مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

افضل شوق دَ سیلالو ژبو دَ لیکوالانو په نظر کې


( دَځینو نورو پښتو نقادانو او سیلالو ژبو دَ لیکوالانو تنقیدي آراء .... ، چې دَ امریکائي شاعرې او لیکوالې الې بولنګ له اړخه دَ افضل شوق پښتو شاعرۍ په انګلسۍژبې کې ژباړلو سمدستي دَ "ټوئیسټ آف فېټس" په نامه کتاب کې په ریکارډ باندې راغلي دي� زه غواړم چې دَ نیټ دَ لارې خپل دا تنقیدي زیار دَ نورو نقادانو په رائیو هم مثبت او منطقي دلیل ته اورَسوم - چې دَ ښاغلې شوق دَ ادبي کړاؤونو او فکري ستړوحق پرې ادا شي - ځکه زه دا مناسب ګڼم چې دا لاندې ورکړل شوې رائیې دَ انټرنیټ دَ دې برخې په ذریعه خلقو ته اورسوم - حسینه )
�����
" ...... دَ شوق په شاعرۍ کې نوي فکري عکسونه او موضوعات دَ نړۍ دَ خلګو توجوه ګټلو سوب ګرځېدلی شي- ولې چې دَ هغه په لیک کې داسې خوبونه مخې ته راځي چې په کې دَ یو مکمل انسان څېره داسې څرګندېږي چې په ویښه لیدل یې له امکان نه وتی خبره ده � لاکن دَ دې شاعر مسلسل لټون زه په دې مجبوره کړم چې دَ افضل شوق افکار نړۍ ته په دې نیت وړاندې کړم چې په بېلابېلو جغرافیائي څنډو کې دَ مېشته شوؤ انسانانو تر منځه دَ ژبو ، مذهبونو او کلتوري توپیر پرته هم تر خپلوحیاتیاتي بڼي، خندا ژړا، مطالب، حاجتونه، مینه او دَ نفرت اظهار، تنده لوږه .. هن چې دَ ژوند او مرګ سره هم په یو رنګه دړدونو او کېفیتونو کې مخامخ کېږي � هیله کوم چې شوق به خپل دغه لټون او لیک دَ یو بل سره ګندلی وَلري"
( الې بولنګ .. امریکا - " ټوئیسټ آف فېټس" مخ - ۱۰ او ۱۱)
ـــــــــــ

" ..... دَ افضل شوق فکر او خیال ډېر اساسیت په دې خبره لري چې هغه انسان دَ خپل فطرت په سمون وړاندي کولو هڅه کوي � هغه مینه غږَوي .. دَ یو تجربه کار مینه وال په حېثیت او هغه دړد او خوندپه خپلو افکارو کې احساسَول غواړي چې انسانان یې متلاشي دی"
( اندریا سرکاني .. رومانیا- " ټوئیسټ آف فېټس" - مخ ۹)
ـــــــــــ

" ..... داسې خو دَ هرې ژبې دَ شاعرۍ یا ادب ژباړه کېږي خو زما په خیال چې زمونږ په هېواد کې داسې مثالونه ډېر کم دي چې دَ یو انګرېز دَ لاسه په انګرېزۍ کې دَ قامي ژبو او په خاص توګه دَ پښتو ژبې دَ افکارو ژباړنه شوی وي � خو دَ افضل شوق دَ ۳۳۳پښتو نظمونو ترجمه دَ امریکائي شاعرې او آرټسټې الې بولنګ په خوږه امریکائي انګرېزي لهجه کې یو مثال دی � کوم چې دَ ښاغلي شوق دَ شاعرۍ آفاقی رنګ ، خوند او فکري اهمیت یو په دوه زیاتَوي � دَ الې بولنګ دغه کتاب" ټوئیسټ آف فېټس" دَ افضل شوق دپاره یو غټ اعزاز دی چې دئی ممتاز کوي په پښتو شاعرانو کې ... "
( افتخار عارف .. چیرمېن اکادمي ادبیات پاکستان - ریکارډ شوي رائیې" دَ ټوئیسټ آف فېټس مخکتنه - اسلام آباد � نېټه .. ۲۱م ستمبر۲۰۰۶)
ـــــــــــ

" ..... محترمې الې بولنګ دَ مشرق او مغرب تر منځه پُل جوړ کړو چې کله یې دَ افضل شوق پښتني شعري افکار مغربي دُنیا ته وړاندې کړو � یعني افضل شوق چې کومې ایندارې دَ خپل قام او ملت په حقله وړاندې کول غوښتلو .. هغه الې صاحبه ممکن کړو او دَ شوق شاعرۍ یې په انګرېزۍ کې واړَوله � ځکه خو نن په ټوئیسټ آف فېټس باندې ستر نقادان خبرې کوي"
( شېرباز خان .. نمائنده روزنامه ډان اسلام آباد - دَ چاپ نېټه - ۲۲م ستمبر ۰۶� مخ ۱۹)
ـــــــــــ

" ..... دَ هغه فکري اپروچ په حقائقو باندې اړه لري � هغه دَ یومثالي شخص په تلاش کې لیدل کېږي - او انسانان په دې خبره پارَوي چي هغوئ دَ هغه څېښتن سره رښته دَ رښتوني انسانانو په څیر اوساتي چې هغوئ یې تخلیق کړي دي "
( ارناني � آئي � پاپیتو .. فلپائن � " ټوئیسیټ آف فېټس" مخ ۹)
ـــــــــــ

" .... په ادب کې ترجمه هرکله داسې رول ادا کوي لکه یو پُل چې دَ دوؤ ژبو دَ لوستونکو تر منځه جوړ شي - لاکن چې کله ترجمه دَ نړۍ ژبې انګرېزۍ کې کېږي نو دَ دې مطلب دا وي چې خبره دَ نړۍ په سر منظر عام ته جوړه شوه � نو ځکه زه دې پښتون شاعر افضل شوق ته دَ هغه په نړیوال کېدلو اومبارکي ورکوم "
( ډاکټر طارق رحمان .. اسلام آباد - ټوئیسټ آف فېټس مخکتنه � نېټه ۲۱م ستمبر ۲۰۰۶)
ـــــــــــ

" .... دَ افضل شوق نظمونه څومره چې وړوکې دي ، هغومره تاثیر ناکه هم دي � مثال یې دَ توپک دَ ګولۍ دی چي وي وړوکې خو انسان وجني "
( هاشم بابر .. اسلام آباد � خېبر ټي وي چېنل / ټوئیسټ آف فېټس � مخ ۷ )
ــــــــــ

" .... زه داسې محسوسَوم لکه افضل شوق چې هغه څه لیکي کوم څه چې زه لیکل غواړم � ځکه خو هغه او دَ هغه افکار راته خپل خپل ښکاري - دَ هغه لفظونه دَ لوستونکي دَ ذهن دَ خوښې خوراک جوړېدلی شي - دَ هغه دَ شاعرۍ لوستلو ورسته زه په دې نتیجه اورسېدم چې دَ هغه په افکارو کې رومانیت له محرومیانو سره اوږه وهي - غربت، مرګ ژوبله ، بې انصافي ، او غېر انساني روئیې دَ هغه ذهن او زړه په لړزان کړی دی - دَ افضل شوق په شاعرۍ کې ډېر زیات نظمونه زما خوښ دي � زه دَ هغه په شاعرۍ کې اختصار خوښَوم � هغه په څو لفظونو یا مصرعو کې لوي کیسې وړاندي کوي - ځکه زه له ګرانو لوستونکو هیله کوم چې زما دغه ډېر ښه ملګری افضل شوق شاعرۍ به وَ لولي او خوښه به یې کړي"
( مالیسا لوندین ... امریکا - " فار دي لو آف ورډز- "خېبر واچ " اي مېګزین")
ـــــــــــ
" .... دَ پښتو ادب ژباړنه داسې خو په اُردو، پنجابۍ او نورو قامي او مقامي ژبې کې شوې ده خو دَ افضل شوق دَ پښتو شاعرۍ دغه انګرېزي ژباړه ځانګړی حېثیت لري او دلته دا خبره څرګنده شوه چې دَ مشرق سیمه ایز افکار که په ښه توګه قلم بند شي نو دَ مغرب لوستونکي متاثره کولې شي .. لکه افضل شوق چې دا خبره ثابته کړه چې هغه نه یوازې دَ پښتنو شاعر دی بلکه دَ هغه فکر ته مغرب هم ګوته په غاښ دی - شوق هم لکه غني خان ځانته دَ نظم میدان خوښ کړی دی او نوم په کې ګټي لګیا دی � دَ افضل شوق زیار دَ ستائینې وړ دي"
( خرم خرام صدیقي ... اکېډمي ادبیات پاکستان - بلوچستان ټائمز کوئټه � )
ـــــــــــ

" ..... افضل شوق دَ مئین زړه او خوبَولي ذهن شاعر دی - هغه دَ امن په هیله انسان دَ انساني روح سره ملګری خوښَوي - هغه رښتیا په ګوته کوي او لوستونکو ته حقائق وړاندي کوي - دَ" ټوئیسټ آف فېټس" لوستلو ورسته ما په هغه کې انسان دوسته شاعر وَ لټوَلو - دَ هغه په نظمونو فکري چینې دَ ژوند ارتقاء عمل په زړونو کې ځای جوړَوي - او معروضي ( وقتي ) حالاتو دَ اثراتو څخه یې متاثر ګڼي - هغه دَ وخت سره سم په وړاندي روان ښکاري - لکه نور شاعران چې هغه دَ خوب شاعر ګڼي ، زما هم داسي رائیې ده خو هغه خوب ته حقیقي رنګ ورکوي - ځکه خو اوریجنل محسوسېږي - دَ شاعر شاعري ژوره فهمه او سدا بهار ده- او راتلونکی نسل هم ورنه استفاده کولی شي � دَ هغه شاعری زړه راښکونکې ده او زه ورته دَ لوی عمر دُعا کوم چې هغه دَ خپل قام قیمتي غمی جوړ شي "
( بېنیتا پرېم چند .. کېنتا وېلي ، پېراک ملائیشیا - خېبرواچ � اي مېګرین /
بلو چستان ټائمز - مخ - ۱۰)
ـــــــــــ

" .... آرټ او لټرېچر هغه یوازینۍ لارې دي چې امن یقیي کوي - ولې چې دَ ادبي فکر هیڅ چرته پُولي نه وي - زه دا خواهش کوم چې دَ افضل شوق او الې په رنګه که ادب تر لرې لرې پورې اورسَولی شي نو انسان به انسان ته نیږدې شي - او دا خبره به مخې ته راشي چې انسانان ټول یو رنګه دي "
( شېزي زیدي .. تبصره نګار روزنامه " دي نیوز اسلام آباد- نېټه ۲۲م
ستمبر ۲۰۰۶ � مخ � مېټروپولیټن ۴ )
ـــــــــــ

" .... افضل شوق دَ خپلو افکارو په بنیاد دا خبره په ډاګه کوي چې انسان چې هر چرته وی .. انسان دی - نو ځکه دا شاعر ځانته پښتون سره سره انسان هم وئیلو کې ویاړ محسوسَوي � کوم چې دائی په نورو قاموالو مفکرانو کې مخه ور کوي"
( طارق شاهد .. اسلام آباد � روزنامه" جناح اسلام آباد" نېټه � ۶ستمبر ۲۰۰۶)
ـــــــــــ

"..... افضل شوق دومره آزاد دی لکه آزاد نظم ، خو دَ ده فکري زغل دَ دُنیا تر ګوټ ګوټ پورې دی او دئی غواړي چې دُنیا ته خپل افکار اورسَوي - یو خواته افضل شوق شي او بلې خواته امریکن الې بولنګ ، خبره به ولې دُنیاوي رنګ نه اخلي � افضل شوق دَ یخې شوې انساني روئیو ته تاؤ ورکول غواړي � هغه انسان په مثالي بڼه لټول غواړي "
( ډاکټر شېر زمان طائزی � روزنامه "ډان" / روزنامه "دي نیوز" ۲۰۰۶)
ــــــــــــ

" ..... زه دَ ګرانې الې بولنګ دَ خبرې سره متفق یم چې مونږه ټول ټال انسانان، یو رقم یُو - زمونږ جذبات، احساسات او حاجات یو رقم دي - زه په دې هم اتفاق کوم چې شاعرۍ ارومرو نشي ترجمه کېدای � لاکن فکر او خیال په خپلو خپلو ټکو کې اړولی شي � لکه الې بولنګ په ډېره ښه طریقه دَ افضل شوق شاعرۍ انګرېزۍ ژبې ته اړولي ده"
( ډاکټر قابل خان .. اسلام آباد � ټوئیسټ آف فېټس مخکتنه / بلوچستان ټائمز ۲۰۰۶)
ـــــــــــ

" .... یو څاڅکی دَ باران هغه دی چې په سمندر کې دَ سیپي په خلې کې ورلوېږي او موتي ترېنه جوړېږي او بل څاڅکی هغه دی چې په ډېران لوېږي چې دَ سخا څیزونو نه نور نور بد بُوی راوکاږي - داسې هر څوک شاعري کوي خو افضل شوق موتیانې پېري او خپل اثر پرېدي - افضل شوق ژوند ته په حقیقي معنو کې ګوري او خیالات یې لوستونکې متاثره کوي � زه دَ شوق دَ شاعرۍ دَ یوې عامې لوستونکې او پرستارې په حېثیت ډېره مینه په یو نظم " لو اېنډ سېنټیمنټس" کې وړاندې کوم ،
توره شپه وه
وېرېدمه خو یو کس راته ویلو
" مه وېرېږه
ګوره زه تا سره جوغت ولاړ یم"
دومره وئیلو ورسته یې
په سترګو کې دوې سترګې
رااچولو ورسته اوویلو
" زه انسان یم
تاسره مینه انسان په رنګ کومه
هله راشه زما څنګ ته"
او چې زه یې شوم تر څنګه
نو ما اولیدو په خپلو سترګو باندې
یو انسان دَ هغه کس سترګو کې
چې ماته خپل خپل ښکارېدلو
لکه هغه چې هم زه یم
زه چې هم هغه یم
( پښتو ته دَ انګلش ژباړه .... سیده حسینه ګل)
( زېني ډیسوجا ... انډیا - شوق ته اي مېل دَ انټر نیټ دَ لارې )

حسینه ګل
زيارت كاكا صاحب _ نوښار
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery