق نور نور ځان وسا كولو په غم ډنګرېږي او په داسې سړو شپو كې هم سهار كولو ته غړي نه اچوي"

( مزل په واورو باندې .. مخ � 207)

دلته هم ښاغلي افضل شوق دهاغه ځای او دَ خپل هېواد يوه كوټلي تقابلي جائزه په ډېر تنقيدي نظر وړاندې كړي ده .. چې دَ هغه دَ تنقيد او غندنې خپل هنر لوستونكو ته وړاندې كوي � په پورتنئيو خبرو كې سوالګر او خواست ګر .. چې افضل شوق په كومو معنو كې اخلي .. هغه دَ مغرب دَ لا لچونو او دَ مشرق دَ بنيادي ضرورياتو تر ميانځه ښه معياري تنقيدي جائزه ګڼلی شو � او په كار هم داسې دی چې تنقيد ته هم دغه رنګه ښائسته ژبه وركړل شي لكه افضل شوق چې يې په كار راولي �
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery