مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

شوق ـ ـ ـ ـ دَسفرونوپه آئينه كې

شوق ... دَ سفرونو په آئينه كې



څومره واقعات او اتفاقي ښكلي حادثات ، چې په ډرامائي او افسانوي انداز كې مونږ دَ سېلاني افضل شوق دَ يورپ دَ سېل په وړمبۍ برخه كې دَ " مزل په واورو باندې " نومې كتاب كې اولوستلو ... هم په دغسې بڼه دغه سېلاني شاعر په ډېر مهم جوئيانه او شاعرانه انداز كې په دې دومه برخه يعنې سفرنامه " دَ لمر دَ كلي په لور" كې هم ليدلی شي � نو ځكه زه غواړم چې دَ دې برخې په حقله هم خپل تنقيدي نظر دَ خپل تنقيدي صلاحيت دَ لارې وړاندې كړم �


دومه برخه
دَ لمر دَ كلي په لور
( یادګیرنه :- دا کتاب په کال ۲۰۰۵ کې چاپ شوی دی )

په تېر مضمون كې چې ما دَ افضل شوق دَ نوې سفرنامې " مزل په واورو باندې" كوم تنقيدي نظر ليكلی وو .. په هغې كې ما دا ذكر كړی دی چې دا سفرنامه په دووْ برخو مشتمله ده � ځكه اوس په دې مضمون كې دَ دغه سفرونو دَ سلسلې په دويمه برخه هم خپله تنقيدي رائی لوستونكو ته وړاندې كوم � دلته دا خبره دوباره كول هم زه ضروري ګڼم چې دا سفرنامه " دَ لمر دَ كلي په لور" هم په دولسو بابونو باندې مشتمل ځانته چاپ يو بيل كتاب دی چې اّخري مسوده يې زما مخې ته پرته ده .. او زه غواړم ، دَ خپل استعداد تر مخه ورسره انصاف اوكړم � دلته دا هم ضروري ګڼم چې دَ دې مسودې دَ بېل بېل باب تنقيدي جائزه تاسو ته وړاندې كړم � خو څه ليكلو نه مخ كې دا خبره كول ضروري ګڼم چې په دې برخه كې هم دَ افضل شوق دواړې عمرانې مطالعې چې هغه دَ يورپئينو دَ ژوند او ژبو په اړه كړي وې .. هغسې دَ هر باب سره سره خپلې دلچسپيانې برقراره ساتي او لوستونكو ته ډېر نابلده معلومات ورسپاري � نه يواځې دا .. بلكه په وړمبي ځل افضل شوق دَ سفرونو دَ حال سره سره دَ هر هېواد او ځايونو تصويرونه دَ عكسي يُون په توګه په دې كتاب كې ځای كړي دي � دَ كومو نه چې لوستونكي يو مجموعي تاثر هم اغيستی شي �


۱ـ دَ ښكلا ګانو په ګودر چې تندر پرېوت

په دې باب كې مونټي كارلو دَ جواخانې نه سېلاني ( افضل شوق ) مزل پئيل كړی دی چې دَ جواخاني اندروني او بېروني ماحول په كې ډېر په مكالماتي انداز كې زېربحث شوی دی � او دَ ګائيډ په خله دَ دې جواخانې په حقله داسې ليكي ..

" دا هغه كاسينو ده چې خپل تاريخي حېثيت لري او دَ دُنيا ماړه ماړه خلق لكه فلمي ستوري، كارخانه داران او عربي شېخان په خپل ژوند كې يو ځل دلته دَ جوارۍ كولو هڅه ځكه كوي چې ځان دَ تاريخ برخه جوړوي"
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 13)

بيا كه وړاندې څه هم سېلاني شاعر دَ نورو ملګرو سره ملګری دَ دې جواخانې تاريخي برخه ( په پنځو ډالرانو بائيللو) جوړېږي .. نو دَ دې ځای دَ ماحول په باب ليكي چې ..

" هلته كه څه هم زاړه خلق زيات ښكاره كېدلو.. خو دَ پېغلو او ځوانانو هم څه كمی نه وو، چې خپل خپل قسمتونه يې په بېلابېلو مېزونو تللو لګيا وو � او هر يو ښه ډېر غوئيی شوی هم وو"
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 13)

په دواړو پورتنو پېراګرافونو كې سېلانی دَ دغه جوانانې په حقله معلومات وركوي ، خو په علامتي شكل او پېرائيه كې � لكه " غوئيی كېدل" رنګه نوي محاوره يا لفظي تركيب راوړلو كې ډېر څه وئيل غواړي � كوم چې دَ افضل شوق دَ انداز يو بشپړه پېژندګلو ده � دَ دې نه علاوه په دغه ذكر شوي باب كې دَ نيس ښار سره تړلي دَ ټينا، جېن او كرسټي هاغه قيصه هم ډېره په افسانوي او رومانوي انداز كې بيانوي � كومه چې سېلاني په خپل يو مشهوره نظم " زه ، نيس او شپه دَ يادونو" ( چاپ " په لټون ستا دَ څېرې" ) كې ذكر كړي ده � يعنې مطلب دا دی چې " په لټون ستا دَ څېرې" كې چې څومره نظمونه هم سېلاني افضل شوق په يورپ كې ليكلي چاپ كړي دي .. هغه يې وخت په وخت په دغه سفرنامو كې په مختلفو موضوعاتو كې ذكر كړي دي � كوم چې دَ هغه دا خبره رښتوني څرګندوي .. چې دَ هغه ټوله شاعري .. دَ هغه دَ رښتونو مشاهدو يا واقعاتي پېښو سره اړه لري نو ځكه دا هر څه هر څه چې ده نظم كړي دي .. مونږ دا دَ هغه دَ منظومې بائيوګرافي برخه ګڼلی شو �

په دې سفرونو كې سېلانې تش څيزونو ته كتلي راكتلي نه دي .. بلكه دَ هر نوي څيز او انساني روئيې ادراك كولو كوشش يې هم كړی دی � كوم چې مونږ ځای په ځای ليدلی شو � او دا دَ كاميابه سياح هنر بلل كېږي .. كوم چې ځمونږ په دې پښتون سېلاني كې شته � لكه په دې باب كې افضل شوق په فرانس كې كه يو طرف ته دَ كانز نامې ښار نه متاثره كېږي هم .. نو بلخوا دَ فرانسويانودَ روئيو او احساساتو په حقله هم يو ځای ليكي ..

" كه څه هم دا خلق ډېر اّزاد خياله او دَ شرم تر حده يې ښځې په ساحلونو باندې بدنونه ښكاره كوي � خو بلې خواته دا غاوره خلق له هغو مسافرانو سره ډېر په مينه خبري كوي چې دَ هغوئ دَ ژبې او ژوند كولو طور طريقو ته په ښه سترګه ګوري "
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ �30 )


۲ـ دَ خوبوَلوسترګو ويښ ښار

په دې باب كې دَ سپېن ښكلي ښكلي يادونه ذكر شوي دي � په دې كې سېلاني (افضل شوق ) يو خوا كه دَ عربيانو په دې هېواد باندې تر اوو سووْ نه زيات كلونو حكومت او بې اثره حكمراني غندي .. نو بل خوا دَ عالم اسلام دَ ننني مسلمانانو دَ حېثيت دَ مخه دَ دښمنانو په مقابلې كې دَ هغوئ تاريخي خوبولي غفلت ته هم داسې ګوته نيسي �

" مسلمانان ملامت هم نه دي .. هغوئ پرون وَ دُښمن ته دَ دُښمن په نظر نه وو كتلي او بل دښمنانو دَ سائنسي تقاضو په سمه ژوند كولو سره سره دَ مسلمانانو دَ زور ماتولو دپاره جنګي سازوسامان جوړول � خو په بدل كې يې هغوئ شپه او ورځ مسواك لګولو� اوس لازمي خبره ده چې بمونه خو په مسواكو نه راګرځي � ځكه يې ماته مقدر شوله � مطلب دا چې په خپل ځای خو دښمن ته له تياري سره ملا تړل هم كفر نه .. بلكه دَ ثواب كار دی او له دې ثوابه څخه مراد پرمختګ هم دی"
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 44 )

په سپېن دَ عرب مسلمانانو دَ اووه سوه كلن حكومت پرته هم دَ سپېن په كلچر ، ژوند از مذهب دومره اثر نه دی غورځولی .. څومره چې مغربيانو په ډير لږ لږ وختونو په اختيار كې دَ مسلمانانو ژوند، مذهب او كلچر په هره سيمه كې متاثره كړی دی � او دې طرف ته سېلاني دغه اپروچ يقيناً يوه تاريخي الميه ګڼنه او يادونه ده � او تر دې حده لويه الميه چې افضل شوق يو بل ځای په دې باب كې ليكي چې ..

" په سپېن كې عربيانو ته ماته وركولو دپاره عيسايانو تر طاقت زيات هاغه هسپانۍ پېغلې په كار راويستي وې چې زړونه تخنوي او روحونه موسولو سره سره بدنونه ټكورولو كې يې ساری نه درلودلو� ولې چې دا هاغه وسله ده، چې دښمنان تر اوسه لا پرې مسلمانانو ته په نړۍ كې ماته هر چرته وركوي لګيا دي � او مسلمانان هم دومره ساده دي چې ځانونه تر غازيتوبه ، په شهادت خوښ شي او شهېدېږي .. ګارېږي لكه پښتانه "
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 45 )

دَ دغه تاريخي حقائقو دَ څېړلو سره سره سېلاني دَ كرسټوفر كولمبس هاغه كشتۍ ته ورغلی دی چې هغه په كې دُنيا كتلي وه � او په دې حقله يې دَ خپل يو نظم چې په " په لټون ستا دَ څېرې" كې چاپ دې حواله هم وركړي ده � دَ دغه باب په لوستلو ، لوستونكی دې حقيقت ته رسي چې سېلانی ليكوال دَ سپېن دَ ښكلاګانو نه څه ډېر زيات متاثره شايد په دې ليدی شي .. چې هغه په دې هېواد كې دَ عربيانو دَ تاريخي شكست په لور علامتي اشارې كول غواړي � او دَ افضل شوق دې ادبي هنر ته كه مونږ په ځير شو .. نو دا خبره به مخې ته راشي چې هغه دَ نقادانو دَ ګوزارونو نه ځان بچ ساتلو په غرض هر چرته چې هم يوه داسې پټه او په وزن كې سپكه لاكن په معنوي اعتبار غېر مروجه خبره كوي .. نو هغه دَ بل په خله � لكه په بارسلونا كې دَ خپل ګائيډ په خله په پټو اشارو كې ليكي �

" تاسو به دا خبره نوټ كړي وي چې هسپانيان څومره اّزادخياله او دُنياوي خلق دي؟ وايم چې مادي اّسائشونه پوره كولو دپاره هرڅه كولو ته تيار وي � لاكن دا خلق امن خوښونكي هم مشهوره دي"
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 63 )


۳ ـ هلته كافرحسن ته مسلمان زړه پخوا لا ماته خوړلي وه

څنګه چې دَ عنوان نه ظاهره ده چې په دې باب كې هم سېلاني ( شوق ) دَ خپلې ژورې مشاهدې په زور دَ خپل سېل روداد دَ تاريخي حوالو په مدد وړاندې كوي � يعنې دَ سپېن په اړه داسې نوې او نابلده خبري ميانځ ته راوړي چې دَ لوستونكي ادبي تنده ماتېدلو سره سره دَ هغه په معلوماتو كې اضافه هم كوي � دا دَ دې سېلاني ادبي او فكري انداز او ټولو نورو پښتنو ليكوالانو نه بېل او ځانګړی هنر دی � چې هغه ځانته دَ اظهار كولو دپاره ټكلی دی � لكه په مكالمې كې افسانوي او رومانوي علامتي طرز بيان چې قيصې ته خوند وربخښي � لكه ..

" په سپېن كې خلق چې څه ګټي هغه خوري او يا يې په ځان لګوي"
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 74 )

دا كه په ظاهره يوه ساده خبره ده .. خو په دې ساده غوندې خبره كې سېلاني دَ سپېن دَ خلقو دَ ذوق، شوق، خوراك ، ښه لباس، ښې استوګنې په داسې انداز كې ذكر كړی دی چې دَ ذوق لرونكو دپاره ډېر معلومات او دلچسپياني لري �

دا باب دَ مېډرډ ښار په حواله په خپل وجود كې ډېرې دلچسپيانې دَ مكالمو په صورت كې په علامتي او افسانوي پېرائيه كې داسې لري �

- ډېر اړام يې شوقه !!
او ټېليفون يې بند كړو � ما چې رسيور ږدلو نو روني رامخته شو ..
- وايه !! په اّخر كې يې څه درته وئيلو؟ او تا كومه جرمانه غوښتي وه؟
ما چې څوكه غوندې هغه ته دَ جرمانې په باب ورته حال څنګه تېر كړو نو هغه داني په ډېره حېرانتيا تپوس اوكړو �
- نو بيا هغې څه وئيلو؟
- هغې فون بند كړو او بس ....
- يه يه حال راكړه چې په دې باب يې څه وئيلو؟
روني چې ضد شروع كړو نو مې په ټوقوكې ورته وئيلوچې
- هغې وئيلو .. ډئير شوق ! دَ سر په سترګو
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 80 )

اوس كه مونږ دې پورته ذكر شوي مكالمې ته په ځير شو ، نو دې نه به ډېري معنې مخې ته راشي � خو اصل قيصه څه ده .. هغه به لوستونكي مخ مخته دَ سفر دَ سېل حال په لوستلو مجبوره كوي � يعنې دَ افضل شوق په خبرو كې دَ بيان داسې باريكياني ، علامات او اشارې په يو داسې شوخ انداز كې په نظر راځي چې هر څو كه ابهام پيدا كوي خو لوستونكي ته دَ سوچ نوي نوي دنياګانې په ګوته كوي �

لكه څنګه ما يو بل مضمون كې دا خبره كړي وه چې افضل شوق په دې سفر كې ځان سره پښتون هم وړی وو.. نو دلته په دې باب كې هم هغه يو ځای دَ افغانستان پښتنو ته داسې اّئينه ښكاره كوي �

" نو ګائيډ وئيلو..
- دا ټاوْن په دويم نړئيز جنګ كې دوه ځله مكمل وران شوی وو � هن چې تر 1966ع پوري په خانه
جنګۍ كې لا هم ...
زړه مې وئيلو چې دا خو وران نه ښكاري ؟ ګوا داسې روغ جوړ كلی برېښېدلو� هو.. دا هغه ځای وو چې دَ افغانستان دَ بيا جوړېدلو په باب مې هيلې لږ ډېري په ملا ټينګي شوې � خو بيرته مايوسه ځكه شوم چې دَ پښتنو جنګي خوئيونو ماته هر هر يو پښتون په سرو سرو داړو لكه لېوه او برېښولو" �
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 75 )

دلته سوال دا پيدا كېږي چې اّيا پښتون سېلاني په خپلې دې خبري كې صحيح دی ؟ زما يقين دی چې هر پښتون لوستونكی به ځواب په اثبات كې وركړي � هم دا هاغه ادبي ادراك دی چې افضل شوق يې په خپلو سفرونو كې په كار راوړي او دَ موقعو په مناسبت خپلي خبري منطقي انجام ته رسوي � او دا دَ يو كاميابه اديب نخښه بللی شي �


۴ ـ هغه ښار وو...كه مات بنګړی ؟

دلته هم دَ خپل عنوان په ښائسته لفظي تركيب كې افضل شوق دَ سان سباشئين دَ ساحلي ښار دَ سمندر غاړي ته كه دَ مات بنګړي نوم وركوي نو دَ دې ځای دَ خلقو دَ زړو رواجونو سره مينه او قومي اّثارو ته احترام په نظر كې ساتلو ورستو خپل قام ته هم دغه احساس وركوي � چې ..

" دَ ژوندي قام لوئيه نخښه هم دغه وي چې غړي يې له پرون سره اړيكې ساتي � نه چې دَ پښتون په رنګه ، كوم چې په زړَو باندې خاورې اچوي او نوي په كاروي نه .. ځكه خو له قامه..قوميت او له قوميته دَ قبيلو په لور روان دی"
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 98 )

په دې باب كې سېلانی دَ يو خوږمن پښتون په څير خپل قام په دې الميه ژړا كوي .. چې كه دغه دَ مغرب خلق دَ خپلې ماضي سره تړون په ډېره مينه ساتي نو دَ خپل مستقبل رڼاګانې هم غواړي � خو دَ دې په مقابله كې يو پښتون قوم دی .. چې نه خو دَ خپلې ماضي سره مينه كوي او نه په خپل مستقبل كې دلچسپي لري � يعني دغه بې سواده .. خو ډېر غاوره پښتون دَ مودو مودو نه په خپل يو ځای ولاړ پاتې دی � لكه چې .. نه د مخكې تګ دپاره جذبې او حوصلې لري او نه دَ بره الوت دَ پار وزرې ...!!

په سپېن كې چې څومره هم افضل شوق سېلونه كړي دي .. هغه په هر ځای كې خپله مشرقي بڼه كمزوره ذهن ته شايد په دې وجه راوړي ده چې دلته دَ هسپانيانو په ژوند او عاداتو كې دَ عربو هغه په پېړيانو پېړيانو راج كولو هيڅ يو نخښه هم نه اوليده � هم په دې يې دا يوه تاريخي الميه او يوه غټه عجوبه اوګڼله .. نو ځكه يې په هر دويم قدم په عربو زړه داسې سوړ كړی دی
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery