مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دَ شوق ړومبی کتاب ـ ـ ـ ـ شلېدلی امېل ـ ـ ـ ـ يو نظر، يوه جائزه

 نظم بېخي ساده او هيڅ قسم ابهام نه لري .. خو دَ اهميت وړ په دې خبره دی چې په دې نظم كې لفظي تراكيب لكه "امېل دَ كركو پئيل" ،" تار دَ مينې" ، "دَ نامه لاكټ"، " په سينې ځنګېدل" او "دَ كونډي خالي ځانګو" په معنوي اعتبار داسې نيم علامتي اشارې دي چې تهيم دَ رومانويت په ښائست لا نور خوندور كوي � دَ اشنا نه دَ هغه دَ بې وفائي او ستم قيصې هر شاعر كوي .. خو دلته دَ افضل شوق ګيله يو تمثيلي او علامتي پېرائيه لري چې په كې شاعرانه عشق دَ ورايه ځلېږي او دا دَ دې شاعر هغه كمال دی چې هغه په كې ځانته نوی اُسلوب او شعري خونداو هنرمخصوص كوي�

كه فكر اوكړو .. نو دا خبره به مخې ته راشي چې په فني توګه دَ دې دولس مصرعو نظم جوړښت كه څه هم په اّزاده بڼه كې شوې دی .. خو دا دراصل اّزاد نظم نه بلكه پابند اومعرى نظم دی � يعني په شپږو دولس سېلابيزو مصرعو داسې مشتمل نظم دی �

امېلونه دي دَ كركو كه هغئ هم
يو په يو راته پئيل په تار دَ مينې
نوم دي څله دَ نامه لاكټ په جار جار
راپه غاړه كړئ په خپل لاس دَ زړه سره!!
چې اوس هم ګوره لا ځانګي په سينې زما
دَ خالي ځانګو په رنګه دَ يو كونډي


۱۵ ـ ـ وام

راغزېږي زما په لورې
يو تك سور او تړكېدونكی
دَ سكروټې په شان بل لاس
هم په ويښه
هم دَ خوبه
خو چې زما تر مرۍ رسي
نو باڼه پرې اونښتېږم
په وړو وړو سلګيانو

( شلېدلی امېل .. مخ _ 103 )

دا پورتنی نظم دَ شاعر دَ يو داسې نفسياتي او ذهني كشمكش ژوندی مثال دی .. چې دَ هغه خپل ماحول دَ حالاتو، دَ خوفونو ويره ، ترهو ، او وهمونو نه اغيستی يو داسې نفسياتي كرب دی چې په اوده او ويښه يو شان دَ هغه په اعصابو خور ليدلی شي � داسې ښكاري لكه دَ شوق صاحب دا پورته نقل شوی علامتي نظم چې دَ يو ديومالائي تخليقي اثر لاندې ليكل شوی دی .. خو قيصه يې مكمله دَ مافوق الفطرت دَ نړۍ نه بېله ده .. او كردارونه په كې هم دَ الف ليلائي دَ دېبانو او عجيبه مخلوقاتو نه راغلي پېريان نه دي � بلكه دلته دَ افضل شوق په دې نظم كې تش دَ يوه لاس خبره شوي ده .. دَ هغه لاس سره تړلی جسم په كې نه دی ذكر شوی � ځكه خو دغه بل لاس دَ لمبې په شان چې څنګه دَ شاعر تر مرۍ رسي .. نو هغه پرې خپل باڼه له ويرې اوڅڅوي � او مخته څه اوشول .. هغه اور مړ شو او كه يې دا شاعر تر مرۍ اونيولو ؟ دا هغه سوال دی .. چې په دې نظميه قيصې كې يې نه يواځې سسپنس سېوا كړی دی بلكه دا نظم يې په يو وړوكي او عام تهيم داسې اّفاقيت ته نيزدې كړی دی .. چې بنده په بيا بيا لوستلو او په سوچ كولو مجبوره كوي �

دا نظم يوه داسې معمه ده چې دَ لوستونكي په ذهن كې بېل بېل حل دَ ځواب په توګه راپيدا كوي � خبره يې دَ يو وهم كړي ده .. خو دا وهم .. كوم وهم دی ؟ دَ دې سوال دلته په دې نظم كې مطلوب دی � او دَ خوند او دَ مزې خبره دا هم په كې شوي ده .. چې هغه بل او سور لاس هر ځل دَ شاعر په لور راغزېږي .. هم په ويښه .. هم دَ خوبه � يعني دا هغه ويره ده چې شاعر يې محسوسوي .. خو بيانولی يې نه شي .. ولې چې هغه دَ لاس تر شا پټه څېره نه ده ليدلی � نو ځكه ورته نوم هم نه شي وركولی � په دې نظم كې لفظي تراكيب ډېر نوي او دَ خوند دي � او بل دا چې يو لفظ هم په دې نظم كې اضافي نه ښكاري او په اختصار كې ډېر معنوي اشكال لري �

دا دَ اتهو مصرعو وړوكی نظم چې ښكاري خو اّزاد .. لاكن دراصل اّزاد نه بلكه بېخي پابند او دَ اوو مصرعو اتهه سېلابيزه داسې ښكلی معرى نظم دی �

راغزېږي زما په لورې
يو تك سور اوتړكېدونكی
دَ سكروټې په شان بل لاس
هم په ويښه هم دَ خوبه
خو چې زما تر مرۍ رسي
نو باڼه پرې اونښتېږم
په وړو وړو سلګيانو


۱۶ ـ ـ دَ خپله لاسه

بخت په ما پورې ګرم نه دی
نه وختونو يم ترټلی
ما خو خپله دَ خپل لاسه
دَ ماشوم زړګي په خوښه
په صله دَ خوږې مينې
په اثر دَ مړامو سترګو
دَ سكون ډك ډك جامونه
چپه كړي دي دَ كسته

( شلېدلی امېل .. مخ _ 104 )

دَ افضل شوق دَ حقيقت پسندۍ نه مونږ په دې پورته رقم شوي نظم كې ډېره ښه اندازه لګولی شو .. يعني هغه خپلي غلطي ته هم غلطي وائي او مني يې � ځنګه چې دَ هغه په شخصيت كې دا يو پهلو ډېر ستائيلی شي .. نو هم دغه رنګه هغه په دې نظم كې په ښكاره او وازه خله دا خبره كوي چې دَ ميني سزاوار هغه خپله دی .. ولي چې هم هغه خو دَ خپل ماشوم زړه په خوښه دې اور ته ور دانګلي وو � كه څه هم خبره معمولي او وړوكي ده .. خو افضل شوق دَ دې وړوكي خبري نه لويه خبره دَ يو نه ختم كېدونكي دړدمني قيصې په رنګه ډېر په رومانوي شعريت كې كوي �

يو طرف ته كه په دې نظم كې افضل شوق دَ نورو شاعرانو برعكس داسې تراكيب لكه " دَ بخت نه ګرمېدل" او " وختونو ترټل" په دې نظم كې راولي .. نو بل طرف ته داسې علامتې لفظي اشارې هم دَ پښتني محاورو سره اوږه په اوږه دَ شعري ضرورت دَ مخي په كار راولي .. لكه " دَ ماشوم زړګي په خوښه كول " ، " دَ يو چا په خواخُوږۍ كې" ، " په صله دَ خوږې ميني" ، " په اثر دَ مړامو سترګو" او " دَ سكون ډك ډك جامونه چپه كول" .. چې په خپل خپل ځای دَ دې نظم ضرورت ګڼلی شي � دا هغه هنر دی چې افضل شوق يې په اّزاده شاعرۍ كې لا هم داسې په كمال استعمالوي .. چې اكثره پښتو شاعران يې په غزلو او پابندو نظمونو كې هم نه شي كولی � او دلته شايد چې زه دا خبره اوكړم .. چې شاعري دومره ګران كار دی .. څومره چې يې شوق په خپله شاعرۍ كې ثابتوي �

دا نظم چې ښكاري خو اّزاد نظم .. لاكن چې ورته په غور اوكتلی شي نو دا نظم په فني جوړښت كې پابندياني لري او په نهو مصرعو كې نوښته شوی نظم دراصل دَ څلور لوئيو شپاړس سېلابيزه برابرو برابرو مصرعو معرى او پابند نظم دی � تاسو يې خپله هم كتلی شي �

بخت په ما پورې ګرم نه دی نه وختونو يم ترټلی
ما خو خپله دَ خپل لاسه دَ ماشوم زړګي په خوښه
په صله دَ خوږې مينې په اثر دَ مړامو سترګو
دَ سكون ډك ډك جامونه چپه كړي دي دَ كسته



۱۷ ـ ـ بېلېدل ګران دي

چې دَ اشنا دَ هېرولو په نيت
په واښ دَ صبر ځان تړمه څوني
او لا يې عكس عكس پرېمنځل غواړمه
دَ خپلو سترګو له ايندارو څخه
دوني مي زړه شكوي تړيانې ورته
او راښخېږي له اوله هم زيات
لكه په ځوزو پېچل شوي ورېښم
چې خلاسوې يې څنګه څنګه په پام
هغوني دوئ په كې اړكېږي نور نور

( شلېدلی امېل .. مخ _ 105 )

څنګه چې مينه په ګرانه كېږي .. هم دغه رنګه دَ ميني پالنه او دَ ميني نه توبه اوباسل هم ګران كار دی � دَ افضل شوق په دې پورته نقل شوي نظم كې هغه چې په كوم دليل دَ ميني په دام نور نور ورګېرېږي .. هغه داسې دی لكه څوك چې په اغزو پېچل شوي ورېښم دَ رابېلولو كوشش كوي � كوم چې اول خو په ممكناتو كې نه وي .. اوكه وي هم نو خلاس شوي ورېښم دَ هيڅ كار نه وي � داسې مثال دَ يو مضبوطې ميني په حق كې ډېر لوی او ښه دليل دی � او دلته شوق صاحب دا هم څرګندول غواړي چې هغه په هوائي خبرو يقين نه كوي او حقائق دَ حقائقو په رنګ كې ښودل او چېړل غواړي � نو ځكه خو دَ شوق دَ شاعرۍ په حقله وئيلی شي چې هغه په سائنس باندي ثابته شاعرۍ كوي .. او هغه خپله هم په اوتو بوتو يقين كم لري � خبره سوچه او نېغ په نېغه كوي �

دا نظم چې څومره په اختصار په مغربي پېرائيه كې ليكلی شوی دی .. هومره زياتې په دې نظم كې پښتني محاورې ځای كړل شوي دي � كومې چې دَ نظم ښائسته زياتوي او تهيم ته يې اوږې وركوي � لكه " دَ صبر په واښ ځان تړل" ، دَ سترګو له ايندارو عكس پرېمنځل" ، " دَ زړه تړيانې شكول" ، " له اوله زيات راښخېدل" ، " په ځوزانوكې پېچل شوي ورېښم خلاسول" او " په ځوزانو كې ورېښم اړكېدل" هغه لفظي تركيبونه دي چې شوق صاحب په ډېر هنر دَ پښتو دَ بېلابېلو محاورو نه رابېل كړي دي � او په دې نظم كې يې ورله داسې ځای پيدا كړی دی چې هره خبره هم دَ دې مختصر نظم خبره ښكاري �

دا دَ نهو مصرعو وړوكی نظم چې ښكاري يو اّزاد او نثري نظم .. لاكن دَ شوق دَ نورو نظمونو په شان دا نظم هم پابند نظم دی او هره مصرعه يې په اتهو داسې سېلابونو باندي مشتمله ده چې تر خپلو يې اّهنګ، رواني او موسيقيت داسې په خوند برقرار ساتلی دی چې يوه ساه كې هم لوستلی شي �

۱۸ ـ ـ ژوندۍ اديره

دا خوګڼه اديره ده
چا وئيل چې ښاريه ده؟
دلته دي ټوله قبرونه
نه بازار شته ، نه كورونه
مړ احساس دی .. مړې مړې سترګې
مړې جذبې ، مړه ضميرونه
هر سړی دی كفن كښونكی
ځكه ژوند په كې ساه اخلي
هم په هر ګام دي ولاړې
فرښتې دَ مرګ خارمړي

( شلېدلی امېل .. مخ _ 117 )

په پورتني نظم كې خو ښكاره په ملك كې دَ مارشل لا دَ اّمرانه دور واضحه تصوير ليدی شي � خو يو ځل بيا په علامتي انداز كې .. خپل ماحول يوه ژوندۍ اديره ګڼي � باوجود دَ دې چې دَ ملك باداران په ډېر فخر سره دَ وطن نظام .. يو اّزاده ښاريه ګڼي � خو دَ شاعر په خيال چې په دې اّزاده ښاريه كې انسان څومره دَ ساتنګۍ ښكار دی نو دغه هرڅه هغه مرګ ګڼي � او داسې دا ښاريه دَ ژوندو خلقواديره هم..!! په دې ښاريه كې ورته هر ضمير مړ، هر احساس قتل .. او هره سترګه ړنده ښكاري � دې سره .. شوق دَ ځانه ګېرچاپېره دَ نفسانفسۍ يو داسې دوران هم ګوري چې دَ انسان لاسونه دَ انسان په وينو سره دي .. هم هر سړی دَ بل دَ وينو تږی ...!! دغه خودغرضۍ ته يې " دَ كفن كښونكی" سره تشبهه وركړي � او دَ دې نه دَ اولس دَ حالاتو .. دَ هغوئ دَ بدترۍ.. خودغرضۍ يو احساس دَ ورايه ليدی شي � خو دَ نظم په تسلسل كې يوه خبره په دې اشاره ختموي چې دلته دا حال ځكه دی چې دَ هر چا لاس خپې تړلي شوي دي .. ژبي او خلې ګنډلي شوي دي � كه په دې حالاتو څوك اظهار كوي نو دَ فوځ سپاهيانو ته دَ مرګ دَ فرښتې نوم وركوي � په مجموعي توګه دا نظم هم لكه دَ دې قسمه ، دَ نورو ډېرو نظمونو خپل يو تاثير لري � دَ تشبهاتو يو پرله پسې لړۍ او علامتي محاوراتي اشارو امېل دی چې دَ هغې نه دَ افضل شوق دَ يو رښتوني او لېوني شاعركېدو او دَ هغه دَ لړزېدلو احساس څرګندونه كېږي �

دا مزاهمتي نظم چې داسې خو په لسو وړوكو او لوئيو مصرعو باندي مشتمل اّزاد نظم ښكاري .. خو چې ورته غور اوكړلی شي نو دا اّزاد نظم به تش دَ پنځو شپاړس سېلابيزه لوئيو مصرعو يو داسې پابند نظم ثابت شي .. چې په كې موسيقيت برقرار ساتلی شوی دی � خپله يې اوګورئ �

دا خو ګڼه اديره ده .......... چا وئيل چې ښاريه ده ؟
دلته دي ټوله قبرونه نه بازار شته ، نه كورونه
مړاحساس دی مړې مړې سترګې مړې جذبې،مړه ضميرونه
هر سړی دی كفن كښونكی ځكه ژوند په كې ساه اخلي
هم په هر ګام دي ولاړې فرښتې دَ مرګ خارمړي


۱۹ ـ ـ دي آئرن اېج

دَ پرون ټوله خوبونه
ټول سوچونه
ټول خيالونه
نن رښتيا دَ ژوندانه شول
اربې له حركته
دَ اېټم له بركته
خو مرګی .. هغه مرګی دی
چې دَ "جين بم" په وسواس يې
دَ روبوټ غوندې انسان هم
په خپل غم دی لا نيولی

( شلېدلی امېل .. مخ _ 124 )

دَ شلمي صدۍ په اّخري دهائيانو كې چې سائنس په كوم رفتار ترقي كړي ده او انساني ژوند چې يې څومره له اّسائشونو سره مخامخ كړی دی ..هومره دَ افضل شوق په قول په دې پورتني رقم شوي نظم كې دې سائنسي ترقۍ دَ انساني اقدارو او اخلاقياتو ته تاوان رسولی دی او انسان دَ انسان دَ وينو تږی شوی دی � ځكه خو يې ويرې سېوا شوي دي � هر انسان خپل ژوند په ويرو كې تېروي � سكون دَ ژوند نه داسې كوچ كړی دی چې هيچا ته دَ خپل ځان او ساه ساتلو نه علاوه بل فكر نيشته � مرګونه دومره اّسان او عام شوي دي چې هر سړی دَ مرګ دَ فرښتو نه ځان ساتلو هڅې كوي � او بل طرف ته دا دعوې كېږي چې انسان اّسمانونو ته اوختلو او هر څه يې په ممكناتو كې راويستلو .. خو دې هر څه نه علاوه يې هم دغه انسان دَ مرګ دَ ويرې نه بچ نه كړو او ويره دَ " جين بم" په سائنسې اصطلاح دَ انسان دَ مرګ فرښته ثابتېږي ورځ په ورځ � په كار خو دا وو .. چې دې سائنسي انسان " روبوټ" ته دَ مرګ ويره نه وی .. خو شوق صاحب دَ دې سائنسي انسان مرګ " ايټم بم" او دَ هغه نه هم خطرناك " جين بم" ګڼي او دا سوال په ذهنونو كې راپورته كوي چې په دې دومره سائنسي انقلابي ترقۍ كې په كار خو نه وه دا دَ مرګ ويره .. خو حقائق دَ شوق صاحب خبره رښتيا كوي � يعني كله چې انسان اّسمانونو ته ختلی دی او هر څه يې ممكن كړي دي .. دَ هغه وخت نه انساني روئيې ځناوري شوي دي او انسان دَ انسانيت نه بېزاره شوی دی � دغه نظم دَ لوستونكي په ذهن كې بلا ډېر سوالونه راپورته كوي او دَ داسې شاعرۍ ضرورت هم شته �

دا نظم چې په خپل اصل حالت كې په لسو وړو او لوئيو مصرعو مشتمل نظم ښكاري .. دراصل په اووْ اتهه سېلابيزه پابندو مصرعو باندي اړه لري � چې ورته معرى نظم هم وئيلی شو�

دَ پرون ټوله خوبونه
ټول سوچونه ټول خيالونه
نن رښتيا دَ ژوندانه شول
اربې له حركته دَ اېټم له بركته
خو مرګی .. هغه مرګی دی
چې دَ "جين بم" په وسواس يې
دَ روبوټ غوندې انسان هم


۲۰ ـ ـ يوه خطا

كشكې زه ړومبی خبر وی
فقط دومره
هوكه دومره
چې يو ورځ به زه او زړه هم
سم سره له اّرزوګانو
دَ دې خپلو سرو سرو اوښكو
په سېلاب كې اوبهېږو
لكه خټې
لكه شګې
او لا خړ كچه كورونه
نو به نه وی ور ګډ شوی
كله هم داسې په مينه
زه دَ مينې وَ درياب ته
لا دَ هغو ښكلو سترګو
دَ خُمار ډكو چينو ته
چې تر ننه يې نشو كې
لامبوزن لامبوزن ښكارم

( شلېدلی امېل .. مخ _ 128 )

دَ افضل شوق په دې پورتني نظم كې دَ هغه دَ ميني په باب يو شاعرانه ښپېماني ذكر شوي ده .. چې هغه په ډېره سادګۍ او بې ساختګۍ نظم كړي ده � ځما په خيال په دَ شوق صاحب په وړمبي " شلېدلی امېل" نومي كتاب كې دا نظم په هغو يو څو نظمونو كې يو دی چې ښپېماني په كې په داسې شاعرانه رومانوي انداز كې شوي ده چې دَ هنري كمال نه يې انكار ادبي نا انصافي ده � څومره په اختصار او رواني چې شاعر خپله ښپېماني په دې نظم كې ځايوي .. هغه دَ ستائينې وړ ده � داسې ښكاري لكه افضل شوق چې خپله دَ ميني قيصه يو ډېر نيږدې ملګري ته كوي � او دا سې ورته واي .. چې ګني هغه نه وو خبر چې يوه ورځ به هغه دَ خپلو ارمانونو، حسرتونو او خوبونو نه برعكس دَ محبوب په ستمونو او ظلمونو داسې په ژړا سركېږي .. چې هر څه به يې دَ اوښكو په سېند كې اوبهېږي او هغه به يواځې پاتې شي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery