مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

افضل شوق دَ پُوښتنو په رڼا كې



كله هم يو شخصيت څوك دَ هغه دَ فن يا دَ فكر په حواله نه خو صحيح پېژندلی شي او نه يې ليدلی شي ___ افضل شوق ما ليدلی هم دی او زه يې پېژنم هم .. او دا زما هاغه دعوه ده چې ښاغلی افضل شوق زه دَ خپلې پېژندګلو په اساس په دې پوښتنو كې دَ هغه نورو ټول پښتنو ته په يو نوي، جدا او منفرد رنګ كې نه يواځې دَ خپل فكر او فن په يو فني او هنري بڼه كې دَ وړاندې كولو كوشش كوم __ بلكه دَ ادب په حقله دَ هغه دَ نظرياتو، دَ هغه دَ مطالعې يو صحيح تصوير تاسو ته هم وړاندې كوم � دا پوښتنې ما دَ هغه نه په بېلو بېلو موقعو كړي دي �


وړمبۍ پوښتنه

حسينه- ستا په باب هيڅوك دا نه شي وئيلی چي ته څوك يې او څه
كول يا لټول غواړې؟؟
شوق - انسان يم ، انسان اوسېدل غواړم.. او داسې انسان لټول غواړم � چې هغه په هره معنا واقعيانسان
وي .. دَ انسان په رنګه اشرف المخلوقات انسان �
خو.. دومره وئيلو ورستو افضل شوق چپ پاتې شو او داسې ښكاره كېدو لكه هغه چې څه وئيل غواړي .. خو ژبه ورسره ملګري نه كوي � خواوشاته يې په مړو اوكتلو او په نرۍ معصومه موسكا كې يې .. هرڅه داسې راونغاړلو � لكه هغه چې هيچرته انسان نه ويني او خپله هم دننه مات رامات شوی وي � او اوس بيرته ځان رغول غواړي .. ځان او ذات دَ انسان په توګه تكميلول غواړي .. دَ يو رښتوني انسان په بڼه � خو، څنګه ؟ شايد چې دَ دې خبري ځواب دَ هغه سره هم نه وو .. ځكه خو چپ وو او په وړمبي ځل ما خندنی افضل شوق دومره سنجيده ليدلی وو � په دې مې خبري په بله واړولې �


دومه پوښتنه

حسينه- دَ موجوده پښتو ادب په حقله ستاسو فكر؟
په دې پوښتنه ښاغلی افضل شوق مايوس هم ډېر وو او څه قدرې جذباتي هم .. ده اووې چې ...
شوق - نن سبا په پښتو ادب كې بازاري قسمه ادب ميانځ ته راوړلی شوی دی � پښتانه اديبان شاعران دَ
مقدار خيال خو كوي .. خو دَ معيار لحاظ نه ساتي .. زما په خيال كه دَ ادب معنا هم دغه ده .. نو بيا خو زمونږ كلاسيكي ادب دومره موړپټ دی .. په خپلو كلاسيكي رواياتو دومره ښكلی دی چې نور ادب مونږ ته هډو ليكل نه دي په كار � ځكه چې پښتانه اديبان شاعران په مقاميت زيات يقين ساتي او دَ مودو راسې هاغه زاړه موضوعات دي .. چې دَ ادب په نوم ليكلی شي � خو كوم ادب چې خوشحال بابا، حمزه بابا، غنې خان ، قلندر ، كاظم خان شيدا او رحمان بابا تخليق كړی دی .. نو هغه كافي دی � ولې چې دَ نن شاعر اديب دَ وخت دَ غوښتنو خيال نه ساتي � انساني ژوند او انساني تهذيبونه چې څومره مخ په وړاندې روان دي ،، كه چرته ادب دَ يوې ژبې دَ تهذيب په اصلي معنو كې عكاسې كوي نو بيا دَ پښتو ادب دا حال ولې دی؟ پښتانه دومره ورستو پاتې خو هم نه دي � چې شاعران او اديبان يې دَ عالم نه ورستو ښودلو كوشش كوي � او خبره دا ده ، چې دَ هغوئ ادب دَ نن تقاضې ولې نه پوره كوي؟ دې سوال چې كله هم په پښتو ادب كې ځواب پيدا كړو، نو هله به دا وائيو چې پښتو هم سياله ژبه ده ګنې دَ نن ادبي جنګې روئيې دَ پښتو په حق كې نه .. بلكه دَ پښتو دَ تشخص ساتلو خلاف ښكاري ..زما دَ ژبې اديب يا شاعر داسې ولې كوي ؟ كېدی شي چې دَ دې سوال ځواب چا سره وي .. خو دَ خبرو تر حده �

دَ ښاغلي افضل شوق دَ دې نظريې په اورېدو زما په ذهن كې يوه بله پوښتنه راولاړه شوه چې .....


دريمه پوښتنه

حسينه- دا ته كوم ليكل كوې..كوم اُسلوب چې تا خپل كړی دی ، په دې خو پښتانه دَ سره هډو پوهېږي نه ..
نو ته دَ چا دپاره ليكل كوې ؟

دَ دې پوښتنې په ځواب كې ښاغلي افضل شوق اووې چې ..

شوق - زه دَ نن دَ پاره ليكل نه كوم .. خوشحال بابا او رحمان بابا ته خو هم دا پته نه وه چې زمونږ ليكل به دومره عالمګيريت او اّفاقيت مومي � او هسې هم دَ يو فنكار دَ يو شاعر اديب ژوند خو دَ مرګ نه پس شروع كېږي � زه دا منم چې زما ليكل دَ نن دَ وخت دَ نقادانو دَ پاره دَ اعتراض او تنقيد يو جواز خو دی .. خو دغه ليكل به زما .. دَ پښتنو دَ تاريخ يوه برخه خامخا جوړېږي � په ادب كې چې دَ جديديت كوم اُسلوب ما خپل كړی دی .. دا دَ نن دَ وخت دَ حالاتو دَ غوښتنو عېن مطابق دی ..او كه زه دَ وخت په رفتار او دَ زمانې په حالاتو دَ پوهې شعور لرم .. نو زما دَ ليك دا موجوده معيار به دَ سبا نقاد ضرور مني .. !!


څلورمه پوښتنه

حسينه- په پښتو ادب كې دا دومره ډېر حقائق چېړل، ريښتيا ليكل .. دا دَ ادب معنويت ته خو نقصان نه
رسوي؟

افضل شوق اووي ..

شوق - شاعر دَ قام سترګې دي .. چې په خپل ماحول كې څه ويني ګوري .. دَ هغې صحيح عكاسي به هغه په خپلو ليكونو كې كوي � خو زه دَ يو شاعر اديب كردار دَ يو حكيم او طبيب هم ګڼم .. هغه لحظه په لحظه دَ خپلې ټولنې دَ رنځ وهلي وجود په نبضونو ګوتې كېږدي او دَ خپلې ټولنې مرضونه معلوموي، دَ هغې تشخيص او علاج كوي � زه هم په خپل دغه كردار كې خپله ذمه واري پوره كوم ... دَ خپلې معاشرې رنځونه تشخيص كوم .. او علاج يې هم تجويز كوم .. دغه علاج كه په دومره ډېرو ريښتيا وئيلو او ليكلو كې وي .. نو زه په دې حواله دَ مصلحت نه كار نه اخلم � زما مطلب دا دی چې زه ملېريا ته زكام او دَ خېټي درد ته سر درد نه شم وئيلی � او دا غواړم چې نور اديبان شاعران دي هم دَ مصلحت نه كار نه اخلي او په ډېر صداقت او ريښتونولۍ دي دَ خپلي ژبې او ادب دَ پاره خپل كردار تر سره كړي � ځكه چې دَ شاعر كردار دَ يو تاريخ برخه جوړېږي او تاريخ دَ دروغو په حوالو نه جوړېږي ، بلكه په ريښتياوْ خپل وجود جوړوي �


پنځمه پوښتنه

حسينه- دا څه چې تاسو دَ پښتو او پښتنو دَپاره دَ ادب دَ لاري كوئ � هغې نه مطمئين يئ ؟

په دې سوال افضل شوق اوموسېدو او سر يې اوښورولو او وئيل يې ..

شوق - نه .. بالكل نه � ولې چې نه خو زه لا سم په پښتنو پوهی شوی يم او نه پښتانه په ما پوهی شوي دي � ولې چې هغوئ مانه هم دَ ترانو وئيلو يا بابولالی وئيلو توقع لري .. كوم چې زه كله هم نشم كولی � په دې چې دا دَ نن شاعرانه بابولالې دَ پښتو سباوْن ته تاوان رسوي � قامونه نه خو په بابولالو جوړ شوي دي او نه جوړېږي � زما مطلب دَ سندرئيز ادب او دَ ترانو نه انكار نه دی .. او نه تش په تشه سندرې يا ترانې دَ قامونو ادبي ورثه ګڼلی شم � سندرې دَ ذهني او روحاني تفريح ذريعه او ترانې په وقتي توګه دَ يو " مجمعې" جذبات را پارولی خو شي .. خو په يو ادبي شعري " مجموعې" كې يې شاملول دَ شعري ادب سره ناروا ظلم ګڼم �


شپږمه پوښتنه

حسينه- داسې ښكاري لكه ته چې په ادب كې هم دَ سائنسي اپروچ قائل يې .. لاكن داسې څنګه ممكن كېدی شي ؟

افضل شوق په دې سوال لږ له ځانه ورك شانتې شو او بيا يې اووې ..

شوق - زه منم چې ادبي كاوشونه په سائنسي لبارټريانو كې نه شي ټيسټ كېدلی .. خو دا ضرور وايم چې سائنس كله هم ادب ته تاوان نه دی رسولی � هغه په دې چې دَ ادبي فكر او شاعرۍ نه بغېر سائنس هم خپل تكميل نه شي كولی � سائنس دَ فكري انقلاب نوم دی او دا افكار دَ انساني ژوند سره اړه لري � ژوند يو حقيقت دی او حقيقت په حقائقو ثابتېږي � ځكه خو دَ وختونو او انسانانو تر ميانځه دې رابطې ته ژوند وئيلی شي � او بل طرف ته دغه هر اړخيزه شعري او نثري ادب دَ ژوند عكاس .. دَ وختونو محرك .. او دَ زمانو ګواه بللی شي � نو ځكه زه په ادب كې دَ ريښتياوْ ليكلو او حقائقو چېړلو قائل يم � او يو ښه اديب يا شاعر ته په كار دي .. چې هغه دي دَ نظريو نه بالاتر وي .. ولې چې يو لوئی اديب يا شاعر دَ هيڅ قسم تحريك يا نظريې محتاج نه وي .. بلكه تحريكونه او نظريې دَ اديب نه زېږونه كوي � لاكن په ننني كمرشلا ئز ادب كې اديب څه .. چې زما دَ قام نقادان هم دَ يوې نا يوې نظريې يا تحريك سره تړلي ښكاري � څوك هر څيز ته په سرو عېنكو كې ګوري ، چا شنې عېنګې په سترګو ايښې دي ، او ځينې خو هډو ويني لا هم نه .. څه هم كه سترګي لري �


اوومه پوښتنه

حسينه- ريښتيا ليكل خو واقعي چې دَ يوې لوې ګټې نوم دی .. په دې دومره ډېرو ريښتياوْ ليكلو تاته پښتنو څومره انعامونه او ايوارډونه دركړي دي ؟

په دې پوښتنه افضل شوق په خپل مخصوص انداز كې دَ خندا نه شين شو او بيا يې اووئيل ..

شوق - ما ځكه ايوارډونه نه دي ګټلي چې ريښتيا مي ليكلي دي .. ريښتيا ليكلو ته خو په دُنيا كې ايوارډ نه ... سزا وركولی شي � نو بيا زما په ريښتياوْ به پښتنو ماته څه انعامونه راكول � او خبره دا هم ده چې ما كله كتابونه انعامي مقابلو ته لېږلي هم نه دي � هغه ځكه چې زه تر انعام زيات دَ خپل ضمير تسكين بهتر ګڼم � ما يو انعام ضرور اغيستی دی .. خو هغه هم پښتنو نه .. بلكه حكومت پاكستان راكړی دي په " په لټون ستا دَ څېرې" � خو دلته دا خبره كوم ، چې زما كتابونه زما خواږه دوست سهېل جعفر انعامې مقابلې ته لېږلي وو.. ما نه � او هغه ګواه هم دی چې دا انعام ما څنګه قبول كړو � او يا عظيم خدائی ګواه دی .. چې هغه ورځ ما ځان يو زرخريد شاعر اوګڼلو، چې زه سټېج ته دَ انعام اخيستلو په غرض اوختم � يعنې ما دَ خپل ضمير په مرۍ ښپه اېښې وه � او خبر نه يم چې دَ هغې ورځې نه بيا تر ننه پورې ما يو نظم هم ګوره چې ولې نه دی ليكلې � چرته دَ دې انعام پيسې خو په ما كې دننه پروت ژوندي شاعر ته دَ غاړې زېندۍ نه شوې او يا ...؟

دومره وئيلو ورسته افضل شوق يوه سړه او اوږده ساه دَ خلې نه داسې اوباسله لكه هغه چې خپل قتل پخپلو لاسو كړی وي �

په اّخر كې دَ دې پوښتنو په رڼا كې زه دا وئيلی شم چې افضل شوق دَ حق په لاره روان دی � او دَ يو داسې معيار ضامن ښكاري چې دَ مقدار جوړې كړي پېمانې به اپوټه نسكوري كړي � او خپل نوم به دَ سبا دَپاره دَ معياري ادب په ليكوالانو كې په ډېر محنت او حوصله ليكي .. او زما دا دعا ده، چې دَ فن او هنر كوم سفر په كوم صداقت او ريښتونولۍ ده پئيل كړی دی نو دا دې په ډېره كاميابۍ مخ په وړاندې بوځي � چې داسې دَ پښتو ادب خاصكر په نثري ادب كې هم دَ خپل ښكلي نظم په رنګه ښې اضافې اوكړي ...!!
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery