مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پروني مخونه ( دَ سېلاني افضل شوق ناول)

 ( یادګیرنه :- دا کتاب په کال۲۰۰۶ کې چاپ شوی دی )
ـــــــــــــــ

ما چې دَ ښاغلي افضل شوق دَ سفرنامو او شعري مجموعو كومه تنقيدي جائزه ليكلي ده � نو دَ هغې نه پس راته دَ هغه دَ ناول دَ مسودې دَ كتو اتفاق اوشو � دَ ناول قيصه دومره مزېداره وه چې په هغې مي هم يوه رائی جوړه شوه � او بيا دغه رائی ليكل مي خپله اخلاقي او ادبي ذمه واري اوګڼله � خدای پاك دي اوكړي چې پښتانه په ډېره مينه دَ افضل شوق دغه كوشش هم اوستائي � زه دا خبره يو ځلې بيا كوم چې افضل شوق څه هم كه خپل وجود لري .. خو دَ دغه وجود څېره په ځينو نورو اعزازي نومونو هم پېژندلی شي� لكه بقول دَ محترم مشر اياز داوْدزى " افضل شوق .. هزار داستاني شخصيت دی" ، دَ محترم سعيد ګوهر بقول هغه " پښتون جهانيان جهان ګشت " دَ مشر سليم راز بقول " سېلانی شاعر" دی ، دَ اكرام الله ګران په قول دا دَ امن په لټون شاعر افضل شوق " دَ سلو يار" دی ... او زه بيا وايم چې دغه ورك مسافر ورك ځكه نه دی .. چې دئی هغه پېرئی دی .. چې دَ پښتنو په زړونو كې ليدلی شي � خو دا بېله خبره ده چې ډېري كمي سترګې يې ويني .. ګوري � ولې چې دئی دَ ژوند په فن كې ورك دی � لاكن دَ مزې خبره دا، چې بيا هم كه څوك چې هغه لټول غواړي .. نو هغې ته دَ يو فني ادراك ضرورت دی � اوس دا دَ يو فنكار كار دی چې هغه دي دَ ده فكراو فن په خپله فنكارانه مينه او هنر تر لاسه كړي �

دَ دې ناول " پروني مخونه" دَ سنسني خېزه واقعاتو دَ لوستلو پس ماته دَ يو قاري په حېثيت داسې ښكاري ... لكه ځمونږ دغه شاعر چې دَ خپل هنر په دې سفر كې خپل كردار، كله په افسانه، كله په ډرامه او چرته دَ يو سفرنامې دَ ديومالائي كردار په توګه لوبوي � دغه دَ ده خوبي هم ده او كمزوري هم � دَ قاري جذبات ( غم او خوشحالي ) رالړزول .. په خپلو دغه كردارونو كې داسې ښكاري لكه دَ قاري دغه كېفيت ، هغه دَ خپل وجود په ژوندي تابوت لكه دَ مېخونو ټك وهي � دئی يو رښتونی عكاس دی او داسې ليكونكي ډېر كم دی چې هغه په ډېره ايماندارۍ او خلوص دَ خپل ذاتي ژوند مشاهدې ، تجربې او ښه او بد اړخونه دَ خپلو لوستونكو مخې ته ږدي � او داسې دَ ژوند او جذبو يو لازواله تاريخ رقم كوي � هم په دې خو دَ ده لوستونكې او دَ نن نقادان دَ ده سره انصاف نه شي كولی .. په دې چې هغه خپله هم دا دعوه په بيا بيا كوي چې " زه دَ نن دپاره ليكل نه كوم " � يعنې هغه به سبا ته دَ نن په اّئينو كې دَ ښو سپينو او رڼو څېرو دَ ښودلو په حق كې دی � په دې خو دَ نقادانو ناخوښه .. او دَ بې سواده پښتنو دپاره دَ ده ذات ، دَ ده شخصيت او دَ ده فن يوه الميه ګرځېدلي ده � خو زما په خيال دا الميه دلته دا هم ده .. چې نه دئی په پښتنو پوهېږي او نه يې پښتانه پوهـ كړی شول � دَ دېرشو كلو نه دغه هر اړخيز اديب او شاعر افضل شوق داسې دَ ژبې او ادب خدمت كوي .. خو په دې غرض يې نه كوي چې دَ ايوارډ او انعام لالچ يې دی � بلكه دَ دې هر څه دپاره يې يو جدا فكر او نظريه جوړه كړي ده � او هم دغه وجه ده چې تر ننه دَ ادارې يا دَ يو تنظيم له خوا ورته دَ سګرېټ په پنی دَ شاباشي توري نه دي وركړلی شوي � يعنې دا دَ نن ناول نګار شاعر او يو سفرنامه نګار افضل شوق دَ هر لالچ نه بالاتر دی �

داسې ليكوال ډېر كم دي چې په شاعرۍ او نثر دواړو مدونو كې ليكل كوي .. خو ښاغلی افضل شوق زمونږ په داسې ښو ليكونكو كې شمېرلی شي ، چې شاعري ليكې .. نو بنده وائي چې بس يو شاعر دآ .. ښه شاعراو حقيقت پسند شاعر � خو كه دَ ده نثر اوګورو، نو دا خبره به زما سره هر څوك اومني چې په نثر كې يې خپل ځان او نوم داسې منلی دی چې ورنه انكار شايد چې په هيڅ يو دور كې هم اونه شي � يعنې دَ ده دَ شخصيت او نوم پېژندګلو نه يواځې شاعري ده، او نه نثر � بلكې هغه په دواړو ميدانونو كې ځانګړتيا لري � ولې چې كه دَ افضل شوق شاعري افسانوي رنګ او ډرامائي كېفيت لري .. نو بل طرف ته دَ هغه نثر دَ خپل شاعرانه طرز اُسلوب تر مخه دَ يو داسې پرله پسې شعراو شعري اّهنګ لري ..!! او په دواړو مېدانونو كې يې خپل فكري لېونتوب ، جنوني مينه په اّساني او مشكل پسندي وَ انتها ته رسولي دي �

دَ رچرډ برټن په قول .. دَ قيصه ګوئي اّغاز هغه وخت اوشو ، چې انسان په دووْ ښپو دَ ولاړېدو چل ايزده كړو� دَ ماشوم دَ شعوري احساس مطابق اولنۍ قيصې دَ پېريانو او دېوانو نه شروع شوې او رو رو دغو قيصو دَ ناول په لور يُون اوكړو � خو كه مونږ غور اوكړو .. نو خو لا تر اوسه ناول .. زمونږ په پښتو افسانوي ادب كې يو داسې بدبخته صنف دی چې ډېرو كمو ليكونكو ورته پام كړی دی � او تر اوسه چې په پښتو ادب كې دَ ګوتو په شمېر څو ناولونه زمونږ سره دي ... نو دَ هغې معيار ، كه څه هم څنګه دی خو دَ ستائينې وړ په دې دي چې دا اړخ پرې څه نا څه دروند والی ضرور لري .. او داسې دَ" خالي ميدان" تش والي احساس يې تر ډېره حده كم كړی هم دی �

دَ افضل شوق دا نوی ناول " پروني مخونه" به يقيناً چې په دې ټولو ناولونو كې يو داسې تيګه ثابته شي چې دَ دې نه پس به دَ ناول په مد كې دَ صداقت او ريښتاوْ يو نوی روايت دوام اومومي � او داسې به پښتو ناول دَ هاغه روائيتي جوكاټ نه بېخي رابهر شي كوم چې تر اوسه دَ پښتو دَ كلي وال ژوند، قبائلي او قبيلوي رسمونو، رواجونو، دُښمنو ، تربګنو .. او بيا دَ ګودر او منګي دَ ساده باده رومان سره څنګ په څنګ دَ اوږدې قيصې يا نكلونو په شكل كې را روان دی � كوم ته چې دَ ناول ړومبنی طرزبيان وئيلی شي � ولې چې اوس خو ناول په جديدي اصطلاح كې هغه قيصې ته وئيلی شي چې په كې كردار نګاري،دَ ژوند فلسفه،دَ انساني نفسياتو او جذباتو مثبت او منفي اړخونو څېړلو نه علاوه داسې منظرنګاري ځان كې رانغاړي چې هغه دَ يو ژوند عكاسي كوي � دَ نوي ناول خبري يا مكالمې مختصري .. خو ژورفهمه وي � او دا هغه خبري دي چې تر ډېره حده ما دَ افضل شوق دَ ناول په ناچاپه سكرپټ كې تر سترګو شوي دي � خو دَ دې مقصد هرګز دا نه دی چې دغه ناول په پښتو كې اول او ورستی ناول دی � زه به كوشش كوم چې دَ ناول اصل كړه وړه مخې ته كېږدم او بيا لوستونكو ته خپله تفصيلي رائی وړاندي كړم �

دَ افضل شوق په ناول كې تر ټولو ښه خبره دغه مخې ته راځي .. چې هغه په خپل انداز كې شاعرانه طرزبيان لري او يو ځل بيا دَ خپلي ادبي روئيې په شان دلته په دې ناول كې هم دَ پښتني روائيتي موضوعاتو په ضد دَ نوي فكري هلوځلو او عصري شعوري سوچ سره ملګری ليدلی شي � هم ځكه كېدلی شي ، چې دَ هغه دَ دې ناول سره هم هغسې نا انصافي اوشي .. لكه دَ هغه دَ شاعرۍ او سفرنامو سره روا شوي ده � خو زه دا وئيلی شم چې په ړومبي ځل ما په دې خواره پښتو كې يو داسې ناول هم اولوستلو.. چې بنده پرې فخر كولی شي او داسې وئيلی شي چې پښتو كې هم دَ عالمي معيار كتابونه شته � خو كوم څه چې دغه ناول نګار دَ ستائينې وړ ګرځوي .. هغه دا ، چې په دې ناول كې افضل شوق هم هغسې دَ خپل ژوند قيصه كوي په كوم كې چې هغه رنګه سېلونه دي ، عشقونه دي ، محبتونه دي ،او دَ لټون سره سره ګرځېدل .. راستنېدل .. وركېدل او بيا موندل په داسې ښكلي انداز كې ترتيب شوي دي � چې دلته هم هغه ځانګړی ښكاري � څه هم كه په ډرامې او ناول كې ډېر فرق موجود دی � خو افضل شوق خپل دغه ناول ډرامې ته دومره نيزدې كړی دی .. چې په منطقي توګه هغه هم دَ شېكسپئير په رنګه ژوند ته نه يواځې دَ ډرامې نوم وركوي .. بلكه وَ ناول ته دَ ژوند قيصه هم وائي � نو ځكه خو هغه ( شوق ) دَ خپل وجوديت په ازلي حوالو دَ ابد په لور يوُن كولو ته په خپل دې ناول كې اوږې وركوي �

دا دَ افضل شوق دَ ژوند داسې قيصه ده چې كه هر څو ورته دَ هغه دَ وخت دَ تېرولو سامان اووايو .. خو په حقيقت كې دَ هغه دَ زړه ، دَ هغه دَ فكر، دَ هغه دَ وجود او دَ هغه دَ هنر ضرورتونه هم پاتې شوي دي � او نن كه مونږ افضل شوق دَ يو سوچه فنكار په نوم او حېثيت پېژنو .. نو دَ هغه دغه حېثيت او پېژندګلو هم دغه څيزونو جوړ كړی دی � دَ دې ناول قيصې داسې ښكاري لكه چې دَ هغه دَ ژوند او هنر دَ دغه ګوټ پېرنو يو داستان وي � يو شوخ او تېز داستان .. دَ هجر و فراق يو داسې لړزېدونكی داستان چې دَ هغه په ژوند اوس هم خور ليدلی شي � دا قيصه هم دَ يو اّئيډيل دَ لټون قيصه ده � داسې ښكاري لكه چې په شعر كې ده دا قيصه سر ته نه وي رسولي ... نو په ناول كې يې تر اختتامه رسولي ده �

په دې ناول كې دَ بلا پېښو او واقعاتو دَ دلچسپيانو علاوه دَ مختلفو ملكونو لكه الجزائر ، شام، تركي ، سائپرس، اُردن، افغانستان ، عراق ، دوبۍ ، شارجه او پاكستان په حقله دَ سېل او دَ سفري رائيو اظهار هم په نظر راځي � او زما په خيال دَ دې ناول دَ ټولو نه لوئيه خوبي او انفراديت هم دا دی چې په پښتوكې په وړمبي ځل.. داسې سفري انداز دَ ناول په حواله مخې ته راغلی دی � چې دَ هغې خپلې دلچسپيانې او معلومات هم دي � دغه معلومات زياتر دَ دغه ذكر شووْ هېوادونو په اړه جغرافيائئ، نفسياتي او سماجي دي � او دَ كومو كردارونو تر ميانځه چې مكالماتي ضرورت پېښ شوی د ی نو هغې هم دَ خپل اختصار او برجستګۍ تر مخه دَ ناول خوند سېوا كړی دی � كوم چې به لوستونكي ته دَ ابلاغ مسلې يقيناً چې پيدا كوي .. خو په ليك كې دَ دې انداز دَ راوړلو خپل يو خوند وي � دَ نن نقاد په ليك كې دَ دې انداز په حق كې نه شي ليدلی خو دَ سبا نقاد به دَ ښاغلي افضل شوق دا انداز په دې وجه ستائي چې دَ دې ناول دَ ليكلو ټول انداز خالصتاً مغربي او دَ جديد عصري او ادبي روئيو په رڼا كې ليكلی شوی دی � ولې چې دغه قيصه هم دَ هغه دَ باطن او خارجي ژوند دَ تصادم په نتيجه كې مخې ته راغلي ده �

دَ دې ناول ټول كردارونو ته چې په كوم رنګ ژبي وركړی شوي دي .. نو هغه دَ لوستونكي دَ پاره دلچسپي خامخا لري � دَ ناول پلاټ چونكه دَ ليكونكي دَ خپل ژوند قيصه بنياد كړی دی نو ځكه په هغې كې مينه او محبت مونږ ته ډېر زياب په نظر راځي � دَ دې نه علاوه په دې ناول كې دَ ماحول منظر كشي لكه دَ يو مشرقي يا پښتون ناول په رنګ ډېره تفصيلي نه ده .. خو حقيقي ضرور ده � او په دې كې چې يې څومره دَ اختصار نه كار اغيستی دی � نو په هغې دَ يو مترقي ناول تنده ماتېدلی شي � دَ ټولو نه اهمه خبره دا ده چې چونكه دَ دې ناول قيصه رښتيا ده او په قيصه كې شامل ټول كردارونه حقيقي دي � دغه كردارونه دَ افضل شوق په قول .. نه يواځې دا چې حقيقي دي بلكه ټول ژوندي او حيات كردارونه هم دي � داسې دَ دې قيصې واقعات هم حقيقي دي �

دَ دې ناول سفري انداز چې دَ قاري دپاره څومره دلچسپي لري ..؟ دَ مختلفو هېوادونو متعلق دَ سفر كړكېچنونه دَ خلقو كېفيتونه .. غم خوشحالۍ .. خو لاكن دَ دې ناول دَ شلم باب نه تر اّخري بابه پورې لوستونكی دَ هغه طرزبيان او قيصې ته دَ حېرانتيا تر حده لېواله وي � بلكه په دې ټولو بابونو كې دَ جذباتي طرزبيان په وجه لوستونكی ژړوي هم � په دې بابونو كې څه هم كه ډېري خبري په علامتي پېرائيه كې شوي دي .. خو يو پوهـ او باشعوره لوستونكی دَ دغه علامتونو نه ډېري معنې هم اغيستلی شي � بله خبره دا چې دَ دې ناول په قيصه كې دَ ليكونكي خپله موجودګي .. دَ هغه په ماضي، حال او مستقبل كې ګنډلي ښكاري � يعنې افضل شوق چې په دې ناول كې دَ سېلاني په نوم " هيرو" دی چې څه رنګه دَ خپل اّئيډيل ډاكټر وسا څېره دَ " لمر خدای " يعنې " سن ګاډ" په مدد څنګه اووه زره كاله پخوا دَ وړمبۍ فرعوني شهزادګۍ څېرې نه په مختلفو څېرو كې ويني او يا دَ وسا څېره دَ يوې فرعوني شهزادګۍ دَ مثال په توګه دَ " نېفرتيابيت" ، رنګه نورو شهزادګيانو چې نومونه يې په دريم باب او مخته مخته په نورو بابونو كې په درځنو شمېر كې راغلی دي .. كې ويني � نو دَ هري څېرې سره په ډرامائي انداز دغه هيرو" سېلاني" يعنې افضل شوق په ماضي بعيد كې دَ هغې شهزادګيانو دَ اشنايانو په بڼو كې ليدلی شي �

زما په خيال په پښتو ادب كې وړمبي ځل افضل شوق يو بېخي زوړ لرغونی تاريخ او تهذيب په نوي رنګ كې راژوندی كړی دی � يعنې دَ ده دغه كوشش .. نه يواځې دَ خپل ژوند سنسي خېز واقعاتو ته دَ ناول بڼه وركول دي � بلكه دَ دې سره خپلو لوستونكو ته دَ ډېرو تهذيبونو په حقله تاريخي معلومات وركول هم دي � دَ دې " نظريه مقصديت " تر اثر دلاندې دَ افضل شوق دغه كوشش .. څه هم كه دا ناول په ځينو حوالو پخوانئيو قيصو ته نيزدې كوي � خو يواځې قيصه ورته ځكه نشو وئيلی .. چې په دې ناول كې وړاندي كړل شوي تجريديت دَ واقعاتو دَ بيان اُسلوب يا طرز بيان .. دَ جديديت سره غاړه غړۍ كوي هم � كوم ته چې مونږ دَ ناول نګارۍ دَ پرون او نن تر ميانځه نوی امتزاجي شكل وئيلی شو �

په دې ناول كې افضل شوق دَ ناول دَ اهم كردار " هيرو" په شكل كې دَ مختلفو تاريخونو ، تهذيبونو ، تمدنونو دَ سفر دَ پړاوْنو نه تېرېږي .. لكه دَ اهرام مصر دَ جوړښت دَ دور دَ ړومبي فرعون خوفو نه واخلې تر دَ لوكسور او اّسوان دَ دورونو تهذيبونو پورې دَ فرعوني تاريخ برخه په مختلفو شكلونو كې داسې جوړېږي لكه هغه چې په هر دور كې ژوندی وي � هم دې نه لوستونكي دا اندازه كولی شي چې افضل شوق يعنې سېلاني خپلې رشتې دَ خپل اّئيډيل په حقله دَ پخواني تاريخ سره ګنډلي ساتلي دي � او هغه چې څنګه په ډرامائي هنر خپله محبوبه دَ فرعونانو دَ تاريخ نه دَ يونانيانو تر تاريخه راوړي .. نو دغه رنګه دَ يوناني تاريخ نه تر رومن تاريخ او بيا دَ زړو عربيانو نه تر نوي دور پوري دغه مينه له خپلې محبوبه سره داسې په خوند او مزې را رسوي .. چې لوستونكی دَ هغه دَ تصوراتي ابديت نه كه يو طرف ته منفي سوالونه په ذهن كي راپورته كوي .. نو هم دغه سوالونه به هغه په دې ناول كې ځواب موندلو دپاره تر اختتامه پوري هم رسوي � ولې چې ناول نګار په خپل دې ناول كې داسې ښكاره كوي .. لكه هغه چې دَ نن انسان نه بلكه دَ ډېر پخوا دَ تاريخ دَ روح سره تړلی انسان وي � يعني هغه دَ خپل روح تصيديق هم له خپل دې اّئيډيل سره داسې ځرګندوي .. لكه دَ هغه په عام ژوند كې هم ورسره دَ تصوراتو په اّئينو كې ليدلی شي � غلطه به نه وي .. كه اووايم .. چې هم دې اّئيډيل خو افضل شوق په شاعرى او سفرنامو كې هم ځان پسې ښه ستړی كړی دی �

په دې ناول كې نور څه دي .. او څنګه دی ؟ دا فېصله به لوستونكي يا دَ نن او سبا نقادان كوي � خو دلته زه غواړم چې دَ ناول دَ مروجه اجزائی تركيبي په رڼا كې دَ دې ناول تنقيدي جائزه واخلم .. چې لوستونكي دَ دې ناول په اړه فېصله كولو كې له مشكلاتو سره مخامخ نه شي � داسې خو .. په ناول كې نن سبا دَ قيصې، پلاټ، كرادر، مكالمې نه علاوه دَ ماحول او دَ ناول نګار اندازبيان ، اُسلوب او ژبه كتل شي � خو مونږ به دَ ناول دَ مروجه اجزائی تراكيب په رڼا كې افضل شوق دَ دې ناول پلاټ ، كردارونو، مكالمو او منظركشيانو په باب تفصيلي خبري كووْ � او بلكه دا به هم ګورو چې دغه ناول دَ سفرنامې او قيصې نه په كومه وجه بېل دی او دَ دې ناول په ليك كې دَ بيان اُسلوب څنګه په كار راوړل شوی دی ؟ نو راشئ چې دَ ډاكټر احسن فاروقي.. دَ ښه او نوي ناول په باب دې لاندې ذكر شوي تعريف په رڼا كې اوګورو چې افضل شوق په خپل دې ناول ليكلو كې څومره كامياب شوی دی ..

" چې كله انساني شعور دَ ترقۍ كولو ورسته تر واقعاتي درجې پوري اورسېږي .. نو داستان په ناول كې بدل شي "



دَ شوق دَ ناول پلاټ

وئيلی كېږي چې ناول يو داسې اوږده قيصه ده، چې په كې دَ مركزي پلاټ يا دَ قيصې نه علاوه هم ډېر ي نوري وړكوټي قيصې موجودي وي .. چې دغه ټولي قيصې يا واقعې دَ مركزي خيال يا پلاټ دلچسپۍ په منظمه توګه زياتوي � ولې چې په يوې قيصې باندي پوره كتاب ليكل څه اّسان كار نه دی � اوس كه مونږ دَ افضل شوق په ناول " پروني مخونه" كې دَ قيصې يا پلاټ ته ځير شو .. نو دا يوه خبره به خامخا اومنو، چې .. دلته دَ هغه دَ قيصې سره نوري قيصې او ډېر دلچسپ واقعات هم تړلي ښكاري � كوم چې تر ميانځه يو ربط برقرار لري او دَ ناول دَ وحدت وَ تاثر ته هيڅ قسم نقصان نه رسوي � بلكه دغه وړوكي قيصې دَ ناول وَ مركزي خيال ته اوږې وركوي �

ناول " پروني مخونه".. په يو داسې قيصې باندي محيط دی چې هغه دَ ناول نګار له خپل ژوند سره اړه لري � او مونږ ورته رښتوني قيصه هم وئيلی شو � كومه چې دَ افضل شوق دَ هغې څېرې سره تړلي قيصه ده .. چې هغه ورپسې ټول عمر ستړی ستومانه او دَ پېري په شان ورك ورك برېښي � يعني دَ علافائي او پښتني څېرو ليدلو كتلو پس ، چې څنګه سېلاني شاعر په خيالاتو كې دَ نړئيزو څېرو سره مخامخ شي .. نو يو وخت دَ خپل طلب وَ دې ښائسته څېرې " ډاكټر وسا " ته اورسېږي � كومه چې هغه ته په مصر كې په لاس راځي � او دئی دا فېصله كوي چې هم دغه .. هغه جينۍ ده، چې ده په خوبونو، خيالونو او يا ژوندۍ انساني څېرو كي لټوله �

څنګه هيرو سېلاني دَ دې هيروئينې ډاكټر وسا تر زړه پوري لارې جوړوي ؟ دا سوال .. هغه سوال دی چې دَ ځواب دپاره سېلاني دغه محبوبه دَ فرعونانو له خوا نه يواځې ګفټ ګڼي .. بلكه دَ هغې سره رشته هم دَ فرعونانو له وړمبي دور چې په زرګونو كلونه مخ كې تېر شوی دی .. كې له هغې سره رشته داسې څرګندوي لكه هغه چې هم په هغه دور كې موجود وي � دَ فرعون خوفو چې دَ اهرام مصر وړمبۍ ګومبته يې جوړه كړي وه .. نه بيا دَ هغه او ډاكټر وسا روحاني وجودونه څنګ په څنګ مينه امر كوي � بيا دَ فرعون خافرا، فرعون مينكورا او ځيني نورو فرعونانو دَ دورونو حصې جوړېدلو سره سره دَ لوكسور او اّسوان تر اّخري فرعونانو پوري .. په مختفلو حېثيتونو او شكلونو كې سفر كوي � يعنې كه يو طرف ته ناول نګار دَ قيصې وَ هيروئيني ته دَ هر فرعوني عهد كې دَ يوې نا يوې ښكلي فرعوني شهزادګۍ شكل وركوي � نو بل طرف ته په هر دور كې سېلاني هم دَ هغه دور دَ يو داسې كردار په بڼه كې ليدی شي .. چې شهزادګۍ وسا سره يې رشته پاتې شوي وي � په دې ناول كې څنګه دا دوه مئينان دَ فرعونانو دَ دوه درې زركلن پخواني دور نه بيا دَ سكندراعظم يوناني دور ته چې ور دانګي .. نو دَ هغوئ شكلونه او بڼې هم بدلي شي � كله چې دَ يوناني دور اختتام كېږي .. نو هيرو دَ رومن جوليس سيزر او وسا دَ ورستۍ مصري راڼۍ قلوپطره په شكل كې يو بل سره او تړلی شي � په دې دور كې سېلاني دَ جنرل مارك انتهوني بڼه هم خپلوي � او دغه رنګه دا دوه مئينان دَ زړو عربيانو او بيا دَ جديد دور په لور چې كله را روان وي او خپلي بڼي بدلي .. نو يوه تهائي پېغله " سوپيس" دَ دُښمني يا ويلن په توګه دَ هغوئ تر ميانځه داسې ناروا ظلمونه روا كوي چې كله هغوئ "حال" ته را دانګي � دا ويلن هم له اولې ورځې دَ هغوئ سره سره ژوند كوي او" حال" ته دَ هغوئ سره څنګ په څنګ ليدی شي �

دَ زړې " ماضي" نه تر جديد " حال " پوري دا قيصه .. چې افضل شوق څنګه دَ تاريخي حقيقتونو سره ګنډلي او مرحله واره په دې ناول كې سركړي ده � هغه څه هم كه يو داستاني انداز لري .. خو په دې داستان كې ځای په ځای افسانې ، ډرامې او ښې او بدې واقعې داسې په خواږه انداز ځای كړل شوي دي � چې په هيڅ صورت هم دَ يو ښه تاريخي او روماني فلم نه كم نه دی � او دَ ناول په تعريفونو كې يو دا تعريف هم كېږي .. چې " ښه ناول هغه دی .. چې په ټكو كې كردارونو ته شكلونه ، قيصې ته منظرونه او منظرونو ته ژبي وركوي .. ارومرو لكه يو فلم چې دَ ذهن په پرده باندې چلېږي" � هم دغه هنر افضل شوق په دې ناول كې خپل كړی دی � اصل قيصه يې ځان سره سره دَ رزګونو كلونو نه تر ننه ډېره په خوند رارسولي ده .. خو مكمله بيا هم نه ده � ولې چې په اّخر كې هغه دغه قيصه خپلې هغې ماشومې لور برېشناخان ته په دې هيله پرېيښي ده .. چې هغه به دا قيصه ځان سره مخته هم وړي � يعنې افضل شوق خپله مينه دَ همېش همېش دپاره امر كول او ژوندۍ ساتل غواړي � نو ځكه كېدلی شي چې هم دغه قيصه دَ يو څو پېړيانو ورسته داسې شهرت اومومي .... لكه " لېلا او مجنون " ، "اّدم او درخانۍ" او يا په خپل اصل نومونو " سېلاني او وسا" -

دَ دې ناول ليكونكی چونكه يو ډېر تعليم يافته او جهان ګشته سړی دی � نو ځكه ممكنه ده چې بېخي زيات پښتانه ورباندې پوهی نه شي او دَ هغه دغه قيصه مبهمه اوګڼي .. يا دَ هغوئ په استعداد قيصه ورته كړكېچنونه رامخي ته كړي � خو دَ دې دا مطلب هرګز نه دی ، چې پښتانه به دا ناول نه لولي � بلكه زما دا خيال دی چې دَ نن پښتانه لوستونكي به دا ناول دَ دې ناول دَ اوچت معيار لرلو دَ وجې خامخا لولي � او له دې نه به .. دَ پښتو خبره هم څه نوره دَ معيار ساتلو په لور ګامونه اوچتول شروع كړي � او ليكوالان به لږ نور دَ محنت او همت نه كار اخلي � په وړمبي ځل چې ما دَ دې ناول سكرپټ اولوستلو .. نو رښتيا خبره دا ده ، چې نه شوم پرې پوهه .. خو بيا چې مې دويم او دريم ځل اولوستلو ..نو دَ دې ناول ټوله قيصه مې په ذهن كې داسې نقش شوه � چې ما دغه مضمون چې كله ليكلو ، نو ما ډېر كم پوائنڼس دغې ناول نه واغيستو � زما په خيال چې .. ناول هم دغه رنګه ليكل په كار دی ، چې دَ هغه پلاټ يا قيصه او تهيم دي دېرپا اثر او تاثيراولري � دا ناول دَ قيصې يا پلاټ دَ لحاظه چې څومره دلچسپ او بهترين دی .. هغسې يې قيصه دَ كنټرول نه اوتې هم نه ده .. يو ترتيب او تسلسل سره قيصه مخې ته ځي او ليكونكی ځان سره سره وړي � ولې چې دلته دَ يوې قيصې سره تړلي ځينې نوري قيصې هم په ډرامائي او افسانوي انداز كې مخي ته ځي او راځي � او دا وړوكې قيصې دَ مختلفو دلچسپيانو نه ډكي ليدلی شي � هم په دې خو .. دَ دې دومره لوی كتاب په لوستلو باندې لوستونكي بور كېږي نه �

كېدلی شي .. چې ځينې نقادان دَ خپلې ناپوهۍ دَ وجې په دې ناول تور اولګوي .. او دې ناول ته هم دَ سفرنامې نوم وركړي � لكه دَ هغه وَ سفرنامو ته ځينو نقادانو سفري ناولونه وئيلي وو � ولې چې په دې ناول كې دَ قيصې سره سره تر نيم درځن زيات ملكونو دَ سفري حال او دَ هغو ځايونو دَ تهذيب او تمدن په باب معلومات موجود دي � خو افضل شوق قصداً دا كوشش په دې ناول كې كړی دی چې هغه وَ خپل لوستونكي ته يو داسې ناول وړاندې كړي .. چې په هغه كې دَ ذهني او روحاني تفريح سره سره څه علمي فائده هم اورسي � يعنې دلته په دې اړه هغه دَ زړو قيصو او نكلونو دَ مقصدي چل نه هم كار اغيستی دی او دا غواړي چې دَ هغه ناول دي هم يو مقصد اولري .. او علمي بحث دي پرې مخې ته راشي � ځكه دَ افضل شوق وَ دې جذبې ته مونږ شاباشی وئيلی شو � او زه دَ هغه دغه زيار ته دَ قدر په نظر ګورم � خو.. دا وايم چې دا ناول دی او ناول هم داسې ناول .. چې قيصه او دَ قيصې بيان يې دَ زمان او مكان دَ قيد نه اّزاد ښكاري � نو په دې خو.. مونږ كه څه هم دغه خپل ناول نګار افضل شوق دَ انګرېزۍ ژبې دَ مشهوره ناول نګارانو رچرډسن اوفيلډنګ سره نشو درولی .. نو كم از كم دَ ځينو ډېرو ښو اردو ناول نګارانو په صف كې يې ضرور اودرولی شو�


دَ شوق په ناول كې كردارنګاري

په ناول كې دَ پلاټ يا قيصې پس دويم اهم كار په هغه قيصې كې دَ كردارنګارۍ ګڼلی شي � او دَ دې په باب ډېري روائيتي نظريې او مروجه تعريفونه مخي ته راځي .. خو زه دَ دې دور دَ يو لوستونكي په حېثيت دَ نن هغه تعريف دَ ناول په باب منم .. چي ورته " دَ ژوند اشاريه " يا په نورو ساده ټكو كې دَ "ژوندقيصه " وئيلی شوی � او په ژوند كې هر څه او هر رنګه څيزونه شته � لكه په ژوند كې وقتي افسانې ، ډرامې او قدم په قدم الميې او واقعې نه علاوه ټولنيز اخلاقيات، سياست، دَ تمدن فلسفه، معيشت ، معاشرت او محبت .. كوم چې انسان ته دَ انسان سره دَ ژوند كولو چلونه ښائي � نو ځكه زه دَ مغربي ناول نګارۍ نه متاثره په دې يم .. چې هغو په دې صنف ادب كې ټولو نه زيات كاركړی دی او په هغو خلقو كې دَ ناولونو وئيلو ډېر زيات رجحان دی � هم په دې دليل .. هغوئ په دې صنف كې غښتلي بللی شي � دا وئيلی كېږي چې په مغرب يا انګرېزانو كې هر هغه ناول ښه بللی شي چې كردارونه په كې كم نه كم او دَ قيصې دَ ډيمانډ مطابق ډېر په سوچ او فكر ځای كړل شوي وي � او دَ دغو كردارونو تقسيم دي داسې شوی وي .. چې دَ قيصې دَ الميو ، غم ، خوشحالو او يا نورو واقعاتو سره سم په سمه مطابقت هم اولري � يعنې دَ ناول هر كردار دي دَ هيرو په رنګه هركوليس نه وي .. او نه دي هر يو دَ ويلن په بڼه شېطاني خاصې اولري � بلكه ځينې داسې كردارونه خو هم په ټولنه كې وي چې هغوئ وي خو خاموشه كردارونه ، لاكن خپل خپل مصلحتانه ، غاصبانه يا همدردانه رول خامخا لوبوي � او دَ هغوئ وَ كردار ته اهميت په دې وركول كېږي چې قيصه .. دَ هم دغو بظاهره عامو كردارونو دَ وجې نه خو مخ مخ ته مزل كوي � زه چې دَ افضل شوق وَ دې ناول ته ځيره شم .. نو ماته دَ هغه په قيصې كې دَ كردارونو يو لوی تعداد مخې ته راشي � خو بيا چې غور او فكر ورباندې اوكړم .. نو وايم چې دَ قيصې دَ طوالت دَ حسابه دا كردارونه زيات نه .. بلكه ډېر كم محسوسېږي � ولې چې دَ پلاټ دارومدار په يو داسې اوږدې قيصې باندي ايښی شوی دی چې په هغه كې دَ هيرو دَ ژوند او لټون پوره نكل او دَ هيروئينې دَ مينې درست داستان موجود دی � او هغه هم داسې داستان .. چې په زرګونو كلونو محيط ښكاري � نو ځكه دَ افضل شوق په ناول كې كردارونه كه بظاهره زيات .. خو دَ اصله كم ليدلی شي � په كوم كې چې يو درځن نه څه زيات كردارونه ژوندي دي او نور په تړلو خلو دَ قيصې دَ ضرورت مطابق موجود پاتې دي � بلكه كه په غور اوكتلی شي .. نو تش نيم درځن داسې كردارونه به په نوټس كې راشي ، چې هغوئ دَ هيرو او هيروئيني سره قيصه سرته رسوي او باقي ټول كردارونه داسې دي چې وخت په وخت پيدا كېږي او فنا كېږي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery