مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

2

WITHIN this earthen vessel are bowers and groves, and within it is the Creator:
Within this vessel are the seven oceans and the unnumbered stars.
The touchstone and the jewel-appraiser are within;
And within this vessel the Eternal soundeth, and the spring wells up.
Kabir says: "Listen tome, my Friend! My beloved Lord is within."


خاورين لوښى

دې خړ لوښي كي د خاورو هم چترۍ دي هم سايې دي
هم خالق پكښي دننه د قدرت يې نندارې دي

دې خړ لوښي كي هستېږي اوه لوى سمندرونه
بې حسابه پكښي ستوري پكښي پټ دي اسمانونه

پكښي ګوتي د زرګرو د الماسو خرمنونه
پكښي زر دي جواهر دي د محك امتحانونه

په دې لوښي كي د خاورو د بقا آهنګ ږغېږي
د بې شمېره څاڅكو كور دى او چينې پكښي اوسېږي

كبير وايي ما ته غوږ سئ خاورين لوښي كي دوستانو
زما محبوب خالق دېره دى سترګي غواړي د رندانو.

To Thee Thou hast drawn my love, O Fakir!
I was sleeping in my own chamber, and Thou didst awaken me; striking me with Thy voice, O Fakir!
I was drowning in the deeps of the ocean of this world, and Thou didst save me: upholding me with Thine arm, O Fakir!
Only one word and no second�and Thou hast made me tear off all my bonds, O Fakir!
Kabir says, "Thou hast united Thy heart to my heart, O Fakir!"


تا راويښ كړمه فقيره

تا مي له ځانه سره مينه كړه پيدا فقيره
تا خپلي ميني ته بللى يم تنها فقيره

زه په خلوت كي وم اوښتى په درنو خوبونو
تا مي غوږونه په آواز كړله شنوا فقيره

زه ډوبېدلم د نړۍ د سمندر په تل كي
ته مي ناجي سوې تا له سره كړم پيدا فقيره

تا له موجونو ګردابونو څخه وژغورلم
په خپله غېږه كي دي يوړم تر بېديا فقيره

ستا په يوه كلمه مات مي ځنځيرونه كړله
او ټول بندونه د دنيا او مافيها فقيره

زړه دي يو كړى دى فقيره له كبيره سره
راته روښانه يوه حرف كړله دنيا فقيره.

NOW hard it is to meet my Lord!
The rain-bird wails in thirst for the rain: almost she dies of her longing, yet she would have none other water than the rain.
Drawn by the love of music, the deer moves forward: she dies as she listens to the music, yet she shrinks not in fear.
The widowed wife sits by the body of her dead husband: she is not afraid of the fire.
Put away all fear for this poor body.


له جانان سره ليدل ګران دي

زما له رب سره ليدل اوس راته ګران دي
په دې لار كي عالمونه سرګردان دي

د باران مرغۍ چي تږې د باران ده
تر مرګي رارسېدلې دغه آن ده

خو يوازي د باران اوبو ته ژاړي
نه د نورو اوبو تږې نه يې غواړي

هوسۍ وګوره چي اوري ساز د ميني
په رګونو كي يې غورځي مستي ويني

كه د ميني له هيبته مري تپېږي
نه د ځان له وهمه ځغلي نه تورېږي

په مېړه پسي چي كونډه كبابېږي
له لمبو د سره انګاره نه بېرېږي

كه جانان غواړې له سره به تېرېږې
دغه لار ده سرمنزل ته چي رسېږې.

CLOUDS thicken in the sky! 0, listen to the deep voice of their roaring;
The rain comes fro the east with its monotonous murmur.
Take care of the fences and boundaries of your fields, lest the rains overflow them;
Prepare the soil of deliverance, and let the creepers of love and renunciation be soaked in this shower.
It is the prudent farmer who will bring his harvest home; he shall fill both his vessels, and feed both the wise men and the saints.


په آسمان كي توري ورېځي

توري ورېځي په اسمان كي راغونډېږي
غوږ پر ونيسه په څه طاقت غړومبېږي

شرپى اورې د باران چي رارواندى
له ختيځه څخه ورو_ورو رارسېږي

د كښتونو كټارې پولي كړه ټينګي
چي سېلونه پرې راځي پكښي ډوبېږي

د نجات خاوره تياره كړه په كښت كي
چي د ميني حشرې پكښي غونځېږي

چي د ميني او خلوت حشرې راسي
دې باران كي په كرار_كرار خيشتېږي

دهقانان چي وي هوښيار فصل وړي كور ته
هم كندو او هم يې لوښي په ډكېږي

د زحمت او د احتياط په بركت يې
هوښيار خلك او شيخان دواړه مړېږي.

IS there any wise man who will listen to that solemn music which arises in the sky?
For He, the Source of all music, makes all vessels full fraught, and rests in fullness Himself.
He who is in the body is ever athirst, for he pursues that which is in part:
But ever there wells forth deeper and deeper the sound "He is this-this is He"; fusing love and renunciation into one.
Kabir says: "O brother! that is the Primal Word."


چا په اسمان كي ږغ اورېدلى دى

كوم هوښيار به هغه ساز وي اورېدلى
چي يې ږغ وي له اسمان څخه ختلى

هغه څوك چي سرچينه د ټوله ساز ده
هر يو لوښى يې تر څنډي رسولى

مالامال يې كړ وجود له سور او تاله
او په كل كي يې آرام ځانته منلى

په وجود كي چي د جز په تلاښۍ ګرځي
دى پخپله دى له تندي كړېدلى

هو دننه د كوګل له تاريكيو
هغه دى دى، دى هغه دى ږغ وتلى

دغه ږغ، مينه او هجر سره يو كړي
د عاشق او د معشوق توپير دى تللى

كبير وايي واوره دا اصلي جهان دى
چي په ويښه او په خوب كي مي ليدلى.

TO whom shall I go to learn about my Beloved?
Kabir says: "As you never may find the forest if you ignore the tree, so He may never be found in abstractions."


زه له چا پوښتنه وكړم

چا ته ورسمه له چا وكړم پوښتنه
د محبوب له رنګ او شكل له بدنه

كبير وايي ځنګل هيڅ نه سې ليدلاى
كه نظر كي دي را نه وړې يوه ونه

كه يې غواړې په هستيو كي يې ګوره
هغه نه دى راجلا له هر وطنه.

I HAVE learned the Sanskrit language, so let all men call me wise:
But where is the use of this, when I am floating adrift, and parched with thirst, and burning with the heat of desire?
To no purpose do you bear on your head this load of pride and vanity.
Kabir says: "Lay it down in the dust, and go forth to meet the Beloved. Address Him as your Lord."


سانسكريټ مي ځكه زده كړه

سانسكريټ ژبه مي ځكه سوه په كار
ګوندي ټول خلګ مي وبولي هوښيار

سود يې څه دى چي څپو يمه اخيستى
رامعلومه د وتلو نه ده لار

په كوګل كي مي د هيلو لمبې بلي
او لا سوځمه له تندي په انګار

بې فايدې دي پر سر پېټى دى اخيستى
لا په زړه كي چلوې د غرور بار

كبير وايي بار پر مځكه باندي كښېږده
ځه روان سه په طلب د خپل دلدار

په ادب يې تر درشله پوري ورسه
ته غلام او دى به بولې خپل بادار.

THE woman who is parted from her lover spins at the spinning wheel.
The city of the body arises in its beauty; and within it the palace of the mind has been built.
The wheel of love revolves in the sky, and the seat is made of the jewels of knowledge:
What subtle threads the woman weaves, and makes them fine with love and reverence!
Kabir says: "I am weaving the garland of day and night. When my Lover comes and touches me with His feet, I shall offer Him my tears."

چي له محبوب څخه بېلېږي ښځه

له محبوبه څخه ښځه چي بېلېږي
پر څرخه باندي له څرخ سره تاوېږي

د وجود ښار يې ښكلا پر سر اخيستى
په هغه كي د زړګي قصر جوړېږي

څرخه د ميني په آسمان كي سره اوړي
سرګردانه له آسمان سره څرخېږي

او د پوهي معرفت له مرغلرو
پكښي تخت د جواهرو تيارېږي

ښځه څه نازك تارونه سره اويي
او د ميني له هنره ښكلي كېږي

كبير وايي زما په لاس كي شپې او ورځي
سره اوړي اودل كېږي او سپړېږي

او چي پښې مي د محبوب راڅخه موښلي
نذرانه مي ورته سرې اوښكي بهېږي.

BENEATH the great umbrella of my King millions of suns and moons and stars are shining!
He is the Mind within my mind: He is the Eye within mine eye.
Ah, could my mind and eyes be one! Could my love but reach to my Lover! Could but the fiery heat of my heart be cooled!
Kabir says: "When you unite love with the Lover, then you have love's perfection."


زما د شاه تر چتر لاندي دي لمرونه

زما د شاه تر چتر لاندي ميليونونه
سپوږمۍ ستوري دي ځلېږي او لمرونه

هغه زړه دى زما په زړه كي چي تپېږي
هغه سترګه ده زما سترګه كي اوسېږي

زړه او سترګي مي دي يو وي دا كېداى سي؟
تر جانان پوري مي مينه رسېداى سي؟

دا كېداى سي چي كرار مي سي دردونه؟
او په زړه كي مي ساړه سي سره اورونه؟

چي مين او مينه يو په بل ګډېږي
كبير وايي مينه هلته بشپړېږي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery