مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

افضل شوق دَ نقادانو په نظرکې


" ......... افضل شوق فنكار هم دی او زه يې په فن مئين يم ، ځكه يې زه خپل ځان، خپل ځيګر ګڼم � دا جذباتيت نه حقيقت دی � افضل شوق .. افضل هم دی او شوق هم � افضل ورته په دې وايم چې خدای پاك ورباندې ډېر فضل كړی دی � دَ هغه شخصيت ته خواږه هم وركوي او بركت هم � هغه دَ نثري شاعرۍ يو معروف فنكار دی � دَ ډېرو هېوادونو سېل يې كړی .. ډېر څه يې ليدلي دي .. ډېر څه يې په خپل نړيوال شخصيت كې ځای كړي دي � افضل شوق .. شوق ځكه دی چې بنده ورسره يو ځل اوويني نو دَ هغه په زړه دَ اشتياق كډې واچوي چې بيا بيا مې اوليدی � شوق دَ هغه دَ نثري شاعرۍ او سفرنامه نګارۍ تر شا يو محرك قوت دی او دغه قوت داسې برقيت لري چې دَ هغه شخصيت ته يې مقناطيسيت بخښلی دی � دغه شوق دَ هغه شخصيت هزار داستاني كړی دی � زه چې دَ افضل شوق فن او فكر ته په فكر شم نو ماته سترګه ور، دانشور او سخنور ښكاره شي � زما دا يقين دی چې كه دَ هغه تصنيفات داسې په شوق چا اولوستل څنګه چې ما لوستي دي نو هم دغه څه به وائي .. څه چې ما اووئيل �
( اياز داودزئی _" مزل په واورو باندي" بېك ټائټل فلېپ 2004)
ــــــــــ

" ......... ځمونږ دې سېلاني شاعر حقائق ليدلي او تسليم كړي هم دي خو لهجه او رويه يې بېجده شاعرانه ده� احساس او شعور يې دَ فلسفي دی خو نظر او ژبه يې دَ شاعر ده � دليل يې په حق دی خو تخيل يې شاعرانه دی � چې رومانوي طرز اظهار او رموز و اسرار لري � ولې دَ دې هر څه باوجود هم دَ انا پرستۍ، خودپسندۍ، احتجاج او بغاوت غېر ذمه دارانه نعرو او دَ جذباتيت او اذيت غېر ضروري كېفياتو نه بچ پاتې شوی دی � دا سېلانی شاعر چې چرته تلی دی ، خپل شاعرانه حس او نظر يې دَ ښائست غېږه كې غورځولی دی � او دَ مينې په غږ يې پاسولی دی � دا هم حقيقت دی چې دې سېلاني شاعر دَ ښائست په ستائينې او دَ مينې په څرګندونې كې بخيلي يا كنجوسي نه ده كړي � هر چرته يې دَ حسن نه فېض موندلی دی او هر چا ته يې دَ مينې تاوْ رسولی دی � او دَ ژوند ساز يې غږولی دی � په فن كې يې دَ ژوند حقيقتونو ته يو رومانوي پېكر او رومانوي تصوراتو ته دَ يو حقيقي نظر وركولو هڅه كړی ده � او دغې هڅې دَ شاعر دَ فن كېنوس نور هم وسيع كړی دی"
( سليم راز _ " په لټون ستا دَ څېرې" مخ _ 17 او 18)
ــــــــــ

" ......... په راتلونكې كهول كې افضل شوق خپله څېره هم لري او دَ خپل انفراديت په قائمولو كې بوحت شاعر هم دی � په غزل كې دَ ده شعري رنګ دَ فكري اثباتيت رنګ دی � خو زما په نيږدې دئی دَ نظم او په نظم كې هم دَ مختصر نظم شاعر دی � دَ ده نظمونه په اختصار كې تفصيل هم ښائي او دَ ده دَ فكر په تجربې كې .. دَ تجربې بيان هم � افضل شوق موضوعات لري � او كائنات يې موضوع دی خو لطيف او خواږه اړخونه به يې تر بحث لاندې وي � افضل شوق زما په نزد دَ نظم او په نظم كې هم دَ مختصر نظم شاعر دی � دلته دَ ده كړاوْ، فكري وحدت او دَ موضوع تفصيل زيات پرله پوري ليده شي "
( پروفېسر ربنواز مائل _ " شلېدلی امېل" مخ _ 9 تا 11)
ــــــــــ

" ......... خو دَ پښتنو به پيران زوره ور وْ .. يا به دَ الله تعالى پيرزوئينه وه چې په دې كې داسې نوی كهول راپيدا شو چې نه يوازي به دَ باباګانو وياړلی تاريخ دَ خوندي ساتلو ذمه وهي بلكه دَ نوري نړۍ سره به يې ګام په ګام پر مخ بيايي � افضل شوق دَ همدغو استازو په صف كې ولاړ ليكوال دی � ده ښاغلي ، دَ ادبياتو په ډولا ډول نوعو كې په برياليتوب قلم چلولی دی � سفرنامې يې په پښتنو كې داسې نامې دي چې ان زما په شان سخت دريځي لوستونكي هم خوند پر اخيستی دی � تصويرونه يې صفا، راڼه او پر واقعيت ولاړ دي � ياد مي شي چې دَ پيښور په يوه عالمي كانفرانس كې، چا منكر په ( اووه ګامه مزل ) نيوكه كوله چې دَ بنكاك حالات يې چې بيان كړي، هغه دَ پښتني معاشرې خلاف دي � ما ورته اوويل چې شوق خو څه پښين يا لورالائي منظركشي نه ده كړي � بنكاك همدا شان دی چې ده ستايلې � سړی استوئ بنكاك ته .. تمه ورنه دَ لورالائي كوئ � په دوو نورو سفرنامو كې هم همداسې ، واقعيت ته وفادار چلېدلی دی � دَ افضل شوق په قلم دي بركت شي چې داسې ملغلرې په خپل قام لوروي"
( سعدالدين شپون _ " پروني مخونه " وړمبۍ ديباچه _2006)
ــــــــــ

" ......... ښاغلی ليكوال او شاعر افضل شوق تر اوسه پوري دَ يو سېلاني ليكوال په توګه دَ يونليكونو ډېري په زړه پوري بېلګې پښتنو لوستوالو ته وړاندې كړي دي � خو دا دی دا ځل دغه دَ نړۍ دَ بېلابېلو برخو دَ ليدلو شوقي سېلاني پښتون ليكوال دَ يو داسې ناول ليكلو تابيا كړي ده چې هم دَ نړۍ له نندارو سره تړلی دی ، هم دَ مينې له كيسو سره، هم دَ بېلا بېلو كلتورونو له پېژندنې سره او هم له هنر سره ، له كيسې او داستاني په زړه پوري بيان سره � دَ افضل شوق دغه ناول ډېري ښېګڼې لري � دَ يو ښه ناول ډېري زياتې خوبۍ يې په كې خوندي كړي دي � " پروني مخونه" يو ډېر خوږ ناول دی او په داسې بڼه كښل شوی دی چې لوستونكی په پرله پسې توګه دَ ځان په لور كشوي او نه يې پرېږدي چې دَ پاتې برخې له لوستلو يې تېر شي� او دا دَ يو داستاني اثر مهمه خوبي ده او مونږ په پښتو ژبه دَ داسې په زړه پوري اّثارو كښلو او خپرېدنګ ته ډېره اړتيا لرو � دا دَ ژبې دَ شتنۍ او اهميت نښې نښانې دي"
( زرين انځور _ " پروني مخونه " دومه ديباچه _2006)
ــــــــــ

" ......... خصوصاً دَ هغه مختصر نظم ډېر ارزښتناك دی � حقيقت دا دی چې دَ ارواښاد ايوب صابر راپس ښه او معياري اّزاد نظم ليكل ډېر مشكل كار دی ، خو افضل شوق چې په مختصر نظم كې دَ خپل فكر ، خيال او موضوع دَ اظهار او ابلاغ كوم كوشش كړی دی ، هغه خپل رنګ، اّهنګ ، خوند او تاثير لري � دَ ده اصل خوبي دا ده ، چې دَ ده په شاعرۍ باندې دَ هيڅ شاعر اُسلوب حاوي نه ښكاري � بلكه داسې محسوېږي چې افضل خپل اظهار په خپل انداز او الفاظ كې كوي � دَ افضل شوق په شاعري كې بنيادي موضوع ښكلا او دَ ښكلا لټون دی � هغه په حسن نه مړېږي � دَ هغه جمالياتي تنده دومره زياته ده چې دَ الطاف حسېن حالي دَ " هی جستجو كه خوب سې خوب تر كهان " غوندې مسلسل تلاش په مرحله كې ښكاري � امكان لري چې دا مجازي مينه يې حقيقي مينه اوګرځي "
( سعيد ګوهر � " په لټون ستا دَ څېرې" مخ _ 25 او 26)
ــــــــــ

" ......... شوق صاحب چې په ژوندانه كې هم په سفر وي .. دَ " هغې" په تكل كې سرګردانه ګرځي � دَ خپل فكر او په دشتونو ښارونو كې هم او په ښكاره هم دَ دغې " پېكر" .. دغې " ښاپېرۍ" تر لاسه كولو او دَ موندلو هڅې كوي � ډېر مخونه اوويني او يقين يې په هر مخ راشي .. چې دا هم " هغه" ده � خو دا د يقين اوبه يې سراب اوخېږي او دَ مينې تنده يې ماته نشي � او شوق صاحب دَ وينا مطابق " دَ سلو يار" شو � كه زه خطا شوی نه يم � نو دَ شوق صاحب ټول نظمونه په روزمره او ساده الفاظو كې دي خو علامتي رنګ لري او ژور مفهوم په كې پروت دی � افضل شوق صاحب دَ امن او سوكالۍ په ارمان دی � چرته چې دَ مينې ټول عمري پسرلی وي .. زور ظلم نه وي .. استحصال نه وي � خوشحالي ، سوكالي وي � دغه څېره ده چې شوق صاحب يې په لټون پسې اوس هم خپل كوشش جاري ساتلی دی � او دَ مايوسۍ ښكار شوی نه دی � دغه څېره دَ امن ښاپېرۍ ، دَ امن ناوې ده � ليك يې جرتمندانه او بېباكه دی"
( اكرام الله ګران _ " په لټون ستا دَ څېرې" مخ _ 28 تا 31)
ــــــــــ

" ......... افضل شوق دَ سهېلي پښتونخوا يو نامتو او مخور شاعر دی � خپل انداز، خپل اُسلوب او خپل يو فكر لري � دَ ده نوم دَ نوي كهول دَ لومړي قطار په ليكوالو كې په وياړ اخيستل كېدلی شي � نظم بالخصوص لنډ نظم دَ ده دَ خوښې ميدان دی چې دَ خپل مافي ضمير دَ اظهار دَ پاره يې خپل كړی دی � دَ فكر ژورتيا او دَ خپل چاپېرچل دَ مسائلو كتنه او مخته راويستل دَ افضل شوق دَ شاعرۍ خصوصيت دی � په شاعرۍ كې نظم او غزل جلا جلا ميدانونه دي � لاكن افضل شوق په دې دواړو ميدانونو كې دَ خپل فكر اّس برابر ځغلولی دی"
( سرور سودائي _ " شلېدلی امېل" وړمبی فلېپ _ 1987)
ــــــــــ

" ......... افضل شوق يو ښكلی شاعر دی � دَ هغه په شاعرۍ كې خاصكر نظم ډېر خوږلت او تاثير لري � دَ هغه نظم جديد دی او هغه دَ كلاسيكي او جديد ادب ډېره په سنجيدګۍ او ژور نظره مطالعه كړي ده � په غزل كې يې دَ تغزل زور او شستګي ليدی شي � دَ افضل شوق په شعري لب ولهجه كې زړې او نوي استعارې په هنري انداز ليدی شي � دَ هغه په شاعرۍ كې حقيقي عشق او دَ دې انتها په حواله ډېر اشعار موجود دي � دَ افضل شوق دَ شوق انتها او دَ هغه شاعرانه غرور او له محبوب نه كړي ګيلې او شكوې او دَ هغه محبوب دَ لټولو جنون به هغه ضرور په نورو شعرونو ليكولو مجبوروي � "
( راشد كنډي _ كتاب " افضل شوق ايك شخصيت .. ايك تاثر" مخ 21 او 23)
ــــــــــ

" ......... ښاغلی افضل ادب دَ ليلا مئين دی او دَ مينې په دښته كې يې دَ شوق كېږدۍ خوره كړي ده � په دې دښته دَ ښكلا قافلې ځي او راځي او شوق دَ ښكلا كرشمې ترې راټولوي � كله كله خو دَ شعر دَ پرۍ دَ غاړي امېل ترې دانه وانه كېږي او شوق په ډېر شوق دَ شلېدلي امېل دانه وانه مرغلري راټولوي � دَ ادب دا لېونی او لالهانده مجنون دَ شوق دَ پېريانو خولۍ په سر ږدي او دَ ښكلا اووه ګامه مزل كوي � هسې ماته دا لټون ډېر ښكلی ښكاري گ افضل دَ خپل اّئيډيل او معشوق لټون كوي � دا ډېر ښكلی ارمان دی . شوق چې په څه كې دا ښكلی معشوق لټوي ، هغه شيان هم ښكلي دي � افضل شوق بختور دی .. چې يوه ښكلا په بله ښكلا كې لټوي "
( پير محمد كاروان _ " په لټون ستا دَ څېرې" مخ _ 32)
ــــــــــ

" ......... ښاغلي شوق څه ډېر مشرقي او مغربي ملكونه كتلي دي او هم دَ دې ( خصوصاً مغربي) ملكونو دَ ادب مطالعه يې ښه ژوره كړي ده � نو ظاهره ده دَ هغه په ليك او تخليق كې دَ دغې مطالعې څه اثر به خامخا ښكاره كېږي � او هم دغه سبب دی چې ښاغلي شوق په نظم او نثر كې دَ پښتو روائتي ادب نه ډډه كړي ده � نو ځكه هم دَ هغوئ په هر ليك او تحرير كې دَ پښتو ادب په حواله يوه نوي تجربه محسوسېږي � خو هغه دَ دې ژوري مطالعې دَ تاثر باوجود په شعوري توګه دا كوشش كوي چې هغه دَ پښتو او پښتنو دَ پاره اوليكي او معياري او ليكي � خو دا هم كېدی شي چې دَ شوق دغه معياري او تجرباتي ليك دَ " نن" دَ لستونكي دَ ذهني قوت نه بالا وي.. خو ممكنه ده چې دَ دغه نن لوستونكی دومره ذهني، شعوري او عملي قوت حاصل كړي چې دَ شوق دَ " سبا" دپاره ليك مطالعه ورته اسانه شي � دا خبره مې په دې بنياد اوكړه چې ښاغلی شوق خپله اعتراف كوي چې هغه دَ نن دَ لوستونكي په ځای دَ سبا دَ لوستونكي دپاره ليكل كوي"
( طاهر اّفريدي _ ناول " پروني مخونه " دريمه ديباچه _ 2006)
ــــــــــ

" ...... دَ جديد نظم په ميدان كې افضل شوق دَ مختصر ترين جديد نظم ښه شاعر ګڼلی شي � په شاعرۍ كې دَ رب نواز مائل شاګرد او ملګری دی � دوئ نظم او غزل دواړه ليكي .. خو فطري ميلان يې نظم نه دی � دَ افضل شوق دَ نظم موضوعات ډېر سنجيده دي � دَ ده لهجه دَ سويلي پښتونخوا ده چې دَ عامو لوستونكو دَ پاره ډېره سليسه نه ده "

( ډاكټر سلمه شاهين _" جديد نظم په پښتو كې" پي اېچ ډي مقاله مخ _ 445)
ـــــــــــ

" ......... دَ افضل شوق تخليقي زور او كمال ته چې سوچ كووْ ، نو دا خبره مخامخ راځي چې هغه څه هم محسوس كړي دي .. نو په عمل كې يې انتها ته رسولي دي � او دَ هغه دغه تخليقي جنون او فكري لېونتوب نن هغه دَ فن په انتها اودروي � غرض ، دَ هغه شعر دی او كه نثر .. په دواړو كې هغه يو لاره وركی، لاروی ليدی شي � دَ هغه سفر ، دَ هغه دَ ذات سفر نه دی بلكه دَ ځان دَ پېژندنې ، دَ ځان دَ بيا بيا پيداكونې سفر دی � دَ هغه دغه وركوالی هغه ته دَ لټون او تلاش يوه داسې جذبه وركړي ده � چې كله كله دغه وركوالی دَ هغه جسماني وجود هم مشكوك كړي � خو داسې نه ده ، هغه شته او شكر دی ، مونږ ليدلی دی � ډېرو به ليدلی وي � خو دَ ده دَ وجودي اظهار كور نيشته ، وطن ئې نيشته � خو بيا هم دَ ده هره رشته ځمونږ سره په هنري او فني جواز موجوده ده ، چې قدر يې هم كووْ او منو ئې هم � او بله دا ، چې دَ هغه هنري او تخليقي وجود دَ يو ژوندي او متحركه تحريك په شان ځمونږ نه ګېر چاپېر ليدی شي"
( حسينه ګل _ " په لټون ستا دَ څېرې" مخ _ 36)
ــــــــــ

" ......... ښكاري چې شوق سره دَ ډېرو ناهيلو ناهيله نه دی � ځي او دَ هيلو دَ كاروان سره سم ځي � هغه چې يوه هيله ورسره وي .. اودرېدلی چرته شي � شوق خپل لټون انتها ته رسولی دی � په دې خو مسلسل سفر كې ورك دی او ځانته پېری هم وائي � او بله مهمه خبره دا ده ، چې هغوئ خپلې كيسې هم په زيات كمال او په ډېر شوق وړاندې كوي � په كومو كې چې دَ ده دَ جذبو صداقت برېښي � زه ورته زړَور او ريښتونی شاعر په دې وايم چې خبره ښكاره كوي او څه چې احساسوسي ، هغه په شعر كې راكاږي � دَ هغوئ نظمونه مي خوښ په دې خبره شول چې حقيقي او ريښتوني څېرې په فكري هنر او دَ نوي سوچ له لاري داسې څېړل شوي دي � چې هره كيسه دَ لوسنونكي په مزغو كې رقم رقم تصويرونه جوړوي � او زما په اندازه ، همدغه لفظي او فكري انځورګري خو شوق په پښتو شاعرۍ كې له نورو شاعرانو نه منفرده كوي "
( ډاكټر فريده هوډ سېفي _ "په لټون ستا دَ څېرې" مخ _ 39)
ــــــــــ

" ......... افضل شوق ځمونږ دَ نوي قبيلې يو ځوان او ډېر ښه شاعر دی � شوق كه نظم ليكي او كه غزل .. دواړه ښه ليكي � زه دَ افضل شوق په شاعرۍ كې ډېره بې ساختګي محسوسوم � او زما په نزد په شاعرۍ كې تر ټولو لوئی كمال هم دغه بې ساختګي ده � په خالي الفاظو او دَ فن په پېچيدګيانو شاعري ، شاعرى خو وي .. خو شايد چې دومره اثر په كې نه وي او ښه شاعركله هم دا پابنديانې نه قبلوي � هغه خو دَ زړه خبره كوي او هغه خبره كه په ځان پسخوند وهل وي هم .. نو ځان ترې نه ژغوري � لكه شوق چې وائي
مازې دَ يار دَ موسولو په نيت
ټوكه په ځان كول څه ټوكه نه ده
( سهېل جعفر _ " شلېدلی امېل" دوم فلېپ _ 1987)
ــــــــــ

" ......... دَ افضل شوق په غزل او نظم كې اختصار ليدی شي ... كوم چې هغه په شعوري توګه كوي � دَ هغه په شاعرۍ كې بنيادي اهميت دَ احساس دی � سليم راز صاحب چې دَ شوق شاعري دَ سريالزم په سرحدونو كې داخله شوي ګڼي او سعيد ګوهر ورته مجازي عشق نه دَ حقيقي عشق په لور يوُن وائي .. خو زه دې دواړو سره اختلاف كوم او دَ خپلې مطالعې په رڼا كې وايم چې دَ افضل شوق شاعري دراصل دَ ريلزم او سريالزم يو حسين امتزاج دی"

( فېصل فاران _ هفت روزه "روشن پاكستان" نېټه7 �14نومبر 2003)
ــــــــــ

" ......... هر لوئی او ريښتونی فنكار همېشه دَ نوو، خيالاتو او حقائقو په تلاش كې وي او دغه تلاش او جستجو په شوق باندې هم دَ نووْ دريافتونو دروازې خلاسوي � افضل شوق په بنيادي توګه يو سياح فنكار دی � او په پنجابۍ وئيلی كېږي چې " شوق دا كوئي مول نهين" ( دَ شوق هيڅ قيمت نيشته) ځكه خو دې عالمي شوق وَ افضل شوق ته شهرت ورپه ګوته كړو � دَ افضل شوق سياحت دَ نورو سياحانو نه ممتاز ځكه دی چې هغه يو فنكار هم دی � دَ هغه په سياحت كې چې څومره فن دی .. هومره يې په فن كې سياحت ليدآ شي"
( عبدالهادي حېران _ هفت روزه" روشن پاكستان " نېټه 1- 8 جولائي 2003)
ــــــــــ
" ......... افضل شوق .. چې بې وزره دَ خپلو خيالاتو او افكارو په سهاره الوتی ليدلی شي .. بلكه دَ دې كره ارض سينه يې هم څيرلي ده او مخته اوتی دی � هغه دی خو انسان .. لاكن دَ يو نه ښكاره كېدونكي انسان په رنګه چې جادوئئ ټوپی يې په سر كړي ده � زما يقين دی چې كه دَ هغه په كتابونو باندې دَ هغه تصويرونه نه وی .. نو هغه ته دَ هر قسم څيز شكل وركول كېدی شو� ماته دَ هغه دَ وړمبۍ شعري مجموعې دَ چاپېدو وخت ښه په ياد دی .. چې هغه يې دَ شهرت وَ اّسمانونو ته رسولی ووْ � داسې خو هغه په پښتو كې ليكل كوي خو دَ ليكلو معيار يې انګرېزۍ، فرانسيسۍ، اُردو او نورو مخته اوتو ژبو دَ ليكوالانو نه په هيڅ معنا كم نه دی � نو ځكه هغه ته تش دَ پښتو شاعر يا اديب وئيل .. دَ هغه شخصيت محدود كول دي � ولې چې دَ هغه په افكارو كې اّفاقي رنګ دَ عصري تقاضو مطابق ليدی شي "
( رفعت اعوان _ " روزنامه جنګ كوئټه" نېټه 17 مارچ 2005)
ــــــــــ

" ......... دَ افضل شوق تحريرونو زه داسې په ګرفت كې واخيستم چې ما دَ هغه درې واړه سفرنامې اولوستلې � په پښتو كې دَ هغه سفرنامو دَ يو نوي انداز رواج راويستو� په خپل ځانګړي طرز كې افضل شوق په ادبي دُنيا كې ډير اوچت شهرت لري � شاعر خو هغه .. اول هم ډېر مقبوله دی � دَ هغه مختصر نظمونه چې هغه په يورپ كې ليكلي دي هم دَ منظومې سفرنامې حېثيت لري � دَ كوم دَپاره چې هغه دَ شاباشي مستحق دی � دَ هغه په سفرنامو دَ قاري دپاره دَ دلچسپيانو سره سره عمراني مطالعې او معلومات قدم په قدم ليدلی شي � "
( عمرګل عسكر _ " روزنامه جنګ كوئټه" نېټه 19 مئي 2005)
ــــــــــ

" ......... كله چې ما دَ افضل شوق نوئآ كتاب اولوستلو ، نو ماته دَ نوي عالمي ادبي اصطلاح را په ياده شوه � افضل شوق باچا سړی دی چې كتابونه په ملګرو كې مُفت تقسيموي � او دَ ماركېټنګ هيڅ شوق نه لري � لاكن كه دَ افضل شوق دغه دلچسپه كتابونه كه په يورپ كې په انګرېزي ژبې كې چاپ كېدلو .. نو په لكهونو كاپياني به يې خرڅې شوي وی � دَ هغه په سفرنامو كې نه يواځې دَ سفر حالونه دي بلكه په دې كې دَ هر ليدلي ملك ادبي، ثقافتي، سياسي، سماجي او معاشرتي صورتحال او معلومات هم ليدلی شي � دَ هغه په سفرونو كې دَ قره العين حېدر دَ ګلګست خاصې هم شته او دَ " نيو ريالزم" تهيوري هم ..ځكه په فن كې ځمونږ افضل باكمال دی"
( فاروق سرور _ " روزنامه جنګ كوئټه" نېټه 16دسمبر 2004)
ــــــــــ

" ......... سفرنامه ليكل دَ هر چا كار نه دی � ما ډېري سفرنامې لوستي دي چې دَ كتاب په سر يې سفرنامه ليكلي وي � خو ولې هغه خو يا رپورتاژ وي او يا يوه ډائرۍ � خو افضل شوق چې كومې سفرنامې ليكلي دي .. هغه په ريښتيا سفرنامې دي � ځان يې پسې كړولی دی � په كور كې يې څه خيالي سفرنامې نه دي ليكلي � دَ هغه په سفرنامو كې داسې محسوسېږي لكه چې دا بيان .. بلكه په حقيقي نظر دََ دغه مقام سېل كوي � افضل شوق يو داسې معتبر نوم دی چې دَ لر وبر او جنوبي پښتونخوا ليكوال يې نوم په ډېر ادب او احترام اخلي � هغه كه نثر ليكي او كه نظم .. په دواړو كې يې ډېر زيات مهارت دی � بلكې زه خو بعضې بعضې ليكولانوته .. كوم چې دَ سفرونو شوقيان دي او سفرنامې ليكي وايم � چې دَ سفرنامې چل دې دَ ښاغلي افضل شوق نه زده كړي"
( مصور قرېشي _ " روزنامه وحدت پښور" نېټه 19 فروري 2005)
ــــــــــ

" ......... افضل شوق چې تعلق يې دَ كوئټه بلوچستان نه دی ..دَ پښتو ژبې يو ډېر بېژندلی اديب او شاعر او مشهور سفرنامه نګار دی � هغه چې څومره ادبي كتابونه هم چاپ كړي دي .. دَ پښتو سنجيده قارئينو كې ډېر زيات خوښ كړي او ستائلي دي � هغه دَ يورپ په سفرونو كې دَ هر ځای او ښار وَ هر هغه څيز ته ګوته نيولي ده .. چې يو بهترين او كامياب سفرنامه نګار يې قلم بند كوي � هغه دَ هر ملك او ښار دَ اوسېدونكو خلقو بودوباش نه علاوه تهذيب وتمدن ته دَ يو ښه صحافي په نظر هم كتلي دي � دَ پښتو په ليكلی شووْ روائتي سفرنامو كې افضل شوق په وړمبي ځل انفراديت او جدت ځكه پيدا كړو� چې هغه دَ محل وقوع په مناسبت دَ هري خبري اّغاز كوي � او دغه خاصه دَ هغه په نظم ليكلو كې هم ليدی شي"
( سنډې مېګزين .. " روزنامه مشرق پښور" نېټه � 7 نومبر 2004)
ــــــــــ
" ......... لېوني مې ډېر اوليدلوخو دَ شوق غوندې لېونی مې هيچرته نه اوليدو � چې په فټ بال اخته شو ، نو له فټ بال سره ې دَ مجنون غوندې عشق شروع كړو� چې دا تنده يې ماته شوه ، نو دَ شعر په لېونۍ لوبه داسې اخته شو � چې په يوه وخت كې به يې درې څلور منظوم شيان اوليكل � دغه رنګه چې دَ كمپېرنګ په موذي مرض اخته شو .. نو له رېډيو پاكستان كوئټي نه پښتو " امېل" پروګرام يې دومره په مستۍ كاميابۍاو په شوق شپږ كاله مسلسل اوچلولو .. چې فلمي هېروئيني مسرت شاهين غوندې يې دَ ستورو په شمېر خپل پرستاران پيدا كړل � او بيا چې په سياحت بوخت شو .. نو او س چې يې حال كوې ، نو پته به اولګي چې فلاني ملك له لاړ دی �
(پروفېسر محمود اياز _ مياشتنۍ مجله .. " ليك " مئي جون 1996)
ــــــــــ

" ......... افضل شوق زمونږ دَ دې سيمې نه بلكه دَ پښتو ژبې هغه خوږ ژبی شاعر دی چې پښتو ژبې او پښتون قام ته ورپېښي ستړي او دَ هغو ستړيو دردونه دَ ده دَ شاعرۍ بنيادي موضوعات دي � ځكه خو دَ شوق په شاعرۍ كې دَ غم جانان سره سره غم دوران دېر نمايان دی � دَ شوق صاحب شاعرانه احساس مونږ دَ ده په غزلو او نظمونو كې بېخي واضح ليدلی شو � ځكه چې دَ شوق صاحب نظمونه واقعي دَ خپل وسعت او اثر په وجه په پښتو ادب كې ځانته جلا او بېل مقام لري"
( فېض محمد شهزاد _ "جرس نظم نمبر" كال 2001 .. مخ 1009)
ــــــــــ

" ......... ( دَ افضل شوق دَ يوه نظم دَ لاري) .. هغه كه له ژونده تنګ دی او ژوند دَ خپلو اوږو بار بولي .. هغه دَ نن دَ بې حسي ټولنې ساړه لاسونه دي چې دَ انسان دَ ميني ګرم وجود يې په ساړه او بې حسه وجد بدل كړی دی � دَ ماده پرستۍ زهر يې دَ انسانانو مېني، كلي او ښارونه په ژوندۍ اديره بدل كړی دی � افضل شوق دَ ژوند دا ظاهري ښكلا نه قبلوي � دئی دَ نن ښائست او تش دَ بې معنا لفاظي قائله نه دی � افضل شوق دَ ميني له جذبو څخه خلاسې رشتې تش ګلان ګڼي � افضل شوق دراصل دَ نظم شاعر دی � دَ ده كوچني مګر جامع نظمونه دَ ده وَ شاعرۍ ته ژوند وربخښلی دی � دَ ده جذبې دَ لفظونو محتاجه نه دي بلكه لفظونه دَ ده په جذبو دَ ځان تول زياتوي � دئی دَ نظم ګو شاعرانو په صف كې ځان نه دروي .. بلكه دئی خپل نظمونه دَ نظمونو په صف كې دروي � افضل شوق نه دَ مقابلې ښكار دی .. نه دَ شهرت په تلاش دی او نه دَ صف بندۍ قائله �
( نصيب الله سيماب _ "جرس نظم نمبر" كال 2001.. مخ 1121او 1123)
ــــــــــ

" افضل شوق ته نذر"

دَ سفر شوق دي ستړی مه كړه دَ فكرونو اوږې
دَ اروپا نه دې پښتون كور ته سوچونه راوړل
دَ امنيت خوب دې رښتيا شه په ښايست مئينه
بارودو سووْ سترغليو له دې خوبونه راوړل
*****
دَ روم،اټلي،سپېن،جرمني،سكاټ لېنډدَهرځای چې وي
پري زادګيو او خوشبويو پسې شوق كړی يُون دی
مطالعه ده ، تجزيه كه مطلب تنده ده
ويړ كائنات كې دَ ښكلا دَ سرچينې لټون دی
*****
دَ نظر تنده دي سړه نه كړه دَ واورو كوڅو
دَ طلب سترګې دي لا نور نور منظرونه غواړي
دَ كائنات دَ مصور دَ هر شاهكار په لټون
شوق دی دَ وېړ جهان دَ ګوټ ګوټ سفرونه غواړي
*****
دَ ژوند او ژواك، خوراك او څښاك په باب به وي مهذب
ټول دَ هوس درياب كې ډوب دي ناخبر دَ ځانه
دَ مقدسو رشتو نرخ تر سرې كاسېرې كم دی
رقص دی ، نغمه ده ، خوشبوئی دَ اّزادي پرېمانه
*****
منمه شوقه! په اُلفت كې هم افغان ګڼې ځان
لېمه دي ټيټ كړه سرلوړي دي د َ ځان اوساتله
يو " ونېسا" څه ، ترتا ټولې پېرنګۍ شه قربان
دَ سيالو سيال وې او پښتو دي په كې اوپاللا
*****
چې سائې خپلو كې ګډېږي او يو كېږي سره
" دَ مقدس ښار فرېبي ژوند" په راز پوهی شوې كه نا؟
دَ لاراكُوك هغه كلك خواست دَ ډانس دې ولې رد كړو؟
دَ سېلاني پښتون دَ زړه په اّواز پوهی شوې كه نا؟
*****
دَ جذبو جنګ چگې چرته خوږ شي ته ترې لري تښتې
ته دَ مغرب دَ دروغجنې موسكا نيت پېژنې
تا دَ سفر داستان كې راز دی دَ قدرونو نغښتی!
دَ خپل فطرت په ضد افضل يې پښتون پت پېژنې
*****
مائيكل اېنجلو ته هوسېږي سرې مخمورې پېغلې
كه خنده رويه دي دولت ګټي ....... جنسي اّلې دي
او دَ موزارټ په موسيقي مستې مسرورې پېغلې
دَ محبت دپاره هر زړه ته دَ سرو تالې دي
*****
تا ته دَ خپل وطن دَ خوارو خواره ورځ ښكارېده
دَ ائيفل ټاوْر دَ نظارو په ښكلاګانو كې هم
په خپل وطن كې دَ بارودو بُوئ دې نه هېرېده
دَ خوشبويانو دَ هېواد په خوشبويانو كې هم
*****
تا دَ لندن دَ سړيتوب پټي څېرې اوليدې
په ځان مئين دي په شراب او په دولت مئين دي
په انګوري اوبو چي گ پائي دَ عربو ..... شېخان
دين يې بدنام كړو په هوس او په شهوت مئين دي
*****
لفظي تصوير دي هـر منظر كړو په هنر او كمال
ځان دي غلام نه كړو دَ مستو سحرګرو سترګو
څومره يادونه په كې عكس شو دَ ښائست او جمال
در جار شم شوقه! ستا له ښكلو انځورګرو سترګو
*****
ته اېشين وې ، ته پښتون وې كه نا بل څه چل وو!
توپير دې بد ګڼه انسان وي هغه سپين وي كه تور
" مزل په واورو باندې" ګران وي خوهمت دي مل وو
سفر دې اوكړو په اُميد " دَ لمر دَ كلي په لور"
*****
دَ خوشحالۍ دَ ورځو شپو سپرلی ارمان دَ وطن
دَ نړئيزو سېلانيانو دَ قطار سالاره
دَ امن ناوې ته لېواله واړه جنجيان دَ وطن
ته دَ پښتون سنګر دَ خوب تعبير يې شوقه ياره
��������


دَ افضل شوق دَ دووْ سفرنامو" مزل په واورو باندې" او" دَ لمر دَ كلي په لور" په تاثر كې دا نظم اوليكلی شو � دغه دَ يورپ سفرنامې په پښتو ادب كې يوه ګټه وره اضافه ده او دَ يو پښتون سېلاني شاعر، اديب، سفرنامه نګار دَ پښتو سره دَ بې كچه مينې يو نه هېرېدونی ثبوت دی"

( نورالاسلام سنګر _ اسلام اّباد كال 2005)
ــــــــــــ

ايوارډ

تا په ازغو دَ مزلونو جوړ قسم كړی دی
چې دَ احساس درد دې راويښ شي
نو دَ كوره اوځې
په كلو ګرځې
په ښارونو
په ملكونو ګرځې
دَ ښاپېرو،
دَ ګل غوټو مېلو كې ځان هم ورك كړې
" دَ يو څېرې په لټون" څومره څېرې
خپلي ګڼې ؟
دغه لټون
او دا تلاش دې څه بې شانه ښه دی
زما پښتو ته دې پرې څومره ډېر څه اوګټلو
ستا دَ هنر دَ رڼاګانو دُنيا خړه مه شه
ستا پښتني ارمانپه فكر كې لوخړه مه شه
زما پښتو په دې رڼا
او ستا په فكر پائي
ته چې شاعر يې
ته چې مينه غواړې
حسن غواړې
دغه غوښتنې هم دَ دغسې فطرت خاصه ده
ستا دَ " شلېدلى امېل" ټولي جذبې
ماته دَ حسن دَ ښكلا دَ باغ سندرې وائي
دغه " شلېدلی امېل" داسې چې دانه وانه دی
دَ دې امېل دانه وانه مرۍ زه داسې ګڼم
لكه زما دَ پښتنو خواره واره هډونه
دا كه راغونډ شي
نو زما وجود به وده اوكړي
دا كه راغونډ شي
ته به هم دَ سكون ساه واخلې
دا كه راغونډ شي
نو زما هستۍ به
دَ دُنيا لوئي هستۍ اومني ..
تسليم به يې كړي
بس دَ جذبو او دَ هنر سفر دې
دغسې په منډه اوسه
په دې سفر كې
دَ " اووه ګامه مزل" سندره هېره نه كړې
دغې سندرې خو دَ هر فكر اظهار كړی دی
دغه سندرې خو هم ستا وجود
او ستا نامه هم
په ګل درو
او په ګل مخونو داسې اوشيندله
لكه دَ پېغلې دَ اوربل خوه وره خوشبوئي
لكه زما دَ پښتني وجود دَ عطرو خوله
دغه سندره كه زما او ستا دَ خياله اوځي
نو دَ خيالونو او رنګونو چم به غلی نه شي؟
منم چې ته دَ انعامونو نه بې نيازه ګرځې
په اېوارډونو دې څه كار نيشته دی
خو يو اېوارډ او يو انعام
خو داسې هم وي ګله !!
چې دَ خپل قام دَ اولس زړونو كې
يو ځای اولري
دغه انعام شايد چې تا اخيستی
دغه اېوارډ لكه هم تا ګټلی

( حسينه ګل � " درې مياشتېنۍ جرس كراچۍ" ګڼه 47 مه، مخ � 88 - 89)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery