مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دَ شوق ړومبی کتاب ـ ـ ـ ـ شلېدلی امېل ـ ـ ـ ـ يو نظر، يوه جائزه

 دَ پورتني منتخبو اشعارو په رڼا كي يو لوستونكی دَ لوستلو نه پس دا فېصله فوراً كولی شو ، چې دَ افضل شوق په غزليه شاعرۍ كې دَ هغه لب و لهجه چې څومره علاقائيت لري .. هومره پښتني رنګ او خوږلت هم په كې ليدلی شي � ژبه يې نه يواځې پسته ، خوږه او رواني لري .. بلكه په قندهاري تورو يې شېرينه كړې هم ده � يعني دَ هغه ټول شعرونه ، دَ هغه دَ مخصوص پښتني نظر هغه نښې نښانې دي ، چې ځان كې دننه پښتني ژوند په رواجي او ثقافتي حوالو قاري مخي ته داسې په هنر ږدي � چې لكه هر څه چې سترګو ته ښكاره وي � دَ افضل شوق په غزل كې فكر په ساده ټكو كې بيان شوی دی.. خو دغه سادګۍ بنده په سوچ كولو مجبوره كوي � ولې چې دَ هغه په شعرونو كې بيانيه انداز دَ نوْ موضوعاتو سره غاړه غړی كېږي � او هر شعر يې په تمثيلي انداز كې اشكال دَ لوستونكي په ذهن كې داسې زېږوي .. لكه هغه چې خپله هرڅه په خپلو سترګو ګوري � او دا هغه هنر دی ، چې نه يواځې يو انسان .. دَ يو عام انسان نه مخصوص كوي .. بلكه يو داسې فنكار ورنه جوړوي چې كه هغه شاعري كوي نو هم دَ نورو عامو شاعرانو نه په نوي او بدل انداز كې يې كوي � او دا هنر ښاغلي شوق لاس ته كړی دی � هغه يو شاعر دی .. بلكه ډېر ښه شاعر دی � خو په شعر ليكلو كې دَ روايت پسندۍ او تنګ نظرۍ نه ډډه كوي ..هم ځكه خو دَ پښتنو شاعرانو نه يې لار بېله كړي ده � او هر څه ته په انساني نظر ګوري � شوق دَ اولې ورځې نه تر اوسه پورې په نامعلومو لارو روان شاعر دی � دَ هغه په فكري سفر كې كه ستړياګانې ليدلی شي نو هيلې هم لري � او دا په ادب كې هغه څيزونه دي چې افضل شوق نه ښه او ځانګړی ليكوال او شاعر جوړوي �

دَ شوق غزلو ته چې پام اوكړو ،نو دَ هغه په اشعارو كې په معاشرتي نا انصافيانو باندې په سواليه انداز كې ګوزارونه داسې په هنري طريقه شوي دي چې لوستونكي په ځواب لټولو مجبوره كوي � افضل شوق خبري په اشارو كې كوي .. خو دغه اشارې په شعري علامتي پېرائيه كې اختتام ته رسوي � كله كله دا شاعر دَ انتها نه دَ ابتداً په لور لوستونكي بوتلل غواړي ..ولې چې دَ هغه دَ افكارو نه سبق اّموزه قيصې مخي ته شايد په دې را وړي ، چې هغه دَ پرون په اّئينو كې دَ نن جائزه اخلي � نو ځكه خو هغه دَ نن له مروجه انساني روئيو نه مايوس ښكاري � شكوه، شكايت او بدو ته په نره بد وئيل او رښتيا رابرسېره كول دَ شوق په شاعرانه روئيو كې هغه هنري او موضوعاتي بڼي دي، چي هغه پرې پېژندلی خو شي � لاكن ستائيلی ځكه نه شي چې دَ هغه په شاعرۍ كې سندرې او ترانې نه .. بلكه په انساني حال او حالت باندې ليكلي معاشرتي مرثيې په ماتمي انداز كې موجودي دي �

دَ افضل شوق په غزليه شاعرۍ كې دا لا ندېنۍ محاورې دَ هغه شعري افكارو ته په اشارتي انداز بيانيه لب ولهجه داسې په هنر وركوي چې دَ علاقائيت نه دَ اّفاقيت په لور يُون په كې ليدلی شي � راشئ چې هغه پښتني نوي او زړې محاورې اوګورو چې شوق صاحب په خپلو پورته ذكر شوْ اشعارو كې رانغاړلې دي � دَ مثال په توګه لكه.. " بخت تور سپي څټل" ، " په لاس نه راتلل" ،" سمندر په لپو څيښل" ، " دَ اروا تنده ماتول" ، " سترګې سرې كېدل" ، " ټوكه په ځان كول" ، " دَ زړه ور ټكول" ،" ګونګی ګڼل" ، " په سرو اورونو مزل كول" ، " څنګ ته نه پرېښول" ، " دَ خندا سوب جوړېدل" ، " پلو غوندې شاته پاته كېدل" ، " ژوند دَ تمنا تر منزل رسول" ، " زړه په لاس كې ګرځول" ، " دوې لمحې بې غمه نه كېدل" ، " په ځان پسې ځغلول" ، " پام غلطلول" ، " په خوږو كې راګېرېدل" ، " څړكې لوبول" ،" په ژبي ګونګی كېدل" ، " په پښو كې زړه ږدل" ، " ترڅ كتل" ، " خوله خوله كېدل" ، " په غم غمجن كېدل"، " دَ لاس كرښي غږېدل" ، " منګولې پټول" ، " له ځانه وركېدل"، " سترګې غوښتل"، "دَ چيغې راغبرګېدل" ، " په تول مانده كېدل" ، " په اُمېد پائېدل" ، " په فال را وتل" ، " په تندي خال ږدل" ، " دَ ژوند سراب كېدل" ، " زړه اوبول" ، " زړه له اوږې وركول" ، " ظلم غندل" ، " دَ عشق معراج ته رسېدل" ، " رسوائي په تندي خال كېدل" ، " تر كاڼې كلك زړه كوګل كې ګرځول" ، " دَ دروغو حوصلې وركول" ، " سپينې سپېدې لټول" ، " زړه په خلوص وينځل" ، " دَاّسمان ژړېدل" او داسې نورې زړې او نوې محاورې شايد چې ديو بل پښتو شاعر په شاعرۍ كې راغلې وي � دَ شوق دَ غزلو لوستلو پس داسې ښكارې لكه هغه چې دَ هر فكر اظهار په محاوراتي انداز كې كولو هنر خپل شعري مسلك جوړ كړی وي � نو ځكه دا وئيلی شو، چې افضل شوق صاحب په دې حواله نه يواځې منفرد دی بلكه داسې انداز يې دَ خپل شعري اظهار ذريعه هم ګڼلی ده �

دَ افضل شوق شاعرۍ په ځان كې ثقافتي حوالې لري .. كوم چې دَ هغه فكر ته تقويت وركوي � دَ هغه په شاعرۍ كې لفظي تراكيب عام فهمه دي .. خو دغه تراكيب په داسې علامتي هنري اشارو او دليلونو موضوعات څپړي چې علاقائي مسئلې ته اّفاقي رنګ په كوټلي انداز وركوي .. او دَ دُنيا دَ هر مظلوم قام مسئله ترينه جوړوي � كه يو خواته داسې لفظي جوړښت او تراكيب لكه په دې لاندېنئيو وركړل شوْ اشعارو كې چې ځای كړل شوي دي � تاسو يې خپله كتلی شئ ." دَ شپې له سترګو زلفې ټولول"،"دَ فراق په مېچن اڼل" ، " په كچ اوږده كېدل" ، " دَ اُميد اسپې دَ ژوند په دښت ځغلول" ، " په سپين كاغذ دَ لفظونو تړون" ، " دَ جذبې مرئيي كېدل" ، " دَ شپې زلفې له سترګو ټولول" ، " دَ لمر ويښېدل" ، " دَ زړه ور ټكول" ،" سپرلی په ويښه هم خوب" ، " دَ ژوند دَ وسوسي وژنه" ، " كاغذي ښكلا" ، " دَ ټپي مارغه په شان ټپرېدل" ، " بې وزره تلوسې" ، " دَ رښتيا په معامله كې غل كېدل" ، " دَ اندېښنو امبار"، " دېوالو خواته دَ سيورو ټولېدل" ، " دَ شيشې نازك بنګړی"، " موسمي ډوْل يارانې " ،" دَ دروغو حوصلې لټول"، "دَ زړه خيرن وجود وينځل" ، " زړه خو شيشه دی ، په شيشې څه باور" ، " تله دي په غمجنه لار" ، " دَ وجود په وران مزار كي دَ څراغ لوګېدل " ، " بې ثمره شينكۍ ونه دَ ژوند" ، " سفر يادېږي تنده" او داسې نور نور لفظي تراكيب چې افضل شوق په خپلو غزلو كې استعمال كړي دي .. دَ هغه افكار په شعرونو كې نه يواځې پښتنې انداز واضحه كوي بلكه دَ هغه وَ شعريت ته خوږه ژبه هم بخښي � بلې خواته په لاندې ذكر شوْ شعرونو كې دا لفظي جوړښت دومره په جديد پښتني محاوراتې انداز كې شوی دی چې دَ شعرونو خوند زياتوي � راشئ چې پورته ذكر شوي لفظي تراكيب په دې لانديني اشعارو كې اوګورو چې څنګه شعري ژبه وركړل شوې ده؟؟


ټولې كړه زُ لفې زما له سترګو دَ شپې
ځلنده لمره ...!! ويښېده غواړمه

زه يې دَ زړه ور ټكوم .. خو دا كڼه غوندې ده
نه اوري زما دَ مينې غږ او هم ګونګی ګڼي ما

شوقه زړه ښكونكی پسرلی په ويښه هم خوب
چېري ښكلا كاغذي . .چېري ګلونه دَ هار ؟

يو وسواس دَ ژوند دی شوقه چې ما وژني
بل مرګي ژوندی ساتلی يم په وار وار

چېري به ځغلي دا انسان له ژونده
پرتې دي لور په لور امبار اندېښنې

په لاس كوې ، كه ماتوې يې
شوق دَ شيشې نازك بنګړی دی

كله به وي جار جار او كله نفرت
په موسمي ډوْل يارانې څه باور؟؟

لكه يو ستړی مسافر دَ اُمېدونو دَ دشت
زه هم وَ ځانته دَ دروغو حوصلې لټوم

دا ستا خيرن وجود به په خلوص كه خدای كول زه
وينځم په مينه مينه دَ اشنا توره زړګيه

لاليه !! پام كوه چې مات يې نه كړې
زړه خو شيشه دی ، په شيشې څه باور

نه لري منزل دَ ژوندانه مزل
تش په وړاندې تله دي په غمجنه لار

زما دَ وجود په وران مزار كې همېش
غمجن زړګی لكه لوګېږي څراغ

دومره مجبور يم چې غندلی نه شم ظلم دَ يار
دَ خپلې وينې دَ جذبې دَ مرئيتوب دلاسه

دَ وصال په طمه ياره! ورځې شپې زما
دَ فراق په مېچن دومره مه اڼه

نه كړي ثمر دا بې ثمره شينكۍ ونه دَ ژوند
تش په اُميد پاي هرڅيز،هره غوښتنه دَ ژوند

همېش مې سترګو وړاندې دَ ټپي مارغه په شان
بې وسه ټپَرېږي پرې وزرې تلوسې

تر څو به زړونو له اوږې راكوي ؟
په سپين كاغذ دَ شنو لفظونو تړون

مه ځغلوه دَ ژوند په دشت دَ اُمېدونو اسپې
ستړی به ځان كړې په سفر،سفر يادېږي تنده

په فني توګه دَ افضل شوق غزل چې څومره ساده او بې ساخته دې .. هومره په كې دَ غزل دَ مروجه پابنديانو نه هم زياتې پاپندياني ساتلی شوې دي � دَ بېخي ډېرو غزلو په مصرعو كې دَ ځينو تورو دَ تكرار كه دَ شوق دَ غزل خوند سېوا كوي ..نو دَ علاقائي لب و لهجې مستعملې محاورې او متلونه لكه " دَ ناز غاړې وئيل " ، " خاورې څټل " او " هوس اوچېدل " استعمال دَ هغه په شعركې معنوي ابهام هم مخې ته راولي � په شلېدلی امېل كې افضل شوق .. غزل هم دَ خپل ځانګړې نظم په رنګه ځانته مخصوصولو په ښه نيت دَ ساخت په حواله مشكل كولو كوشش كړی دی � يعني هغه په خپلو غزلونو كې دَ فقرې هومره اوږده اوږده رديفونه ډېر په هنر تړي � او دَ ځينو غزلونو په وړو وړو مصرعو كې يې دَ دوو نه تر څلورو څلورو پوري قافيې بې دَ رديف نه داسې په اُستادۍ رانغاړلې دي چې دَ هغه دَ شعر هنري كمال ته اشاره كوي � كه مونږ اوګورو .. نو نيم درځن ته نيزدې غزلونو كې ښاغلي شوق دَ يو رديف په ځای څو څو قافیې استعمال كړي دي .. خو زه تش دَ دوو غزلونو دا يو دوه شعرونه دَ نمونې دپاره وړاندې كوم..

چېرې دَ چا غريبي ، چېري رسمونه دَ ښار
چېرې سټړيا ستوماني، چېرې خنډونه دَ لار

په دې پورتني بې رديفه شعركې دَ "چېرې" دَ باقاعده تكرار نه علاوه دَ څلورو رديفو اهتمام داسې شوې دی � لكه په وړمبۍ مصرعه كې "چا"،" غريبي"، رسمونه" او " ښار" هم دغه رنګه په دويمې مصرعې كې "ستړيا"،" ستوماني"، "خنډونه" او" لار" تړلې شوي دي او په ټول غزل كې دَ دې پابنديانو خيال ساتلی شوی دی � او يو بل غزل كې دَ ريف سره درې درې قافيې تړلې شوې دي لكه

كوڅه كوڅه دَ ژوندون ، سپېره پرته ده څونې
لمحه لمحه دَ سكون ، په وير اخته ده څونې

روان، ساده او انداز بيان يې ډېر خوږلت او بې ساختګي لري � دئی دلته دَ غزل دَ شاعر په رنګ كې دَ انساني ژوند وَ مسئلو ته په داسې سترګه ګوري چې مسئله دَ مسئلې په معنې كې نه اخلي بلكه په ډېر معصومانه انداز او ساده طرز كې دغو مسئلو ته اشاره كوي � كله نېغ په نېغه او كله دَ يوې مبهمې علامتي اشارې په رنګ كې .. كه دا اووايو چې دَ ښاغلي افضل شوق په ځينو علامتي اشارو او استعارو په شكل كې دَ هغه فكر دَ ابهام ښكار دی .. خو دَ دې باوجود هغه خپل اظهار په ډاډه او رواني كړی دی � نو ځكه دا وئيلی شوچې افضل شوق نه يواځي دَ نظم منلی شاعر دی بلكه هغه يو ډېگر ښه او بېخي ډېر ښه غزل ګو شاعر هم دی �


دَ شلېدلی امېل
دَ ځينو نظمونه تنقيدي جائزه ـ ـ ـ ـ ـ

وئيلی كېږي چې افضل شوق دَ پښتو په جديد او مختصر نظم كې مېدان ګټلی دی � دا خبره تر كوم حده پورې صحيح ده ؟ دَ دې ځواب دَ شوق په وړمبۍ شعري كتاب " شلېدلی امېل" كې مونږ دَ دې لاندېنو نظمونو په جائزه اغيستلو كې ښه تر لاسه كولی شو �


۱ ـ ـ نعت شريف

چې دَشپې له ګڼ اوربله
دَ سهار څېره ښكاره شوه
نو دَ وازګو جوړ خدائيان هم
ټول په كوزو كوزو سترګو
په شيشه غوندې كورو كې
دَ غرور په دالان ناست ناست
په وړانګو دَ لمر شول ويلې
( شلېدلی امېل .. مخ _ 73)

په دې پورته " نعت " كې ټولو نه لويه او دَ خوند خبره دا ده، چې په اّزاد نظم كې داسې په اختصار او په علامتي پېرائيه كې ليكلی شوی دی � چې هيچرته هم پكې دَ سركار دو عالم نوم نه دی ذكر شوی .. خو دَ مزې خبره دا ده .. چې دَ لوستلو نه پس يو دم دَ بنده ذهن ته دَ هغه مبارك نوم راشي � او دا هغه تجربه ده چې شوق صاحب يې اكثره په خپله شاعرۍ كې په كاروي � دا دَ هغه شعري هنر او كمال دی � شايد چې داسې په وړمبي ځل افضل شوق كړي دي � يعني داسې خو اّزاد نظم پښتو ميدان ته ډېر وړاندې راغلی دی او دَ ايوب صابر نه تر هاشم بابر او هاشم بابر نه يې تر افضل شوق پورې سفر كې بلا ډېر نور شاعران پيدا كړي دي � خو زه دَ دې درو شاعرانو ذكر ځكه كوم .. چې دا درې واړه ځان ځانته په اسلوب مشهوره شوي دي � دَ اوږده او ساده نثري نظم نه دَ افضل شوق تر علامتي او تمثيلي نظمونو داسې اختصاري بڼې اوزېږولې چې افضل ورنه دَ افضليت تر حده شوق مشهور شو�

په اووْ وړو او غټو مصرعو كې ليكلی شوی دی پورته نطم ځان كې دننه يو تاريخي داستان لري � يعني كله چې حضرت محمد صلعم دې دُنيا ته راغلو .. نو دَ هغه مثال دَ تود او روښانه لمر وو چې تيرې يې لرې كړې او دَ وازګو نه جوړ هغه ټول فرعونان او انساني خدائيان يې داسې تېس نېس كړو � چې په لاس جوړ كړل شوْ جنتونو كې اوسېدلو � نه يواځې دا .. بلكه په اشارو اشارو كې يې دَ اسلام دَ ظهور پورا قيصه هم بيان كړې ده � لكه " دَ سهار دَ څېرې راښكاره كېدل" ، " دَ وازګو جوړ خدائيان او دَ هغوئ كوز كوز كتل" ، " شيشه غوندې كورو كې اوسېدل" ، " دَ غرور په دالان ناستېدل" او " دَ لمر په وړانګو ويلېدل" هغه علامتي اشارې دي چې ښكاري نوي .. لاكن جوړي شوي په ساده پښتني ټكو كې دي � كوم چې پښتني رنګ او خوند لري � هم دغه رنګه شوق چې هر څومره مخې ته وتلي شاعر په بڼه كې رو رو ميدان ګټي، خو پښتو او پښتني ثقافت هم دَ لاسه نه وركوي .. او ورسره رشتې ډېر په هنر مضبوطې ساتي �

دا پورتنی نعتيه نظم چې په اوو غټو او وړوكو مصرعو باندي اړه لري .. كې يو ترتيب ساتل شوی دی � يعني هره مصرعه په اتهو سېلابونو مشتمل ده او دَ اّهنګ، لی ، وزن او موسيقيت دَ لحاظ نه يو بل سره داسې تړلې شوې دي .. چې كه قافيې او رديفونه په كې تړلې شوي وی نو دا به پابند نظم بللی شو � البته اوس هم دَ پورته ذكر شوي ترتيب له لارې دا نعتيه نظم په اّزاده بڼه كې پابند نظم دی �


۲ ـ ـ اور او اوبه

ياره ! مه پوري كوه اور
زما دَ زړه وړې نړۍ ته
ګنې زما دغه لوګی به
دَ اوبو ډكه اوريځ شي
ستا په سر باندې دَ وَسې
بيا به خپلې لمبې ژغورې
دَ باران له سړو څاڅكو

( شلېدلی امېل .. مخ _ 76 )

په دې پورته نظم كې ښاغلی افضل شوق كه څو هم خپل فكر دَ نظم په چوكاټ كې ځای كړې دی ، خو دغه موضوع سائنسې حقيقت لري � ځكه خو شاعر چې په كومه رنګينه او روانه شعري پېرائيه كې په كوم هنر دا دَ يو تاثر او تاثير نه ډك كېفيت كې تر اختتامه رسولی .. نو دَ شاعر هنر دلته دَ شاباشۍ وړ دی � يعني هغه خپل محبوب ته دَ هغه دَ ظلمونو زړا كوي .. دَ هغه ظلمونه دَ " اور" په علامتي پېرائيه كې بيانوي .. او بيا دَ دغه اور دَ لمبو نه چې كوم لوګی دَ بړاس شكل اختياروي او دغه بړاس چې كله دَ وريځ شكل واخلي .. نو واپس به په هاغه راورېږي كوم چې دَ هغه محبوب دَ هغه سره دَ ظلمونو او ستمونو په شكل كې روا كړي دي � او هغه بل اور به پرې مړ كېږي � يعنې دَ اور نه لوګی او دَ لوګي نه وريځ جوړېدل او وريځ دَ ظالم او ستمګر ياره په بل اور راورېدل داسې دَ خوند موضوع ده .. چې دَ شاعر دَ شعري حقيقت پسندۍ جواز جوړېږي او داسې ښكاره كوي لكه دا شاعر افضل شوق چې په اوتو بوتو يقين نه لري .. او په شعر كې هم حقايق وړاندي كولو په حق كې وي � محبوب ته شاعر په دې شعر كې دَ هغه دَ ظلم انجام ښئي او هغه دَ ظلم نه منع كوي � دلته په دې نطم كې دَ اظهار ژبه ساده ده .. خو فكرانګېزه او معني خېزه خيال نظم كړل شوی دی
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery