مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پروني مخونه ( دَ سېلاني افضل شوق ناول)

 دلته خبره دا ميانځ ته راځي چې دَ افضل شوق په دې ناول كې چې كوم كردارونه وضحه كړل شوي دي .. اّيا هغه ټول دَ قيصې دَ ضرورت مطابق دي او كه هسې نومونه ورګډ كړل شوي دي � په دې اړه كېدی شي چې ځيني زما له دې رائی سره اختلاف اوكړي چې ګني په دې ناول كې هر خاموش او ژوندي كردار ته صحيح ځای وركړل شوی دی .. هيچرته او هيڅكله هم يوكردار په ذهن بوجهـ كېږي نه � خو نقادان به هم غلط په دې وجه نه وي چې .. دلته دَ فرعونانو سره سره دَ هغوئ دَ هري هغې شهزادګۍ يا راڼۍ نوم يا كردار اچول شوی دی .. چې دَ ډاكټر وسا( هيروئينې ) دَ روئيو او خويونو سره مطابقت نه لري � لاكن زه ورته صحيح ځكه وايم چې دَ فرعونانو تاريخ چې څومره فرعونان په ريكارډ باندي لري .. دَ هغو په مقابله كې دَ فرعوني شهزادګيانو نومونه كم مخې ته راغلي دي � او دا دَ دې ناول نګار خوبي ګڼم چې هغه ټولي فرعوني شهزادګياني او راڼياني په نومونو را ژوندۍ كړې � دا بېله خبره ده .. چې هره فرعوني راڼۍ هم .. دَ قلوپطره يا دَ دې ناول دَ هيروئينې هومره ښايسته هم وه كه نه ؟؟ خو چونكه افضل شوق دَ خپلي دې ميني اّغاز او انجام فرعوني داستان ته سپاري .. نو بيا خو دغه ګيله يا اعتراض دَ نقادانو هم نه شي بې ځايه كېدلی .. چې ګني .. شوق په خپل ناول كې په تاريخ كې هره ياده شوي ښځه فرعونه ولې راوړي ده ؟ خبره تر دې حده صحيح ده .. خو ځواب يې كېدلی شي چې زما په رنګه نور نقادان هم داسې اوكړي .. چې هغه ځكه .. چې هر نر فرعون چې تاريخ په ښه يا بد نوم ياد كړی دی .. په رول كې دَ دې ناول " خپله " خو هم ياد شوی دی �

څومره كرادرونه چې دَ افضل شوق په ناول كې دَ هيرو (هغه) سره ژوندي ياد شوي دي او يا دَ هيروئينې (وسا) خواو شا ذكر شوي دي .. هغه ټول تر اوسه ژوندي او دَ هغوئ دَ ميني ګواهي وركولی شي� دا يو داسې لوئيه خبره ده .. چې ناول نګار په خپل دې زيار كي دَ هغو ليكوالانو په صف كې دروي چې په دُنيا كې ډېر كم او دَ نه برابر ياد شوي دي � او هغه هم داسې ليوني لكه خپله افضل شوق چې دی .. چې دَ خپلي ميني دَ ډاكټر وسا(چې اوس دَ هغه كور والا ده) سره ټكي په ټكي بيانولو ته جوړېدلی دی � شايد په دې چې هغه ځان دَ يو داسې رښتوني شاعر، سفرنامه نګار او ناول نګار او ګوره چې لا څه او څه په حېثيت دَ همېش دپاره ژوندی ساتل غواړي � چې تر قيامته يې نوم او نشان پاته شي � ګني كه مونږ لږ فكر اوكړو .. نو په پښتني معاشره كې داسې څوك كولی شي لكه هغه چې په دې ناول كې كړي دي.. هو، دَ يو نېك مقصد او مقدسه مشن تر سر كولو په نيت � او كوم څيز چې به هغه دَ ناول په نړئيز تاريخ كې ځانګړی كوي، هغه دَ ده رول په حېثيت دَ هيرو(سېلاني) او راوي دی -

غرض دا، چې دَ وړمبي فرعون ظالم سنېفېرو.. بيا مخته فرعون خوفو او دَ هغه دَ زامنو فرعون خافرا او فرعون مينكورا علاوه دَ فرعوني راڼۍ خاميريرنبيتي، شهزادګۍ نېفرتيابيت ، راڼۍ هيتيفيريس ، هاتشيپسوت او داسې نورو راڼيانو نه بيا تر رعمسيس الثاني پوري او دَ هغه تر راڼۍ پوري داسې كردارونه دي .. چې دي خو تاريخي مړه كردارونه .. خو افضل شوق په ډېر هنر دَ دې قيصې برخه ګرځولي دي او غږولي يې هم دي � كوم چې په تاريخ كې ياد شووْ خوئيونو په مناسبت دَ هيرو" سېلاني" او هيروئيني " وسا " دَ هغه وخت دَ قيصې دَ ضرورت تحت وړاندي كړل شوي دي � يعنې كه دَ وسا دَ غصې او خفګان خبره مخته راځي نو دَ ظالم فرعون سنېفيرو دَ جلالي راڼۍ هتېفيريس رول لوبول كېږي � خو بيا چې يې دَ ښائست ذكر كېږي ، نو دَ خپل فرعوني عهد تر ټولو نه ښائسته ځواني مرګه شهزادګۍ نېفرتيابيت غږول كېږي � او بيا چې دَ رحمدلۍ او ښې روئې خبره كوي ..نو دَ فرعوني تاريخ يو بله ښځه چې هغه هم نېفرتيابيت نومېږي يادېږي � او بلي خوا ته هيرو دَ فرعون خوفو نه تر رعمسيس الثاني پوري چې كوم كوم فرعون څنګه روئيه او خوئيه دَ خپلې راڼۍ په اړه روا كړي وه .. هم هغسې په دې ناول كې افضل شوق هم ښكاره كړي او ياده كړي ده � نه يواځې دا .. بلكه بيا چې قيصه دَ فرعونانو نه تر قلوپطره او جوليس سيزر .. بيا نورويعنې يونانيانو او زړو عربيانو او تر" حال " را رسېږي .. نو كردارونه دَ سېلاني او وسا په شكلونو او يا خواوشا كې خپلې بڼې ډېر په خوند او مزه داسې بدلوي رابدلوي � چې دَ بنده دَ خلې نه يو دم دا خبره اووځي چې ... افضل شوق واقعي چې په دې ناول كې كردارونو ته نه يواځي دَ زمانو زمانو تاريخي څېرې وركړي دي بلكه دغه كردارونه يې په ډرامائي انداز او په افسانوي خوند اوحقيقي رنګ كې هم وړاندې كړي دي �

دَ شوق په ناول كې مكالمې

په يو ناول كې دَ پلاټ او كردارونو ټاكلو پس خبره دَ كردارونو دَ هغه رول په لور راځي چې هغوئ يې په مكالمو كې رامخي ته كوي او تمثيلي شكل وركوي � نو په دې حقله به اووايم .. چې يو وخت داسې هم وو، چې مكالمې به اوږدې اوږدې په ناول كې راوړل كېدې � خو دَ نن جديد ناول دا خبره دروغ كړله او مكالمو ته يې دَ اختصار شكل وركولو سره سره څه غوندې په علامتي پېرائيه كې اشارتي ژبه هم وركړه � يعنې خبره وړه .. خو با مطلبه او په معنوي اعتبار اوږده دَ ننني ښه ناول ډيمانډ اوګرځېده � ولې چې نن وخت هيچا سره نيشته � اختصار ته دَ تفصيلي اظهار او معنوي ژبه وركول دَ ننني ناول سټېنډرډ وئيلی شوي دي � نو راشئ چې دَ افضل شوق دا ناول دَ ناول دَ دې جديد تعريف په رڼا كې اوګورو � چې هغه څومره ښه او تكړه ناول نګار ثابت شوی دی؟

كه مونږ دا ناول په غور اولولو، نو دا خبره به مخې ته راشي چې افضل شوق په خپل دې ناول كې مكالمې ډېري مختصرې دَ قيصې برخه جوړي كړي دي � هغه په وړو خبرو كې لوئيې معنې رانغاړلو كوشش كړی دی � او تر ډېره حده پوري كاميابه شوی هم دی � دا لاندېنۍ مكالمه دَ دې يو ښه مثال دی ..

"- رانا .. منم چې ډېره ښائسته يې او كه اوغواړې نو دَ فرښتې ايمان هم ختا كولی شې � خو په دې زړه كې ستا دپاره چې كوم ځای ما دَ دوستۍ په نيت غوره كړی دی .. هغه په هوس نه شي بدلېدلی
ګوره چې هغې به څله دا خبره دَ توعين په حقله اغيستله او په خندا به يې بيا ييا ورته وئيلو..
- چپ شه سېلانيه .. داسې مه وايه ..كه درته په رښتيا شوم نو هر څه به در باندې هېر كړم .. ښه !!
خو سېلاني به هم ورته وئيلو..
- كثير مشكله
- لا لا مُش مشكله حبيبي
او هغې چې به بيا په خپل مخصوص انداز كې دغه رنګه ورته اووئيلو ، نو به ورسره منوېلا ، پُو،
عقود او بېسنك مورتي هم خندا ته داسې اوجوړېدلو چې دَ درستې پارټۍ به ورته پام شو" -
( شوق "پروني مخونه " ... فصل _ ۶ ... مخ ۱۱۲-۱۳)

هم دغه رنګه په دې ناول كي يو بل ځائی هم يوه داسې مكالمه رقم شوي ده چې لوستونكي ورنه دَ دې ناول او ناول نګار په باب يوه نا يوه حتمي رائی ضرور قائمولی شي � ولې چې دلته شوق ( سېلاني ) دَ هرڅه نه بالا تر .. لاكن يو ښه انسان ليدلی شي �

" - دا سوپيس او فلوريتا څنګه له يو بل سره دومره په مينه مينه ليدل كېږي ؟ كه څه هم يوه كټره مسلمانه او بله عيسائي ده"
يوه ورځ چې دَ وسا په موجودګۍ كې ډاكټر پُو دا خبره دَ سوال په توګه پورته كړه ، نو سېلاني ورته وئيلو ..
- مذهب له انسانه دَ انسان جوړولو او انسان وَ انسان ته دَ نيزدې كولو وظيفه سرته كوي
اوس به يې لا نور څه وئيلو ، چې دَ پُو له خلې يو دم داسې خبره ناببره اوختله .. ګوا
- سېلانيه !! ته دَ سوپيس په حق كې نن سبا ډېر ښكارې
بيا چې يې خپلې دې غلطۍ ته پام شو ، نو وائي ..
- زما مطلب دا ، چې هغه په اسلامي جامه كې ګرسره ښه نه برېښي .. خو ته ورته ښه وائې ...
وسا كه څه هم هيڅ نه اووئيلو، خو دَ سېلاني په خوا يې داسې په سواليه نظرونو اوكتلو .. لكه هغه چې هم دَ ده دوستي له سوپيس سره نه خوښوي " -
( شوق "پروني مخونه " ... فصل _۱۳... مخ ۲۰۰ )

دا او داسې بېخي ډېري مكالمې دي چې لوستونكي په سوچ وهلو مجبوره كوي .. خو معنې او مطلب ډېر ژور او فكري لري � يعنې افضل شوق په خپل دې ناول كې ډېري زياتي خبري په علامتي اشارو كې ځكه كوي چې دا قيصه دَ هغه خپله او دَ هغه دَ محبوبې ( چې اوس دَ هغه كور والا ده) قيصه ده � نه تش دا.. بلكه افضل شوق په باب دا وئيلی شي چې هغه كه شاعري كوي او كه نثر ليكي .. خبري په اشارو كې كوي � نو ځكه دَ خپل ادبي فطرت دَ وجې هغه په دې ناول كې هم خپله هغسې ادبي روئيه په علامتي پېرائيه كې څرګندوي � هغه دَ اختصار قائل دی او نه غواړي چې دَ لوستونكو قيمتي وخت ضائع كړي � نو ځكه په دې ناول كې وړې .. خو بامعني او علامتي خبري داسې په سواليه انداز كې كوي .. لكه

"- نن زه درته دَ دې واده مباركي نه وايم
- څله .... ؟؟
- ځكه چې زه نه غواړم، چې دَ خپلو ارمانونو جنازه دَ ټولو له مخه پورته كړم
- ګوره سوپيس .. دا جنازه ستا دَ ارمانونو نه ،بلكه ستا دَ يوه دوست دَ خوشحاليانو يوه ستره موقعه ده
- هو، ده خو .. لاكن ... ؟؟
( شوق "پروني مخونه " ... فصل _ ۱۷... مخ۲۶۱-۶۲)

په دې " لاكن " كې ناول نګار ډېري خبري پټې ساتلي دي او دا دَ دې ناول نګار هغه خوبې ده .. چې اكثره سوالونه دَ ځواب په نيت دَ لوستونكو په مرضي ځكه پرېږدي .. چې هغه اخلاقي حدونه پارول نه غواړي �

دَ افضل شوق دا ناول په داسې ښكلي او اخلاقي انداز مكالمې لوستونكو ته وړاندي كوي چې بنده ورته په سوچ كې ډوب پاتې شي � خو دَ مزې خبره دا.. چې دَ هغه په مختصرو مكالمو كې ډېري تفصيلي اشارې پټي دي .. لكه دا مكالمه چې بلا ډېري معنې دَ لوستونكو په ذهنونو كې رابرسېره كولی شي ..

" سېلاني به لا دَ امينه دَ خبري په ځواب كې دَ هغې دَ تاتا وسا په باب نور څه وئيلو ، چې وسا په خندا كې اووئيلو..
- هو، زه په دې وجه خبري اوچې كوم، چې په خوبونو باندې ګرسره يقين نه لرم
- لاكن خوبونه خو بيا هم سړي ته راځي
- راځي دي
- نو بيا به يې منې هم قلوپطره ډئير
دَ سېلاني له خلې دَ " قلوپطره" توری څه اوختلو، چې هغې اوخندلو او په خندا خندا كې ولاړه شوه او امينه هند يې دَ سيدي فرج دَ سمندر دَ راغلي څپې سره بيرته ملګري چې كله دَ ژورو اوبو په لور رهي شوله ، نو يې وئيلو ..
- خو زه لا تر اوسه هم يو نوم ځكه نشم دركولی ، چې ته خپله ښه خبر يې -
- لاكن په څه ؟
او بيا چې دوه درې ځله دا وړوكي تپوس سېلاني تكرار كړو، نو هغې هلته له ليري څخه ځواب داسې ور بيا كړو ..
- ته چې خپل ځان څه ګڼې .. هغسي شه وَ ماته
- زه ځان څه ګڼم ؟ ... څه یم ؟ او څوک شم وَ دې ته ؟
هم ځكه خو سېلاني يو ځل بيرته په خپل فكر كې وَ ځانته دَ هر راپورته شوي سوال په ځواب كې سوال شو" -

( شوق "پروني مخونه " ... فصل _ ۲۰ ... مخ ۳۰۵)

دا هغه سوال دی چې دَ سېلاني دَ كردار يا خويې سره تړلی بې ځوابه ليدی شي او كوم لوستونكي چې ناول دَ اوله سره نه وي وئيلی .. هغه كله هم نشي پوهېدلی � دا دَ دې ناول هغه خوبي ده .. چې بې دَ لوستلو يې انجام ته هيڅوك نه شي رسېدلی � ولې چې دا ناول فلمي وژن لري .. خو دَ پښتو دَ فلم په رنګه نه � دلته ناول نګار هغه انداز په ډېر هنر خپل كړی دی � چې نن په مغرب كې دَ سسپنس په نوم يادېږي � دې نه علاوه په دې ناول كې داسې مكالمې هم په اّخري بابونو كې شاملې كړل شوي دي .. چې قيصه دَ دې ناول اختتام ته نه رسوي � بلكه لوستونكي تږي ځكه ساتي � چې هغه دا قيصه لا خو سر ته رسېدلي نه ګڼي او غواړي چې مخته هم جاري پاتې شي ... خو دا قيصه به مخته دَ ناول نګار هغه لور برېشنا خان جاري ساتي .. چې په پښتو نه پوهېږي � په دې ورستۍ خبري يا مكالمې كې هغه سوالونه چې ځواب طلب دي .. تاسو كتلی شئ ..

"- بس كه ماما بس كه .. نوره مخته مه ځه .. اوبه ډېري ژوري دي او دَ پاپا لامبو هم نه ده ايزده"
( شوق "پروني مخونه"... فصل _۲۴ ... مخ ۳۵۴)


دَ شوق په ناول كې منظرنګاري

وئيلی كېږي چې ناول داسې ليكل په كار دی چې څوك يې لولي .. نو هغه دي داسې محسوسوي لكه هغه چې يو ښه فلم ګوري � او زه هم په دې اړه كې دغه رنګه سوچ لرم .. خو يو سوال مې په ذهن كې په دې باب داسې هم راپورته كېږي .. چې لكه څنګه چې دَ نن ډرامه دَ پرون له ډرامې نه بېله او بدله ده ..هم نوره نوره بدلېږي � نو دغه رنګه دَ نن فلم خو هم دَ پرون نه بدله بڼه او ډيمانډ لري � نو اّيا دَ نن په ناول كې هم دغسې بدلون په كار دی او كه نه ؟ څه هم كه ځواب په " هو.. بې شكه ولې نه " كې سر ته را اورسي � خو دغه اثباتي ځواب به دَ نن دَ ناول كردارونه دَ سينونو او منظرونو په فرېم كې هم دََ فلم په شان " كټ ټو كټ يا شارټ كټ " يا نېغ په نېغه قيصې سره خواوشا كې ښكاره كوي � كوم چې لازمي خبره ده .. چې تجريديت او ابهام ميانځ ته راوړي � اوس دلته دا سوال پيدا كېږي چې اّيا .. دغه فارمولا به په پښتو ژبې كې ليكلې شوي ناول باندې هم لاګو كېږي ؟ او كه دَ دې ژبې ناول هم دَ دې ژبې دَ فلم په شان نيم كلاسيكل انداز ته نيږدې نيږدې ليكل پكار دی ؟

پورته رابرسېره شووْ سوالونو نه زما مطلب دلته دَ افضل شوق دَ دې ناول .. چې په جديده پيرائيه كې ليكلی شوی دی په حق كې داسې بحث كولو نه دی � چې دَ پښتني ناول دَ روائيتي چاپ نه يو طرف ته اوساتلی شي � ولې مونږ پوهی يُو ... چې " پروني مخونه" څه هم كه په پښتو ژبي كې ليكلی شوی كتاب دی خو پښتني مزاج نه لري او نه يو عام او نا لوستی پښتون قاري ترېنه هغسې خوند اغيستلی شي لكه كوم خوند چې هغه دَ قيصه خوانۍ دَ دوكانونو په تهړو باندې پرتو فلمي قيصو او زړو قيصو يا نكلونو نه اخلي � كېدی شي چې زه هم دَ دې ناول هغسې نه اوستايم .. څنګه چې ستائيل په كار دی � زما يقين دی چې دَ دې ناول سره انصاف يو داسې نقاد كولی شي .. چې عالمي ادب يې لوستی وي او دَ اوسنۍ ادبي روئيو نه باخبر وي .. هم ويژن يې پراخ او اّفاقي وي � خو وايم به په دې چې چرته شوق صاحب دا نه اوګڼي چې ګني په پښتنو كې دَ هغه په دې ناول هيڅوك نه پوهېږي .. يا پوهېدل نه غواړي �

زما دَ پوهې مطابق په ناول كې منظرنګاري تش دَ منظرونو او نندارو يا ماحول رانغاړل نه دي .. بلكه دَ قيصې دَ ښه وضاحت او تسلسل ساتلو دپاره دَ كردارونو په صحيح وخت ، په صحيح موقعه او صحيح مناسبو بڼو كې ښودل هم دي � ولې چې ناول دَ انساني ژوند يوه داسې صحيفه وي چې په كې دَ ژوند دَ ستړياګانو، دردونو او دَ غم يا خوشحالۍ دَ كېفيتونو تاريخ رقم كېږي � او په تاريخ كې دَ ښكلو نندارو، منظرو او جغرافيائي ماحول نه زيات انساني واقعات ، دَ هغوئ روئيې او وختونو سره تړلي رشتې څېړلی شي � هم ځكه خو قيصه دَ ناول دَ غوره شووْ كردارونو په لاس كې وركول په كار ده � كوم چې په دې ناول كې افضل شوق كړي دي او زيات اهميت يې خپلې قيصې ته وركړی دی � ځكه دَ ده كردارونه ژوندي ژوندي او سترګو وړاندي محسوسېږي � كه مونږ اوګورو .. نو په دې درست ناول كې هم دومره ماحولياتي منظر نګاري نه ده شوي .. څومره چې ځمونږ دَ پښتو يا دَ اُردو ژبې دَ زړو ناولونو په يوه باب كې شوي ده � خو دَ دې باوجود هم افضل شوق په يو ښه او پُرتاثيره ناول ليكلو كې كامياب شوی دی � كوم چې دَ ده هنري كمال څرګندوي .. او افضل شوق په پښتو كې دَ يو ډېر.. بلكه بېخي ډېر جديد ناول نګار په حېثيت ميدان وهلو ته راغلی دی � يعنې په دې نيت او سوچ .. لكه څنګه چې دئی په شاعرۍ كې دَ نوي فني انداز او نووْ فكري اّّفاقي موضوعاتو سره تړلی شاعر يادېږي .. او هم دغه رنګه دئی په سفرنامو كې دَ ابن بتوطه په رنګه سېلاني هم مشهور شو � لنډه دا، چې افضل شوق دَ خپل نظم او سفرنامو په رنګه دَ پښتو دَ ناول بڼه هم دَ روائيتي قيصې نه دَ باقاعده اوسني معياري ناول په شكل كې راړول غواړي � او زما يقين دی چې دلته به هم ځينې پښتانه نالوستي نقادان هغه په دې جرم معاف نه كړي �

راشئ چې په دې لاندېنۍ پهره كې دَ افضل شوق په ناول كې دَ منظر نګارۍ نمونه او انداز اوګورو�

" او څه وخت ورسته دَ هغې فرعوني راڼۍ په اشاره باندې يو دنګ او پنډ جلاد، چې تك تور سړی وي په اوږو يو غټ ساتول را اغيستی وي دَ سېلاني په خوا چې څنګه ور روان شي ، نو هغه په چيغو چيغو وائي ..
- زه بې قصوره يم .. زه بې قصوره يم
خو جلاد مخ مخته ور روان وي له تناوزمه خنداګانو سره � او داسې هم وائي ..
- تيار شه مرګ ته اې مشركه
بيا دَ يوې غټې قهقهې وهلو ورسته وائي ..
- ستا سزا دا ده چې تا شرك كړی دی
- شرك؟
په ميدان كې ټول غلامان په يوه اّواز داسې دَ حېرانتيا اظهار چې څنګه اوكړي ، نو هلته لرې دَ راڼۍ هاتشيپسوت سره په يوه اړخ كې ناست يو بل خېټور درباري راپورته شي او په خپل درانه غږ كې وائي ..
- هو.. دې سېلاني ګستاخ دَ يوه خدای په وړاندې دَ بل خدای درولو هڅه كړي ده
نو ځكه سېلاني دواړه لاسونه پورته كړي او په تېره چيغه كې وائي ..
- دا دَ وخت دَ راڼۍ دَ سترګو دهوكه ده .. شرك نه
اوس به يې لا نور څه په خپلې صفائي كې وئيلو، چې دَ خيال له فرعوني نړۍ څخه ناڅاپه هغه وخت خپلي زمانې ته راستون شي، چې وسا ورباندې غږ اوكړي ..
- سېلانيه .. درځه چې كوزېږو .. پورټ سعيد راورسېدلو"
( شوق "پروني مخونه " ... فصل _ ۱۴... مخ ۲۱۷-۱۸)

دا پورته نقل شوي مكالمه چې څه هم كه زياته منظر نګاري په كې نه ده شوي .. خو دَ لوستونكې په ذهن كې دَ دې مكالماتې اشارو نه دَ منظر او سين بالكل واضح تصوير جوړ كړي � او دغه رنګه سټائل په دې ناول كې دَ منظرنګارۍ دپاره په كار راوړل شوی دی � يعنې افضل شوق په خپل دې ناول كې داسې تجربې ډېري زياتې كړي دي � او هر منظر ته يې په اختصار تصويري بڼه ډېره په فني هنر داسې وركړي ده � چې دَ لوستونكي په ذهن كې دَ سين يا دَ واقعې په حقله هيڅ ابهام يا تنده نشي پاتې � راشئ چې دا لاندېنۍ بله واقعه هم اوګورو چې افضل شوق په كې دَ منظرنګارۍ په اړه څومره په خپل اختصاري انداز كې كامياب شوی دی ؟

" دا دُنيا زما ده او زه دَ دې ټولي نړۍ يوازينی خدای يم � دَ رېګ ميدانونه زما دي، غرونه زما دي .. په سر اسمان او دلا ندې دا ټوله ځمكه زما ده او ....
هغه به له قهره ډك نور نور څه وئيلو، چې دوې ښائسته پېغلې دَ شرابو له سُرايانو سره په موسكا كې په دربار راننوتلې او په يوه صلاح يې په لوړ غږ كې ورته اووئيلو..
- او مونږ هم ستا يُو اې دَ وخت زوروره فرعونه !!
فرعون دَ هغوئ په لور كتلو ورسته يو دم چپ شو او بيا يې هغوئ ته په ځير ځير كتلو كې نرۍ موسكا په شونډو څه راغله ؟ چې په دربار كې ناستو ساه نيولو خلقو هم سترګي اورپولې او را ژوندي غوندې شولو�
فرعون بيرته دَ كېنستلو ورسته په دربار كې يوې بلې خواته چې سترګې لا سمې نه وې غړولې ، چې درست درباريان ورته په سجدو كې پرېوتلو او هغه وَ جلاد ته ورغږ كړو ..
- سينيج مه وژنه
تور خرټ او خېټور جلاد په خپل ځای باندې تم كېدو ورسته وَ فرعون ته چې څنګه په مړو اوكتلو، نو هغه ورته سر په اثبات كې ښورولو ورسته وئيلو ..
- نه ګورې .. چې دَ سينيج سوري لُوڼي دَ ده دَ سر خېر غواړي ؟ "
( شوق "پروني مخونه " ... فصل _ ۱۴... مخ ۲۲۵)

دا پورتنی منظر هم دَ يو مكالمې دَ لارې په ډېر اختصار كې دَ واقعې وضاحت كوي � اوس كه .. واقعه يا قيصه په لنډو خبرو كې واضحه كېږي .. نو وَ تفصيلي قيصو او نكلونو ته څه ضرورت ؟ دا هغه سوال دی چې شايد افضل شوق يې په ذهن كې دَ ليكلو په وخت لري � او دئی په خپل دې سوچ كې صحيح هم ځكه دی چې نن سبا وخت ډېر كم وي � خلق په لږ وخت كې ډېر څه كول غواړي .. او دَ نن ډيمانډ هم دغه دی � يعنې هر ليكوال ته په كار دي .. چې هغه هر څه په لوستونكو نه اوتپي � بلكه خبره دي دَ افضل شوق په شان وړه .. خو با مطلبه او په نوي انداز اوكړي � نو دغه رنګه به پښتون ليكوال محنت كولو ته جوګه شي او پښتانه لوستونكي به دَ نووْ نووْ خبرو په تلاش كي بيا كتابونه هم لولي .. انشاالله �


دَ شوق په ناول كې طرزبيان

وئيلى كېږي .. چې ټولو نه ښه او كامياب ناول هغه وي .. چې په كې دَ ژوند حقيقي تصوير وړاندې كړل شوی وي � او داسې افضل شوق هم كړي دي � ولې چې څنګه چې دَ دې ناول " پروني مخونه" ابتدا دَ يو مسلسل تلاش او سفر سره تړلي ښكاري .. هم دغه رنګه په دې ناول كې دَ زرګونو كلونو پخوانۍ زمانې نه تر اوسنۍ زمانې دَ تاريخي حقائقو په اوږو يوه قيصه رارسول ډېر لوی ادبي فن دی � كوم چې ناول نګار نه يواځې دغه شاهكار كاوش په ډېر هنر او كمال قلمبند كړی دی .. وخت يې وركړی دی .. خپل وس نه يې زيات انصاف ورسره كړی دی � ولې چې ناول دَ ناول په فارم كې ليكل ډېر ستړی كار دی .. خو شوق صاحب دغه مشكل كار مونږ ته اسانه كړی دی � او دَ ناول قيصه يې داسې په ډرامائي انداز تر سره كړې ده � چې په هر دويم ګام يو وړكوټې واقعه يا افسانه مخې ته راځي � دَ حادثاتو ، واقعاتواو مشاهداتوعلاوه دَ تجرباتو دغه بهير چې څنګه څنګه دَ ماضي نه دَ حال په لور لاري لنډوي ...نو دَ ناول نګار خيالات او افكار هم هغسې دَ تغير دَ مرحلو نه راتېرېږي � يعنې په دې ناول كې دَ ذكر شووْ قومونو دَ تهذيب او تمدن نه علاوه دَ ملكونو سېلونه هم په كې داسې رقم شوي دي .. لكه بنده چې يو ښه تاريخي فلم ګوري � او دا دَ يو ښه .. بلكه يو ډېر جديد ناول خوبي بللی شي � دَ دې ناول قيصه ډېره اوږده ده .. خو افضل شوق داسې په هنري اختصار سرته رسولي ده ، چې تنده په كې تنده نه پاتېږي � او تر ټولو لوئيه خبره په دې كې هغه پښتني طرز دی .. چې دا قصيه په كې بيان شوي ده �

افضل شوق .. چې په دې ناول كې قيصې ته څنګه دَ سفرنامې افسانوي رنګ په ډرامائي انداز وركوي � دغه هنري كمال په وړمبي ځل په پښتو ناول كې مخې ته راغلی دی � منم چې دا دَ يو ليكوال دپاره ډېر دَ كړاوْ كار دی .. خو دَ لوستونكي ذوق، شوق ، معلوماتي او تفريحي ضرورتونه مخې ته ساتل دَ يو ښه اديب ذمه واري هم ده � او دلته شوق صاحب هم خپل فن ته هم دغه رنګه تفريحي او اصلاحي رنګونه په ډېر انصاف او خوش اُسلوبي وركړي دي � خو زياته به ښه وه كه ده دَ خپل ليك طرز لږ نور اسان ساتلی وی � داسې به دَ يو عام قاري خيال هم ساتلی شوی وو � خو بيا هم دَ دې باوجود مونږ دې ته ګوته ځكه نه شو نيولی چې دَ افضل شوق خپل يو نظر او معيار دی او ده دَ خپل مخصوص معيار دَ برقرار ساتلو په غرض شايد په شعوري توګه دغسې كړي وي � دَ دې په حواله دا وئيلی شو چې كوم معيار ده خپل كړی دی نو دَ ادب دَ يوې طالبعلمي په حېثيت زه دا وئيلی شم چې دا به دَ هر باشعوره پښتون اديب دَ سبا معيار وي � او په كار ده، چې دغه رنګ معياري تخليقات په نورو ژبو كې ترجمه كړی شي چې داسې دَ دې تخليقاتو نه نور خلق هم خبر شي �

په دې ناول كې بې شمېره افسانې ، ډرامې په مختلفو پړاوْنو قاري يو منفي كردار ( ولن ) چې تهائي لېنډ سره يې تعلق دی او سوپيس په نوم په دې ناول كې خپل كردار ادا كوي .. زيات كړی دی � څومره چې سېلاني دَ ډاكټر وسا سره مينه كوي .. سوپيس دَ هغوئ په لاره كې خنډان اچوي � خو دَ دې هر څه باوجود دَ سېلاني سوچه مينه كاميابه شي � ولې او څنګه؟؟ دَ قاري په ذهن كې دَ راپورته شووْ دې سوالونو په ځواب كې زه په حېثيت دَ يو لوستونكې دا وئيلی شم چې په دې ناول كې .. ناول نګار افضل شوق په فني اصولو دَ خپلې قيصې دَ ژوند خارجي او داخلي كړكېچنونو او مسلو ژوره مطالعه كړي ده او بيا يې په ډېري هنري سليقې سره په پښتني انداز كې دَ ناول قيصه جوړه كړي ده � او په داسې انداز .. چې افضل شوق په ناول كې پوخ كاره ښكاري � هغه په لوستونكو باندي اوتې بوتې .. دَ ځينو نورو قلمكارانو په شان نه تپي � هغه چې كوم ادبي كار هم كړی دی .. جواز يې ورته پيدا كړی دی � هم ځكه خو دَ هغه په ادبي كاوشونو كې تكنيكي نيمګړتياوي نه شي ليدلی �

يو ناول نګار ته په كار دي چې هغه دي په نظر كې دَ قيصې په مناسبت دَ ژوندحادثات، واقعات ، مشاهدات، خيالات، افكاراو تجربات نه يواځې اولري .. بلكه په داسې ژبه دي بيان هم كړي .. چې هغه دَ عوامو ژبه وي � او داسې افضل شوق هم په خپل دې ناول كې كړي دي � لاكن دَ ده قيصه لږه كړكېچنه په دې ده چې هغه دَ ماضي سره دَ حال تعلق جوړولو هڅه كړي ده او هغه په داسې افسانوي او ډرامائي پېرائيه كې ... چې يو بې سواده لوستونكی پرې كم پوهېدلی شي � خو دا دَ ناول نګار ادبي كم همتي نه شي بلل كېدی � ولې چې دغه ناول نګار دَ معياري ادب يو داسې مريض ښكاري .. چې په روائيتي دعاګانو باندې نه .. بلكه په دواګانو رغېږي � يعنې هغه .. پښتو نه يواځې دَ پښتنو ژبه ګڼي بلكه هغه دغه پښتو .. خواره پښتو دَ سيالانو سياله هم ګڼي � هم ځكه خو.. دا لېونی شوق هـركله دَ نړئيز ادب سره دَ مقابلې په نيت ليدی شي � دَ دې خبري ثبوت مونږ ته په دې ناول كې هم ترلاسه كيږي �

افضل شوق په دې ناول كې دَ واقعاتو سره تړلي قيصې او افسانې دومره په دلچسپۍ وړاندي كړي دي .. چې دَ هغه په بيانيه او مكالماتي انداز كې هيڅ قسم ابهام مخې ته نه راځي � دَ هغه لهجه او ژبه كه څه هم لږ ډېره علامتي انداز لري .. خو دَ خوږلت دَ وجې تجريدي اشكال يا بېخي زيات معنوي مشكلات مخې ته نه راوړي � ولې چې هغه خپله دغه قيصه په منطقي انداز سر ته رسولو سره سره داسې ژبه هم په استعمال كې راوړي .. چې هغه عام فهمه ده او پښتني محاوراتي بڼه لري � خو دَ دې نه علاوه هم دَ هغه دغه ژبه په معنوي اعتبار سادګي نه لري � افضل شوق دَ معيار ساتلو په غرض كله كله خپل لوستونكي په اّزمائش كې هم ساتي � خو لوستونكي دَ هغه دَ دې فكري هنر نه اوس ښه بلد شوي دي � څه چې هغه په دې ناول كې وئيل غواړي .. هغه هرڅه دَ لوستونكو دَ فهم او سمجهـ په دائرو كې ښكاري � خو شرط دا ، چې لوستونكي عام فهمه .. يا سطحي فكر او سوچ لرونكي نه وي �

په دې خبرې كې هيڅ شك نه پاتې كېږي چې دروغ ... نن ځمونږ دَ معاشرې تر ټولو لوئی ريښتيا بللی شي � دروغ وئيل .. دروغ ليكل او اورېدل نن ادبي فن ګڼلی شي � خو په دې ناول كې ريښتونی ناول نګار سېلاني افضل شوق دا خبره حقيقت ته رسول غواړي .. چې دَ معروضو بدلون ، دراصل كې دَ موضوعاتو بدلون وي � او موضوعات دَ وخت سره سره زېږونې كوي � يعنې ناول نګار يقين لري ، چې دَ انسانانو ګېر چاپېره ماحول دومره په تادۍ نه بدلېږي .. چې څومره په تېزۍ باندې دَ هغوئ احساسات او سوچونه تغير سره مخامخ كېږي � نوځكه خو دَ افضل شوق اندروني كېفيات دَ موجوده ماحول نه مخ مخته يوُن كوي � او دغه رنګه هغه غواړي چې زمانه دي دَ ده په نقش قدم روانه وي � ولې چې هغه دَ خپل ذات او خپل بې سواده قام ژوندون دَ نورو مخته وتو قامونو سره په سيالۍ كولو كې ګوري � هم دغه وجه ده .. چې هغه په وړو خبرو كې لوئی فكرونه داسې په علامتي او افسانوي انداز كې وړاندې كوي .. چې پښتانه ورته حق بق پاته شي � دا هغه طرزبيان دی چې افضل شوق يې په دې ناول كې هم دَ خپلو مختصرو نظمونو په رنګه استعمالوي � نو ځكه خو په دې ناول دَ پوهېدلو دپاره زيات وخت ، ډېر غور و فكر او شعوري ادراك نه كار اخيستل په كارېږي �

ما دَ خپل تنقيدي استعداد دَ مخې چې څومره كولی شو.. هومره جائزه مې دَ دې ناول " پروني مخونه " په اړه وړاندې كړه � نور ګوره چې په دې ناول كې لا خو څه څه شته؟ دا به وخت په وخت نقادان رامخې ته كوي � او په اّخر كې زه دا دعا كوم چې الله پاك دي دَ افضل شوق او پښتنو تر ميانځه دَ فكري فهم اوږدې لاري په دې نيت لنډي كړي .. چې پښتو په ګډه مخته بوځي � امين ثمه امين

حسينه ګل
كاكا صاحب .. تحصيل او ضلع نوښار

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery