مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

شوق ـ ـ ـ ـ دَسفرونوپه آئينه كې

 په دې باب كې دَ ايلپس دَ غرونو په درو كې چې اّسټريا او اټلي تر ميانځه دي .. په واوروكې دَ ټرېفك جام پېښې وروستو ذكر شوي دَ تكاليفو قيصه چې څنګه افضل شوق په ډرامائي انداز كې بيان كړي ده... هغه قاري ته دَ خوف او ويرې يو بُوږنونكی احساس خامخا وركوي � ولې چې په دې كې ښاغلی شوق دَ يوې داسې تجزيې نه تېر شوی دی چې هغه خوف نه دَ راوتو دَپاره يې ډېره مهم جوئي كړي ده � او داسې ښكاري لكه چې دَ دې ترخې تجزيې خوف چې دَ هغه په اعصابو دَ يو ويرېدونكو خوف منظر جوړوي � دا لاندي واقعاتي رقم شوي مكالمه په دې اړه تاسو لوستلی شئ �

"- او بل په دې كارون كې يو هم داسې نه وو، چې په هر دويم ګام نه پرځېدلو ..
- لاره هغه ده، روډ هغه دی ..نو هغه ټاوْن ولې دومره لري شو؟ خبره نه يم
يو وخت چې په ساهكېدلي انداز كې ميرنا هم داسې څه اووئيلو، نو ملګرو دَ مايوسۍ ګپه پئيل كړه � وېلينا، چې دَ اېډرين لاس يې نيولی وو.. وئيلو..
- زه داسې فكر كوم چې مونږ لاره غلطه كړه
داني وئيلو..
- مونږ ته نه وو په كار چې له هغه ځايه را روان شوي وی
- هو، هلته كه نور نه .. خلق او ګاډياني خو وې
زاړه ويلئيم چې داسې وئيلو، نو پېغلي لوري ويوار چې دَ مور په اوږه يې لاس نيولی وو.. خو په ژړا شوه ..
- ماما داسې نه.. چې په دې ځنګل كې مي ځناور اوخوري
څومره چې خلې وې .. هغومره خبري وې ، چې دَ سړي زړه يې نور نور وړوكی كولو � لاكن كائيكو،چې اوس باقاعده لكه وړه جينۍ په ژړا سرشوه او په سلګيانوكې يې وئيلو ..
- زما خو زړه ډوبېږي ، زه به مړه شم .. زه به مړه شم
( مزل په واورو باندې .. مخ � 219 )

كه مونږ اوګورو ، نو دَ افضل شوق په سفرنامو كې مكالمې ډېري زياتي وي .. كوم ته چې هغه ډېر په خوند ډرامائي انداز وركوي � خاصكركومه اوږده خبره يا غټه واقعه چې هغه په اختصار يا علامتي پېرائيه كې سرته رسول غواړي .. دَ هغې وضاحت افضل شوق په مكالماتي پېرائيه كې په ډېر ښائسته هنركې كوي �


۹ ـ هرقدم په نوي ټاپو باندې

په دې باب كې دَ هاغه ښار په حقله خبرې شوي دي چې په اوبو كې جوړ دی .. او په درسته نړۍ كې دَ روماني ښار په نوم شهرت لري � او دَ دې ښار په حقله ډېرو خلقو ليكل كړي دي لاكن دَ افضل شوق په خبرو كې يو ځانګړتيا ليدلی شي � ولې چې هغه دلته هم خپل معلومات دَ قيصې په انداز كې وړاندې كړي دي � دا ښار چونكه په اټلي كې دی او شوق له اټلي نه متاثره په دې نه دی چې دَ هاغه ځای په خلقو كې ډېره شوكماري ده � دَ وينس ښار دَ ښكلاګانو دَ بيانولو سره سره دئی خپل نظر دَ اطالويانو په باب داسې څرګندوي �

" چرته چې هم كوم مذهب دَ جنون تر هانده زيات منونكي لري .. هلته ګوره چې څله دهوكه، فرېب ، شوكماري ، ترهه ګري او نور نور غېر انساني كارونه كېږي؟ "

( مزل په واورو باندې .. مخ � 237 )

او مخته كه څه هم افضل شوق په خپل وضاحت كې ليكي چې په تهائي لېنډ، هندوستان، اټلي، اسرائيل او حتى چې بشمول دَ ده خپل هېواد .. دا هغه ملكونه دي چې دُنيا ورنه سر ټكوي � يعنې دئی دا سوال پورته كوي چې چرته هم خپل خپل ځانته مذهب دَ انتها تر حده ليدلی شي .. هلته شېطاني كارونه ولې زيات دي ؟ شوق دَ خپل قاري نه دَ تپوس په شكل كې كوي � ګنې ده په خپل دې باب كې دَ دې سوال وَ ځواب ته ډېر ښه او انساني او مذهبي دليل وړاندې كړی دی � لكه څومره چې انسان رحمان ته نيږدې كېږي هومره يې شېطان دُښمن كېږي � خودَ ده په لهجه كې دا پورتنۍ خبري څه داسې په ښكلي ادبي پېرائيه او اشارو كې شوي دي .. چې يو قاري يا نقادترېنه ډېري معنې اغيستلی شي �

" چې شېطان خو هم هلته ، چرته چې دَ رحمان او انسان تر ميانځه لارې لنډېږي خپل زور او زيار زيات په كاروي � او چرته چې كارونه دَ شېطان په رضا كېږي .. هلته نو شېطان غواړي څه ؟ "

( مزل په واورو باندې .. مخ � 238 )

په دې باب كې دَ افضل شوق دَ ملګرو نه بېلتون او له يوې جزيرې تر بلې جزيرې او نورو جزيرو پوري دَ نابلدۍ دَ سوبه وركېدل هم يو افسانوي پړاوْ دی � په دې ورك سفر كې افضل شوق دومره په خواږه انداز دَ خپلي مايوسي قيصه كړي ده چې قاري ځان سره ملګری وړي � لكه يو ځای چې ليكي ..

" خو بيا مې هم دَ خدائی په نوم توكل اوكړو او په هغه لانچ كې كېنستم ، په كوم كې چې ټولو ښځو او نرانو ماته او زما روسي خولۍ ته او اوږده زېړ رېن كوټ ته داسې كتلو لكه زه چې دَ دې نړۍ انسان نه او لا بيا خپله زه مريخ ته راغلی يم � زه هم دَ ځينو نورو سوارليانو په شان ولاړ وم او اوبه راڅخه څڅېدلې لګيا وې �

"- سيټ سيټ
يو وخت چې لانچ په مست سمندر كې مخته روان وو ، نو يو زاړه سړي زه له كوټه كش كړم او له ځان سره يې كښېنولم او وائي ..
- انګلش انګلش .. جرمن جرمن ؟
ما هم په پښتو خبري ورته پئيل كړې او ورته وئيل مې ..
- پلاره زه پښتون يم پښتون
- پاتون اوپوشون
اوبيا يې داسې .... تون پتون پون شون بون .... غوندې توري تكرارول پئيل كړو، لكه هغه چې زما او زما په غښتلې قام پوري پسخوند وهي � بيا چې به يو نيم سوارلۍ هم ورته كتلو ورسته يو غوږ شو .. نو په ما كې به پروت پښتانه نوري نوري اوږې له غصې ورته دَ پښتو دَ فلمي هيرو بدرمنير په رنګه اوڅنډلې" �
( مزل په واورو باندې .. مخ � 248 )

لكه ما چې مخ كې هم دا خبره كړي ده .. چې افضل شوق په دې سېل كې نه يواځې پښتون دَ ځان سره اوړې وو .. بلكه خپله هم پښتو ته جوړېدلی پښتون ليدلی شي � نو ځكه خو دې پورتنۍ واقعې نه يواځې ده ته ډېر تكليف رسولی دی ... بلكه دَ اټلي دَ قامي پرستۍ رجحان او ترقۍ زمونږ ليكوال ښه خپل قام او مشرانو ته غصه كړی هم دی � په دې خو دئی .. هم په دغه باب كې يو بل ځای خپل دَ زړه بهړاس دَ پښتنو په مفادپرسته قامي مشرانو داسې اوباسي �

" پښتو يې راته بې پښتو كړي ده او دَ خدائی رسول او اسلام په نوم يې تش تر چوكۍ پورې دَ رسېدلو اوزار جوړ كړی دی ، لاكن دا بېله خبره ده چې دَ هغوئ دَ خېټو په پړسولو كې دَ دې ساده او بوده وزمه اولس هم ښه لوئی لاس دی .. چې بيا بيا يې په سر كښېنوي "
( مزل په واورو باندې .. مخ � 242 )



۱۰ ـ خوب وو.... خو دَ خوب په رنګه نه

په دې باب كې افضل شوق دَ وينس ښار دَ اوبو نه ډكو كوڅو په باب خپل ليدلی خوب بيان كړی دی � يعني داسې خوب چې په كې دَ قيامت يو منظر وي ... كشتۍ په اوبو كې ډوبېږي .. مكانونه رانړېږي .. خلق يو خوا بل خوا منډې وهي � خودلته دا انساني څېرې دَ انساني څېرو په رنګ كې نه ښكاري .. بلكه دغه انساني مخونه دَ وحشي ځناورو په بڼه كې ليدل كېږي � هر يو ځانته كوشش كوي چې خپل ځان دَ اوبو دَ مستو څپو نه بچ او رابهر كړي � هيڅوك دَ چا پكار نه راځي � هر څه په اوبو كې يوې بلې خواته بهېږي او ډوبېږي �

په دې خوب كې افضل شوق دَ يورپ دَ نفسانفسۍ په حقله چې كومې كومې علامتي اشارې ذكر كړي دي .. هغو نه دَ يورپ دَ انسانانو ژوند او دَ هغو دَ روئيو عكاسې په داسې هنري انداز شوي ده چې قاري ترېنه دَ خوند اغيستلو سره سره معلومات هم تر لاسه كولی شي � دا دَ يو هنرمند ليكوال تر ټولو لوئيه خاصه ده چې هغه خپل اظهار ته څنګه ژبه وركوي .. دَ افضل شوق دې لاندېنئيو خبرو كې پټو اشارو نه مونږ اندازه كولی شو �

" هو .. ما وئيل لكه هاغه سپيان چې به مونږ له دې طوفاني اوبو ژغوري � ولې هغوئ خو نه ډوبېږي � لاكن بيا چې مې هلته لرې وَ داسې سپي ته پام شو چې دغه وو.... يوې پېغلې له اوبو ايستلو .. نو مې زړه كې دا خبره راغله .. چې هو، ريښتيا سپيانو ته خو په روپا كې كله كله تر انسانانو هم په درنه سترګه كتل كېږي" �
( مزل په واورو باندې .. مخ � 262 )

كه څه هم دا پېراګراف دَ خوب دَ يو منظر نه رانقل شوی دی خو دَ اروپا په طرز زندګۍ باندې يو داسې تنقيدي ګزار دی چې دَ شوق دَ سفر ځانګړتيا مونږ ته نوره واضحه كوي � دَ وينس نه علاوه افضل شوق بل وړكوټي هېواد سان مرينو ته په خپلې سفرنامې كې يو كلي وال هېواد وئيل هم تنقيدي نيوكې په ځان كې لري � لكه ..

" مونږ اوس سان مرينو،چې ځانته يو خپلواكه هېواد دی .. په خوا روان يُو � چې كه يو وړوكی ماډرن كلی ورته وئيلی شي نو به ښه ځكه وي چې اّبادي يې تر شلو زرو كسانو زياته نه ده" �
( مزل په واورو باندې .. مخ � 268 )

نه تش دا ، بلكه په دې باب كې دَ اسيسي سېل هم شامل دی .. چرته چې دَ سان فرانسيس مزار دی چې ورته په زرګونو خلق هر موسم كې زيارت كولو ته راځي � په دې ښار كې دَ افضل شوق او ميرنا تر ميانځه دا لاندې رقم شوي مكالمه ډېر بامطلبه ده ..

"- دا ستا دَ سټډي انداز مې ډېر خوښ دی .. يادوم به دي � او بل ته دَ مسلمان كېدو پرته هم چرچونو ته احترام لرې � ما داسې سنجولي دي
ما هم مخ ور اړولو سره سم ورته په ډېره عاجزۍ اووئيلو ..
" هو، ميرنا .. زه اول انسان يم بيا مسلمان � خو هر انسان ته دَ قدر په سترګه كتل او دَ بل دَ مذهب احترام كول نه تش زما بلكه دَ اسلام تعليمات دي
- هر ليكوال او شاعر داسې نظر لري؟
هغې له ما پوښتنه اوكړه ..
- هو، كه واقعي شاعر او ليكوال وي هله � ولې چې مثالي انسانيت خو دَ ادب يوازينی مرام دی � او دا بېل بېل مذهبونه يې ورته دَ رسېدلو لاري خو دي "
( مزل په واورو باندې .. مخ � 272 )

په دې مكالمه كې دَ افضل شوق اوچت انساني فكر او اّفاقي مرام هغه يو لوئی انسان څرګندوي �


۱۱ ـ دَ ګنډكپانو مقدسه ښار

څنګه چې دَ دې باب په عنوان كې دَ متضادو تورو يو تركيب په نظر راځي ، نو هم دغسې دَ روم ښار په حقله افضل شوق په واز كومې په وار وار دا خبره كوي چې دلته پكار دی چې دومره شوكماري نه وی � ولې چې دَ عيسائيت مركز دی او بل وېټيكن سټي هم ورسره جوخته ده � نو په دې وجه دَ سېلاني شوق په ذهن كې دَ دې ښار متعلق مختلف سوالونه راپورته كېږي �

شوق په دې ښار كې دَ ملګري روني او داني سره په امريكن بار كې شوكولی شي � او سېل يې متاثره كېږي � په دې باب كې يو ځای دَ ګائيډ دَ خلې نه داسې خبري داسې په سواليه انداز كې رقم كوي �

"- شپه مو څنګه تېره كړه؟ چيټ خو نه شولاست؟ څوك چې نه هم وي چيټ شوي .. نو هغه دې خپل جېبونه او پرسونه اوګوري .. كېدلی شي چې په خوب كې لُوټ شوي وي
( مزل په واورو باندې .. مخ � 292 )

دلته داسې څرګندېږي چې په روم كې دَ چا نه دهوكه كېدل يوه معجزه ده � او قاري دا اخذ كولی شي چې هلته دهوكه بازي يوه لوبه او هنر ګڼلی شي � خو افضل شوق هم په خپل هنري تحرير كې دَ چانه كم نه دی � خپل تنقيد دَ اشارو دَ لارې داسې ورباندې كوي � لكه په دې لاندې پېره كي �

" دلته هر هاغه سړی بلل كېږي چې سينه هواره لري � او هم دغه رنګه هر هاغه كس ښځه يادېږي چې په سينې باندي دوې غوټۍ نښتي لري � او بس دا هاغه توپير دی چې ما رابرسېره كړو"
( مزل په واورو باندې .. مخ � 300 )

دا پورته وركړی شوی پېراګراف دَ معنوي تنقيد په توګه وړاندي كېدلی شي � ولې چې په دې كې نه يواځې اخلاقي تور دی � بلكه دغه رنګه اشارې يې په ناقدانه توګه علامتي تنقيدي رائيې هم بللی شي �

په دې باب كې دَ رومنو په حقله دَ افضل شوق دا رائيې ډېر لوئی اهميت په دې لري .. چې داسې خبره په وړمبي ځل دَ يو ليكوال دَ قلم نه رقم كېږي .. لكه

" رومن چې څومره غاوره دي ،هغومره دَ پيسو دپاره بيزو بازۍ هم كوي � ګوا چې چرته ګورې ، نو دَ نرانو سره سره يې ښځو هم دَ سېلانيانو دپاره په هر ګام تلكې لګولي وي � لكه دَ خواست دَ نابلدو چلونو پرته دا يو مشهوره عادت هم .. چې پېغلې دلته له سېلانيانو څخه اكثره دَ سګرېټ يا لائټر غوښتلو په بهانه دَ هغوئ تر جېبونو ځانونه رسوي"
( مزل په واورو باندې .. مخ � 299 )



۱۲ ـ پيسا ټاور هم زياته په نړېدو دی

دَ دُنيا په اووْ عجوبو كې شامل دا يوه عجوبه چې دَ پيسا ټاور په نامه پېژندلی شي .. كوږوالي ته افضل شوق هيله نه كوي چې ډېر عمر به ولاړ پاتې شي � دَ پيسا ټاور دَ سيوري دلاندې او اّخوا دېخوا دَ سېلاني سفر هاغسې خوندور دی او اطالويانو نه زړه ماتی هم� خو په تعريف كې يې داسې هم دَ ګائيډ په خله غږېږي �

" دَ اټلي زياتره خلق دَ اّرټيسټيك ذوق په سمه دا هڅه كوي .. چې كورونه په داسې ځايونو كې جوړ كړي � چرته چې پراخه فضا وي او يا يې كتونكې ستائينه اوكړي � نو ځكه خو تاسو ګورئ چې په دې هېواد كې زياتره ټاوْنونه دَ غرونو په سرونو رك دَ پاڼونو په ځئيو باندې جوړ ښكاري"
( مزل په واورو باندې .. مخ -311)

دا خبرې افضل شوق هغه وخت ريكارډ كوي چې دَ مائيكل اېنجلو دَ بُت په وړاندې احترام او دَ هغه دَ قبر زيارت كولو كې وياړ محسوسوي �

دلته هم شوق دَ سېنټ كروس، جنېوا او ځينو نورو ځايونو نه متاثره كېدلو علاوه هم دَ دې ځای دَ خلقو دَ مستۍ وړاندې ځان ناشوقه ګڼي � او دَ مشرقيت په اشارتي ژبه كې خبري كوي .. لكه

" څومره مستي ده په دې خلګو كې ؟ دَ دې سوال هر ځواب كه يوې خواته دَ حېرت ګوته په خله كولم .. خو بلې خواته خپله هم دَ تصوراتو په سمه په ويښو سترګو ويده شوی وم � او اوس دا يم چې راويښ شوم � ولې چې دَ ايسټر لومړۍ دقيقه ده او په حال كې كه يو ناشوقه دی .... نو هغه زه يم ، چې دَ تماشې برخه نه ، بلكه تماشه بين ښكارم "
( مزل په واورو باندې .. مخ � 317 )

دَ تېرو بابونو په شان په دې باب كې هم شوق دَ لوستونكو دَ خوښې دَ خيال ساتلو په خيال يوه وړه قيصه دَ ايسټر دَ تحفو دَ تبادلې په حقله ډېره په خوند نه يواځې وړاندې كړي ده .. بلكه يو ډرامائي او افسانوي رنګ يې هم وركړی دی �

اوس په اّخر كې زه غواړم چې دَ ليكوال دَ سفرنامې دَ بيانيه انداز دا يو پېرا ګرف تاسو ته په دې وړاندې كړم چې دَ افضل شوق دَ بيان اُسلوب څنګه دی ؟

" دَ ليګورين دَ سمندر له څنډي سره سره مونږ مخته روان وو� لاكن كله كله به سمندر له مونږه او يا به مونږه له سمندر څخه پټ شولو � او دغه رنګه په دې پټ پټاڼگې كې يو وخت چې دَ ګهړۍ ستنې يوې بجې ته اورسېدلې ، نو دَ لوې لارې په يو رېسټورېنټ كې دَ غرمې ډوډۍ خوړلو په نيت كښته شولو �
- دا څه عجبه ورور او خور دي .. تا كله خيال ورته كړی دی ؟
ما هغو چينائي Malay ملګرو ته كتلو ورسته له روني څخه دَ هغه دَ سوال په ځواب كې پوښتنه اوكړه �
- څه مطلب ؟ پوهـ نه شوم
- هغه ګوره ډېني څنګه په خپلې خور لاسونه وهي لګيا دی" �
او رښتيا خبره هم وه ، ولې چې دې وخت هلته له مونږ څخه په څه فاصله ناست چائنيز ملې ملګري ډېني هاوْ دَ خپلې پېغلې خور په ادوم باندې لاس داسې په خوند خوند وهلو، لكه هغه چې يې خور نه بلكه ... "
( مزل په واورو باندې .. مخ � 324 )

حسينه ګل
نوښار كاكا صاحب _ نومبر كال 2004

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery