مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

3

O SADHU! My land is a sorrow less land.
I cry aloud to all, to the king and the beggar, the emperor and the fakir-
Whosoever seeks for shelter in the Highest, let all come and settle in my land!
Let the weary come and lay his burdens here!

So live here, my brother, that you may cross with ease to that other shore.
It is a land without earth or sky, without moon or stars;
For only the radiance of Truth shines in my Lord's Durbar.
Kabir says: "O beloved brother! naught is essential save Truth."

له غمونو خلاصه سيمه

زه نارې وهمه واورئ زاهدانو
پاچهانو ګدايانو سلطانانو

زما سيمه له غمونو ده فارغه
په لښكرو ورته راسئ فقيرانو

سرپناه ته چي څوك غواړي اسمانونه
راسئ زما پر مځكه جوړ كئ خپل كورونه

پرېږده ستړي زما په مځكه كي هوسا سي
له شا واړوي درانه_درانه بارونه

دلته ژوند وكه چي تېر سې بې ګومانه
د لوى سيند تر بلي غاړي په آسانه

داسي سيمه ده بې مځكي بې اسمانه
نه سپوږمۍ سته نه د ستورو پوځ روښانه

په دربار كي د څښتن چي مي ښكارېږي
پلوشې د حقيقت دي چي ځلېږي

كبير وايي ګرانه وروره پر دې سيمه
حقيقت دى او بل هيڅ شي نه چلېږي.

DEAR friend, I am eager to meet my Beloved! My youth has flowered, and the pain of separation from Him troubles my breast.
I am wandering yet in the alleys of knowledge without purpose, but I have received His news in these alleys of knowledge.
I have a letter from my Beloved: in this letter is an unutterable message, and now my fear of death is done away.
Kabir says: "O my loving friend! I have got for my gift the Deathless One."

د حيات اوبه

زما يارانو زړه مي سوى و وصال ته د جانان دى
زما ځواني ده غوړېدلې اوس اختيار كله د ځان دى

نور طاقت راپوري نسته سينه سوځي زړګى سوځي
په سينه كي اور بل دى ززړه مي زخم له هجران دى

له درې د معرفته راته زېرى دى راغلى
كه هر څه په دې دره كي زړه پرېشان او سرګردان دى

راته ليك د جانان راغى پكښي پټ پيغام ليكلى
اوس له مرګه نه بېرېږم ژوند او مرګ راته يكسان دى

كبير وايي واوره دوسته څه تحفه مي ده راوړې
د حيات اوبه يې راكړې ژوند مي ځكه جاودان دى.

WHEN I am parted from my Beloved, my heart is full of misery: I have no comfort in the day, I have no sleep in the night. To whom shall I tell my sorrow?
The night is dark; the hours slip by. Because my Lord is absent, I start up and tremble with fear.
Kabir says: "Listen, my friend! There is no other satisfaction, save in the encounter with the Beloved."


د جانان وصال

چي جلا يمه له ياره زړه مي ډك وي له غمونو
نه د ورځي مي آرام سته نه د شپې مي په خوبونو

چا ته ووايم حالونه چا ته وشمېرم غمونه
نه حساب مي د زخمو سي نه قرار مي د دردونو

شپه تياره ده خوب مي نسته ساعتونه دي تېرېږي
چي جانان راسره نسته ډار مي پروت دى پر هډونو

كبير وايي ګرانه دوسته تر هغې به كرار نه سم
چي جانان غېږ ته را نه سي چي وصال نه وي د زړونو.

O LORD Increate, who will serve Thee?
Every votary offers his worship to the God of his own creation: each day he receives service-
None seek Him, the Perfect: Brahma, the Indivisible Lord.
They believe in ten Avatars; but no Avatar can be the Infinite Spirit, for he suffers the results of his deeds:
The Supreme One must be other than this.
The Yogi, the Sanyasi, the Ascetics, are disputing one with another:
Kabir says: "O brother! he who has seen that radiance of love, he is saved."

يو څښتن

څوك به تا ته پر سجده سي اې خالقه د ملكونو
څوك به ستا ستاينه وكړي په سجدو په طاعتونو

هر زاهد ځانته جوړ كړى خپل خلوت د بندګى دى
په خدمت د هغه خداى دى چي يې جوړ كړ په لاسونو

هره ورځ ورته سجدې كړي خداى په ياد د هيچا نه دى
هغه خداى چي هم كامل دى هم خالق د جهانونو

لس خدايان يې كښېنولي د سينو په بتخانو كي
يو به ور نه سي تر خدايه تر پاچا د اسمانونو

څوك چي په پښو ته د صنم ځي د هغو په خوله ايرې دي
هغه ستر خالق لا بل دى هغه لوړ تر معبدونو

هره ورځ لاس و ګرېوان وي خپلي لاري بولي سمي
كه جوګى دى كه صوفي دى كه زاهد د خلوتونو

چي ليدلي يې د ميني پلوشې د خپل خالق دي
كبير وايي وروڼو واورئ هغه خلاص له عذابونو.

WHY so impatient, my heart?
He who watches over birds, beats, and insects,
He who cared for you whilst you were yet in your mother's womb,
Shall He not care for you now that you are come forth?
Oh my heart, how could you turn from the smile of your Lord and wander so far from Him?
You have left Your Beloved and are thinking of others: and this is why all your word is in vain.

نګهبان لرې زړګيه

ولي دومره يې بې صبره زما زړګيه
له زمان څخه ډارېږې لېونيه

هغه څوك چي كړي ساتنه د مرغانو
د نړۍ د حشراتو حيواناتو

له نېستۍ څخه هستۍ ته چي راتللې
په رحم كي يې د مور څنګه ساتلې

اوس به څنګه هغه ستا نګهبان نه وي
ساتندوى به دي پر مخ د جهان نه وي

زما زړګيه ته به څنګه له خپل خدايه
ليري كېږي او خوځېږې به له ځايه

ستا به څرنګه د ده مينه هېرېږي
تا ته څنګه نوري لاري دريادېږي

تا په زړه كي مينه ځاى كړه د اغيارو
ځكه ته يې د ژوندون پر وركو لارو

خپل محبوب دي دى پرې ايښى سرګردان يې
د هيڅ كار دي ګټه نسته په تاوان يې.

O HOW may I ever express that secret word?
O how can I say He is not like this, and He is like that?
If I say that He is within me, the universe is ashamed:
If I say that He is without me, it is falsehood.
He makes the inner and the outer worlds to be indivisibly one;
The conscious and the unconscious, both are His footstools.
He is neither manifest nor hidden, He is neither revealed nor unrevealed:
There are no words to tell that which He is


نه هغه دى نه دغه

تاسي ته څرنګه بيان كړم هغه پټ لوزونه
تاسي ته څرنګه دروښيم د زړه رازونه

څنګه به ووايم چي ما دى په كوم رنګ ليدلى
څنګه دروښيم د هغه ناپيدا شكلونه

كه درته ووايم چي دى مي په رګو كي اوسي
په دې كلام به شرمنده سي د جهان رګونه

كه درته ووايم چي زما په تن كي نه هستېږئ
دا به دروغ وي پكښي نسته د ريشتيا قولونه

هغه دننه او دباندي نړۍ يو شاني كړه
اوس يې په منځ كي چا ته نه ښكاري د وېش خطونه

كه بې هوښي ده او كه هوښ دى كرشمې د ده دي
هغه پر دواړو جهانونو ايږدي خپل ګامونه

هغه نه پټ ىد نه په سترګو يې ليدلاى سي څوك
نه د ظاهر نه د باطن باندي راځي حكمونه

نه په كتاب نه په كلام يې درښودلاى سمه
نه د قلم تر ژبي څاڅي د معنى حرفونه.

WHEN at last you are come to the ocean of happiness, do not go back thirsty.
Wake, foolish man! for Death stalks you. Here is pure water before you; drink it at every breath.
Do not follow the mirage on foot, but thirst for the nectar;
Dhruva, Prahlad, and Shukadeva have drunk of it, and also Raidas has tasted it:
The saints are drunk with love, their thirst is for love.
Kabir says: "Listen to me, brother! The nest of fear is broken.
Not for a moment have you come face to face with the world:
You are weaving your bondage of falsehood, your words are full of deception:
With the load of desires which you hold on your head, how can you be light?"
Kabir says: "Keep within you truth, detachment, and love."

د خوښيو سمندر

د خوښيو سمندر ته عاقبت يې رسېدلى
تږى ستون ورڅخه نه سې چي اوبو ته يې راغلى

مرګ دي هر ځاى په تلاښ دي بېخبر انسانه ويښ سه
نوشوه يې هر نفس كي چي ډك جام دررسېدلى

ماتوه د ژوندون تنده د حيات په مستو ميو
د سراب لاري وانه خلې چا مطلب نه ميندلى

د نړۍ چي څه پيران دي كه هر څه لوى مرشدان دي
دلته هر يو دى راغلى هر يوه يې جام څكلى

كه شيخان دي كه وليان دي ټوله تږي دي د ميني
هر يو مست دى له دې ميو چا پر سد نه دى ليدلى

كبير وايي دا خبره مي د زړه په غوږو واوره
چي د ميني په مقام كي كور د وېري نړېدلى

ته يوه شېبه نړۍ ته مخامخ په ژوند كي نه سوې
په لوى لاس دي د دروغو په ځنځير دى ځان تړلى

بار د طمع دي په سر كي غولول كړې تېر ايستل كړې
په دې دومره درانه ځان دي دا سفر څنګه منلى

چا چي زړه كي دي ساتلي حقيقت، قناعت، مينه
كبير وايي دا هغه دى چي جانان ته ورغلى.

O MAN, if thou dost not know thine own Lord, whereof art thou so proud?
Put thy cleverness away: mere words shall never unite thee to Him.
Do not deceive thyself with the witness of the Scriptures:
Love is something other than this, and he who has sought it truly has found it.

د وصل لار

چي دي خپل خالق لا نه دى پېژندلى
دا غرور دي له كوم ځايه دى راغلى

د رندۍ او زرنګۍ له لاري هيڅوك
د وصال منزل ته نه دى رسېدلى

هسي مه غولوه ځان په كتابونو
په كتاب كي يې چا څرك نه دى ميندلى

د جانان سره د ميني لار جلا ده
چي پر دې لاره څوك تللى ورغلى.

THE savour of wandering in the ocean of deathless life has rid me of all my asking:
As the tree is in the seed, so all diseases are in this asking.

له احتياجه فارغ سوم

د حيات په سمندر كي ګرځېدمه
د باقي ژوندون له جامه اوبېدمه

د بقا د ژور بحر په څپو كي
له خواستونو له احتياجه خلاصېدمه

لكه ونه چي په زڼي كي اوسېږي
له احتياجه د ژوند ټول زيانونه زېږي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery