مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

4

IMPTY the Cup! O be drunken!
Drink the divine nectar of His Name!
Kabir says: "Listen tome, dear Sadhu!
From the sole of the foot to the crown of the head this mind is filled with poison."

دا پياله واخله

دا پيالې كړۍ پر سر پورته
ځان كړئ مست له بېخوديو

سر پر سر جامونه نوش كړئ
د خالق د نوم له ميو

كبير وايي ما ته غوږ سئ
زاهدانو د پېړيو

چي د پښو له نوكه پورته
د سرونو تر كوپړيو

ښاماران له زهرو ډك ياست
نه له شاتو نه له پيو.

SUBTLE is the path of love!
Therein there is no asking and no not-asking,
There one loses one's self at His feet,
There one is immersed in the joy of the seeking: plunged in the deeps of love as the fish in the water.
The lover is never slow in offering his head for his Lord's service.
Kabir declares the secret of this love.

لار د ميني ده باريكه

لار د ميني ده باريكه په آسانه نه ښكارېږي
نه پوښتنه له چا كېږي نه بې سواله څوك پاتېږي

هلته هر څوك چي رسېږي د محبوب په پښو كي ورك سي
د تلاښ خوښي يې واخلي دې خوښيو كي ډوبېږي

داسي ډوب سي څوك د ميني د تلاښ په سمندر كي
د ماهي په څېر به ګرځي او له ځانه نه خبرېږي

عاشقان د معشوق پښو كي خپل سرونه نذرانه كړي
يو كبير دى په اسرارو د دې ميني چي پوهېږي.

WHO has ever taught the widowed wife to burn herself on the pyre of her dead husband?
And who has ever taught love to find bliss in renunciation?

د ساتي لار چا وښودله

چي له مېړه سره ځان اور كي سوځي
كونډي ته چا دى دا سبق ښودلى

او چا ښودلي چي د ميني پر لار
په رياضت كي بركت شيندلى.

KABIR ponders and says: "He who has neither caste nor country, who is formless and without quality, fills all space."
The Creator brought into being the Game of Joy: and from the word Om the Creation sprang.
The earth is His joy; His joy is the sky;
His joy is the flashing of the sun and the moon;
His joy is the beginning, the middle, and the end;
His joy is eyes, darkness, and light.
Oceans and waves are His joy: His joy the Sarasvati, the Jumna, and the Ganges.
The Guru is One: and life and death, union and separation, are all His plays of joy!
His play the land and water, the whole universe!
His play the earth and the sky!
In play is the Creation spread out, in play it is established. The whole world, says Kabir, rests in His play, yet still the Player remains unknown.

كله كبير ته هم غوږ ونيسه

كبير سر پر زنګانه ايښى او وايي
نه يې قوم نه طبقه سته دى يې ستايي

نه يې شكل نه يې كيف چا ته ښكارېږي
د فضا تر هر يو كونج پوري رسېږي

خالق لوبه د خوښۍ منځته راوړې
د خلقت معنى له ده څخه راغلې

دا د ده له خوښۍ مځكه غوړېدلې
پاس اسمان ورته كږه ملا ده نيولې

لمر سپوږمۍ د ده له خوښي ځلېدلي
هم آغاز او هم انجام يې پيدا كړي

د هغه خوښي هم نور او هم تيارې دي
د هغه خوښي بحرونه او څپې دي

د هغه خوښي ده ټوله لوى سيندونه
د ساراسواتي، جمنا، ګنګا رودونه

هغه يو دى هم مرګى او هم ژوندون دى
د ده لوبه ده وصال او كه بېلتون دى

د هغه لوبه اوبه او جهانونه
د هغه لوبه ده مځكه اسمانونه

په دې لوبه كي خلقت دى غوړېدلى
په دې لوبه كي ثبات تعبير ميندلى

كبير وايي ټول جهان ورته لوبېږي
خو لوبغاړى چا ته نه ورمعلومېږي.

THE Beggar goes a-begging, but
I could not even catch sight of Him:
And what shall I beg of the Beggar He gives without my asking.
Kabir says: "I am His own: now let that befall which may befall!"


زه له فقير څخه څه وغواړم

ګدا روان وي ګدايي پسي ځي
خو زه يې څرك لا هم ليدلاى نه سم

زما بې غوښتني مي لمن ډكه ده
ورنه څه غواړم پوهېدلاى نه سم

كبيره ځان مي په اختيار كي وركړ
اوس يې د پېښي مخ نيولاى نه سم.

SERVE your God, who has come into this temple of life!
Do not act the part of a madman, for the night is thickening fast.
He has awaited me for countless ages, for love of me He has lost His heart:
Yet I did not know the bless that was so near to me, for my love was not yet awake.
But now, my Lover has made known to me the meaning of the note that struck my ear:
Now, my good fortune is come.
Kabir says: "Behold! how great is my good fortune! I have received the unending caress of my Beloved!"

د خپل خداى خدمت دي وكړه

د خپل خداى خدمت دي وكه چي راغلى
او د ژوند تر دې معبده رسېدلى

پام په چم د لېونيو چي ور نه سې
چي تاريكي شپې وزر دى غوړولى

هغه ما ته په عمرونو انتظار وو
زما په مينه كي يې خپل زړه دى بايللى

لا په قدر د رحمت نه پوهېدمه
ځكه زما محبوب لا نه وو كښېنستلى

مګر اوس جانان معنا ده راښودلې
د هغه سور چي په غوږ مي اورېدلى

كبير وايي ګوره څومره بختور يم
او پوهېږم اوس مي بخت راټوكېدلى

لا طالع به نوره څومره وي يارانو
چي دلدار يم تر قيامته نازولى.

THE Vedas say that the Unconditioned stands beyond the world of Conditions.
O woman, what does it avail thee to dispute whether Hi is beyond all or in all?
See thou everything as thine own dwelling place: the mist of pleasure and pain can never spread there.
There Brahma is revealed day and night: there light is His garment, light is His seat, light rests on thy head.
Kabir says: "The Master, who is true, He is all light."

ويدا وايي مطلق چېري دى

ويدا وايي چي مطلق چېري هستېږي
د حالاتو د جهان تر شا اوسېږي

دا پوښتنه ولي وكړې چي په كل كي؟
كه له كل څخه دباندي پيدا كېږي؟

هغه ځاى د هستوګني مكان بوله
له نصيبه چي په برخه دررسېږي

هلته نه د غم غبار سي رسېدلاى
نه خوښي پر هغه مځكه معلومېږي

هلته لوى برهما د نور جامې اغوستي
شپه او ورځ په هغه نور كي درښكارېږي

هغه تل هلته د نور پر چوكۍ ناست وي
او د نور تاج يې پر سر باندي ځلېږي

كبير وايي كوم څښتن چي حقيقت دى
هغه نور دى پكښي غير هيڅ نه جوړېږي.

THIS day is dear to me above all other days, for to-day the Beloved Lord is a guest in my house;
MY chamber and my courtyard are beautiful with His presence.
My longings sing His Name, and they are become lost in His great beauty:
I wash His feet, and I look upon His Face; and I lay before Him as an offering my body, my mind, and all that I have.
What a day of gladness is that day in which my Beloved, who is my treasure, comes to my house!
All evils fly from my heart when I see my Lord.
"My love has touched Him; my heart is longing for the Name which is Truth."
Thus sings Kabir, the servant of all servants.

جانان مي مېلمه دى

دغه آن راته په ټوله ژوند كي ګران دى
چي مېلمه مي نن په كور كي خپل جانان دى

كه مي خونه كه انګړ دى ښكلى ښكاري
له ښايسته مخه يې ټوله كور روښان دى

په ښكلا كي يې سندري وي زما وركي
د ده نوم دى چي پر ژبه مي هر ان دى

پښې يې مينځمه ښايسته مخ ته يې ګورم
نذرانه مي ورته ايښى دا خپل ځان دى

تر خيرات او صدقه به مي زړګى كړم
كه مي سر دى كه مي مال دى كه سامان دى

لا به څه نېكمرغي غواړمه په ژوند كي
چي جانان كور ته راغلى دا زمان دى

نقابونه مي د زړه كړه ورته پورته
چي جانان راښكاره كړى مخ عيان دى

وصل سوى يم د حق له ښكلي نومه
ختم سوى مي بېلتون دى كه هجران دى

دا سندره د كبير واورئ يارانو
ټيټ له ټولو غلامانو چي يې شان دى.

O MY heart! You have not known all the secrets of this city of love: in ignorance you came, and in ignorance you return.
O my friend, what have you done with this life? You have taken on your head the burden heavy with stones, and who is to lighten it for you?
Your Friend stands on the other shore, but you never think in your mind how you may meet with Him:
The boat is broken, and yet you sit ever upon the bank; and thus you are beaten to no purpose by the waves.
The servant Kabir asks you to consider; who is there that shall befriend you at the last?
You are alone, you have no companion: you will suffer the consequences of your own deeds.

د ميني راز درمعلوم نه سو

زما زړګيه خبر نه سوې ته د ميني له رازونو
ځې د ميني له دې ښاره بېخبره له رمزونو

واوره دوسته راته وايه تا له ژوند سره څه وكړه
ځې روان يې سر دي دروند كړ تش د كاڼو له بارونو

اوس به څوك درسره مله سي څوك به لاس د مرستي دركړي
څوك به بار درسره واخلي د ژوندون د كړاوونو

دوست د سيند پر بله غاړه منتظر دى خبر نه يې
چي به څنګه در په برخه كله وصل سي د زړونو

ستا د سيند سفر په مخ كي ته پر ماته كښتۍ سپور يې
څه بېگځايه غېږ ته ولاړې د څپو او د موجونو

د بنده كبير دا خواست دى چي ورځې ځان په خبر كړه
هلته څوك درته ولاړ دى چي دي مل سي د مزلونو

پر دې توره اوږده لاره همسفر درسره نسته
سزا خپله دررسېږي ستا د كړو عملونو.

IF God be within the mosque, then to whom does this world belong?
If Ram be within the image which you find upon your pilgrimage, then who is there to know what happens without?
Hare is in the East: Allah is in the West. Look within your heart, for there you will find both Karim and Ram;
All the men and women of the world are His living forms.
Kabir is the child of Allah and of Ram: He is my Guru, He is my Pir.

كه خداى په مسجد كي دى

كه دننه په مسجد كي خداى اوسېږي
د نړۍ واكداري چا ته وررسېږي

او كه رام د درمسال په بت كي ناست دى
د چا كار دى چي دباندي څه پېښېږي

په ختيځ كي دى هري غرب كي الله دى
ستا په زړه كي رام كريم دواړه هستېږي

په نړۍ كي نارينه دي او كه ښځي
د ده شكل يې اخيستى دى پاييږي

چي كبير مخلوق د رام او د الله دى
يو مي پير بل مي ګورو راته ښكارېږي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery