مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

شوق ـ ـ ـ ـ دَسفرونوپه آئينه كې

" دَ اغراصز دَ تكميل په نيت انګرېزان كله كله دَ خپل عزت جنازه په خپلو لاسو باندې ايستلو ته كه څه هم دَ دوستۍ نوم وركوي .. خو په زړه كې غاښونه هر وخت تېره لري"
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 226)


۹ ـ دَ دوزخي حُورو په جنت كې

دَ سكاټ لېنډ په حقله په دې باب كې خبرې دَ دې عنوان تر اثر لاندې ډېرې په هنر او فن ليكلي شوي دي ..!! يعني دلته هم افضل شوق دَ خوشحالۍ او فكري غم په ميانځ كې ليدی شي � هر څه ته يې په ډېر ژور نظر كتلي او هر څه يې په ذهن كې نقش كړي دي � دَ دې مملكت دَ يو ښكلي ښار اېډنبرا دَ خلقو په باب هغه ليكي ، چې ..

" دَ دې ښار دَ خلګو بڼې او روئيې څه څه قندهارۍ يا لكهنو وزمه او برېښېدلې � ولې چې په هر څه كې دَ دې ځای دَ ژوند او ژواك كلاسيكي بڼې موندلی شي � او ولې نه .. دې ښار ته خو دَ علم او عالمانو ښار خو هم وئيل كېږي"
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 242 )

دَ دې مطلب دا شو، چې افضل شوق په خپلو سفرونو كې نه يواځې دَ ښكاره څيزونو كتنه او سېل مقصد جوړ كړی دی بلكه دَ هر ځای دَ خلقو روئيې او فطرت پېژندلو هڅه يې هم كړي ده � هم دغه خو هغه ښار دی چې افضل شوق يې دَ " نتاشا په نوم يو مشهوره نظم ليكلو باندې مجبور كړی وو � كوم چې " په لټون ستا دَ څېرې" كې چاپ دی � يعنې هغې ( نتاشا) ورسره كوم ظلم دَ ميني په نوم نه وو روا كړی او ده كوم ظلم دَ مظلوم عاشق په شكل نه وو برداشت كړی � دَ اېډنبرا دَ ښار دَ رومانوي بڼې نه علاوه دَ شوق او نتاشا تر ميانځه راغلي پېښه ډېره سسپنس او خوند لري � دلته دَ هغې نتاشا او شوق تر ميانځه دَ دې مكالمې وړاندي كول ضروري ګڼم .. چې په كې افضل شوق لكه نر پښتون دَ هغې په فطري انګرېزيت داسې وارونه كوي .. چې دَ فېرنګې په تاريخي جالونو او چلونو خبر يو پښتو لوستونكی ښې ډېري معناوْي اخذ كولی شي �

"- تاسو هم غلا كوئ؟ چې ځانته دَ نوي نړۍ باداران واياست .. هله شاباش ، زما شيان را واړوه
- دا څه وائې .. كوم شيان زما دوسته !! ؟
هغه چې په ډېر اعتماد څنګه انكاري شوه ، نو زه له غصې ورته سور او شين شوم
- لعنت دې ستاسو په دې نامه شي .. زه نور نه يم خبر� بس زما ګهړۍ او پاسپورټ را واړوه
خو دا وه چې راته موسېدله او وائي ..
- دا دواړه شيان خو ستا په واش روم كې اوس اوس ما اوليدلو، چې پراته وو
- په واش روم كې ؟؟
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 248 )

دلته دَ سېلاني حېرانتيا ځكه په حق وه .. چې دَ دې مكالمې نه مخ كې ليكي .. چې دا څيزونه خو په سائيډ ټېبل ده ايښي وو .. واش روم ته څنګه اورسېدو؟ زما مطلب دَ دې مكالمې وړاندې كولو نه دا دی ، چې سېلاني په خپل دې سفر كې دَ يو عام پښتانه په بڼه كې داسې ليدی شي � چې هغه دَ خوشحالي او پرېشاني يا غم اظهار په نره كوي � او بل دَ هغه مقصد دَ خپل سفر دَ هغو مقاصدو دَ اظهار كولو نه هم دی .. چې دئی ورته اصل انساني ژوند وائي � دَ نتاشا دَ دهوكو نه شوق دومره متاثره شوی دی چې هغه دَ انګرېز قوم په حقله ليكي �

" انګرېز كه په خُوى هر څومره ښائسته او په خلې باندې خوږ شي � نو هم په ايمان كې شك لري � ګوا دَ تاريخي او روائيتي په سمه دَ لستوڼي دَ مار په شان چيچل كوي � دا اوس بېله خبره دا ، چې په زهرو يې سړی مري كم خو مرګي حاله زيات وي"
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 250 )

كومې خبرې چې افضل شوق دَ يوې فېرنګۍ دَ مسلسلو دهوكو ورستو كړي دي .. هغه داسې څرګندوي چې هغه ته نه يواځې دې جينۍ دهوكه وركړي ده .. بلكه هغه په داسې ادراكي نظر هر چرته په دې خلقو كې ور خښ كړی دی � او دې نتيجې ته رسېدلی دی �


۱۰ ـ هلته رنګونه خبري كوي

دَ " لېك ډسټرك" انګلېنډ په سېل باندې ليكلی شوی دا باب افضل شوق دَ دې ځای دَ قدرتي مناظرو نه دَ متاثره كېدو په رنګ كې رقم كړی دی � او دلته دَ حكومتي هلو ځلو او تاريخ سره دَ ميني رجحان شوق په داسې وئيلو باندې مجبور كړی دی �

" بې شكه چې ژوندي قامونه دَ خپلو تاريخي اّثارو قدر كوي � او هر قام چې دَ تاريخ څخه خپلي رشتې دَ حاضر وخت په بيعه شلوي .. نو دَ هغه قام سباوْن په نيشت شمارېږي � هو، لكه زما پښتنو چې دَ خپل تاريخي عظمت دَ ثابتولو په باب په ريكارډ باندې زركلن زوړ دېوال لا نه لري "

( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 270 )

دَ پښتو او پښتنو سره دَ فطري ميني او تړون جذبې په دې كرښو كې هم ليدی شي � خو دَ يو ګيله من پښتون په حېث � بلكه هغه چې چرته هم تاريخي اّثارو ته مخامخ شوی دی نو يې پښتون سترګو ته ځكه راغلی دی � چې هغه داسې يو تاريخي نخښه نخښانه هم په پښتونخوا كې نه لري چې دَ يو نر پښتون په حېث پرې فخر اوكړي � نو ځكه خو هغه كله چې دَ خپل قوم دَ بې سوادۍ او ځناوري روئيو نه ډېر مايوسه شوی دی � نو يې دَ خپل صادق زړه بهړاس داسې هم ورباندې اوباسلی دی � لكه په هم دغه باب كې مخته ليكي �

" كوم خواخُوږي پښتانه چې دَ پښتون قام شجره دَ اّرياوْ يا اسرائيلو سره دَ تړلو دپاره څومره غټ غټ دليلونه وائي � كه چرته له هغوئ څخه څوك دا پوښتنه اوكړي � چې وروڼو!! دا خو دې اول راته ثابت كړئ ، چې پښتانه په پخوانۍ زمانې كې وو هم كه يَه ..؟ او شرط هم دا ورباندې اولګوي ، چې ثابتوئ به يې په تاريخي اّثارو .. نه چې دَ بل په ليكل شووْ تاريخونو � نو زما خيال نه كېږي چې دا زما دَ ژبي تورياليان به دَ نن دَ دې سړيخوره پښتنو رشته له خپلو هغو نيكه ګانو سره تړلو كې بريالي شي چې دَ ننګ ترانې يې مونږ څه .. اغيارو وئيلې"
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 270 )

دلته داسې ښكاري لكه افضل شوق چې بې پښتو شوی وي � او په لوستلو ماته هم په وړمبي ځل دا خبري بدې را محسوسي شوې � خو بيا چې دَ هغه په دې پورته ذكر شووْ دليلونو لږ نور غور اوكړم .. نو دا مې يقين شي ، چې هر پښتون به دا خبره اومني � ولې چې دَ سېلاني په خبرو كې منطقي دليل پټ دی � او په دې هر هغه څوك پوهېدلی شي يا يې محسوسولی شي .. چې دَ سېلانې په شان ګرځېدلی وي � كه زه دَ يو نقاد په حېث يو طرف ته افضل شوق په دې خبري كولو غلط اوګڼم.. نو بل طرف ته كه ما سره دَ دې خبري په ځواب كې مضبوط دليل نه وي .. نو بيا خو هغه په خپل قول يا منطق كې صحيح دی � هم ځكه خو دَ دي ژبې نقادانو تر اوسه دَ سېلاني دَ دې دومره وړكوټي سوال ته ځواب نه كړو پيدا�

په دې باب كې افضل شوق دَ مغرب دَ ګلوبلائزېشن سلوګن هم رد كوي .. چې كله دَ چېسټر نامې ښار خواوشاته جوړ شوي غټ دېوال ته ګوري � او دا مشهوره خبره ده ، تر اوسه هم دغه رنګه ډېر ښارونه په يورپ كې شته چې خواوشاته يې دېوالونه دَ تحفظ په نيت جوړ كړل شوي دي � څه هم كه دغه روائيتي بڼه ده � خو دَ ګلوبلائزېشن په اړه ورنه يو فكري تهيم داسې سېلاني اخذ كړی دی �

په دې باب كې افضل شوق دَ مشهور زمانه شهزادګۍ لېډي ډيانا دَ ښكلي مملكت وېلز په اړه چې څومره متاثره شوی دی � هغه هومره يې دَ درو په دې رومانوي مملكت كې دَ لمر دَ اهميت نه خبر شوی هم دی � هم ځكه خو هغه يو ځای دَ ګائيډ په خله دا خبره كوي، چې ..

" مونږ يورپئين چې څومره په لمر مئين يُو � لمر هغه هومره له مونږ څخه نفرت كوي � او ځان پټوي راڅخه "
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 283 )


۱۱ ـ په څنګه ټكودي وستايم؟

دَ مكالماتي، شاعرانه نثر دا باب كه څه هم ډېري دلچسپيانې په ځان كې نغښتې لري خو دَ اّكسفورډ ښار او يونيورسټۍ سره تړلي ځانته يادو نه دې باب ته دَ حسن بيان يو نوی رنګ او خوند وركوي � لكه دا يوڅو خبرې چې شوق يې په ډېره بې ساختګۍ ليكي �

" دلته په فټ پاتهونو باندې هلكان ( لوستونكي) په تورو سوټونو او جينكۍ په تورو هاف سكرټونو چې تر ګونډو پورې پړده لري كې ښكاري څه ؟ چې ايمانونه هم په خپل ښائست دَ تږو وږو سېلانيانو په خطره كې اچوي � او زه خو هم يو سېلانی وم ..نو ځكه چې به مې هر څو كليمې په ځان راچُوف كړې � خو ... "
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 301 )

دې نه علاوه سېلاني شوق دَ اّكسفورډ دَ يونيورسټۍ او ښار په حقله معلومات چې څنګه په هنري انداز بيانوي .. په خپل فكر، خو دغه معلومات چې هغه دَ خپل شاعرانه ذوق او شوق په رنګ رنګولي دي � هغې نه دَ افضل شوق دَ رومانوي طبعې عكاسي په دېر ښه ډول كېدی شي � او مونږ دا محسوسولی شو .. چې هغه په دې ښار كې ډېر زيات په شاعرانه موډ كې سفر ته جوړېدلی ښكاري � وجه يې شايد چې دَ دې ښار ښكلا ده او يا په دې ښار كې اوسېدونكي خلق � چې افضل شوق يې په نثري شاعرۍ ليكلو مجبور كړی دی � لاكن دَ دې باوجود هم دَ هغه نه دَ ملګرو ډېفني او بلنډاوائی دا ګيله ګوره چې په كومه وجه داسې راځي ؟

" شوقه!! ته خو ډېر روشن فكره سړی وې � دا برايه شپه څله ؟ "
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 300 )

داسې خو په دې پوښتنې كې ډېري پټې اشارې په نظر راځي .. خو بيا چې دَ شوق ځواب " څله نه ..؟ " ته فكر اوكړم .. نو ماته هغه يو باكرداره او دروند پښتون او ځلېږي � ولې چې په دې درست سفر كې افضل شوق خپل هر غرض په يوه نا يوه حواله يا مجبورۍ تش تر خپل سفري دلچسپياتو تر جده محدود ساتلی دی � او دَ هغه ادبي تنده وه او يا دَ هغه اضطراب چې هغه هركله متحرك څرګندوي � خو په دې باب كې چې څنګه سېلاني لندن ته اورسي ... نو دَ نتاشا قيصه هم بيرته اچانك دَ هغه په زړه كې داسې په شدت راژوندۍ شي � چې هغه له خياله دَ هغې سره خبرې شروع كړي � تاسو په دې مكالمې كې ورنه بلا ډېري معنې اغيستی شئ �

"- نتاشا !! تاته داسې نه وو كول په كار
هغې راڅخه په حېرت پوښتنه وكړه
- كوم څه ؟ ما خو چپ دَ زړه دَ رشتې بله رشته درسره ساتلي نه ده .. ته دَ كوم شي خبرې كوې؟
- هو، منم چې تا مې زړه ته لارې جوړي كړي دي ، خو باور بيا هم درباندې نه شم كولی -
- څله ؟
زما دَ خبرې په ځواب كې دَ هغې " څله" څه وو؟ چې زه دَ هوټل مخې ته دَ يو موټر په هارن بيرته دَ هوش وَ نړۍ ته راستون شوم � او په ځان خندلو ورسته .. په دويم ګام هوټل ته ننوتم"
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 308 )

په دې كرښو كې دَ هغه مكالماتي انداز دومره دَ خوند دی چې دغه باب ته يې دَ رومانويت يوه ښكلي شوخي وركړي ده � دَ مكالمو چستي او تسلسل دې باب ته يو ډرامائي مكالماتي رنګ بخښي چې دَ ليكوال دَ ادبي هنر څرګندونه ترېنه كېږي �


۱۲ ـ دَ خيالونو په ګودر مې تندر پرېوت

افضل شوق چې په دې باب كې دَ نتاشا سره دَ بيا ملاقات قيصه څومره په ډرامائي خوند ليكي � هغه خپل اثر په قاري باندې نه يواځې پرېږدي .. بلكه قاري ته يو ځل بيا دَ نووْ نووْ سوالونو مخه كوي � خوند په دې قيصې كې دا كوي چې نتاشا څومره سېلاني ته نيږدې كېدل غواړي .. دغسې سېلاني ذهن ته دَ ويرې او خوف څنډه كوي لكه ..

" دا واخله ګهړۍ دَ هغې ګهړۍ په بدل كې ، چې تا ...
- مننه ، لاكن څه ؟
- څه؟
يو دم مې په ځان كليمه اووئيله او دَ مات زړه خبره مې په ګيلې كې داسې واړوله �
- زه خو ستا په دې پېغلتوب افسوس كوم
- هغه څله؟
هو، كه څه هم هر څه له نوي سره مې بيا ورباندې اعتبار كولو ته حوصلې لوئيولې � خو دَ هغې دَ دې " څله" په ځواب كې ورته وايم ..
- ستا ښكلا او دا عمر.. دَ غال او شوكونې خو نه دی
- ما درته اووئيلو، چې زه بخښنه غواړم � اوس كه ته بيا هم ما نه معاف كوې نو زه به بيرته لاړه شم-
او څنګه چې يې وړوكی بېګ بيرته اوږې ته اچولو ، نو ما لاس ور واچولو او كښېنوله مې داسې په موسكنۍ خبره ..
- اوكې اوكې ، زاړه به هېروْ او نوي به ....
- او له نوي سره به ، ستا په خيال څه كوْ ؟
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 315 _ 316 )

څه هم كه په دې مكالمې كې لږې ډائريكټ اشارې دَ لوستونكو په ذهن كې سوالونه راپورته كولی شي .. خو هغه چې دا مكالمه كله سر ته اورسوي .. نو هر څه به كلير شي � ولي چې افضل شوق داسې مكالمې تش په دې دَ سفري حال سره ګنډلي دي ، چې سفر ښه په اّرام تېر شي او لوستونكو ته لږه ورائيټي هم لوستو كې په برخه شي �

په دې باب كې دَ واپسۍ قيصه او خوب نه علاوه په دوبۍ كې دَ عربيانو په باب ځيني داسې خبري هم ذكر شوي دي .. چې په وړمبي ځل ما اورېدلي يا لوستلي دي � لكه دلته چې يې افضل شوق دَ خپل يو سوال په ځواب كې ليكي �

" دا هغه قام د .. چې ما برايه شپه تر سهاره دَ اروپا په مقابله كې سوچ كولو؟
دا هغه سوال وو، چې زه يې په دې وئيلو مجبور كړم چې كه دَ دې ګلف هېوادونو دَ تېلو دَ پيسو زكات هم په نورو غريبو مسلمان هېوادونو كې اووېښل شي � نو زما يقين دی جې هيڅوك به هم غريب پاتې نه شي � لاكن يَه .. دا خو هغه خلق دي چې وايم كه دَ يو لكهـ څلوېښت زره كم او زيات نبيانو په ځای په كې .. په هم دغه هومره شمېر ملكان پيدا شوي وی نو به هم سړي شوي وی � خو دا له بده مرغه نشول سړي"

( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 329 )

په دې باب كې افضل شوق دَ خپل دې اوږد سفر اختتام په يو داسې علامتي خبري كي كوي چې .. هغې نه لوستونكې دَ خپل خپل استعداد دَ مخې ډېر مطلبونه اغيستی شي � او هغه خبره دا خبره ده ..

" دَ الامارات اڼترنېشنل الوتني جهاز EK 600 پاوْ بالا اتهه بجې له دوبۍ ائيرپورټ څخه پورته شو او په نه ساعت كې تر اوريځو بالا .. ښه بالا دَ كراچۍ په لور لكه دَ پښتون له توپكه وتې ګولۍ روان څه شو .. چې ما هم يو ځل بيرته دَ سوچونو رُخ دَ هغې خاورې په لور واړولو، چې زه يې زېږولی وم � كه څه هم زه په " زه" كې نه وم پاته شوی خو ورته روان په خوشحالۍ باندې وم"
( دَ لمر دَ كلي په لور .. مخ � 331 )

حسينه ګل
نوښار كاكا صاحب _ پښتونخوا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery