مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

شوق ـ ـ ـ ـ دَسفرونوپه آئينه كې

" څومره چې عربيانو دا دَ سپېن خلق دَ څېرو په نقشونو كې ځانونو ته مونولي دي � بس كه يې دغه هومره لاس وهنې دَ هغوئ دَ ژوند په كړو وړو كې وهلې وی نو نن به هسپانيانو په باب دا خبري نه كېدلې .. چې ګنې هغوئ بدنونه خپل نه .. بلكه دَ بل امانت ګڼي"
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 111 )

حد خو دا دی چې دَ عربو لوئې ماتې ته په سپېن كې چې افضل شوق كوم سبب په علامتي پېرائيه كې بيان كړی دی � هغه يو تاريخي حقيقت دی � خو تر اوسه پوري مخې ته ځكه كېدی شي نه وي راويسل شوی چې په دې كې دَ مسلمانانو په تاريخ تور لګي � خو افضل شوق چې كوم منطقي دليل په دې اړه دَ خپلو مشاهدو په رڼا كې وړاندې كوي .. هم هغسې خو نن هم دَ عربو په ژوند كې ليدلی يا اورېدلی شي � نو دلته به زه دا اووايم چې افضل شوق نه يواځې دَ دغه تاريخي حقائقو نه اّګاه دی بلكه په يو خپل مخصوص انداز كې رښتيا وئيلو هنر او همت هم لري �

په دې باب كې دا لاندېنۍ مكالمه غور طلب ده .. چې په كې سېلاني ډېر لوئی بحث دَ انساني تاريخ په معمولي حواله په ډېر ښائسته او خواږه ډرامائي انداز كې داسې په خوند او هنر څېړلی دی � چې دَ بنده ذهن ته دَ انساني روئيو په باب بلا سوالونه راتلی شي �

"- مينه او انسان .. هيڅ نه � بس ځانونه خطاباسل دي
په زړه كې مې وئيلو چې دا موركۍ هم لكه چې ډېره انساني روئيو كړولي او چيچلي ده ، نو ځكه مې ورڅخه پوښتنه اوكړه �
- ولې انسان او مينه دوه بېل شيان دي؟
- چا وئيلو داسې؟
دَ هغې په يو دم پوښتنې ما غاړه تازه كولو ورسته ورته اووئيلو �
- لاكن زما نيزدې خو انساني روئيې وار په وار ځناوري كېږي لګيا دي
زما په دې خبري هغې يو وار ماته ښه راوكتلو او بيا موسېدلو ورسته وائي �
- ته با لكل صحيح وائې ځوانه
او بيا دَ نرۍ ټوخي ورسته په رپېدلي كپېدلي ، لاكن ډېر په شوخ انداز دې خوپاكې بُوډهۍ مخته وئيلو
- زه دا يم زَړه شوم .. لاكن ما په انساني رشتو كې هغه خوږلت نه كړو محسوس ، كوم چې په كار وو
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 109 او110)

دلته په دې پورته رقم شوي مكالمه كې افضل شوق دَ يو مغربي ټولنې انسان دَ خلې نه چې دَ ننني ځناوري انسانيت په باب څومره سخته ځاپېړه دَ انسان په مخ وهلې ده .. هغه دَ دې دور هغه ريښتيا بللی شي ، چې ورته په مغربي اصطلاح كې ماډرنزم وئيلی شي �


۵ ـ دَ مونا ليزا په موسكا موړ هېواد

په دې باب كې سېلاني شوق درست فرانس ته دَ مونا ليزا دَ موسكا سره تشبهيه وركړي ده � او دَ فرانسيانو غاوره روئيو او عادتونو ته يې داسې ځای په ځای ګوته نيولي ده �

" دَ فرانسيسي انقلابي ډغرو، دَ فرانسوي اّرټ ، تعميراتو او وياړمني روئيې څخه پرته په فرانسوي ادب كې رزميه سندرې چې ورته ( شان سون دي ژست) وئيل كېږي ، اوس تاسو په دې سندره كې اورېدلی شئ ..چې دَ ( شان سون دي رولان) په نامه مشهوره ده .. او په دې كې دَ عربيانو سره دَ جنګ قيصه بيان شوي ده"
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 123)

سېلاني شوق دا خبره دَ ګائيډ ميرنا په خلې كوي ، خو مقصد يې دلته دَ بيانولو دا دی چې فرانسيان كلتوري او كلاسيكل اّرټ او ادب سره نه يواځې مينه كوي .. بلكه دغه هر څه ژوندي هم ساتي � دغه رنګه دَ عطرو په نوم مشهوره هېواد فرانس كې دَ عطرو دَ جوړولو دپاره دَ بېلو بېلو ګلونو، فصلونو.. پټي او رنګارنګ سيمو په دې باب كې په خپل نثري ليك كې داسې بيانوي لكه هغه چې يو خوږ نظم اوروي � دَ مثال په توګه دا يو څو فقرې دَ هغه دَ بيانيه او روان سېلابي نثر دلته وړاندې كوم �

" بس چې څو څو مخ ته لاره لنډوله .. هغه هومره زما په مزغو كې دَ دې ناوې دَ بېخي زياتو كلاګانو په ليدلو دَ اروپا په اړه دې سوال سر پورته كولو چې " اروپا له مونږه څومره مخته ده..؟ " دَ ځواب په تمه يې زه له خياله په پښتني سيمو كې ګرځولم او ما دا هڅه كوله چې كه نور نه .. نو يوه داسې تاريخي نخښه خو به چرته وي چې ورته ځواب يې كړم � خو هرڅو هرڅو چې مې دَ سوچ نيليان تېز اوځغلولو ، خوماته په پښتني سيمو كې داسې يوه نخښه هم مخه نه راغله چې مې ورته دَ تاريخي اثاثې نوم وركړی وی � نو ځكه مې سر اوښورولو او له كائيكو سره په ګپه شوم فقط په دې ، چې سوچ په بله واړوم "
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 140)

دلته هم افضل شوق چې چرته چرته متاثره شوی دی .. نو يې په خپل قوم باندې هغه پيرزوْ شوي دي او هغه ته دا احساس وركولو كوشش يې كړی دی .. چې هغه هم راپاسي او مخته تګ اوكړي � په دې باب كې دا يوه مكالمه چې ډېري معنې لري په دې وجه وړاندي كوم چې دَ سېلاني دَ بيان افسانوي انداز دَ شاعرانه ډرامائي انداز بڼه هم داسې خپله كړي ده لكه ..

" جاپان دی خو په اېشيا كې ، خو مغرب وزمه هېواد دی -
ونېسا چې دې وخت له څنګه راته ناسته وه ، څوكه غوندې وئيلو..
- كائيكو ښه او مخلصه جينۍ ده
- هو ، ده خو .. او ته هم ..
- اوس نه يم ....
- ولې؟

- ځكه چې هغه اېشين ده او بل ....
لا به يې نور څه وئيلو، چې ميرنا يې پام خپلې خواته اړولو ورسته وئيلو
- امريكن سيسټم زما خوښ دی
- هو، هغه ډېر ښه دی ، هيڅوك په چا نه بار كېږي او هر كس خپل بٍل پخپله وركوي -
روني چې يې خبره داسې سرته رسوله ، نو ونېسا راته بيا څوكه وائي ..
- برايه ښه شپه وه
- ښه خو وه لاكن .....
- ولې لا دي په زړه كې جاپانۍ ته څه پاته دي كه..؟
دَ بس په لور تللو په وخت چې زما او دَ ونېسا تر منځه دا مكالمه كېدله نو كائيكو هم اورېدله ..خو هغه په ځائی دَ خفګان ، خوشحاله كېدله او هوسېدله لېونۍ"
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 141 او 142)

كه مونږ لږ غور په دې پورته رقم شوي مكالمې باندې اوكړو.. نو داسې هيڅ بده يا ډېره دَ خوشحالۍ خبره به مخې ته نه شي را.. خو په دې مكالمې كې چې افضل شوق په څنګه هنري انداز دَ جاپانۍ كائيكو او امريكنې ونېسا تر ميانځه دَ هغوئ دَ قومي سوچ ، روئيو او خوئيونو تقابلي جائزه وړاندې كړي ده .. هغه دَ لوستونكي په ذهن كې دا خبره واضحه كوي چې امريكن څومره چالاك او چال بازه دي .. خو هومره جاپانيان په زړه صفا او دَ ساده باده روئيو خلق دي �


۶ ـ دَ ائيفل ټاوْر تر سيوري دلاندې

ائيفل ټاوْر هم دَ دُنيا په اوو عجوبو كې يوه عجوبه ده او شوق دَ دې عجوبې په حواله په دې باب كې نه يواځې فرانس، فرانسيان او دَ پېرس دَ شپې او ورځې ژوند په شاعرانه .. لاكن په ډېر ماهرانه انداز بيان كړی دی � كوم چې قاري په لوستلو متاثره كولی شي � په دې باب كې دَ سېلاني شوق طبعيت څه زيات شاعرانه ښكاري � ولې چې هغه دلته په خپل بيان كې نثري شاعري هم په داسې ساده خبرو كې كوي لكه ..

" دَ ائيفل ټاوْر له دريم تمځي څخه پېرس داسې ښكاري لكه سړی چې له جهازه ورته ګوري _ داسې محسوسېدلو لكه اوس چې به دا ټاوْر اونړېږي � ولې چې ټاوْر كږېدلو لګيا وْ ..خو په رښتياوْ نه � بلكه دې وخت په اّسمان كې دَ وريځو غټې غټې خړوسكې دَ هوا په رُخ روانې وې .. او داسې برېښېدلو لكه مونږ چې سره له ټاوره دَ ځمكې وَ خواته روان وو
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 160)

په دې پېراګراف كې كه سېلانی دَ ائيفل ټاوْر دَ عظمت او لوړتيا خبره كوي .. نو بلخواته په علامتي انداز كې دَ هغه دَ عظمت په وړاندې خپل او دَ خپل قوم وړوكوالی هم څرګندوي � ولې چې دَ افضل شوق په ادب كې له قوم نه ګيله ليدلی په دې شي .. چې هغه خپل قوم هم دَ نورو قومونو سره په څنګ كې ليدل غواړي � نو ځكه دَ هغه اكثره علامتي اشارې دَ شكوې او ګيلې رنګ لري � لكه په دې لاندېنئيو خبرو كې هم هغه دَ يو انساني احساس دَ مخي يو حقيقت څېړل غواړي �

" انسان نخښي پرېږدي شاته او ځي په مخه .. هم ځكه خو تر شا راتلونكي ورپسې كه څه هم ځي � لاكن تر مخته تللي سړيانو پوره ګوره، چې څله نه شي رسېدلی ؟ هو.. لكه دَ نن پښتون ، چې دَ پرون دَ پښتنو پېښې هم نه شي كولی � كه څه هم ځي هر پښتون په خپلو ښپو او هغه هم په دووْ ښپو"
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 161)

په دې خبره كې شك نيشته چې افضل شوق په دې پېراګراف كې يو ځل بيا دَ پښتنو په بدحالۍ او په بې پښتو سيالۍ خپلې اوښكې توي كړي دي � كوم چې دَ خپلو مشرانو او مشاهيرو نه خو منونكی دی او نه ورپسې تلونكی � او دا خبري سېلانې په دې حواله كوي چې هغه په فرانس كې چې كومه ترقي او ښه انساني ژوند ويني ګوري او يا يې محسوسوي .. نو خپل بې سواده قوم او دَ هغوئ لوږي ورته په زړه راورېږي � هغه پښتون ته همت وركول غواړي .. هغه ته اّئينه ښودل غواړي � چې اې پښتونه!! اوګوره ،، دا ته ولې دومره شاته پاتې شوی يې ؟

شوق صاحب دَ خپل دې باب موضوع په حق كې دا خبره كوي چې دا هېواد په ښائست په حواله كه مونا ليزا غوندې ښكلی او پُر تاثيره ښكاري .. نو په دې كې ژړند دَ هغې دَ موسكا له بركته داسې عملي كېږي � لكه هغه چې يو بل ځای دَ ائيفل ټاور سره تړلي دَ مونا ليزا په باب ليكي ، چې ..
" دَ سياحت له لارې ، چې څومره پيسې هر كال فرانس تر لاسه كوي .. په هغو كې تر ټولو لوئيه برخه دَ مونا ليزا دَ موسكا او هغه دنګ ائيفل ټاوْر ده، چې دَ دُنيا په اوو غټو عجائباتو كې شمېرل كېږي"
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 158)


۷ ـ دَ برمنګهم پېلس په لورې ازغنې لارې درومي

له پېرس نه دَ ډنكارټ بندرګاه پورې په لاره په انګلش چېنل نامي سمندر كې دَ انګلېنډ په لور په دې باب كې كه ډېري دلچسپيامي لري .. خو دَ فرانس په دې بندرګاه ډنكارټ كې دَ افضل شوق بې عزتي دَ يو پاكستاني په حېث يوه داسې قيصه ده .. چې دَ سېلاني شوق زړه يې مات كړی دی � نو ځكه په داسې حال كې هغه ځان ته دَ نورو سېلانيانو په مقابله كې وړوكی وائي او په معصوميت دَ خپلې ګيلې اظهار داسې رقم كوي �

" غل نه وم .. خو دَ غله غوندې مې ځان دَ ملګرو دَ سترګو نه پټولو � او ځكه خو دَ سېل څخه رابېل شوي مارغه غوندې ټپرېدمه لګيا وم او بيا بيا مې ګهړۍ ته په دې كتلو چې ما ژر تر ژره غوښتلو چې دغه سيلي لائن نامي فېري ډووْر پورټ انګلېنډ ته او رسېږي � كه څه هم په لانچ كې دننه هر لور زړخوښياني وي او دباندې دَ انګلش چېنل دَ سمندر مستي څپې .. خو زړه مې هيڅ شي ته نه كېدو"
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 173)

دَ سېلاني دَ زړه ماتې دَ شدت اندازه په دې پورتنۍ كرښو كې تاسو په اسانه لګولی شئ � خوبيا هم سېلاني دَ خپل ښه فطرت په سمون بيرته په هم دغه باب كې داسې كوشش كړی دی چې ځان خوشحاليانو ته نيزدې كړي � او ډېر ژر بيا په خپل شاعرانه ليكنې كې په عاشقانه سوچ كې په افسانوي انداز له يو ساوتهـ امريكنې پېغلې چُوي سره څنګ په څنګ ښكاري � هغه هم په لندن كې .. چې هغه ورته دَ بادار ښار هم وائي � له چُوي سره په دې لاندېنۍ مكالمه كې افضل شوق په خپل مخصوص طرز تحرير كې ليدی شي �

"- شم به مسلمانه او حتماً ، خو دا يې وخت نه دی .. ولې چې زه اول اسلام او مسلمانان سټډي كول غواړم ، بيا به ....
هغې چې به په وار وار داسې وئيلو ، نو ما به په زړه كې وئيلو، چې
- بيا خو نه شوې مسلمانه � ولې چې اسلام به دې خوښ شي كه دې اولوستلو � لاكن دَ نن مسلمانان او مسلماني روئيې به دي زړه مات كړي � ولې .. هو، هغوئ خپله خو هم دَ مغرب په غېږه كې په خواږه خوب اوده شوي دي او دُنياوي خوبونه ويني لګيا دي-
ما به لا نور سوچ كولو، چې هغې راته په لاس چُونډۍ راكولو ورسته اووئيلو..
څه سوچ كوې .. ولې ته غواړې چې اوس اوس مسلمانه شم ؟ "
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 197)

په دې پورته سواليه خبري دَ افضل شوق خاموشي كه څه هم دَ هغې پېغلې په مسلمانېدو كې خلل نه اچوي .. خو دَ هغه په خلې مهر لګېدل دا ويره رامخې ته كوي .. چې كه هغه مسلمانه شي هم .. نو مسلمانه به پاتې نه شي � ولې چې افضل شوق چې كوم حقيقت په دې مكالمې كې دَ خپل سوچ په حواله وړاندي كړی دی � دَ هغه نه انكار خو هم نشي كېدی � او دغه رنګه منصفانه ادبي روئيې يو ښه انسان هم څرګندوي� ولې چې هغه دَ منافقت نه كار نه اخلي � هغه دَ يو اّئينې په رنګه هر څيز ته خپله اصلي بڼه وركولو په حق كې دی � نو ځكه خو دَ دغه رښتونی سېلاني ليكنو ته حقيقي ليكنې وئيلی كېدی شي � چې ادبيت په كې شته خو داسې منافقت نه .. چې دَ اكثرو ليكوالانو په تحريرونو كې ليدی شي � دا باب دَ شوق صاحب په دې رقم شوي خبري سرته رسوم .. چې هغه دَ پېغلي چُوي په قول داسې دَ سواليه اشارې په توګه ليكلي ده �

" نن چُوي كه څه هم ډېره خوشحاله وه، خو دا يوه خبره يې بيا بيا ګوره چې څله كوله .. ګوا
- قسمت دَ انسان په لاس كې دی .. نه چې انسان دَ قسمت په رحم و كرم
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 198)


۸ - انګلېنډ ..كه دَ شېكسپئير دَ ډرامو كردارونه ؟

دلته سېلاني دَ انګلېنډ په باب سفري حال په خپل رنګ كې بيانوي .. او په انګلېنډ كې دَ شېكسپئير سره دَ خلقو مينه او دَ هغه دَ پيدائشي ښار سټراټ فورډ په چوكونو او پاركونو كې دَ شېكسپئير خپلو مجسمو نه علاوه دَ هغه دَ هري ډرامې دَ هر كردار مجسمې هم لګولې شوي دي � افضل شوق دا هر څه په زړه باندي اخلي او دا يو خوائش يې په زړه كې سر راپورته كويي .. چې كاش مونږ پښتنو هم خپل هيروګان .. هم دغه رنګه يادولی � يو ځای سېلاني شوق دَ شېكسپئير دَ مجسمې په وړاندې دَ خپل مشهوره چاپ شوي نظم " دَ شېكسپئير دَ مجسمې په وړاندې" ليكلو پرته هم دَ خپل خوشحال خان خټك دَ پاتې نوم او مانده ورځې داسې ژړا ژړوي �

" دَ خوشحال په نامه په پاكستان كې څه .. چې په پښتني افغانستان كې لا داسې نامي يادګار نيشته چې دَ پښتنو پلار ورباندې ياد شي "
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 213 )

او بلې خواته په هم دغه مخ افضل شوق ليكي، چې ...

" شېكسپئير په انګلېنډ كې دَ يو ليكوال په حېث څه ..بلكه دَ دې هېواد يو سنهري تاريخي باب هم ګڼل كېږي � او دَ شهرت يې دا حال دی چې انګلېنډ ته " دَ شېكسپئير انګلېډ" وئيل كېږي"
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 213 )

دلته په دې خبرو كې افضل شوق خپل اوده پښتانه راوېشول غواړي او هغوئ ته دا ثبوت هم وركول غواړي .. چې قومونه په پيسو او جهګړو نه ، بلكه دَ مشرانو په عزت او دَ هغوئ په ښودل شووْ لارو باندې په تللو جوړېږي � خو هغه په دې نه دی خبر چې پښتون داسې خبري اوتې بوتې ګڼي او هغوئ په دې لا هم نه وي خبر.. چې دُنيا په كومه او هغوئ په كومه روان دي � لاكن دَ دې باوجود هم پښتون سېلاني خپله وظيفه ادا كوي او خپلې اّئينې كور په كور او كلي په كلي خلقو كې تقسيموي � لكه په دې لاندېنئيو خبرو كې هم هغه ليكي ، چې
" مشرقي ټولنې ته دَ لمر رڼاګانې چې څومره محرومياني ورپه ګوته كوي نو هم دغه هومره دَ اروپا خلق دَ شپو په تيرو كې خوشحاله كېږي او هر يو وس كوي چې دا تيرې په بېلا بېلو زړخوښيانو باندې سهار كړي "
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 222 )

كه دې كرښو ته مونږ پام اوكړو نو دَ افضل شوق فلسفيانه انداز په ډېر شاعرانه نثر كې په نظر راځي � او لوستونكی دَ سوچ دَ مخه په مختلفو لارو تقسيموي � يعنې له شپې سره دَ رڼا توري تړل او دَ ورځي دَ رڼا سره تيرې تړل .. په معنوي توګه دَ جهالت او علميت استعارې اوعلامتي اشارې دي ، چې تر ميانځه دَ مشرقي او مغربي ژوند توپير پيدا كوي � او په دې خبرو كې مونږ ته دَ مغرب دَ ترقۍ په حواله يو طنز هم مخې ته راځي � ولې چې افضل شوق له مشرق نه چې دَ بې سوادۍ په اړه څومره زړه ماتې د .. دومره له مغربي روئيو نه بېزاره هم .. لكه په دې لاندې نثري ټوټې كې چې ليكي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery